جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د خپلې ساتونکې قطعې لپاره نوی قومندان ټاکلی

ملا هبت الله د خپلې ساتونکې قطعې لپاره نوی قومندان ټاکلی

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۸ مه)د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې عمومي مشر یې ملا هبت الله اخوند زاده د خپلې ساتونکې قطعې لپاره د هلمند مخکینی والي مولوي عبدالاحد طالب د نوي قومندان په توګه ټاکلی.

د هغه په وینا، د مولوي طالب پر ځای ملا هبت الله مولوي عبدالرحمن کندوزی د هلمند والي ټاکلی.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د خپل عمومي مشر د ساتونکې قطعې د موجودیت خبر ورکوي.

تر دې مخکې ملا هبت الله د طالبانو د یو شمېر مخالفانو لخوا تورن شوی و، چې له مالیې وزارت څخه یې میلیاردونه افغانۍ ویستي او ځانته یې شخصي لښکر جوړ کړی، خو طالب چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه و ښودلی.

ملا هبت الله، چې له واک ته رسیدو سره تر څه مودې یو کم واکه طالب مشر ګڼل کیده، په وروستیو کې یې د طالبانو پياوړي مشران هم د ځان تابع کړي او توانیدلی چې پر ټولو طالب مشرانو ظاهراً خپل حکمونه ومني او حتا اصلاح غوښتونکي هغه یې هم د خپلو افراطي فرمانونو تابع وګرځوي.

3 COMMENTS

  1. ملا خینزیر خدمت پاکستان ته کوی پیسی د افغانستان ده خپل شخصی ځواک مصرف کوی دا دې ای اس ای کرنیل ده او مستقیم د ای اس ای له طرفه دنده ورکړل شوی انشالله چی دی به د خپل ساتوکی له طرفه مرداریږی

  2. یوه ورځ به واورو چې ملا هبت د جنرال اختر ، جنرال حمیدګل ، کرنیل خنزیر په شان یو پنجابی لنګمار وو چې پر افغانستان یې راج چلاوو.

  3. اول زب مجاهله ! په تا د هغه اورته خور وي سي تا یوه میاشت مخکې په ګردیز کې په پنځه ویست لکه وکړه سي هیبت خنزیر دلته سته او هلته د ای ایس ای ماسل ناست ده ؟😡 تف لعنت په تاسي مرتدانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب