جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد متقي دفتر: ترکیې په افغانستان کې د وسله وال مخالفت، مخالفت...

د متقي دفتر: ترکیې په افغانستان کې د وسله وال مخالفت، مخالفت وکړ

تاند:( دوشنبه، د عقرب ۸ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فدان سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو ډيپلوماتيکو اړيکو په پراختیا، د نويو سوداګريزو دهلېزونو په پرانیستلو او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې. 

د ملا متقي مطبوعاتی دفتر لیکلي، په لیدنه کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې نور باید په افغانستان کې وسله‌وال مخالفت وجود ونه لري.

نوموړي زیاته کړې؛ چمتو یو چې د ظرفیت لوړونې او نورو بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړو.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د دغې لیدنې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ترکیه د طالبانو د یو زیات شمېر مخالفو سیاسي څېرو؛ په ځانګړي ډول د شمال ټلوالې د پخوانیو جنګسالارانو کوربنه ده.

دغه پخواني سیاستوال، چې تر ډېره ( د ملي مقاومت عالي شورا) په چوکاټ کې را ټول دي، طالبانو ته ډېر ځله د خبرو له لارې د افغانستان د قضیې د حل او ورسره د وسله وال مخالفت خبرې کوي.

د طالبانو نور منتقدان دوی تورنوي چې د ملایي رژیم له تحمیلولو او د ټولو غیر طالب افغانانو له منزوي کولو سره یې افغانستان منزوي کړی او پخوانیو جنګسالارانو ته د جګړې د خبرو فرصت ورکړی.

  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب