یکشنبه, مې 19, 2024
Home+په افغانستان کې د لرغونو اریایانو، جغرافیوي قاموس 

په افغانستان کې د لرغونو اریایانو، جغرافیوي قاموس 

ایا اپریتي اوسني اپرېدي‌ ګڼلی سو؟

۱۰مه برخه

استادشهسوار سنګروال

د افغانستان د یو شمېر سیمو، غرونو او رودونو نومونه د تاریخ په بېلابیلو پړاوونو کې، د یو شمېرلیکوالودڅېړنواوڅرګندونو له مخې یاد شویدي. کله کله دغه نومونه سره ورته او کله هم توپیر لري، چې څو بیلګې داسې دي.

ـ مارګینا (مارجینا…)، هریوا=اریانه (هرات)، بکتریانا=باکتریان= باختریش، (بلهیک دیس، بخدیم، بلهیکه)

ـ اراکوزیا=اراګوسیا (هراخوتس، هراخواتی، سرا سواتي په سنسګرت کې) خو ځنې نومونه بیا یو څه توپير لرې لکه، د خویس khoes کلمه چې کله د کونړ سین او کله هم د خلم سین ته کارول شوېده.

ـ پارا پا مېزوس= پارو paro (پاني زوس=کوکا زوس)

په ویدي او اوستایی سرودونو، د هېرودوت په یادښتونو اود داریوش په سر چنو کې د سترې اریانا استوګنځایونه داسې په ګوته شویدي:

ـ د مادیانو استوګنځی د ایران شمال لویديځه سیمه.

ـ د پارسیانو استوګنځی د ایران سهل ته پرته سیمه.

ـ د پارتیانو استوګنځی (د باخترشمال لویدیځ ، لیکوال )دخراسان نیشاپورسیمه.

ـ سغدیه د سیحون او جیحون سیمه ۰(بخارا- سمرقند)

ـ خوارزم د خېوی سیمه.

ـ ساکارتیان د زګروس ختیځه سیمه … »[1]

د لرغونې، مینځنۍ او معاصرې ډبرې د پېرونو په پای کې د ډبرې د توږلو یوه پرمختللی دوره همدغه د کلکولي تیک پېر دی، چې د ډبرې توږل شوي توکي د فلزاتو د پېر په مهال له دغو توکو سره یو ځای استعمالیږي.

دغه پېر په بیلابیلو جغرافېوي چا پېریال، بېلا بېلوهېوادونو، بېلا بېلوزمانو، د څومره والي او څرنګوالي له مخې،  توپير لري، چې موږ افغانستان، مصر، بین النهرین مینځنۍ اسیا، د اندوس سیمه، هندوستان، د نیل رود حوزه اونور د ساري په توګه یادولی شو.

د آریا اوښتې بڼه،

هغه مهال چې اریایانو د ۳۰۰۰ م ز کالو په شاوخوا کې خپل ټولنیز ژوند پیل کړ، نو خپل ځانونه یې «اري» بلل او د دوی جغرافېیوي استوګنځاې ته یې ارینه ویجه (اریانم واییګو،اریانم وایجو، اریانا ویجه، اري ویجه، ایریانا ویجه، اریا ورته، اریا ورشه، اریانا ویجو) وایه او ژبه یې د «اریک» پنوم یادوله.

لکه دمخه موچې دویلسن د څرګندونوپخلی وکړ، دی ددوئ استوګنځی د ښاغلو او ویاړلو وګړو ټاټوبی ګڼي او یو شمېر نورو دوېته د نجیب، بادار، میلمه پال، زړورخطاب هم کړیدی .

ډورانټ will Durant پدې اړه لیکلی دي: «دارین کلمه هغه وګړو ته کارول کېده، چې کسپین ته نږدې ودان ول.»[2]

 د اریا د کلمې نورې اوښتې بڼې، اره، ارین، اریانا او یو وخت د افغانستان استوګنو اریایانو، هرات باندې د «اریانا» نوم کېښود…

دلته باید دا خبره وشي ،چې یوشمېراروپا یان په عا مه ټوګه ارین اصطلاح کاروي، خوباید موخه ترې « را سیزم » نه وي … !؟ دهېټلر له ماتې وروسته دسیاسي راسیزم تیوري وپالل شوه ، لکه څرنګه چې د«هندوجرمن » اصطلاح دجرمني هټلرله وجې په «هندواروپایي » واووښته .

سایکس ورته «اران وج eranyej ویلې دي. «اران وج د اریایانو اصلي ټاټوبی دی، چې د اکسوس او ایګزارت د رودونو په مینځ کې پروت دی.»[3]

د اریا له کلمو سره یو شمېرو وروستاړي او مختاړي هم ګډ شویدي، لکه: اریوس (هریرود)، ارتاکانا (د اري پلاز)، آرسیتوفیل (د کابل وګړي پدې نوم یادېدل)، آریاسپ (د هیرمند په غاړه)، آریاکا (اریاکي)، هراوي تی (هرا=آریا ، د ارغنداب شاوخوا)، هرویو (هریرود).

همدارنګه لکه تریوه بریده چې وویل شول ،ویدي او اوستایي سرودونه، نه یوازې مذهبي او اخلاقي ارزښت درلود، بلکې ټولنیز، استوریز او تاریخي ارزښت یې هم له پامه نشي غورځېدی.

په ټولو څرګندو (چې څلور برخې یا څلور کتابه لري) سرودونو کی د «وید» کلمه په واروار غبرګه شوېده

او ماکس مولرهغه نامتو ختیځپوه او څېړونکی دي، چې په ویاړسره د ریګوید سرودونو یادونه کوي او ګڼ څېړونکي بیا په یوه خوله وایي چې «ویدا» د پوهې او د هوښیاري په مانا دی او شاعرانه تخیل او مذهبي رنګ یې په زړه راښکونکو کلماتو، په موزونه او اهنګینه ژبه بیان کړیدی.

ویدي مدنیت او ویدي سرودونو، اوستا یې مدنیت او اوستايې سرودونو ته په همدې ټا کلې جغرافېیه  کې لاره پرانسته او حقیقت دا دی، چې اوستایي مدنیت د ویدي مدنیت په لمنه کې راوټوکېد، چې ډېره پرمختیا او پراختیا یې ومونده.

په ویدي پېر کې ریشیانو (پوهانو) هر ډول ټولنیزې ستونزې اوارولې او د سرودونو ارزښتونه یې ستایل .

د اوستایي سرودونو، «یشتونه»، چې د شعر بڼه یې درلوده، تر ډېره بریده پکې د سرود ونو ستاینه شوېده او د تاریخی داستانونو تشریح او څېړنه ده.

د اوستا له ټولو پخوانۍ برخه د اوستا «ګاتونه» دي. ګاتونه چې د اوستا برخې یو له بله بېلوي هغه د ګاتونو ژبه ده، چې د اوستا برخې یې په نظم کښلي دي.

ویدي او اوستايي سرودونه، چې د «سانسګرت ودا» او د اوستا ګاتونه دی پخپل مینځ کې سره ډېر نږدی او ورته دي.

همدارنګه د سنسګرت ژبه او «زند» یو له بلې سره ډېر لږ توپیر لري. په دواړو کتابونو کې د افغانستان د لرغونو سیمو، غرونو او رودونو، ټولنیزو لوبو او دودونو او هم د نورو تاریخي او ټولنیزوارزښتونو یادونه شوېده، چې څو بېلګو ته یې ګوته نیسو، خو مخکې له دې چې د دغو توکو او څپرکو یادونه وکړو یو څه باید له یاده ونه باسو، هغه دا یو شمېر لرغونپوهانو د ریګویدا او اوستا په رڼا کې یا د یو شمېر نورو لرغونو متونو له مخې او یا هم د کندنو او څېړنو پر بنسټ د افغانستان په تړاو د یو شمېر تاریخي ارزښتونو یادونه کړېده، چې یادونه یې اړینه برېښي.

ګندهارا ،

 موږ دتاریخي جغرا فیېی له مخې د لرغوني هند د تاریخ استاد «شاندراداس» د وینا یادونه وکړه، چې د ریګوید په سرودونوکې، دګندهارا په نوم  دیوې غوړېدلې سیمې یا دونه شوېده  ، چې د څړ ځایونه او ځنګلونه در لو دل …

ګنداریان د اندوس په شاوخوا سیمو کې اوسیدل،چې له دې یادونې نه موخه دا ده، چې د ګندهارا نوم له ویدي نومونو څخه دي اود وید په څلورو کتابونو، اوستا او مهاباراته هر یو د اریایي هېواد د سیمو، قومونو، غرونو او سیندونو یادونه کړیده.

بیلو وایي، ګنداریان د کابل سین او اباسین تر مینځ، چې د کونړ د سین د یو ځای کېدو له سیمې نه تر چګان سرای رود «دود مان» د غرونو تر لړو پورې سیمې نیولې وې. «د ګندهار نوم هم، د ګندهارا د ټولواک «ګندوپار» له نوم سره تړاو لري.

د سنسګرت په لرغونو سرچېنو او د اوستا په سرودونو کې د «ګندهارا» کلمه په وار وار راغلې ده، لکه د «سندهو ګندهارا sindhu gandhara نوم ډېر ځله په سنسګرت کې راغلی دی.

په اوستا کې هم د «ګنداروا gandarewa» پنوم د یوه پهلوان یادونه شوېده.

ګندهاریانو له خپل ټاټوبي نه هرې خواته کډه کړېډه، چې ان تر سغدیان پوری، چې هلته د کنداري پنوم یادېدل خپاره شول.

کله چې ګنداریانو مهاجرت وکړ نو بیا یې د «بودا» د اوبو (fo) کاسه له ځان سره له «اندوس» نه ارغنداب ته یووړه.

ستا ګید یا ن ،

 دهېرودوت، بطلیموس او مستر بیلوپه څېر څېړونکو دیوې بلې تاریخي جغرافېی یادونه کړې ده او په ځانګړي ډول چې کومو وګړوپه دغه جغرا فېې کې ژوند کړی دی . دغه وګړي د «ستوګوی=ستاکوي) ست ګوسو=saatdakouis «پنوم یاد کړیدي. دغه قومونه که له یوې خوا هېرودوت یاد کړیدي، خو له بلې خوا هغو ټولواکمنو، چې په مینځنی ختیځ، مصر، بابل کې واک او ځواک درلود لکه بابلیانو، اثوریانو، عیلامیانوهم د دوئ یادونه کړېده.

ولسن Wilson او ځنې څېړونکي د ریګویدا پر بنسټ انګېري او یو شمېر نومونو ته ګوته نیسي لکه:» اپاریتي (اوسني اپرېدي )بر سیان (بړیڅ)، پور وانن او نور. [4]

هېرودوت پدې اند دی، چې په پکتي کې څلور توکمه استوګن وو: «ګنداري» اپریتي (اپرېدي)، ستاګېدي=شیتک (خټک)، د ادیکي=دادي (تازک=تاجیک=دیګان=دهکان).[5]

ستاګیدان تر ډېره بریده د ګوملې اوسېدونکي ول.

هېرودوت پدې هم ټینګار کړی، چې دوئ له ګندهاریانو سره اړوند، د یوه ولایت او سیمې اوسېدونکي وو.

ستاګېدیان له ګوملې سربیره له الکوزېیو سره په ګاونډ کې استوګن ول.

له دې څخه ښکاري، چې دوی به کندهار، همغسې د سلیمان تر غرونو هلمند، ارغنداب، هرات، ان تر سر پل پورې ودان وو.

اپریتیا ن ،

همداراز (aparytae)اپریتېوته ورته، پوریو pauru او پاریوه paruh، چې په زند او سنسګرت کې دغره (غرنۍ جغرافیې )په بڼه راغلی دی او چېرته چې اپریتیان استوګن ول، هغه سیمې تر ډېره بریده غرنۍ سیمې وې، لکه د اریانا سهل ختیځې سیمې چې دوۍ پکی اوسېدل.

یو شمېر ختیځپوهان دوئ اوسني اپرېدي ګڼي لکه هېرودوت، بیلیو، مکنزی، ګیرو، ګریر سون او نور، ولې یو شمېر څېړونکي انګېري چې دغه وګړی د هندوکش په سهل چېرته، چې اوسني اپریدي ودان دي اوسېدل.

بیلو پخپل کتاب کې، د هېرودوت له انده لیکلي دي، چې «دغه وګړي د پکتیا په پراخه سیمه د هېواد له جنوب ختیځ نه راواخله تر اباسین پورې اباد وو… بیلو دوی اوسني اپریدي ګڼلی دي.»[6]

اپریتي=پروته paravata، د هېرودوت په اند او د ناروېژي ژبپوه مارګنسټرن پر قول، چې ویل شویدي په غږن لحاظ اپا روتي او اپریدي یو شي دي . . .

دادیکیان ، 

له دې چې راتېر شود دادیکانو dadikae) دجغرافیېوي سیمویادونه هم د پا م وړګڼلی کېږي .

په دې اړه د هېواد نامتو تاریخپوه غبار، د هېرودوت د لیکنو پر بنسټ وايي، «د پښتنواري اواصلي  پخوانۍ نسب او پرګې څلور وې، چې ګنداري، اپارتي، ستاګېدي او دادیکا نومیدې. نوموړی زیاتوي، چې بیلو ننې تاجک د همغو پخوانیو د ادیکیانو پاتې شوني ګڼي».[7]

هېرودوت د دوئ استوګنځي پکتیکا په ګوته کړیدی او د تاریخپوه کهزاد په اند:

«د هیرودوت له څرګندونو معلومیږي، چې دوی د پکتیانو (پختیانو) یوه څانګه ده، چې له ګنداریانو سره یو ځای

اوسېدل …»[8]

بیلیو پدې اند دی، چې دغه اوسني تاجک د همغو لرغونو دادیکانو پاتې سوني دي. دوئ په لرغونو پېړېیو کې له پامیر نه ختیځ ته او بیا په مینځنیو پېړیو کې د یو سفزیو د بریدونو له امله، له سوات، بونیر او باجوړ نه چترال او له هغه ځایه بدخشان ته واوښتل.

یوه بل ختیځپوه «ډاګیو dagyou» دوئ (تاجکان) د هګان بللی دي. د دادیک کلمې ته ورته استرابون د دردی dardae په نوم او بطلیموس د «دارا دري یا دارا ندی په نوم د قومونو یادونه کړېده. بطلیموس د دوئ مېشت ځای د رانګیانا (زرنجیانا، د رانجیانا) بللی دی، چې د هرات (اریا) او کندهار (اراکوزیا) تر مینځ استوګن ول.

د استرابو (دردي=داردی=dardae) د یو شمېر ژبپوهانو په اند، «د دوئ ژبه د افغانستان په شمال ختیځ او د هند په شمال لویدیځو سیمو کې موجوده وه، چې د اردیانو پرې خبرې کولې.»[9]

یو شمېر ختیځپوهان پدې اند دي چې،: «د دا رادیانو هېواد (دردستان) په کلمه کې د دیر (dir) په نوم هم بې څه ندی.»[10]

آریانا که ایران؟!

چارلز میسیون masson او «ویلسون Wilson» چې د هند د ختیځې کمپنۍ مامورین وو، په ۱۸۴۱ کال یې د «آریانا انتیکا» پنوم یو کتاب وکېښ، مانا داچې د« اریانا » نوم دوېته هم یومنلی تاریخي نوم و .

یو شمېرنور څېړونکي هم په دې اند دي چې «آریانا» د اریایي وګړو لرغونی ټاټوبی دي، ولې ځنې په دې ټینګار کوي، چې آریانا په اصل کې «اریا» aria ده .

د تاریخ پلار هېرودوت د «اري arii» زکر کړیدي، خو پارسیانو ځانونه «ارتایي artae» بلل… او (د هنددوکش شمالي سیمی د توران پنامه نامتو وې)«stabo تولومي» د یوه لرغونپوه په توګه د «اریانا» یادونه نده کړې، خو استرابون د یوه جغرافیه پوه په توګه د باختر او اریانا نوم اخلي.

اراتوستین، (۳ می مخزیږدي پېړۍ کې) یوه نخشه کاږلې ده، چې د مصر په اسکندریه کتابتون کې شتون لري، په هغه نخشه کې د اریانا «نوم اخستی دی… بورنوف په اوستا کی د «اپاختیاریا» یادونه کوي او بلهیکا بیا د هندوانو په استورو کی هم راغلې او د سکندر یو شمېر میر زایانو، په دغه ترڅ کې د سکندر د تشریفاتو ریس د باخترا خلکو له خولی نه د اریانا د نوم یادونه کړېده.

سنت مارتن وایي چې د ساسانیانو په سیکوکی انیران aniran کښل شوی دی .

اپولودوموس او ارتیمیس، پارس، میدیا، سغدانیه او باختریانه د اریایانو برخې ګڼلي… کله چې د ساسانیانو په وخت کې پهلوي د اشکاني ځاې ونیو ،چې بیا پهلوي اشکا ني دهخامنشیانود ارامې دفتري ژبې ځاې ونیو اوڅلور پېړۍ یې دوام وکړ ، چې دیو شمېر ژبپو هانو په اند دادواړه د اریایي ژبولهجې وې .

د هندوانو د برهمني مذهب  کتاب ریګویدا ، له هندوکش نه د هند تر شمال پورې وګړي اریایان بللي دي .

د زرتشتانو په مذهبي کتاب اوستا کې اریانا ویجه کلېمه راغلې. . . یو شمېر لرغونپوهانوپه تېر وتنه باخترداریایي هېواد د لویدیځ په مانا او ځنو نوروختیځ مانا کړیدي… !؟

لرغوني دودونه او مذهبونه،

له مخزیږدي نه ۲۰۰۰ کاله دمخه د ټولو اریایي مېشتو سیمو اوسېدونکو ګډ عقاید او ګډ فرهنګ او دودونه درلودل ، ولې له هغې نېټې وروسته چې ورورو اریایان ووېشل شول ، له یوه ځا یه بل ځاې ته ګډ شول نو د دوئ دغې کډ والۍ تر ډېره بریده د دوئ د عقایدو لارې سره بېلې کړې.

 که څه هم لرغونو اریایانو په سر کې، داسې ټاکلی دین او مذهب نه درلود، چې په کوم فکري بنسټ ولاړوو، خو د طبیعت هغو توکو، چې ورته ګټه رسوله، د هغو لمانځنه یې پیل کړه، چې موږ لمر د ساري په توګه یادولی شو.

د زردښتي دین تر راتګه پورې، په ویدي پېر کې بیا هم اریایانو یو لړفکري او زهني خوځښت ته لاره پرانسته . د ژوند لومړني توکي، لومړي عقاید او لومړني ساده قوانین یې د مادي او معنوي ژوند په رڼا کې یو د بل پسې رامینځته کړل.

د ارباب الانواعو په ستاینه او لمانځنه یې پیل وکړ او داسې منظومې ترانې یې وکاږلې، چې بیا به یې د لمانځنې په موخه زهن ته سپارلې او له یوه نسل نه به یې بل نسل ته لېږدولې.

په سر کې په طبعی بڼه لمر، سپوږمۍ … مذهبي بڼه خپله کړه او کله چې ویدي سرودونه رامینځته شول، بیا هم د دین او مذهب یو ټاکلی بنسټ په ګوته نشو، خو د یوه مذهبي ضرورت له مخې راتلونکی  ، د ساري په توګه ریګوید د طبعي توکو لمانځنې په موخه د «وارونا» (له ستورو ډک اسمان)، اندرا (تالنده بریښنا)، سوریا میترا (مهر، لمر)، اګني (اور)، سوما (د بوټو زوخا)، ماروت (باد) او نور طبعي توکي، چې هم یې انسان ته ګټه رسولی شوه او هم زیان … د داسې توکو لمانځنه ، ستا ینه اویادونه به یې کوله.

که څه هم تر دغه دمه آریایانو د مذهبي دودونو د لمانځنې لپاره، یو ټاکلی ځاې نه درلود، ولې کله به یې، چې یو ښکلی او رنګین چاپيریال تر سترګو شو، نو بیا به یې هلته د طبعي توکو ستاینه او لمانځنه کوله.

د ویدي عصر په ځانګړنو کې یو موهم دود «قرباني» وه او سپارښتنه به کېده، چې په قرباني باندې ارباب الانواع شتمن کېږي.

په دغه اریایي عصر کې، چې ویدي دوراوپېر وه او لا اوستا یې پېراودور خپلې وزري نه وي پرانستې د «واحد خدای» د فکر احساس، د دغه مهال په اریايي ټبر کې شتون درلود.

د سرودونو له جوهر او ارزښتونو څخه ښکارېده، چې ټول هغه توکې چې انسانانو ته ګټور وو، هغو ته به یې «دووس dovos کلمه کاروله او ټول ګټور توکي، چې طبعي ښکلا به یې درلوده، په نیکي سره یادول ، چې له ټولو ستر ځواک یې د دووس پاتر dyeuspater پنوم یادوو.

هغه توکي، چې به په طبعې ډول نوراني وه دوېته بې دډیوې او یا څراغ مفهوم درلود، مسترداس د «ریګوید کلتور» پنوم ګټور اثر کې، یادونه کړېده، چې د ریګوید په سرودونو کې د یو شمېر ارباب الانواع نومونه یاد شویدي، چې موږ میترا، وارونا، اګني او نور د ساري په توګه یادولی شو.

د ریګويد په سرودونو کې د اریایانو لومړی مور او پلار «یم» او «یمي» یاد شویدي، انګېرنې په دودیزه توګه داسې دي، چې ګنې دواړه سره ورور او خور وو او غبرګوني ول، خو د مور په ګېډه کې لا د دوئ نکاح تړل شوې وه.

لکه دمخه چې وویل شول ،په سرودونو کې د اریایانو ډېر موهم ارباب الانواع «اندرا» بلل شویدي چې د جګړې پر وړاندې د پکتا ( پختا )قبیلې ملاتړ کاوه. . .

هغه مهال، چې آریایان، د هند له لرغونو اوسیدونکو «داسیوسیانو» سره په جګړه بوخت ول، اندرا، د اریایانو د برې دوعاوې کولی.

د لرغونو اریایانو په سرودونو کې دغه دود هم پالل کېده، کله به چې اندرا ته د «سوما» قرباني او صدقه ورکول کېده، د شپېلۍ نغمې او د سوما د زوخامستي ورته ډېره په زړه پورې وه.

د ریګوید په سرودونو کې د غرونو او په غرونو کې د مارانو ډېری کیسې راغلی دي، چې وروسته دغو کیسو راتلونکي نسل ته لاره پیدا کړه او د پلکوریک بڼه یې خپله کړه.

په دغه ترڅ کې د میترا ییزم تصوفي اړخ، ځکه د پا وړ وو، چې غوښتل یې د ژوند نه په ټولو چارو کې باید عدالت او برابري وساتلی شي . د میترا په مذهب کې هم د قرباني دود پالل کېده او پلویانو به یې د میترا د خوشالولو لپاره څاروي قرباني کول.

میترا د نورو دینونو او مذهبونو په څېر، چې خپل څښتن ته نږدې شي د عبادت ۸ درجې یې درلودې، تر هغې چې وروستي پړاو ته ورسېږي.

«ارونا » بیا د اسمان رب النوع ګڼل کېده، چې د اریایانو یو لوې او ځواکمن ارباب الانواع و .

د وارونا پلویانو او پيروانو داسې انګېرله، چې وارونا هر څه ګوري، هر څه اوري او توله نړۍ اداره کوي.

له دې سربېره اګني (داور، قربانۍ …) چې د کورنیو ساتوونکی او رب النوع ګڼل کېده.

سوما (هوما) د ریګوید په زمانه کې نه یوازې یو ښه شربت وو، بلکې د خپل ارزښت له مخې د ارباب النوع ارزښت یې هم خپل کړ. باید له یاده یې ونه باسو، چې یو شمېر ارباب الانواع غبرګونې او جوړه یي بڼّه درلوده، لکه میترا-وارونا یا ماروت-واسو، ادیتیا adityae او نور یادولي شو.

د اریایانو جغرافېیه او لرغونې ژبی

که څه هم د لرغونو اریایانوپه جغرافېیه کې، لرغونې اریایي ژبې په بشپړه توګه څرګندې ندې او داسې ریفرنسونه اولاسوندونه لا تر اوسه هم په واک کې نشته، چې د هغه مهال لرغونې ژبې یې له ټولو ژبنېیو ښېګڼو سره موږ ته راپېژندلی وي.

ولې یوازې اوستايي ژبه، د اوستا د کتاب پر بنسټ، چې له مخزېږدي نه شاو خوا زر (۱۰۰۰ ق م) کاله د مخه کاږل شویدی، موږ ته په ګوته کوي، هغه مهال چې زرتشت په دېرش (۳۰) کلنۍ کې خپلې زده کړې پایته ورسولې، بیایې د اوستا لوری څرګند کړ.

که څه هم ویدي سرودونه چې د «سنسګرت ودا» پنوم یې هم یادوي تر یوه بریده که له اوستایي ګاټونو سره یې ورته والی زیات دی ، خوداوستا په څېرڅرګندې نښې نښانې په واک کې نشته اوپه برتلیزه توګه تت برېښي .

که چېرې موږ د لومړنیو اریایانو ژبه اریک وګڼو، نو یادې دوه لرغونې اریایي ژبې (سنسګرت او اوستا) د باخترې ژبې دوه څانګې دي، چې په لومړي سر کې د «لهجو» تر بریده سره نږدې وې، ولې وروسته ورورو یو له بله سره جلا شوې.

داسې انګېرنې شته چې په ټولو هندو اروپایي قومونو کې د سنسګرت ژبه او «زند» سره ډېرې نږدې وی او ډېر توپير یې نه درلود، خوبیاهم ژبپوهان انګېري، چې یو وخت هندو اروپایي قومونه دومره سره نږدي ول، چې په یوه سیمه کې ګډ ژوند درلود .

 لکه څرنګه چې قومونه سره ووېشل شول او یو له بله لرې شول، دارنګه ژبې هم یو له بله لری شوې . . . د مثال په ډول ، ریګویدا او ګاټونو (یانی زردشتي ترانې) د ژبو ډېر نږدې والی، چې تر ډېره وخته پورې یې ختیځپوهان په شک کې اچولي ول، پدې مانا چې ګنې د ګاټونو ژبه د «ویدي» ژبې اوښتې بڼه ده.

انګېرنې او څېړنې دا ښېي، چې په لرغوني باختر کې د دغو قبایلو ژبه یوه وه. وروسته یې په ګړ دود کې لهجوي توپیر راغی او ورپسې، جلا والی او په پای کې نورې ژبې ترې مینځته راغلې.

د زردشتي دین تر راتګه پورې، د ټولو ختیځو اریایانو، تر مینځ دغه سرودونه یو ډول وو، ان تر دې چې په اندونو، دودونو ، کلتورونو او عقایدو کې هم ژور بدلون نه تر سترګو کېده.

د «ودا» او «اوستا» (زند) ژبې په بشپړه توګه په اریانا (باختر) کې مینځته راغلي دي … کله چې اریایانو د افغانستان لویديځ او ختیځ ته مخه کړه (پارس-هند) یو شمېر لهجې مینځته راغلې.

د زرتشت دین هم یوازې په باختر کې پاتې نشو، بلکې له کډوالو سره یو ځای ګاونډیو هېوادونو ته ورسېد، چې «مادیانو» او «پارسیانو» اوستا ته غېږه خلاصه کړه او هندوستان بیا «ګاتونه» یانی زرتشتي ترانې د سنسګرت په ژبې زمزمه کړې.

اوستا له دیني ارزښتونو سربېره، ملي، قومي او سیاسي ارزښت هم درلود. زرتشتي قامونه ټول په یوه خوله وه چې د پردېیو پر وړاندې یو موټی وي.

د اوستایشتونو د خپلو اتلانو کارنامې او اتلولۍ ستایلې او دا کار «ویدیانو» هم کړې وو، خو په اوستا کې دغه ډول ستاینې غوښنې اوپراخه وې.

«وکرناګل wackernagle» پدې اند دی ، د روحانینو په مینځ کې، چې په کومې ژبې خبرې کېدې د غږیزو جوړښتونو له مخې ویدي سرودونو سره یو شی وې، خو د شاعرانه اصطلاحاتو د نه درلودلو له امله یې له هغو سره توپير درلود.

بیا هم په تورو او اصطلاحاتو کې کله کله لږ و ډېر توپير تر سترګو کېږي ، د ساري په توګه «سوما او هوما» د یوه بوټي نوم دی ،چې د سوما کلمه په اوستا کې «هوما» شوېده، ولې په دود او سپېڅلتیا کې غټ توپير نه تر سترګو کېده،  دا په ویدي او اوستایي عصر کې یو ډول ځانګړې زوخا وه، چې له یاد بوټي به جوړېده. دې پوتي ته په پښتو کې «اومه» ouma  ویل کېده او په ځنو سیمو کې به د «هندو صابون» هم ورته ویلې، دا ځکه چې یوناني طبیبانو به دا راټولوو او یوناني طبیبان چې اکثره سکان وو، نوځکه یاد نوم پرې ایښودل شوی وو .

سوما یا هوما د میلمنو د پالنې لپاره یو ښه شربت (شراب) وه، ان تر دې چې له «اندرا» او «وارونا» نه وروسته یو سپېڅلی رب النوع هم وو او د جګړې ګټوونکی بلل کېده.

نوپدې بنسټ ویلی شو، چې له ریګویدا نه وروسته د سرودونو ژبه، چې ولسي بڼه یې درلوده، ورورو پراخه شوه چې په پای کې د سنسګرت ژبه مینځته راغله.

پوهاند «موسیو مییه» هم دې ټکي ته ګوته نیولې ده، چې لرغوني ویدي سرودونه د اریانا په خاوره (د هندوکش سهل ، هندو= تور اوکش = کونج) کې مینځته راغلي دې او د ویدي ژبې د انشعاب او د بېلابیلو ګړ دودونو په پایله کې د «سنسګرت» پنوم نامتو شوه.

د اټک اوسیدونکی نامتو ژبپوه «پانیني» هم پخپل ګرامر کې یو شمېر یادونې کړې دی. خو یو شمېر څېړونکي پدې اند دي، چې د سنسګرت نوم له مخزیږدی ۴ څلورمې پېړۍ نه دمخه یې خارجي وجود نه درلو.

یوشمېرژبپو هانواوڅېړونکودنورو اریایي ژبو یا دونه هم کړې ده ،چې مو ږ په دې ترڅ کې راورټی يا دولی شو. ده دساري په ټوګه د پښتو ژبې په اړوېلې  دی ، چې دغه ژبه له «زند» سره نږدې اړیکې لري. «نن له اباسین نه سمدستي لویدیځ پلوته داسې یوه ژبه ویل کېږي، چې د عبارتونو او جوړښت له مخې له هرې معاصرې ژبې نه توپیر لري او په اغلب ګومان له زند، پهلوي او عبري نه راوتې ده او دا ژبه پښتو ده»[11] . ډورن، پښتو ژبه یوه اریایي ژبه وبلله … ډیری ختیځپوهانو دغه ژبه یوه هندو اروپایي ژبه ګڼلی ده .

لوی ختیځپوه جیمز ډارمستتر نه وروسته جورج مارګنسټرن ، پښتو په شرقي ایرانی ژبو کې د ساکانو لرغونې ژبې ته نږدې وبلله.

یو شمېر ژبپوهانو، پښتو ژبه باختري ژبه ګڼي او پدې ټینګار کوي چې پدې ژبه کې به هرومرو د هندو اریایي ژبو ګړ دودي ښېګڼې وي.

علي اکبرجعفري د نامتو ژبپوه مارګنسترن له انده کښلي دي «په ویدي سرودونو کې «پرشو»، په اوستایي سرودونو او سنسګرت کې «پرسوانه» یا «پرشانه د اوسني پشتون له نوم سره تړاو لري.

ویدي سرودونه په ۱۵۰۰ م ز او «اوستایي» سرودونو ۱۰۰۰ م ز کې کښل شویدي او تر یادې نېټې پورې لرغونتوب یقیني دی …(اسلامي دایره المعارف ۲۱۷ مخ)

جورج ګریرسن هم په لږ ټوپیر د دې خبرې پخلی کړیدی، چې د ریګویدا، «پختاس»، (پختوس)، پکتاس او یا پکتوس د پښتنو لرغونی نوم دی. هېرودوت د اپاریتي، ستاګېدي، ګنداري، دادیکی، ساکي او د نورو قومونو په لړ کې د پښتنو لرغونی نوم «پختویس» یاد کړیدي.

بطلیموس د هېرودوت پختویس، پختیان او پکتیان … د پکتین، پختین او پشتین په بڼه کښلی دی.

یوشمېرژبپوهانوپه دغه لړ کې «ډورن» د افغانانو په تاریخ کې د یادو وګړو ژبه پښتو بللې ده.

راورټي په پښتو ګرامر کې دا یوه لرغونې ژبه بللی او ډارمستتر د هندواروپایې له کورنۍ څخه ګڼلی. (د هند د ژبو سروې. ۱ ټوک ۹ مخ) مستر بیلو د «افغانستان قومونه» مستر برون د «ایران جغرافیه» نومي کتاب، تتلیر د افغانستان تاریخ او نورو د ګنداریانو لېږد له اباسین نه کندهار ته، د غور سوریان، د ملتان لودیان د سلیمان غر سلیمان خیل پښتانه ګڼی. همدا راز په حدود العالم، تاریخي یمنی، ابن اکثیر ابن بطوطه، منهاج السراج، سیفی هیروي، میلسن، تامسن او په لسګونو نورو په دې اړه ډېری څرګندونې کړیدي 



) سنګروال شهسوار د افغانستان تاریخي جغرفیې څرنګوالی (۸-۵۲ مخونه)[1]

[2] ( will Durant breasted conquest civilization p.286

) سایکس د افغانستان تاریخ لومړی ټوک ۳۶ مخ[3]

[4] ( Wilson, Ariana, London .1841

) سنګروال د افغانستان د تاریخي جغرافیې څرنګوالی ۳۳۰ مخ[5]

) بیلیو، د افغانستان توکمونه ۵۷-۵۸ مخونه[6]

) غبار میر غلام محمد جغرافیه تاریخي افغانستان ۳۸-۳۷ مخونه[7]

) کهزاد احمد علی خان، تاریخ افغانستان ۷۰ مخ.[8]

) دوست، دوست محمد د افغانستان ژبې او توکمونه ۳۷ مخ[9]

[10] ( the ancient geography of india .1963. pp. 40-66 or h.h Wilson, Ariana, antiqua, London September 1841 pp. 131-164-185

) راورټی پښتو ګرامر ۴ مخ[11]

تیره برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب