شنبه, مې 18, 2024
Home+افغانستان، د اوستایي مدنیت په رڼاکې 

افغانستان، د اوستایي مدنیت په رڼاکې 

۹مه برخه
استادشهسوار سنګروال
د اریایانو یو بل لرغونی کتاب اوستا نومېږي، چې د بلخي زرتشت (زرا تشترا) له خوا کښل شویدی.
د اریایي نسبتا‍ً پرمختللې مدنیت دویم پېر، چې د اوستا له کښلو پېلیږي، لا دا خبره په بشپړ توګه سپینه شوې نده، چې دغه کتاب په رښتنې توګه څه وخت مینځته راغلی دی؟ ولې له څنګه چې د برهمنانو کتاب «ریګویدا» په تړاو انګېرل کېږي، چې د ۱۵۰۰ م ز او ۲۵۰۰ مخزیږدي تر مینځ په افغانستان کې کښل شوی او په هند کې بشپړ شوېدی.
دارنګه د تاریخي څېړنو له مخې د اوستا مدنیت د «۱۲۰۰» م ز او «۱۰۰۰» مخزیږدي تر مینځ پيل او پايښت موندلی دی.
 لکه څرنګه چې لرغونپوهانو د ریګوید متون له مخې د لرغونو اریایانو د ټولنیز ژوند په بېلابیلو اړخونو څېړنې کړيدي، دارنګه د اوستا کتاب هم پخپله د اوستا یې مدنیت یو بل لاسوند دی، چې څېړنې پرې شوي دي اوپنځه بابه لري.
د زمان له توپانونو راوتې برخه د اوستایانو یو ښه سرچینه ده چې د هغه مهال د اریایي مدنیت یوه لویه کلتوري شتمنۍ یې ګڼلي شو، په لومړي سر کې اوستایي ولسي ادبیات او د زرتشت سرودونه خوله په خوله له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدېدل.
د دغو شعرونو او سرودونو زښت زیات ارزښت پدې کې دی، چې د هغه مهال د خلکو فکري، مدني ، یوټولنیزبهیر او یومخ پرودې پېراودور په ډاګه کوي.
اوستایي مدنیت، چې د ریګویدا په لمنه کې وټوکېد، د اریایي وګړو په هر اړخیز ژوند یې ژوره اغیزه وکړه او ان د سکندر د برید تر مهاله یې د اریایایي هېواد تر پولو ځان ورسوه.
د اوستا ژبه، چې په افغانستان کې وزېږیده اوله اوږدو پېړیو وروسته بیا همد لته د ژوندېیو ژبو له لیکو وو ته ،ولې انګېرل کېږي چې د اوستا دغه ستر کتاب د مخزیږدي شپږمې پېړۍ په شاوخوا کې په یوې بلې اریایي ژبې وکښل شو.
د مخه موووېل، چې د بهرنیو بریدونو په ترڅ کې د اوستا ډېره برخه زیانمنه شوه، ولې کله چې پارتیانو د یوه دولت بنسټ کېښود او هغه مهال، چې د زیږدي لومړۍ پېړۍ په شاوخوا کې انجیل لیکل کېده، یو ځل بیا اوستا هم راټول شو، خو دوه پېړۍ وروسته، د ساسانیانو د واک په مهال (په دریمې زېږدیزی پېړۍ کې) د پهلوي الفبا پر بنسټ اوستا چې تیت و پرک وه راټول کړی شو.
کله چې په مخزیږدي شپږمه پېړۍ کې اوستا کاږل کېده، په ۲۱ کتابونو کې، چې «۸۱۵» څپرکي یې درلودل خپور شو، ولې د ساسانیانو په وخت کې دغه کتاب په ۲۱ نسخو کې چې د ۳۴۸ څپرکو درلودونکی وو خپور شو.
 په پارس کې که له یوې خوا ساسانیانو د اریایانو د سپېڅلي کتاب جاج واخست خو له بلې خوا اریایي ټبر، د خپل نیکه یې ټاټوبي نه مخ په هند روان شول.
 د هند بومي اوسیدونکي «دراویدیان» یې په شاوتمبول او باختري اریایانو، له بلخ نه وروسته د ګنګاد سین په غاړه د دویم سلطنت بنسټ کېښود.
دا چې اریایان له بلخ، شمالي او جنوبي هندوکش نه د اوسني افغانستان دننه هرې خواته خپاره شول، دارنګه، ان تر پارس او هند پورې خپلې لیکې وغوځولې، د اوستا د څرګندونو له مخې، یو لامل دا وو چې اریایي وګړي کوچیان ول، د موسم په بدلون، د خپلو څارېیو لپاره یې د څړ ځایونه لټول او د دې هڅو له مخې ورورو کلیو او ښارونو ته مخه کړه.
اوستا هم د دغو وګړو د استوګنو په اړه اوږدې څرګندونې کړي او د ځانګړي جغرافیوي موقعیت له مخې شپاړس (۱۶) سیمي یا ولایتونه په ګوته کړیدي.
که څه هم «وید» تریوه بریده دغه سیمې راښېي، خو هغومره، چې اوستا په بشپړه توګه د اریایي هېواد د بېلابیلو ولایتونو جغرافیه راپېژني په پرتلیزه توګه د پام وړ یې ګڼلی شو.
 اوستا له ایرایانا ویجه پرته د اریایانو خاوره په نورو نومونو هم یاده کړېده، چې موږ «ایریاوود ناهوو airyao danhavo» ، ایریاوود هویو airyao dahva او ایریوشایانا airyo shayana د بیلګې په توګه یادولی شو.
اوستا چې د بخدي سلطنتي کورنۍ شپاړس ولایتونه موږ ته په ګوته کړیدي د امو سین او اباسین ترمینځ پراته وو، ولې د لرغونو یا لومړنیو اریایانو څلور خواوې داسې په ګوته شویدي، چې شمال پلوته سیحون (سیر دریاب) او د جیحون (امو رود) سهل لور ته بلوچستان او د هند تر سمندره پرتې سیمي، ختیځ ته پنجاب او لودیځ خواته همدان.
کننګهم بیا پدې اند دي، چې د اریانا خاورې شمال ته اکسوس او سغد یانه، سهل پلوته د هند سمندر، ختیځ لور ته اندوس رود او لودیځ خواته یې نږدې د پارس ولایت وو.»[1]
اوستا د اریايي ټبر د یوه موهم لاسوند او سرچینې په توګه، د زمانې له توپانه روغ رمټ راونه ووت او غوښنه برخه یې د همدې پېښو قرباني شو. ولې بیا هم میر غلا محمد غبار په دې تړاو داسې لیکلي دي: «اوستا د زرګونو کالو په موده کې تر ډېرو تاریخي پېښو لاندې راغلی، نو ځکه خو په بشپړی بڼه پاتې نشو. پر اوستا چې کوم تفسیر په پهلوئ ژبه وکښل شو «زند» نومېږي، تفسیر چې تفسیر کړی شو، هغه ته یې بیا «پازند» وویلې نن د اوستا د «ګاتونو» یوه برخه پاتې ده، چې مذهبي سرودونه دي. د اوستا یوه نسخه چې په «دین دبیره» لکیدود ده د ډنمارک په کوپنهاګن کې خوندي ده. په ۱۴ مې زیږدي پېړۍ کې کاپي شوېده. د دین دبېره لیکدود په شپږمې زیږدي پېړۍ کې، چې د ساسانیانو پېراودور و، د اوستا د لیکنې لپاره منیځته راغی . »[2]
د اوستا په لومړي باب درېیمه (۳) برخه کې، چې «وندیداد» نومېږي، د یو شمېر ابادو او غوړېدلو سیمو یادونه کوي، چې اریایان پکې مېشت او ودان ول او د اوستا یي دوراوپېر هېواد یې باله.
د دغې اوستایي خاورې بېلابیلې برخې داسې راپېژني:
۱ـ آریانم ویجو (ایرینه ویجو) یانې د اریایانو ریښتنی استوګنځی، چې لرغونپوهانو دغه سیمه د امورود پاسنۍ برخه او سر دریا، چې اوسنۍ فرغانه یې بولې بللی شو.
۲- سغده، چې سغدیا نه ګڼل کېږي، د امورو د ښي غاړه کې موقعیت لري.
۳- مورو، چې له مروې او مرغاب څخه عبارت دی او هغه رود چې له شمالي غرونو نه سرچینه اخلي د مروی رود یې بولي چې دغه سیمه یې خړ وبوله.
۴- بخدی چې بخل بامیک (بلخ بامی) هم ورته ویل شویده د اوستا موهمه او غوره سیمه ګڼل شوېده.
۵- نیسایا: دا د اوستایي خاورې هغه برخه ده چې د مرغاب او بلخ تر مینځ پرته ده، چې ځنې برخی په میمنه او ځنې په عشق ا باد کې دي.
۶- هرای وه: دغه د« هري »سیمې او یا د هریرود سیمې نوم دی. اري او هري نومونه تر اوسه هم دود دي او (اوسنی هرات) یې هم بولي.
۷- ویکره ته: تر ډیره بریده لرغونپوهان او جغرافیه پېژندونکي انګېري، چې دغه د لرغوني کابل سیمه بللی شي.
۸- اوروایا اوروه: څېړونکي پدې اند دي چې ښایي «روه» او یا «اروه» وي، ځنې انګېري، چې د غزنه او طوس سیمي دي او یا هم «ارګون».
۹- خننتا: دغه سیمه ښايي د «هیرکانیا» یا «ګرګان» سیمه وي.
۱۰- هري ویتي: دغې سیمې ته په لرغونو متونو کې «اراویتي» هم ویل شويدي، چې موخه تري د ارغنداب د رود شاوخوا سیمې دي.
۱۱- اې تومنت: یا ایتو مندرس یاهیتومنت لرغونپوهانو د هیرمند رود پراخې غاړې ګڼلی دي، چې د اسلامي پېر تاریخپوهانو نیمروز هم یاد کړی دي.
۱۲- راګایاره ګه: یو شمېر څېړونکي (ری) ګڼي او «راغا» هم.
۱۳- کخره: ډارمستر دغه سیمه په غزني کې او یا د خراسان کومه سیمه ګڼي.
۱۴- ورنا (ورنه): څېړونکو په څرګنده او نا څرګنده توګه کومې سیمی ته ګوته نده نیولې.
۱۵- هپته هندو: موخه ترې «اوه رودونه» چې اوس يې پنجاب بولي.
۱۶- رانګه (رانګا): لرغونپوهانو لا تر اوسه دغه سیمه نده په ګوته کړي.
موږ دمخه ووېل چې له «وید» نه وروسته دویم ستر اریایي کتاب اوستا او د ستر عالم «زراتشترا» له خوا لیکلی شویدی. دا مو هم دمخه ووېل، چې «وید» د پوهې په مانا دی او د دې پوهې د پراختیا لپاره څلور کتابونه تر اوسه لاسته راغلي دی، پېژنو چې: ۱- ریګ وید ۲- یجروید ۳- سما وید ۴- اتهرواوید نومول شویدي…
همدارنګه اوستا هم په پنځو برخو ویشل شوی:
۱ـ یسنا yasna ۲- ویسپرد visperd ۳- وندیداد vendidad چې په پهلوي ژباړل شوی. ۴- یشت
 ۵- وړه اوستا ، چې د اوستا دغه برخه، چې یسنا ده، «ګاتا» یې بولي چې د سرودونو مانا لري او دا برخه یې اصلي او لرغونې ځکه ده، چې د زراتشتر د ویناو مجموعه ده.
 د اوستا هغه بڼه چی د ساسانیانودواک په مهال مینځته راغلې ده،ترډېره برید ه یې د نظم په پرتله د نثربرخه غوښنه ده.
ولې لرغونپوهان او ختیز پېژندونکي انګېري، چې اوستا د نظم په بڼه، چې ځانګړې قافیه او ریتم یې درلود لکه د ویدي سرودونو په څېر یو منظوم اثر دی.
په بنسټیزه توګه «ګاتا=ګاس) چې ۲۳۸ څلوریځی او ۸۹۶ مصرع درلود ې د اوستا له نورو برخو نه توبير لري یو لامل یي نظم والی دي او نورو برخو یې شعریت او نظم والی له لاسه ورکړیدي.
تر ډېره بریده ویل کېږي، چې مخزیږدي دریمې پېړۍ په شاوخوا کې اوستا په نظم کښل شوی وو، ولې د ساسانیانو د پېر په وخت کې په نثر واړول شو، چې ژبه یې پهلوي پارتي اشکاني وه او داسې ویل کیږي، چې په څلورمه هجري پېړۍ کې بلخي شاعر، دقیقی په فارسي کاږلی دی.
لکه څرنګه چې په ویدا کې د یو شمېر سیمو، غرونو او رودونو یادونه شوېده، دارنګه په اوستا کې هم د یو شمېر غرونو او سیمو یادونه شوېده.
 اوستا چې د شپاړسو موهمو سیمو یادونه کړېده، په څنګ کې د دغو سیمو جغرافیوی څرنګوالی، د خاورې جوړښت، اوبه، هوا، کرهڼيز ارزښت، ځنګلونه، رودونه او د غرونو شته والي ته هم ګوته نیولې ده.
اوستا پخپلو یو شمېر «یشتونو» کې، د ساري په توګه «زمیادیشت» کې د ګڼو غرونو یادونه کړېده او همدا ډول په دغو غرونو کې، چې کوم بوټي زرغونېدل هم په «یشتونو» کې نوم یاد شویدی، چې موږ «هوما» د بېلګې په توګه یادولی شو.
اوستا لومړی د غرونو یادونه کوي او بیا کوم بوټي، چې پدغو غرونو کې را ټوکېدل، درېمه دا چې له یادو غرونو چې شمېر یې ۲۲۴۴ په ګوته شویدي او بیا چې کومو رودونو ترې سر چینه اخستې ده هم یادونه کوي. د ساري په توګه:
ـ په زمیا دیشت کې د «هریتي بارز» د غره یادونه شوېده، چې الماني ختیځپو «ګایګر» دغه غر د پامیر غر بللی دی.
ـ په زمیا دیشت کې د «زردهازا» غره نوم راغلی دی، چې د یوې څانګې نوم یې «اوشیدا شار» یاد شویدي. فرانسوي ختیځپوه «د ارمستتر د دغه غره موقعیت د سیستان په شاوخوا کې اټکل کړېدی او پدې ټینګار کوي، چې د «هیرمند» رود له همدې غره څخه سر چینه اخلي، چې له دې یادونې یې موخه د «باباغر» دي.
ـ سیا مکه غر، چې موخه ترې «تورغر=کوه سیا) ده او د ارمستر هم ورته د تور غره خطاب کړیدی، چې د هریرود شمال ختیځ ته پروت دی.
ـ یو پایي ري سنا، دغه غره ته د هندوکش د غرونو لړۍ ویل شوېده.
ـ وفره یانت، دغه غر د هندوکش د غرونو له سلسلې څخه ګڼل کېږي.
ـ سپیته ورنه، د دغه غره له یادونې نه موخه هغه غر دی، چې تل به په واورې پټ وه. له سپیته ورنه څخه هدف «سپین» دی.
ـ سپیته ګوناغیري، د دغې کلمې له تجزې نه ښکاري، چې سپیته د سپین په مانا دی، ګونا=ګون د رنګ او بڼې په مانا او همدارنګه «غیري» د غره په مانا راغلی دی، چې موخه ترې «سپین غر» دی.
د اوستایی پېر له دغو څرګندونو سربېره، پدغه بهیر کې، د بلخ په لرغوني ښار، چې یو شمېر څېړونکي یې، پدغه لړ کې فضایل بلخ یادوو د نړۍ دویم ښارګوټی ګڼي، (لومړی ښارګوټی په هند کی د اوق ښار) د یوه باچا یي نظام بنسټ کېښودل شو او په دغه ترڅ کې د هغه مهال له غوښتنو سره سم یو شمېر قوانین او ټولنیز ارزښتونه دزره توشتره=زرتښت له خوا مینځته راغلل.
زراتشترا (زرتشتر سپتمه=زرتشتر سپنتمان)
تاریخپوه احمد علی کهزاد د زراتشترا په تړاو داسې لیکلی دي: «په ګاتونو کې د اوستا د کتاب صاحب، چې د دې کتاب لرغونې برخه ده د زرتشترا پنوم یاد شویدي.»[3]
همدارنګه د هېواد د یو بل تاریخپوه میر غلام محمد غبار هم پخپل کتاب کې دارنګه کښلی دي:
«اوستا هغه لرغونی کتاب دی، چې د زرتشت یاد زراتشترا بلخي له خوا رامینځته شو.»[4]
ډېر څېړونکي انګېري چې د اوستا کتاب زرتشت کښلی دی، ولې د اوستا او زرتښت نېټې تر شک لاندې دي …
د ساري په توګه تاریخپوه پوهاند عبدالحی حبیبی پخپل کتاب کی کاږلي دي:
«د افغانستان د اریایي خلکو دویم مدنیت په بخدي (بلخ) د هندوکش په شمالي او سهیلي سیمو او د هلمند په وادی کې و، چې د ۱۲۰۰ م ز په شاوخوا کې پيل شوی او له هغه پېرنه یو کتاب د اوستا په نامه پاتې دی، چې پنځه بابه لري.»[5]
ګڼ شمېر څېړونکي په یوه خوله دي، چې د اوستا کتاب د (۱۵۰۰-۱۰۰۰ م ز تر مینځ کښل شویدی، ولې د دغه کتاب د رامینځته کوونکي زرتشت د زوکړې په تړاو انګېرنې بیا داسې دي: «له نوموړي څخه وروسته یې زوې واکمن شو او د نوموړي د واکمنۍ په زمانه کې زردشت (۶۶۰ ق م شاوخوا) هم راڅرګند شو…»[6]
دغه لیکوال د لاسوند سرچینه نده یاده کړی، خو زه باور لرم، چې ده د پوهاند حبیبي له کتاب نه استفاده کړیده او په دغه کتاب کې لولو:
«زردشت د ژوندانه زمانه په باوري توګه څرګنده نده، خو د زردشتي کتابونو د وینا له مخې د (۶۶۰ م ز) په شاوخوا کې زیږیدلی دی …»[7]
پدغه لاسوند اورېفرنس کی د هغه زردشتي کتاب ځانګړې یادونه نده شوې، چې د زرتشت د زوکړی نېټه یې اومه (۷) مخزیږدی پېړۍ په ګوته کړېوي، که څه هم ده په بېلابیلو برخو کې یانی زرتشت ۲۱ کتابونه لیکلي دي.
که چېرې په دغه کتاب کی یادونه شوی وی، نو دا به ډاګیزه شوې وه، چې آیا د ا په ګوته شوی کتاب د ساسانیانو له خوا لیکل شوی او که د دوئ له واک نه دمخه؟
د اوستا هغه پنځه برخې په ځانګړي ډول د «یسنا» برخه، چې تر ټولو لرغونې او اصلي ګڼل کېږي او د زراتشترا د ویناو ټولګه بلل کېږي، که پدغې او یا نورو ټولګو او برخو کې د هغه د زېږیدو یادونه شوی وی نو یادو شکونو ته د پاې ټکی ايښودل کېده.
ولې د اوستا هغه بڼه چې د ساسانیانو د ځواک په مهال رامینځته شویدی، که پدې کې زکر شوې نېته تر سترګو شوې وي نو بیا پرې ډېر باور ندی په کار.
غبار هم اندېښنه لري او پدې اړه یې ویلي دي چې:
«د بېلابیلو تاریخپوهانو د اند په توپیر، د باختري سلطنت او د زردشت په تړاو، چې ګنې ۶۹۰۰-۲۵۰۰ مخزیږ دي په شاوخوا کې پیدا شویدی له دې تېرېږو او د وروستیو څېړونکو په لیکنو بسنه کوو، چې زرتشت دغه دین په اریایانو کی د څښتن تعالی د لمانځنې په موخه خپور کړ.»[8]
خو له دغې یادونې دمخه تاریخپوه غبار، پدې ټکی ټینګار کوي: «څنګه چې د افغانستان د لرغونو ژبو اثار ندی پاتې، یوازې د اوستا ژبه، چې د اوستا د کتاب له مخې ټاکل شوېده، دا ښېي چې له میلاد نه «۱۰۰۰» کاله دمخه په افغانستان کې دود و…»[9]
ولې بیاهم لکه څرنګه، چې د ویدي پېر رېشیانو، له تاریخ نه دمخه پېر، د خلکو دودونو، لمانځنو او فکري بهیر په تړاو معلومات تر لاسه کړل، نو بیا یې د هغې ټولنې له کړو وړو نه هم استفاده د وکړه.
همدارنګه زرتشتر سپنتمان هم د ویدي عصر د ریشیانو چې په اوستایې پېر کې دی پخپله یوریشي وو له څرګندونو نه ګټه اخستې ده، دا ځکه چې ویدي سرودونه سینه په سینه او خوله په خوله لېږدېدل.
دی چې شاعر هم وه د ویدي سرودونو د پېر په رڼا کې د اوستایې پېر چاپېریال هم په پام کې ونیو او د ټولنې له ودې او شرایطو سره سم یې د اوستا د ګاټونو او سرودونو کښلو ته لار پرانسته.
دغه خبره فرانسوي ختیځپوه د ارمستتر سپینه کړېده چې ګاتونه یاني د اوستا لرغونې برخه پدې اړه کوم څه چې ویل شوي ول ده وژباړل او دا یې په ډاګه کړه «چې ژبه یې د لرغونې اوستا له نورو برخو نه پخوانئ ده. ډېر کلمات یې په عامیانه« زند » کې نه، بلکې په ویدي ژبه کې لیدل کېږي او دا یوازې د اوستا هغه برخه ده، چې نظم شوېده.»[10]
یو شمېر «ویدي» پېژندونکو، د یوې لرغونې مفکورې توکي پکې هم موندلي دي او دا چې په یقیني توګه د زردشت د ژوند زمانه په باوري توګه څرګنده نده خو بیا هم، د ده پلار «پوروشسپه paurushaspa» نیکه یې پتیراسپه او د هغه څلورم پښت «هچاتاسپه haechatacpa نومېده .
دلته ګورو چې د ده د پلار او د نیکه نومونو وروستاړی په «اسپه» پاېته رسېږي. له دې څخه ښکاري، چې دی د بلخ د واکمنۍ کورنۍ «اسپه» له ټبر څخه وه، چې په باختر کې سلطنت درلود.
له دې پرته داسې انګېرنې هم شتون لري، چې زرتشتر په دولسم پښت کې، خپله شجره تر «مانو چیترا» پورې رسوي. دې د اوستا د متن له مخې د «ایریو airyu» زوی بلل شویدی. ایریو د «تري تونا» زوی وه چې د «پاراداتا» پاچایانو له جملی څخه ګڼل کېږي او پيشدادي سلطنتي کورنۍ پورې اړه لري .
دلته د زردشت د سرودونو څو بېلګی راوړو او ګورو چې آیا د زردشت دین یوازې اخلاقی او معنوي ارزښت درلود، که په اقتصادی او تولنیزو ارزښتونو یې هم ټینګار کاوه؟
لومړی دېته تم کېږی چې د اوستايې پېر ښېګڼې وپېژنو او دا ځکه د افغانستان د تاریخ له مخې اویستا د ډېر ارزښت وړ دی اود ریګویدا له سرودونو وروسته، اوستا د کرهڼیزو هڅو، لاسي صنعت، د څاروېیو د روزنو او د قبیلوي نظام د ټینګښت سپارښتنه کوله.
د افغانستان په لرغوني تاریخ کې، سره د دې چې لیک لوست نه وه او د ټولنیز ارزښټ او اړتیاو له مخې د توکو لېږد او رالېږد، د جنس په تبادلې تر سره کېده، دا ځکه چې سکی او پېسې نه وي .
زرتشت له لرغونو کسانو څخه دی، چې په لرغونی افغانستان کې د یوه نوي اقتصادي ریفورم بنسټ کيښود.
کلتوري نمانځنې، موسیقي او نڅاوې او نور ټولنیز فعالیتونه د اوستا په پېر کې ترسره کېدل .
په اوستایي ټولنیز جوړښت کې روحانینو، بزګرانو او نظامي بنسټونو ځانګړی ارزښت درلود. اوستا پخپلو پاڼو کې د جم (جمشېد)، ویشتاسب (ګشتاسب) او کاوي نومونه هم یاد کړیدی.
د همدغو نومونو پر بنسټ لرغونپوهانو، استوره کښونکو او د یو شمېر روایتونو له مخې راویانو د پیشدادیانو، کیانیانو (کیاني) او د اسپه شاهانو یادونه هم کړېده.
د هيښتیا او حیرانتیا خبره خو دا ده، چې په اوستا کې د «فلزاتو» یادونه هم شوېده، که څه هم خلکو له اوسپنې سره اشنايې نه درلوده .
زردشت پداسې حال کې چی له یوې خوا یې د کرهڼیزې ودې او د څاروېیو د روزنې سپارښتنه کوله ، خو له بلې خوا یې خلک د «اهوره مزدا» لمانځنې ته هم رابلل .
د اوستا د سرودونو پر بنسټ، ده د پخوانیو ګڼ شمېرو خدایانو لمانځنه پرېښوده او د یوه واحد خدای (اهوره مزده) عبادت یې کاوه.
دده د فلسفې غټ ټکي دا وو، چې نړۍ دوه ارواوې لري، یوه یې ښه ده او بله یې بده اروابللی کېږي . ژوند یوه باطني جګړه ده، چې د شر پر وړاندې روانه ده او پدې جګړه کې رڼا او تیاره، عقل او اهریمن یو د بل پر وړاندې دي…
د اخرت ورځ د کړنو محاسبه د دروغو پر وړاندې دي رښتیا، جنت، دوزخ او نور په لسګوني توکي او اندونه، چې زردشت دې موخې ته د رسېدو په هیله د لمانځنې اتشکدې اور تونونه جوړې کړي ول.
ده د څاروېیو قرباني ناروا ګڼله په ځانګړي ډول هغه څاروي، چې په ژوند ونې یې خلکو ته ګټه رسېده لکه دیوې قلبه یان ، تی لرونکی او بار وړونکي څاروي چې له شید و، وړېیو او پوټکو نه یې وګړو استفاده کوله او هم د خیر او ښیګڼو پرښتو د ښو کړو وړو ساتنه کوله او دا ځکه ګاتونه پخپله د سپېڅلو خبرو مانا لري :
ـ وهومنه بهمن، ښه او نیکه انګېر نه یا د رمو او بېلابیلو ژووېیو د ساتنې پرښته .
ـ اشه وهیشه، د اور پرښته…
خشره وییره ، دفلزاتواوښکلېیو توکواو ډبروسا تندویه پرښته .
ـ سپینته ارمیتي (سپیدار مز) سپېڅلی اروا، د ځمکې ساتندویه پرښته.
ـ هیوروتات (خرداد)، د پياوړتیا، روغتیا، د کور او اوبو پرښته.
ـ امیریتات، (ابدیت، ژوند او بقا)، د څړځایونو پرېښته.
د دې یادو پرښتو پر سر یوه پرښته د «سپنته مینیو په نوم ولاړه ده، چې بیایې کله پرځای «اهورامزدا»
د رېږي.
 له دې سربېره:
د رڼا، نیکي، د خیر او ښګېڼو پر وړاندې د بدي، تیارو ، د شر توکي او بیا د دوئ ځواک یې داسې انځور کړیدي:
ـ اکه منه: دشر، بدئ او نا یو والي ښکاروندیه .
ـ ایندره، د خلکو د بېلارۍ اروا .
ـ سیوروه، د ګډ وډېیو ښکارندویه .
ـ نا اونک هیي تیا، د یا غیبتوب او نافرمانۍ ښکارندوی .
 تیوروي، د ورانۍ، فساد ، ناروغۍ او بد مرغۍ ښکارندویه .
ـ زيي ریش، د ابدي ژوند او بقا ضد .
په ټوله کې زرتشت خپلو پلویانو، پيروانو او مریدانو ته د ښو کولو (هو ورشته)، ښه ویلو (هوخته)، ښه منلو (هومته) سپارښتنه کوله.
د اوستا ژبه له میلاد نه دمخه په افغانستان کې وزېږېده او له مېلاد نه پېړۍ پېړۍ وړاندې له مینځه لاړه، ولې بیا هم د زرتشت سرودونه د ولسي او پلکلوریکو ادبیاتو په څېر سینه په سینه لېږدېدل. خو اوستا له میلاد نه دمخه په شپږمه پېړۍ کی په یوې بلې اریايي ژبې وکښل شو، ولې د سکندر دیر غلګرو د برید له امله له مینځه لاړ او له دغه مهاله دمخه، اوستا ۸۱۵ څپرکي درلودل، چې په ۲۱ کتابونو کې راغونډوو او سکندر له خوا سپېڅلی او ستا چې د غوا یې په ۱۲۰۰ پوستکو باندې لیکل شوي وو وسوزول شو.
لکه دمخه چې ووېل شو ،هغه مهال چې بیا لیکل کېده د پارت واکمنو په لومړي عیسوی پېړۍ کې چې انجیل نوشته کېده د اوستا د لیکلو هوډ هم وکړ.
له دغو یادونو نه بریښي، چې اوستا په بېلابېلو وختونو کې رغول شوی دی. نو ښه به وي چې د لومړي اوستا او بیا له هغه نه وروسته د رغاول شوي اوستا په تړاو یوه لنډه یادونه ولرو.
نوې او لرغونی اوستا
ختیځپوهانو په بېلابیلو بڼو، د اوستا کلمه ژباړلې ده، چې یو شمېر څېړونکو د «قانون» مانا ترې اخستې ده او یو شمېر نورو ورته د مضمون کلمه کارولې ده.
پروفیسر «ګلد نر» د لرعونپوه «اندراس» له انده کښلي دي، چې د اوستا کلمه او یا د «پهلوي اوستاک»کلمه له «اوپستا upasta» څخه اخستل شوېده.
اوستا پورې تړلې کلمه زند، چې له زانتو zantu» څخه ریښه اخلی او «زند اوستا» یې ګڼی، پدې مانا یانی «ښاري قانون » .
په ټوله کې انګېرنې داسې دي، چې ګاتونه له«مانتراسپتا manthracepta څخه عبارت دی، چې د «سپېڅلو خبرو» مانا لري.
موږ دمخه ووېل، چې د اوستا نسخې د بهرنیو یرغلګرو د برید له امله له مینځه تللی دي، خو دا خبره لا سپینه شوې نده، چې څومره زیان ورته اوښتی وو، څونه له مینځه تللی او څونه پاتې وې؟ ولې څېړونکو، په دغه لړ کې پلینیوس plinius د «هرمېپیوس» د کتاب له مخې لیکلي دي، چې د زرتشتر مذهبي کتاب له دوه میلونو شعرونو نه جوړوه.
له دې څخه ښکاري، چې د سکندر له برید نه دمخه د اوستا کتاب، چې د غوایانو په دولس زره (۱۲۰۰۰) پوټکو د طلا په اوبو لیکل شوی وو تر ډېره بریده پر ځای خبره ده.
هغه وخت چې زرتشت، خپل کښل شوي قانون د باختر واکمن ګشتاسپ مخته کېښود، نو پاچا سپارښتنه وکړه، چې د باختري هېواد پوهان او عالمان له هغه سره مناظره وکړي.
په پای کې پاچا امر وکړ، چې د زرتشترا کتاب د طلا په اوبو ولیکل شي او بیا په ټول هېواد کې خپور شي، هغه وه چې اوستا نه یوازې د ګشتاسپ تر واک لاندې سیمو کې خپور شو، بلکې چېرته چې اریایانو استوګنه درلوده د زرتشت د کتاب نسخې یې تر لاسه کړي،چې داوښانو ،اسونو ،پیلانو،خرونو اوکچروپه وسیله لیږدېدلې.
فرانسوي ختیځپوه د ارمستتر، دی د کابل پهلوان بللی دی او لکه څرنګه چې په شاهنامه کې د رستم د پهلوانۍ کیسې شویدي، دارنګه په اوستا کې د ګشتاسب د اتلولۍ یادونه هم شوېده او دی د تیز اسپ څښتن هم بلل شویدې.
اسپه کورنۍ په بلخ کې د ښو اسونو څښتن ول. په سر کی د دې کورنۍ مشر لهراسپ او زوې یې همدغه ګشتاسپ یا ویشتاسپ وه، چې په باختر کې پاچا شو، زرتشت یې وپاله او د همده په زمانه کې د یوه داسې دین بنسټ کېښودل شو، چې د واحد خدای لمانځنه او ستاینه یې کوله او د رټلي شیطان غندنه .
اهوره مزده یې یوازینی خدای ګاڼه او شیطان یې «اهریمن باله. دا یو داسې مهال و، چې پارس ته نږدې، د مینځني ختیځ شاوخوا سیمو کې یو شمېر ټولواکمنۍ یو د بل پسې مینځته راغلي، چې په افغانستان یې هم اغیزه وکړه، چې موږ سومریان، بابلیان، اشوریان او نور د ساري په توګه یادولی شو.
د خزر جنوب ته مادیانو او په پارس خلیج کې پارسیانو، اشوریانو ته باج ورکوه ،کروش، چې د هخامنشیانو د ټولواکمنۍ بنسټ کېښود، نه یوازې د هغوئ د باج ورکونې نه سرغړونه وکړه بلکې په ۵۳۸ م ز کال یې، ټول بابل ونیو، فنقیه او فلسطین یې هم د خپلی ټولواکمنۍ برخه کړ، غوښتل یې مصر لاندې کړي، خو په افغانستان کې «ساکي» ټبر د پارسیانو پر وړاندې پاڅون وکړ.
په افغانستان د پردېیو د برید سریزه له دغه مهاله پیل شوه، که څه هم په افغانستان کې کروش خپل سر وخوړ، خو د سکندر په برید په سیمه اوافغانستان کې ژور بدلونونه رامینځته شول او دلته دی چې د بهرنیو یرغلګرو په پایله کې افغانستان ته ډېر زیانونه واوښتل او د زرتشت کتاب هم دروند زیان ولید.
ولې بیا هم سپېڅلی اوستا د ولسي او پلکلوریک ادب په څېر څه ناڅه د خلکو په سینو کې پاتې وو. نو ځکه خو خلکو هڅه کوله، چې هم یې د خلکو له سینو راټول کړي او هم هغه تیت و پرکه برخه چې یونان ته استول شوی وه او یا په نورو بڼو، چې کومې نسخې له برید نه ژغورل شوې وې او له یو مخی له مینځه نه وې تللی، د راټولولو هڅه چټکه شوه.
دا دارمستتر په اند د لومړي ځل لپاره د پارتیانو په زمانه کې، چې چا د اوستا د راټولولو هڅه وکړه هغه ولکش volkash یا پارتي ولخش وو، لکه څرنګه چې د پارتیانو د واک او سلطنت په مهال پدې نوم څلور تنو سلطنت کړېدی، خو ډېری څېړونکي پدې اند دي، چې د دوئ نامتو واکمن ولخش، لومړی ولجس وو.
دا هغه مهال دی، چې د نړۍ پدغه سیمه کې، چې لرغونپوهانو یوروشیا بلله، د روم امپراتور «نرو nero» د لومړئ زېږدي پېړۍ په دویمه نیمایي کې پاچا وه.
ولخش چې پخپله زرتشت وو، د لومړئ زېږدي پېړۍ په دریمه نیمایي شاوخوا کې چې څومره یې لاس رسی درلود اوستا راټول کړ، چې بیا د ساسانیانو د واک تر مهال پاتې وو.
د ویدي او اوستایې سرودونو شتون د اریایانو په تاریخ کې د پام وړ ارزښت لري. ریګوید د نورو ویدونو مور ده او یو منظوم اثر دی، که څه هم د لرغونو اریایانو په لرغوني تاریخ کې استورې، افسانې او د پلکوریکې کیسې اواتلولۍ او یو شمېر نور، لکه دېوان، پيریان ښاپېریان او دېته ورته توکي ورګډ شویدي، خو بیا هم یو شمېر تاریخي توکي له پامه نشي غورځېدلی .
 د ساري په ډول جرمني ختیځپوه ګایګر پدې اند دی کوم قومونه، اتلان او پاچایان، چې په اوستا کې یادونه شوېده، دوی بهرنی وجود درلود، رښتنې خبره خو دا ده، تر هغه مهاله چې کندنې نه وې شوې یادو توکو د تاریخي افسانو بڼه درلوده ، ولې کله چې ختیځپوهانو او څېړونکی د لرغونپوهنې له مخې څېړنې او ځیرنې وکړې، د تاریخ ډېر تیاره او تت ګوټونه تر یوه بریده روښانه شول.
لومړی لویه خبره خو همدا ده، چې زردشت د لرغوني افغانستان په پلاز بخدي (بلخ) کې زېږېدلی دی او د خپل آثارو په وسیله وپېژندل شو، چې تفسیر یې په پهلوي (زند) ژبه شویدی .
په ویدي او اوستایي سرودونو کې یو لړ داسې توکي، اساتیر او تاریخي ډوله انګېرنې په دوا ړو اریايي کتا بونوکې ترسترګوکېږي ، چې د ټولو اریا یانولپاره له ویاړه ډ ک نومونه دي …
لکه د یما (جمشید) نوم، چې په ویدي سرودونو کې یما د مړیو رب النوع او د هغې (اوخروي) نړۍ شفاعت کوونکی او مخور بلل شویدی، په اوستا کې هم یما ستایل شویدی او د ښاري ژوند بنسټګریې ګڼلی دی.
په اوستا کې تر یوه بریده په اوښتې بڼه نه یوازې د جم (جمشید) یادونه شوېده، بلکې د ګشتاسب (ویشتاسب)، کاویانو، پیشدادیانو، د کیاني او اسپه کورنیو یادونه هم شوېده، چې په بلخ او لرغوني باختر کې واک درلود.
موږمخکې له دې چې د یادو کورنیو د واک او ځواک په تړاو څرګندونې وکړو، غوره به وي، چې د افغانستان د لرغوني تاریخ یوشمېر تاریخي توکي، تاریخي اصطلاح وې، تاریخي کرونو لوژي، ترمینالوژي، میتولوژي (داستاني) او نور ملي ارزښتونو ته لنډه کتنه وکړو او یا هغه چا چې کندنو ته لاره پرانستی ده، د نوم په یادونه یې لمانځنه وکړو، دا ځکه دغه لرغونپوهان پدې پوهېدلي ول، چې اریایي توکمونو د بشري تاریخ په نړیوال کلتور کې ستر او د پام وړپرتم او نخش لوبولی دی.
لکه په تېرو پا ڼو کې چې موووېل ، د لیک له ایجاد نه په پخوا زمانه کې کوم لرغوني توکي، چې د فرانسوي لرغونپوهانو یا د نورو هیوادونو تاریخ کښونکو د څېړنو اویا د کندنو له مخې ترلاسه شویدي، دا ښېي چې پدغه پېر کې یو ټولنیز ژوند شتون درلود.
دغه کندنې په ۱۹۳۶ کال پوهاند هاکن د پروفیسر «ګریشمن» په مرسته یا موسیودیو پره، امریکایي فیرسرویس او په لسګونو نورو په هلمند (سیستان)، ارغنداب او د هیواد په نورو یانې غزني، ننګرهار، با ګرام، کاپيسا، کندوز، نجراو، وردګ، بغلان، سمنګان، بلخ، کابل، جوزجان،، د امورود شاوخوا سیمې، چاربرجک، منډیګګ، کویټه، د اندوس حوزه، هرپه، پنجوایي، شمشیر غار، کندهار او د هېواد ګڼې سیمې لیدلي یادولی شو، چې د افغانستان د لرغوني تاریخ تیاره او تت ګوټونه روښانه کړیدی.
دلرغونې اریا وګړي له تاریخ دمخه پېر کې، چې په سپین پوټکو نامتو ول په مینځنۍ اسیا، له کسپین سمندرګي نه راواخله د تور سمندرګی غاړې، د یورال تر غرونو او رودونو شاوخوا سیمو پورې استوګن ول. د انډواروپایي لړۍ، لکه د انډو-اریايي او کله هم د انډواریانی پنوم یادېږې، هغه اریایي څانګه، چې د هندې اروپایي له اتو څانګو څخه ده په درې برخو اسکایي، آریني (ایرانی )هندې ویشل کېږي او د مخزیږدي دری زره کالو په شاوخوا کې، د سیحون او جیحون تر مینځ ابادول.
دغه خلک له کډوالۍ نه وروسته بلخ (باختر) ته راغلل او له هغه ځایه د هندوکش دواړو غاړو، هرات (آریانه)، اپارتیان، غور، اراکوزیا (کندهار)، اوریشیا (بلوچستان)، تخار، بدخشان، بلور (نورستان)، چترال، ګندهارا، اندوس، پنجاب، کشمیر او نورو سیمو کې خواره شول.
[1] ) Wilson Aryana Antiqua lonkon p. 120
) غبار میر غلام محمد، افغانستان د مسیر تاریخ ۳۶ مخ[2]
) کهزاد احمد علي تاریخ افغانستان ۱۲۵ مخ[3]
) غبار میر غلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۳۶ مخ[4]
) حبیبي پوهاند عبد الحی د افغانستان لنډ تاریخ ۱۳ مخ[5]
) هاشمي الفت خپرونه ۳ کال ۴ ګڼه ۸۳-۱۳۸۲ کال ۱۸ مخ[6]
) هماغه کتاب ۱۴ مخ.[7]
) غبار تاریخپوه مختصری افغانستان ۱۱ مخ[8]
) هدغه اثر ۱۰ مخ[9]
) د ارمستر زند اوستا لومړی ټوک ۹۷ مخ[10]

1 COMMENT

  1. مفسد«ناول»
    ناولونه او لنډې کيسې اکثراً تخيلي بڼه لري، او ډېر کم يې بيا د واقعي پيښې څرګندونکي وي. داسې چې د يوه چا د ژوند کيسه يې کټ مټ راخيستی او د کتاب بڼه يې ورکړې وي.
    “مفسد” ناول چې د هېواد تکړه ژورنالیست او لیکوال ښاغلي ايمل پسرلي په(239) صفحو کې ليکلی او تازه اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. نوموړی ناول د يوه چا د ناکامې مینې په اړه نه دی، نه هم د هغو دوو مئينو کيسه ده چې يو بل ته رسيدلي وي او يا هم يو بل ته نه وې رسيدلي. ددې ناول کيسه د هغه چا په اړه نه ده چې مينې ته رسيدو کې ورته کورنۍ او يا هم رواجونو خنډ جوړ کړی وي. بلکې مفسد ناول د اوسنيو حالاتو په تړوا ډېرې کيسې کوي.

    مفسد د هغو خلکو کيسه کوي چې په ښکلو مخونو يې ډېر خلک تېر ايستل شوي دي، او همدا ډله خلک د غريبو او ريښتينو خلکو له صداقت او ايماندارۍ ګټه اخلي او د يوه آلې په طور يې استعمالوي.

    د ناول عام کرکټران د جنایي پیښو د تحقيق آمر صادق، مېرمن يې ګلالۍ او زوی يې صديق، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال مبين او سکرتر يې نجيب، سناتور بشير مشفيق او متقاعد قاضي حفیظ دي.

    د مفسد کيسه ډېره خوندوره ده بيخي زړه تنګوونګي نه ده. په دې کيسه کې د اولاد راتلونکي ته د مور هيله مندي او د زوی پالنې ته د پلار متوجې کيدلو جالب اکټ شته. د ناول کيسه په دې ډول شروع کېږي:

    د جنایي پیښو آمر صادق ته د کورنيو چارو وزارت څخه امنيتي مرستيال مبين زنګ وهي چې له ما سره وويني، او صادق له دې زنګ څخه ډېر متاثره او حیران وي. صادق ځي او مبين سره وينې، د صادق توصيف بیانوي او د ډېرو خبرو په پای کې آمر صادق ته دنده سپاري.

    دنده د يوې ورکې شوې نجلۍ پيدا کول دي. نجلۍ چې تازه له پوهنتون فارغه شوې ده،او د سناتور بشير مشفيق لور ده. صادق ته هدايت کېږې چې ددې دندې په جريان کې به هېڅ درېيم بل کس نه خبرېږي او تر ډېره ټينګار په دې وي چې خبره رسنیزه نه شې.

    ددې دندې د پلټنې او تحقيق لپاره آمر صادق ته يو دانه موبايل او يو موټر په داسې مهال ورکول کېږي، چې آمر صادق له دولته هېڅ ډول مکافات نه دې ترلاسه کړي. همدا وجه ده چې ددې موټر په ليدو يې مېرمن خوشاله کېږې خو ځوی يې په دې انديښمن وي چې خدای مه کړه پلار يې د رشوت په مقابل کې دغه موټر نه وي ترلاسه کړی.

    د مبين سکرتر نجيب، آمر صادق ته د سناتور بشیر مشفيق کور آدرس ورکوي او د پيښې د تحقيق لپاره د دوی کور ته ورځي.

    آمر صادق ددې دندې په جريان کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، او ددې دندې پر مهال له خپل مشري ورور متقاعد قاضي حفیظ څخه هم مشوره او مرسته غواړي. له مودو وروسته آمر صادق پوهېږي چې همدا دواړه سناتور او امنيتي معين مبين صېب ما د يوه آلې په حیث استعمالوي او له صداقت او رښتينولۍ می غلطه استفاده
    کوي.
    د ناول په اړه نظر
     د کره کتونکو دنده دا نه ده چې په یوه شي د ښه او بد مطلق قضاوت وکړي خو لږ تر لږه دا یې مسولیت دی چې یوه لیکنه یا اثر وپلټي، واضح یې کړي او د اصولو په رڼا کې یې په منطق او استدلال سره وشاربي.
    د دې ناول ژبه ډېره روانه ده.

    تصویرونه او منظرکشي یې هم عالي دي او تر ټولو ښه دا چې د ناول کیسه په ډېر ښه سبک لیکل شوې ده. له ښه سبک مې مطلب دا و چې له کلیشيي الفاظو خالي او د افراط او تفریط تر منځ روان وي.

    – آيا نجلۍ پيدا شوه او کنه؟
    څنګه د نجلۍ د ورکيدو خبر رسنيز شو؟
    – ولې امنيتي مرستيال معين مبين استعفا کوي؟
    – د معین مبين سکرتر په کور کې د مړو جسدونه څنګه وموندل شول؟
    – بشیر مشفيق د کورنيو چارو د وزیر په حيث څنګه مقرر شو؟
    – څه ډول لويي څارنوالۍ ته د آمر صادق د فساد دوسیه ورسيده او مفسد وبلل شو؟ پوهيدو لپاره د ټول ناول لوستل بسنه کوی
    ✍️ برکت الله مسعود

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب