شنبه, مې 18, 2024
Home+د افغانستان، د آریایي مدنیت بيلابیلې سرچینې

د افغانستان، د آریایي مدنیت بيلابیلې سرچینې

اتمه(۸) برخه            

 استادشهسوارسنګروال

کله چې لرغونپوهان، څېړونکي او ختیځپوهان وغواړي او یایې دمخه غوښتي وي، چې د لرغونو اریایانو په اړه کره څېړنه وکړي نو پیل له افغانستانه کوي، دا ځکه چې دهندي او پارسي اریایانورښتنی ټاټوبی افغانستان دی.

که څه هم ټول څېړونکي په تیره « ایرانیان !؟»په دې اړه په یوه خوله ندي، خو د ختیځپوهانو غوښنه برخه ،باخترددغې پراخې سیمې د اریایانورښتنی مرکزاو پلاز ګڼې .

د هندو اروپایي اریایایي لړۍ چې د انډو اریايي او یا د انډو ایراني په نومونو یادیږي، د دغو وګړو ډېره موهمه سیمه افغانستان دی، چې د دغې څانګې څېړنه، هېواد وا لوته ډېره اړینه ده، دا ځکه چې پښتانه، بلوڅ، تاجک، ساک، پامیریان، اورمړ، پراچکان، نورستانیان، پشه یان، کوردان او نور له همدغې څانګې څخه دي.

پدې بنسټ ویلی شو، چې افغانستان د لرغونو اریایانو زړه دی او ډېر څه پکې موندلی شو. د دغو وګړو په بیلابیلو اقتصادي، کلتوری او سیاسي چارو کې ژور بدلونونه هم په همدې خاوره کې مینځته راغلي دي، چې بشري مدنیت ته یې لاره پرانستې ده.

پدغه سیمه یانې، د تور سمندرګي له غاړو نیولې، د چین تر پولو، د سر دریا نه راواخله تر پارس خلیج، همدغسې د هند تر سمندر پورې، له میلاد نه د مخه له ۲۰۰۰ کالو نیولې تر اوسه پورې کوم مدنیتونه، چې پدغی پراخه ځمکه کې په بیلابیلو مهالونو کې مینځته راغلي دي د اریايي وګړو تومنه ده.

پدغه خاوره کې مېشتو توکمونو په نړیوال کلتوري بهیر کې داسې رول ادا کړیدی، چې زموږ خلکو ته د دغو کړو وړو د هغوئ د ژوند تمدن، کلتور او تاریخ مطالعه ارزښناکه ده :

د ژوند لومړني توکي :

لومړی خو اریایي وګړو هلته واړول، چې په طبعي بڼه د ژوند اسانتیاوې پکې وې، بیا يې ورورو د ژوند لپاره لومړنیو توکو ته مخه کړه.

سړو سیمونه تودو سیمو ته کډه شول، د خواړو سرچینې یې وموندلې، له طبعی شتمنیو یې ګټه واخسته، ځنګلي مېوې د ځمکې مرخېړي، د څاروېیو، ماهیانو او الوتکو ښکار، د ښکار لپاره غېشي، لیندۍ، غولکې او دامونو کارول د څارو ېیو اهلي کول، له یو شمېر بوټونه د خواړو استفاده، ان تر دې، چې اریایي وګړی د غنمو په موندلو هم لاسبری شو.

د کرهڼې په ترڅ کې د غنمو، اوربشو، ږدنو، نسکو، نخودو او ورورو یې د نورو تخمونو د پيدا کولو هڅه وکړه.

د څېړنو په ترڅ کې څرګنده شوېده، چې له زیږدي نه ۴۰۰۰ څلور زره کاله دمخه په باختر او د امو سین دواړو غاړو ته، کرنه په لومړنۍ بڼه پیل شوه.

د کندنو په ترڅ کې داسې څرکونه تر سترګو شویدي، چې د کندهار په ارغنداب کې له میلاد نه شپږ زره کاله دمخه یو شمېر کروندې موندل شوي او د روسي څېړونکي «واویلوف« په اند د افغانستان د غرو او رودونو په لمنو کې یو شمېر داسې لرغوني کڅونه شتون لري، چې د کروندې سرچینې یې ګڼلی شو.

د افغانستان په افسانوي اواستوروي تاریخ کې لاخبره ان تر ګوپت شا «یاګیو مرڅ » پورې رسېږي. د همدې دورې د افسانوي پاچا تر لاسه شوې مجسمه کې د ده برنۍ برخه انسان او لاندینئ برخه یې د غوایي بڼه لري، چې اوستایې شپون پاچا بولي .

 له دې څخه څرګندیږی، چې د هغه مهال اریایانو ته کرنه او مالداري ډېره موهمه وه، څاروېیو او په تېره غوايی ته یې ډېر درناوی ځکه درلود چې د کرهڼې چارې او د بارونو لېږد دده په وسیله سرته رسېدې، چې ان د توتمیزم او د څاروېیو درناوی ډېر د پام وړ وګرځید.

دلته دی، چې د کرنې وسیلې، چې کرونده کې به یې پرې کار کاوه یو د بل پسې مینځته راغلې، چې پدې سره اقتصاد وده وکړه او د خلکو په ژوند کې یو ژور بدلون مینځته راغی، ځانته یې کورونه ودان کړل، د پوښاک، څښاک او خواړو اسانتیاوو، پراختیا او پرمختیا ومونده.

ټولنیزو ارزښتونو وده وکړه، چې موږ د کلتور وده او پرمختګ، د ریاست چارې، هنر او انځورګرۍ، موسیقي، ټولنیزدودونه ، مذهبي پا لنې او دتوکو لمانځنې دساري په توګه یا دولی شو .

د اریایانو د کلتوري ارزښتونو لومړنۍ بېلګې:

باختري اریایانو د خپلو څاروېیو لپاره د څړځایونه لټول نو ځکه شنودرو، ناوونو او ورشو ګانو ته شېوه شول. دا ددې وګړو غټه لاسته راوړنه وه، چې له یوې خوا به یې څاروي روزل اوله بلې خوا به یې د کرهڼې لارې چارې لټولې.

د همدې موخې له مخې اریایان د تاریخ په یوه ځانګړي اقتصادی او ټولنیز پېر کې د اوسني افغانستان په بېلابیلو سیمو کې خواره واره شول.

دوئ په لومړي سر کې د طبعي توکو لمانځنه کوله، چې موږ سیندونه، لمر، سپوږمۍ، بادو باران، بريښنا او نور توکي د ساري په توګه یادولی شو.

په دغو توکو کې کوم څه چې دوېته یې ډېر ګټه رسیده، هغه لمر وه، نو ځکه یې د دوی د عقیدې بڼه خپله کړه، چې اوس یې د لمانځنو په تاریخ کې د لمر لمانځنې او یا مهر، میترا، میر لمانځنه (mitraism) په نوم یادوو.

ښایي د نورو توکو لمانځنه به هم وه، خو «میترا» تر ټولو لوړ د ډیرې ستاینې وړ رب النوع وه، چې په ټولو اریایي قومونو کې د درناوي وړ کلتور ګڼل کېده.

د میترا نوم په ویدونو او له ګاټونو پرته په اوستا کې هم ډېر ځله راغلی دی، ان تر دې چې ځانګړی یشت ورته بېل شویدی، ولې په ګاټونو کی یادونه ځکه نده شوې، چې د زردشت دین نه غوښتل، چی د اهورامزدا مقام او درناوي ته زیان ورسیږي.

هغه میخي کتیبه، چې د ترکېې اناتولي د «بغازکويي» په سیمه کې (ما سنګروال لیدلې )موندل شوېده او له میلاد نه دمخه ۱۴ مې پېړې پورې اړه لري، د ویدي زمانې د نورو خدایانو په څنګ کې د میترا رب النوع نوم او ذکر هم راغلی دی.

له دې سربېره د اسوربانی پال (د بین النهرین یو پاچا) د کتابتون په یوه کتیبه کې د میترام نوم د «شمس» رب النوع له نوم سره همغاړی یاد شویدی، میترا په ویدي سرودونو کې د رڼا، ځلا او د سمون رب النوع پنوم یاد شویدی ، خو په اوستا کې میترا ته د خدایي مقام پاتی نشو، خو د ویدي په څېر یې د رڼا او د پرښتې مقام خپل کړ.

د لمر (میترا) د لمانځنې دود پرته له اریایي ټبره په نورو قومونو کې هم دود شو ، چې موږ بین النهرین، هنګری، روم، بریتانیا اونورد ساري په توګه یادولی شو.

 دلندن په موزیم کې داسې بېلګې ( ما لیکوال ولیدې)لروچې په لرغوني افغا نستان کې دلمراو څاروېیو اوپه ځانګړي دول داوزې لمانځنه او عبا دت کېده .

د میترا په تړا داسې افسانې، استورې او انګېرنی شتون لري، چې میترا لومړی د انسان په بڼه شپڼو ته راښکاره شو او هغو وپېژند… « مېترا mitraخلک کار کولوته هڅوي … مېترا ځمکه اواسمان ساتي… مېترا څښتنانو ته ، زوندېیو خلکو ته … روزي ورکوي » ( وګورۍ ۶۰ سرود )

د دې دین پیروانو عقیده درلوده چې د خیر او شر تر مینځه به جګړه روانه وي، تر هغې چې شر له مینځه لاړ شي.

میترا تر هغه مهاله په اریایانو کې لمانځل کېده، چې زردشتي مذهب وزېږید او ورورو یې د ده د لمانځنې مقام را ټيټ کړ.

په میترا کې سوفیزم او تصوف هم خپل مقامونه او درجې درلودې او کله به چې کوم سوفي د مقام وروستي پړاو ته رسېده، شمېر یې اتو (۸) مقامونو ته لوړېده لکه: ۱- کارغه ۲- پرهیزګار ۳- جګړن ۴- زمرک ۵- اریایي ۶- ابلاغ ۷- لمر ۸- پير (پلار).

د میترا پلویانو او پيروانو به په ورځ کې درې وخته عبادت کاوه:

۱ـ د لمر خاته په مهال

۲- د غرمې په مهال کې

۳- د لمر د پریوتو په مهال.

د عبادت لپاره یې ځانګړې ورځې هم درلودلې: د منې (مهرګان) پسرلی (یختر)[1] ( ښایی موخه اختر وي )که څه هم د زرتښت په خپریدو، مترا خپل مذهبي درناوی ورورو له لاسه ورکاوه ولې بیا هم تر ډېره پورې له زرتښت سره یو ځاې یې لمانځنه کېده.

ساکانو د خپل واک پر مهال د میترا لمانځنه کوله، تر هغې چې کوروش پری برید وکړ د دوئ مشره «تامیره tamira نومیده چې زوی یې د هغه له خوا ووژل شو.

بیا همدغې میرمنې (ساکي میرمن تامیرا) په «میترا» باندې داسې قسم یاد کړ که دې سوله را سره ونه کړه او زما زوې دې راخوشې نکړ، نو د ساکو په خدای (د لمر خدای میترا) باندی لوړه کووم، چې زه به ستا تنده په وینو ماته کړم.

د جګړې په ترڅ کې ډېر هخامنشي پوځیان ووژل شول او کله چې تامیرا، د کوروش مړی پیدا کړ نودروایتونواو انګېرنو له مخې ویل کېږي چې د ې وویل ما د ساکو له خدای سره ژمنه کړې چې زه به د هغه تنده په وینو ماتووم، نو ځکه یې د هغه سر له وینو ډک خنک (لوښی) کې ښکته کړ او ورته وې وېل وڅښه!!

هخامنشیان د پارسي ټبر پورې اړوند یوه څانګه وه، چې بیا یې تاریخ کې یو وړ ځای خپل کړ.

اریانا په لرغوني پارس کې ایریا aria یا ایریانا airyana، په سانسګرت کې اریا ورته aryavartta یا ورشه او په «زند » کې اریاني ویجو. دغه همدارنګه د اریا نوم د هرات لپاره هم کارول شویدی، چې په سنسګرت کې اریا د سپېڅلي او هسک په مانا راغلی دی. د ایران کلمه پهلوي بللی کېږي چې له اریانا اخستل شوېده او د «ایران» د نوم اصلي ریښه ښایي د ساساني دولت له خوا کارول شویوي.

د مثال په ډول د ایران هېواد یې «ایرانشهر» او افغانستان یې «کوشانشهر» باله. خو په اسلامي پېر کې عربانو، پارسیانو ته د «العجم» کله راوړې ده او د پارس کلمه د یوې اریایي قبیلې «پارسووا» parsua څخه اخستل شوېده‌،‌چې په ۱۹۳۵ ز کال پهلوي رضا شاه د پارس نوم په ایران واړوه.

دترکې دسلطا ن محمد خا ن د موزیم په یوې قطب نما کې ، چې په ۱۷۳۸ کال کښل شوېده ، دسیمې هېوادونو یا دونه دافغانستان دنوم له څلور خواوې نه داسې شوېده :داوغانستان لودیځ ته عجمستان ،شمال ته سغدانېه، ختیځ ته چین اوجنوب ته هند پراته دي … له دې یا دونې نه مې موخه داوه ، چې په اسلامي پېر کې تر ډېره بریده ایران ته  دعجم اصطلاح کارول شوې ده .

ویدي عصر او ویدي کلتور

هغه مهال، چې د هندو اروپایي له اتو (۸) څانګو، ختیځه اریایي څانګه په درې ډلو اسکايي،آرینی، هندي ووېشلی شوه، خپل یو شمېر دودونه یې هم ځان سره ولېږدول. دغه وګړي، چې کله له نورو څانګونه رابېل شول، د درې زره (۳۰۰۰ م ز کالو) په شاوخوا کې د سیحون او جیحون تر مینځ پراخو سیمو کې ځای پر ځای شول.

کله چې بیا افغانستان ته راکډه شول، په باختر کې واړول او د شمېر د زیاتوالي له کبله او د خپلو څاروېیو د روزنی په موخه یې د څړ ځایونو په لټه د افغانستان نورو سیمو ته کډه وکړه.

له میلاد نه د مخه د دوه او دوه نیم زره (۲۰۰۰-۲۵۰۰ م ز) کالو په شاوخوا کې بیا دغو اریایانو له افغانستان نه هجرت وکړ، د پارس او هند په ځمکو کې خواره واره شول. دوئ له ځان سره اریايي مذهب ، ژبې او یو شمېر نور معنوي ارزښتونه ولېږدول.

په افغانستان کې مېشتو اریایانو د ریګویدا د شاعرانو او ریشانو سرودونه نه یوازې پالل، بلکې خوله، په خوله سینه په سینه یې له یوه نسل نه بل ته د کیسو،اسطورو او افسانو پډول رسول.

د باختریانو د تمدن تاریخی پېر هم له ویدي سرودونو پیلېږي او که باکتریان اوږد استوروي او افسانوي تاریخ لري، خو د ویدي سرودونو پر مټ یې خپل ژبه، اندونه، د ژوند بېلابیل ډولونه، ګروهه او مذهبي دودونه راتلونکو ته په میراث پرې ایښی دي.

ویدي سرودونه د افغانستان د لرغوني تاریخ یوه ستره لاسته راوړنه او یو غوره لاسوند او رېفرنس بللی شو، چې نړۍ ته یې د باختریانو رښتنی انځور ورپه ګوته کړیدی. نو که چېري د باختری اریایانو په ژوند کې د ویدې او اوستایي سرودونو کارنامې نه وی، نو زموږ ډیر تاریخي ویاړونه به را نه غلاشوي وی.

د اریایانو دغه لومړنی کتاب که له یوې خوا د باختري اریایانو، د هغه وخت یو لوړ تمدن موږ ته راپېژني، خو له بلې خوا د اشارو او کنایو له مخې د څېړنیز مېتود په بنسټ دا ښکاره کوي، چې اریایان له افغانستانه هند او پارس ته کډه شویدي.

 د کلتوري مدنیت له مخې هم که چېرې د ویدي سرودونو ارزښت ته تم شونووید «د مذهبې پوهې او «ریګوید» د سرودونو ستاینې په مانا دی. څېړنو ښودلی ده چې د دغو سرودونو ریشیان او شاعران د هغه مهال د ټولنې هوښیار او څيرک انسانان ول.

دا پخپله د یوه مدني خوځښت بېلګه ده او له دې سربېره د سرودونو ریشیان او شاعران یوازې نارینه وګړي نه ول، بلکې ښځو هم پکې ونډه درلوده.

لکه د پښتو په ولسي ادب لنډیو، سروکو…کې چې ویونکي یوازې نارینه ندي بلکې ښځینه شاعرانې هم پکې برخه لري، دارنګه په ویدي ادبیاتو کې هم د نرو او ښځو ونډه د ستاینې وړ دی.

ویدي او اوستایي سرودونو کښنه، په تاریخ، ادبیاتو، د سیمو په جغرافیه، په کیسو او داستانونو کی د ستاینې وړ ځای لري.

ویدي سردودونو د اریایانو په ټولنیز زوند کې د پام وړ ارزښت درلود:

۱ـ په افغانستان کې ویدي تفکر تاریخي پېر او بهیر ته لاره اواره کړه او د یوې مدني تولنې پيلامه یې ګڼلی شو.

۲ـ په ویدي مدنیت کې لیک لوست، ادبیات، د فکري او مذهبي عقایدو پراختیا د باختري آریایانو د پرمختګ لپاره یوه سریزه وه.

۳- په ویدی کلتور کې دېته لاره اواره شوه، چې د اقتصادي پرمختګ لوري چټک کړي، نو ځکه یې کرهڼې ته پراختیا ورکړه او د څاروېیو روزني ته وده.

۴- د همدې هڅو پایله وه چې د بخدیم ښار ګوټی جوړ شو او باختریان یې له ښاري ژوند سره  اشنا کړل.

افغانستان په نیمه تاریخي پېر کې هم د ډېرو رزمي او استوروي کیسو څښتن وه، خو څومره چې د ویدی یا (ودا) سرودونو خبره ده، په سنسګرت کې دېته سپېڅلی پوهه ویل شوېده او اریایي کډوال، چې چېرته رسیدلی دی، د سیمو په ستاینه کی شعرونه ویلې دي.

که چیرې موږ دغه سرودونه په دوه برخو ووېشو، ګورو چې ډېر لرغوني سرودونه له مینځه تللي دی او هغه پاتې دي، چې اریایان له باختره مخ په هندوکش روان شویدی تر (هفت دریا=پنجاب) او سنده پورې رسېدلي دي. هفت ا ب  ځکه پّه پنج اب واووښت ، چې دوه دریابونه وچ سول .

دوید په سرودونوکې د هرې سیمې، سیندونو، درو او غرونو یادونه او ستاینه شوېده، چې دا زموږ دلرغوني تا ریخ یو تلپا تې دب دبه ګڼلی شو .

په  «‌ اتروید سرودونو» کې بلخ و باختر ته «بلهیکا» ویل شوی، د ګنداریس تر څنګه یې د منجوان غره یادونه هم کړېده . اریایان چې کله له هندوکش نه اوړي د کابل سیند یې، په ویدي سرودونو کې د «کوبها» ، بیا چې تر سنده رسیږي، د «سیندهو» ګوماتي (ګومل)، کمرو (کرم=کرومو) سویتی (سوات) او دا ډول د نورو رودونو ستاینه یې په ویدي سرودونو کې راغلی ده لکه هره ویتی = سره سوتي (ارغنداب او یا اراکوزي)، بهالانه = بولان او الینا یا نې الینګار یادولی شو.

په یوه بل ویدي سرود کې د باد رب النوع  یې د «ماروت» پنوم ستایلی دی. د ریګوید په دویم ټوک کې د پکته او د دې ټبر د نومیالیو ستاینه، د کابل، کرم او ګومل له یادونې پرته، کله چې اریایي ټبر د هيواد ختیځ  ته مخه کړه پخپلو سرودونو کې د «راسا» د رود یادونه هم کړیده، چې څېړونکي د کونړ سین بولي او په ځنې متونو کې« ورکه »هم د کونړ رود ګڼل شوی دی .

کوم سرودونه چې تر دی دمه را رسېدلي دي په څلورو ټوکو وېشل کېږي:

۱ـ ریګ وید چی د نورو ویدونو مور یې بولي. ۲- یجور وید ۳- اتر وید ۴- سام وید

که څه هم پخواني ویدي سرودونه لا تر اوسه ندي تر لاسه شوي، خو اوسنی ریګ وید او له دې پرته چې درې نور ویدي سرودونه چې په (هفت دریا=اوسنی پنجاب) کې کاږل شویدي د ویدي کلتور غوښنه برخه ده، خو د ویدی سرودونو معلومه برخه چې د ریګوید لرغونې برخه ګڼل کیږي پخپلو شعرونو او سرودونو کې د کابل، سوات، کونړ، کرم، ګومل او نورو یادونه کړېده.

ریګوید نه یوازې مذهبي ارزښت لري، بلکې ادبي، تاریخي او جغرافیوی ارزښت یې هم د پام وړ دی.

دا چې د ویدي سرودونو، د څلورو برخو یادونه شوي، مانا دا چې په بېلابیلو سیمو او وختونو کې لیکل شویدی او نه یوازې د ویدي کتابونو او ویدي ژبو لیکنی ډیر لوي توپیر نلري بلکې د اوستا یې سرودونو لیکنې، چې د سیند په لودیځه ورشو کې پیدا شویدی بشپړ نږدیوالی لري.

د دې توپير په تړاو «دوت dutt» لیکلي دی، چې د ویدي سرودونو په ژبه کې څرګند بدلون دا ښېي، چې له دغو سرودونو دمخه یو شمېر نور سرودونه هم ول، چې تر موږه ندي رسیدلی او ورک شویدي»[2]

د هغو سرودو وېیونه او ټکي او یا د ویدي او سنسګریت پخوانی لغتونه چې په پښتو او پارسي ژبو کې ریښې لري، دغه ژبنیز یو والی، دا ښېي، چې د ریګوید او یا ورک شوي سرودونه په لرغوني افغانستان کې ویل شویدي.

«ارتر مکدونل» پخپل کتاب د سانسګرت ادبیات او تاریخ کې لیکلي دي:

«د ریګوید ټول سرودونه، چې کتابي بڼه یې خپله کړېده، په څو سوه کلونو کې کښل شویدي.

که چیری د ټولو سرودونو د ویناو سبک، د شعرونو تخیل او دا د بي ښوونځيو او مد ر سو پېرونه ، بهېرونه او توپیرونه په پام کې ونیسو، نو دا به ومنو چې ریګوید له څو سوه کلونو لا ډېر وخت نیولي دی.

تر لاسه شوي د «ریګوید معلوم او څرګند سرودونه په باختر کې همغه وخت کښل شویدي چې هندي او پارسي څانګی له باختر نه کډه شوې وي . ریګوید د خپل نوښت له مخې د رنسانس بڼه درلوده چې د خپلو نیکونو سرودونه ومومي.

د بلهیکا او باختر ورک شوي سرودونه که تر لاسه شوي وی، ښايي زموږ د لرغوني تاریخ ډېر تت ګوټونه بی روښانه کړي وی، نه یوازې لرغوني ویدی سرودونه ورک شویدي، بلکې یو شمېر اوستایي سرودونه هم له مینځه تللې دي چې دغې لوې ضایعه شوې شتمنۍ زموږ د هېواد لرغوني تاریخ ته ډیر زیان رسولی دی .

 مثال په ډول په ویدي سرودونو کې د لسو اریایي ټبرونو جګړه یاده شوېده، چې د پنجاب راوي سین په غاړه پېښه شوې او نومونه یې داسی په ګوته شویدي: د الینا قبیله، بولان، شیوا، پورو، پکته او نور.

 «ارتر مکدونل» د ریګوید د شعرونو لرغونې برخه د تېر پېر د یاد په ستاینه کې، د تېر سوو په اند داسې کاږل دي:

«دوی غوښتل، چې د خپلو تېر سوو لرغوني سرودونه ورغوي، نو ځکه خو یې پدې هیله د هغوئ د لرغونو شعرونو یادونه کړېده.»[3] موږ د بولان، شیوا، پورو، الینا او پکته قبیلو یادونه وکړه او د ریګوید په دویم ټوک کې د «پکته ټبر څانګی او د واکمنو یادونه هم شوېده، چې موږ د یوه نامتو واکمن «تور وینه »او یا دمخه مو د کیومرث (ګومرد=ګوپت شا)، چې په ۱۹۳۹ ز کال سمرقند ته نږدې په «تل برزو» کې پر خاورین لوښي یو انځور وموندل شو، چې نیمه تنه یې د انسان او نیمه تنه یې د غوایي وه، د اریایانو لرغونی پاچا او نور د ساري په توګه یادولی شو.

له دې سربېره چې په سمرقند کې یاد اوزکرشوی انځور موندل شویدی، د ارغنداب د هراوت (هره ویتی) په وادي کې د پني، پراوټه، بریسه…په یادښت کې راغلي دي، چې څېړونکي یې اوسني بړیڅ، پني، ډاسو (سلیمانخیل)، پروټ (الکوزي) ګڼي.

په ویدي کلتور او مدنیت کې یو شمېر لرغونو دودونو، جشنونو، میلو او د ملي ورځو ستاینو شتون درلود. لکه د سبها او سمتي جرګی، د سوما، او سامانه پنوم مېلي، اتڼونه، ډول ډول نڅاوې، ښوونیز او روزنیز فعالیتونه، د مذهبي هڅو او دیني دودنو د لمانځنو په لړ کې د اسمان رب النوع (ارونا)، د جګړې رب النوع (اندرا)، د لمر رب النوع (سوریا)، د اور رب النوع (اګني)، د باد رب النوع (ماروت)، د سوما (هوما) د بوټي د تولولو دودونه او نور د یادولو وړ دي.

داګنی ستاینه په ۹۹سرود ، داندرا ستا ینه په ۹۸سرود ، مېترا په ۶۰ سرود ، دسوما جشن یادونه به ۱۱۳ سرود اونورلسګونه سرودونه يادولی شو،چې نه یوازې د ریګوید په دغه سرودونوکې دیادوتوکولمانځنه شوې ده ، دارنګه دنورو سپېڅلوتوکو یا دونه هم شوې ده ، چې په ریګویداکې بېلګې موندلی شو .

د ویدي شعرونو او لمانځنو تاریخي بهير:

میر غلام محمد غبار د ریګوید او د ریګویدا د شاعرانو په تړاو داسې کښلي دي:

«د مخزیږدي ۱۴ مې پېړۍ، د ریګویدا لرغونی کتاب کې د افغانستان د رودونو لکه کابل، کرم ګومل، سوات (د کوبهه پنوم)، کرومه، ګومتي، سوواستو یادونه او همدا ډول د افغانستان د یو شمېر قومونو او پېښواوجګړو یادونه هم په ریګویدا کې شوېده ، چې موږ د لسو پاچاهانو جګړه چې پکتیانو (پښتنو)، الینا (د نورستان شمال ختیځ خلک)، بهلا تاسي [د بولان دره]، سواها (اندس ته نږدې) او نورو تر مینځ پېښه شوه یادولی شو.»[4]

ویدي عصر د زرتښتي دین تر راتګه پورې دوام مومي ، چی پدغه موده کې یو شمېر ټولنیزو ارزښتونو ته لاره اواره کړېده او څو بېلګې داسې دي:

۱ـ د ارباب الانواع د ستاینو او لمانځنو لپاره یې منظومې ترانې وکښلې، چې خوله په خوله به لېږدېدلې.

۲- داسې شاعران وروزل شول، چې د ویدي سرودونو ارزښتونه یې ماورالنهر وګړو پوري ورسول او دغه سپېڅلی ترانې د افغانستان، هند او د سیمې نورو وګړو ته واورولي.

۳- دغه شعرونه داسې نه وو چې یوازې د ولسي او شفایی ادبیاتو په تاریخ کې د پام وړ وه بلکې اریایي وګړو ته یې ورپه ګوته کړه چې کرهڼه او لاسي صنعت د ټولنیز ارزښت یو اصل دی.

۴- شاعرانو او ناظمانو د ویدي سرودونو د تشریح او تفسیر لپاره نوری رسالې هم ورونښلوې لکه:

ـ سمهیتا samhita یا سنهیتا د ویدونو توضیح.

ـ ارنیکایان aranyakas د بېلابیلو متونو ټولګه ده چې په ځنګله کې وکاږل شوه .

ـ اوپانیشادونه upanishada د ویدي تفکر بیان او څېړنه.

۵- د امورود دواړو غاړو او په ټوله کې د لومړنیو اریایانو ګډه ژبه اریک نومېده، خو وروسته دوئ بېلابیلی لهجې او ژبې رامینځته کړې، په دوئ کې د ریګویدا، ګاټونوژبې چې یو شمېر ژبپوهان یې دوه بېلې ژبې ګڼي، که څه هم ختیځپوهانو (یو شمېر) د ګاټونو ژبه د ویدي ژبې اوښتې بڼه ګڼي.

۶- د کسبونو ایجاد او د هنر ودې او پرمختګ ته پاملرنه او نور د ساري په توګه یادولی شو.

۷- ویدي سرودونه د افسانوي او اساتیري تاریخ بڼه هم لري، لکه د یما (جمشید) یادونه، چې دی يې د مړو رب النوع اود «اوخروي» نړۍ شفاعت کوونکی ګڼل شویدی.

۸- په ویدي سرودونو کې د بلهیکا، بلخیکا، بلخیان او دېته د ورته کلمو یادونه ، د اریایانو لېږد، چې له یوې سیمې نه بلې سیمې ته کډه شویدي .

موږ په لرغوني تاریخ کې د اریایانو د ډلو ټپلو یادونه ګورو، لکه د بهاراته پیاوړې ډله چې د اندوس (سند) دواړو غاړو ته اباده وه او د ویدي سرودونو وروستۍ برخه یې کښلې ده، چې زموږ د افسانوی او استوروي تاریخ غوښنه برخه جوړوي او له دغې قبیلې سره د «سرنجیا» قبیله هم متحده وه.

۹- د لسو پاچایانو په قبیله کې یوه بله ډله او یا ګروپ د «یادو «پنوم یادېده، چې پنځه قبیلې ورسره متحدې وې لکه تور واشا، درهیو، انو، اوپورو او پخپله یادو، چې د دوئ اتحادې ته یې «پنګه جانا» یا د پنځو قبیلو د یووالي ټولنه وېلې.

۱۰- د پکتها ګروپ: تر ډېره بریده ختیځپوهانو او یو شمېر څیړونکي دغې ډلې او قبیلي ته د « پختها ،پښتا» ګروپ هم ویلی دي، چې د پنکها په څېر د پنځو قبیلو یووالی په ګوته کوي لکه: شیوا-بهالانا-الینا-ویشانن او پخپله د پکتها قبیله یادولی شو.

په ویدي سرودونو کې د ګڼ شمېرو قبایلو یادونه شوېده، چې اوس د افغانستان په ګډون یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو کې نښې نښانې تر سترګو کېږي.

یو شمېر څېړونکي ددغوڅانګواو ګروپونو په تړاو داسې لیکلی دي چې «یادو» ګروپ او «پکتها» ګروپ یو تر بله سره د نسل له مخې نږدی او د بهاراته ګروپ څخه نسبتاً لری وو.

«له بله پلوه په ویدي سرودونو کې «دیادو» ګروپ قبایل د «پارسوا» قبیلې سره نږدې ښودل شویدي، نو له دې څخه داسې ښکاري، چې پښتانه هم او ساک هم د بهارتیانو په نسبت د پارسیانو سره نژدې او خپلوان ول.»[5]

۱۱- ریګویدا د یوه لرغوني لاسوند په توګه د هغه مهال د لرغونو ټبرونو د یوې جګړې کیسه، د هغه وخت د یوه رب النوع «اندرا» له خولې داسې کوي، چې خیر محمد ساد یې پخپل کتاب کې یادونه کړیده:

«ما ځمکه اریه ته وبخښله او باران د هغو کسانو له پاره دروم، چې ماته نزر راوړي … د سوما په مستۍ کې مې د شمبري shambara ۹۹ کوټونه وران کړل-سلم کوټ مې هغه وخت وران کړ چې د «دېوداس اتهتکوه» سره مې مرسته کوله….»[6]

دا د بهاراته قبیلې اړوند کیسه وه. دغه قبیله د اباسین رود او د اټک دواړو غاړو ته ودانه وه. د اریایانو د بیلابیلو قبیلو تر مینځ له اباسین نه راواخله د «راوي»  رود او سین پورې جګړې کېدلې.

د دغې سیمې، چېرته چې د بهاراته قبیلې استوګنه درلوده او ددغو سیمو پراخې ورشو ګاني په ولکه کې وې پاچايې «دیوداس» نومېده او د «سوداس» له قبیلې څخه وه.

دا چې «دیوداس اتهتکوه» یاد شویدی، ښایي «دیوداس» له اباسین نه د راوي تر سینده پورې ځمکې  د ده په ولکه کې وې او یا په بله اصطلاح ووایو، له اټک نه راواخله تر پنجابه (هفت رود) پورې خاوره د دوئ په واک کې وه.

د «اتهتکوه=اتکوه» کلمه د «اتک=اټک» کلمې سره سر خوري ، ښا یي داسې وانګېرل شي، چې دیوداس دوه پلازمېنې درلودې، چې یوه پلازمېنه یې «برهان» ته څېرمه د «اټک» غاړه وه.

۱۲- موږ دمخه وویل، چې د ویدی په څلورو کتابونو کې ریګوید له ټولو لرغونی کتاب دی او لرغونو اریایانو به دغه سرودونه اسماني الهام او ډالۍ ګڼله.

دریګویدا په ۱۸۵ سرود کې داسمان سپېڅلتیا ته په خطاب کې کښلي دي چې اسما ن موږ له بدي ساتي …‌‌ »

د دغو سرودونو تاریخي ارزښت پدې کې دی چې د یو شمېر سیمو، رودونو او غرونو یادونه کوي چې موږ «یوپایي ری سنا» (هندوکش)، سپیتاګوناګېري (سپین غر)، سندهو (سیند)، کو بها (کابل)، کرومو (کرم)، ګندهارا ګوماتي (ګومل)، سراسواتي (ارغنداب)، راسا (کونړ)، سواستو (سوات)، سپیته سندهو (هفت رود) او یو شمېر نور جغرافیوی نوم د ساري په توګه یادولي شو.

باید دا هیر نکړو چې په ریګوید کې د بلخ او باختر نوم نه دی یاد شوی ولي په «اتروید» کې د بلهیکا نوم یاد شویدي.

۱۳- په ټوله کې ویدي سرودونه په دوه برخو وېشل شویدي، چې یوه برخه یې «سروتي» cruti، چې له الهام سره تړاو ورکړ شویدی او بله برخه یې دغه ځانګړتیاوې نه لري.

د «ساکالاکا» د مدرسې پر بنسټ، ریګوید ۱۰۲۸ سرودونه په لسو (۱۰) کتابونو وېشل شویدي، چې د هرې برخې مینځپانګه یې خپلی ځانګړنې لري. لسم کتاب چې د ریګوید وروستی کتاب دی، تر ډېره بریده پکې ادبي سرودونه راغلي دی.

په نهم ټوک د «سوما» سرودونه ګورو، چې د هغه ستاینې ته ځانګړي شویدی، خو په ټوله کې ریګوید، چې په لسګونو کالو په موده کې بشپړ شوېدی او ګڼو شاعرانو پکې برخه اخستې…

د مینځپانګې له مخې دغو توکو ته ځانګړی شوېده :

لکه ادبیات، د خلکو دودونه او کلتوري جشنونه، تاریخ او جغرافیه، د خلکو ټولنیز ژوند او د ټولنیز ژوند د ارزښتونو توضیح او نور.

۱۴- بېلابیلو لرغونپوهانو لکه «دوسن مارتن» ، موسیو واله دوپوسن، ماکس مولر، ادمایر، موسیوونترنیتس winernits او په لسګونو نورو د ریګوید په بېلابیلو اړخونو په بڼې او مینځپانګې څرګندونې کړیدی.

پدغه لړ کې ادمایر eodmeyer پدې اند دی ،چې د لرغونی ریګوید لرغونې برخه ښایي ۱۵۰۰ م ز په شاوخوا کې کاږل شوې وي او له یو شمېر نورو څرګندونو ښکاري، چې د ریګوید سرودونه د ۱۰۰۰-۱۵۰۰ م ز، ۲۰۰۰-۳۰۰۰ م ز شاوخوا ویل شوي وي.

د ویدي پېر، تاریخي ارزښت

د ارې یا باختري ټبر شتون د افغانستان په لرغوني تاریخ کې وړ ځای لري. د آریا او د ایریا په نومونو یا د قومونه او خیلونه، چې په لومړي سرکې د هندوکش دواړو غاړو ته مېشت او ودان ول، د خپلې ټولنې، ټولنیز ارزښتونه وپالل او د مادي او معنوي کلتور په رڼا کې دیني، مذهبي، ادبي، تهذیبي او نوری انساني ښېګڼې پخپل نسل او راتلونکي نسل ولورولې.

د دغه پېر تاریخي معلومات د ویدي ادبیاتو او ویدی سرودونو په رڼا کې تر سترګو کېدلی شي ځکه، که چېرې موږ د لرغونو اریایانو په تړاو، غواړو څېړنه وکړو نو کولی شو، چې له ویدیک ادبیاتو نه د یوه لاسوند په توګه ګټه واخلو.

د دې له پاره چې د اریایانو بېلابېل مېشت ځایونه په ګوته کړو او وښېیو، چې دوئ په ټولنیزو، کرهڼیزو او کلتوري چارو کې څه پرمختګونه کړي وو،په کومه ځمکه او په کوموکومو ټاټوبو استوګن ول ؟ معلو مات وړاندې کړو ، نولومړی پيل له مرکزي اریایانو څخه کوو:

بلهیکا (باختر):

د باختریا بخدي (بلخ) سیمه د هندو اروپایي اریایانو د هغې څانګې ټاټوبی دی چې له دې ځمکې نه هند او پارس ته کډه شویدي.

که څه هم په سر کې ویدي سرودونه نه وه ویل شوی، ولی لرغونپوهانو د نښو نښانو له مخې دا ډاګیزه کړېده، چې باختري څانګه له ریګوید لا دمخه دلته ځای پر ځای وه. نو ځکه «بلخ او یا باختر» یادونه لکه د افغانستان د نورو سیمو په څېر پکې نده شوې.

دلته یوه بله خبره هم ډېره موهمه ده او هغه دا چې د باختري څانګې په پرتله د ریګوید سرودونو څرګنده برخه ځوانه ده او کوم نا څرګنده ویدي سرودونه، چې د زمانې خړې پرې پرتې دی او رښتنی انځور یې لا هماغسې تت دی، ندي موندل شوي.

 پوټ a,f, pott او همدا راز پکټټ pictet (په ۱۸۵۹-۱۸۶۳ کې) د خپلو څېړنو پر بنسټ څرګنده کړېده، «چې د اریایانو اصلی ټاټوبی باکتریا ده…»[7]

که څه هم ټول څېړونکي او لرغونپوهان په یوه خوله ندي او ګڼ څېړونکي پدې اند دي چې اریایان د (۲۵۰۰-۳۰۰۰ م ز) کالو په شاوخوا کی د آریانا ویجه نومې هېواد او د امورود دواړو غاړو ته ودان ول.

خو د «ویدي مدنیت» شتون د ډېرو لرغونپوهانو په اند د ۱۴۰۰ م ز کالو په شاوخوا کې یقیني دی .

نو پدې بنسټ ویلی شو، دا چې په ریګوید کې د بلخ او باختر یادونه تر سترګو شوې نده ښایي یو لامل یې هم دا وي.

یو شمېر ختیځپوهان پدې لړ کې هلبرانت hilbrant، برون braun، هوفر او شاندرا داس پدې اند دي، چې د «ودا» لومړئ مبدا هند او په ځانګړي ډول پنجاب ندی بلکې د کابل سیمه او جغرافیه بللی شي او تر اراکوزیا (اراخوزیا) او بکتریان پورې رسېږي.

له دې سربېره شاندرا داس بیا په دې ټکي هم ټینګار کاوه، هغه ویدي سرودونه چې ورک شوي اویانا څرګند دي په «بخدي» کې ویل شوي دي.

خو که په ریګوید کې د بلخ و باختر نوم ندی راغلي، ولی د ویدي سرودونو د څلورو کتابونو په لړکی،د«اتر وید»کتاب atharva vada په پاڼو کې د بلهیکا balhika، نوم راغلی ،چې موږ مهاباراته او د سانسګرت په کلاسیکو ادبیاتو کې د بهلیکه bahlika د زکر یادونه د ساري په توګه یا دولی شو .

بها را ته :

د باختري اریایانو یوه ډېره موهمه څانګه د بهارت او یا بهاراته پنوم یادېږي او کله چې، اریایان له بلخ نه د هېواد نورو سیمو ته کډه کېږي. او بیا د هندوکش له سهل نه اوړي نو له هغې ځمکې د هند نیمې وچې ته ځان رسوي.

دغه اریایي ډله نه یوازې د کابل د وادي (کوبها)، کرومو او ګوماتي له لارې پنجاب ته رسیږي، بلکی د ارغنداب له لاری هم ګڼ شمېر اریایان د هند ځمکی ته شېوه سوي او لېږدېدلي دي.

 په ټوله کی د پنجاب او سپته سندهو په شنیلېیو او وادېیو کې خواره واره شول ، چې دغه لېږد د ورځو او میاشتو خبره نه وه، دا د لسګونواوسلګونو کلونو خبره ده، ان دا چې دوئ تر ډېره د هندوکش او سپین غره په لمنو کې مېشت او ودان ول او د خپلو څاروېیو لپاره یې ورشوګانې او څړ ځایونه لټول.

بهاراته د اریایي ټبر یوه جګړه ماره ډله وه او «مهابهاراته» د رزمي پېښو یوه لویه ټولګه وه، چې د خپلو جګړه مارو اتلانو جګړه ییزې چارې بی ستایلې.

له ویدي او اوستایي سرودونو وروسته «مهابهاراته» دریم نامتو لاسوند او ماخذ دی، چې له لرغونپوهانو او څېړونکو سره مرسته کولی شي.

د سانسګرت سر چینې په ځانګړي توګه مهاباراته له عشایر ولکه ملا malas، مالا mala یا مالاوا malava یادونه کوي.

«تاریخپوه احمد علي کهزاد، د یوه فرانسوي لرغونپوه «واله دوپوسن» له انده کښلي دي، چې زیات نږدې والی له مادا maddas، ماداوا madava، مادرا madras، مادراکا madrakas  او بهالا bahalas سره لري. د څېړونکي په اند، یاد نومونه او یا یو شمېر نور قومونه په ټوله کې د «بهیکه bahika، پنوم یاد شویدي .»[8]

د سانسګرت په ادبیاتو کی بهیکه د «بلهیکه» په بڼه هم راغلی او دا د بلخ لرغونی نوم دی.

پوښتنه پیدا کېږي، آیا د بلخ او پنجاب بهلیکایان پخپلو کې یو دی او که جلا؟ لرغونپوه پروفیسور «برزي لوسکی» پدې ټینګار کوي، چې د بلخ او پنجاب بهلیکایان یو دي او دا هغه وګړي دي چې له بلخ نه جنوبي هندوکش او له هغه ځایه اندوس ته او بیا نورو سیمو ته خواره شول.

له دغو یادونو نه موخه دا وه، چې د بهاراته قبیلې جګړه ییزې هڅې چې د مهاباراته په متون کې یادونه راغلې ده، دغه ټول ویدی قومونه له باختر نه راوتلي دي.

د ویدي قومونو له یادونې سربېره په ویدی سرودونو کي یو شمېر نورې تاریخې پېښی، چې څېړونکو او تاریخپوهانو رایستی او څېړلې دي، د یوې ډېري موهمې پېښې له مخی پلو پورته کړی او داسې یادونه شوېده، چې هغه په بهاراته کې د مېشتو قبایلو او لسو ځانانو (لس پاچایان=لس ملکان) جګړه ده، چې د راوي سین (پاروشنی parushni= ایراواتی) په غاړه پېښه شوې او نومونه یې دادي:

۱ـ الینا (بلور=نورستان)

۲- بهالانا (بولان دره)

۳- شیوا (د کابل شیوکي اوسیدونکی)

۴- ویشانن

۵- انو

۶-  دریوهو

۷- تور واشا

۸- یادو

۹- پورو

۱۰- پکتها ( پختا ، پکتویس،پارت،پختون،پختانه)

د بهاراته ګروپ د شمېر زیات والي له امله د اریایانو لومړئ قبیله وه، چې د لرغونې اریا له پولو واوښته او د اندوس دواړو غاړو ته ودانه شوه… هند ته د رسیدو په لاره یي د هند له بومي وګړو سره اوږدې جګړې وکړې ، چې له دوئ سره د «سرنجیانا» قبیله هم ملګرې وه.

پکتها:

د پکتا یا پښتا (پختا) ګروپ هم د بهاراته د ګروپ په څېر د ویدي قومونو په لړ کې یو ځواکمن ګروپ وو، چې په دوئ کې پنځه قومونه شامل ول: شیوا، بهالانا، الینا، ویشانن او پخپله پکتها.

د پکتها ګروپ د بهاراته ګروپ غوندې یانې بهرتیان چې مخ په هند کډه شول، ولې له خپلو پولو وانه ووښتل او تر ډېره بریده د اوسني افغانستان د ننه مېشت او ودان شول.

د اریایانو دغه باختري ډله، له کډوالۍ دمخه په باختر کې استوګن ول. کله چې د (۱۹۰۰-۲۰۰۰) مخزیږدي کالو په شاوخوا کی کډوالي پېلېږي، دغه ګروپ د هېواد په سهل ختیځ کې ځای پر ځای کېږي.

نامتو تاریخپوه هېرودوت (۴۸۴ م ز کال) د خپلو څېړنو په ترڅ کې، دوی یې د «پکتي» (پکتویس) پنوم یاد کړیدي او «بطلیموس هم د پکتیانو ټاټوبی د پکتین هېواد ګڼي.»[9]

احمد علي کهزاد پکتیان او پارتیان یو ګڼي او پدې تړاو یې لیکلي دی:

پکتیان یا پارتیان یا پختون=پختانه په باختر کې پاتې شول، د کډ والو هغه څانګه، چې لویدیځ لورته کډه شوه ، د خزر تر لمنو پورې سیمې یې لاندې کړې او په پای کې دا ټوله سیمه د پارتیانو پنوم یاده شوه. په بخد کې د پکت، پکتی، پختي ، پختا ، پکتها نومونه، د پاکترا (شمال) او «اپاکترا» (شمالي) د هندوکش په شمال، په پاکت، پکتا، پست، پستیخا او پستونخوا، د سپین غره دواړو غاړو د آریانا جنوب ته، پرت او پارتیا سیمه کشت رود او اترک یانې هير کانیا یا د اریانا د پارتیا ولایت، په پکتیس او پکتویس او پکتیکا، په غربي ارمنستان په ټولو برخو کې اغیز خپور شو او دا ټول یا د نومونه یو دبل سره پیوند لري.»[10]

«کریرسن» هم په ځغر ده دا خبره کوي، چې په ریګویدا کې د «پکهت» ټبر نوم د اوسني پختون نوم دی.

یو بل نامتو څېړونکی «بیلو» هم د پکتیا، یا پيکی پیکا یادونه کوي او دخپلو څرګندونو په رڼا کې د پکتیا څلور خواوې داسې راپېژني:

ختیځ لورته یې سیند، لویديځ پلو ته د هلمند رود، (چې کندهار او زابل یې هم د پخوانۍ پکتیا سیمې ګڼلې دي)، همدا ډول له سلیمان غره نه راواخله تر سپین غره پورې، (چې د ننګرهار او دیره جات سیمی هم پکې راځي.) له دې سربیره سوات، پښین، شال، کاکړستان او یو شمېر نورې لوې او وړې سیمې د لرغونې پکتیا برخې ګڼلې شویدي.

د تاریخ پلار هېرودوت د پکتي، پکتیس یا پکتویس پنوم د قوم یادونه کوي چې د هېواد نوم یې پکتیکا او پکتیا بللی دی. ده د «پست» پنوم د یوه بل قوم یادونه هم کړېده، چې د دوئ استوګنځي ته یې د «پستیخا» نوم ورکړیدی،

هېرودوت د دوی د کالیو، دودونو او جګړه ییزو کړو وړو یادونه هم کړېده چې پاچایې «ارتينت artynte او د زوی نوم یې ایتها متر ithamatre وو د تاریخي جغرافیې لیکوال د دغه ټبر په اړه داسې کښلي دي:

«پکتیا لکه د بهارت مشهوره قبیله د باختری برخې د ویدي له مشهورو قبیلو څخه یوه قبیله ده، چې پخوا نه یې په باختر کې ژوند کاوه او (۱۹۰۰-۲۰۰۰ م ز) شاوخوا کی کډه شوه…»[11]  ( دډېرمعلوماتولپاره وګورۍ دریګ ودا سرودونه 2ټوکه د ګریفټ griffth. r.t.h… ژباړه اویا  ۴ تاریخي سندونه ، ویدا،اوستا، مهاباراته اوهېرودت)

هېرودوت له دې سربېره پدې ټینګار کوي، چې په پکتیکا کې څلور قومونه یو له بل سره په خوا کې اوسېدل:

۱ـ ګنداري (gadari):

چې په ریګوید کې یادونه شوی ده اوښتې بڼه یې کندهاري (قندهار) ده. دوی له اندوس نه د بودا «کاسه fo) له ځان سره ارغنداب ته یووړه.

۲- اپاریتی (aparytae):

دوئ د سپین غره لمنه کې اوسېدل . بطلیموس دوی د غره وګړي بللي دي . بیلو دوی اپریدي (اپرید) بللي دي. بطلیموس که د غره مانا اخلي، خوزند او سنګسرت غره ته « پوریو» نوم کارولی دی .

۳- ستاګیدي (stagyddae): « ستا » یا «ست »د سل په مانا او ګیدي د «غوا» په مانا، یانې د سلو غواو څښتن. ځنې څېړونکی دغه کلمه «ستک» ګڼي، چې خټک ته ورته دی.

۴- دادیکي (dadicae):

 دوئ اوسنی تاجیک بللی شویدي… هېرودوت وایي چې دوئ په پکتیکا کې استوګن ول او دوئ د پکتیانو (بختانو) څانګه ګڼل شویده . د ادیک او تاجیک (تازیک) د ځنو په اند یونوم بلل کېږي .

«بیلو ګنداري، ګندهارا، اپریتي ، اپرېدي، ستا ګېدي (ستک )خټک او دادیکي یې د ادیک او یايې تاجیک بللي دي..»[12]

له دي پرته د بيلابيلو ویدِي قومونو یادونه د ریگوید ّپه سرودونو کي چي دوه ټوکه لري او د  رالف ،ټی،اچ  ګریفت ralph.t.h.griffith له خوا ژباړل شویدی. په سرودونو کې، دېته ګوته نیول شوې، چې د پکتها توکم په ویدي پېر کې، د هندوکش په سهل کې د یوه نظام څښتن ول ، پکته شاه (د پکتا قبیله) او همدا ډول «ادریګو» او «بابهرو» د وخت باچایان او واکمن ګڼل شویدي.

په ریګوید او د افغانستان په لرغوني تاریخ کې یو شمېر لرغوني نومونه، د لرغونو توکو یادونه، د دودونو او ټولنیزو کړو وړو ستاینه او نورې انګېرنی، د استورو او افسانوي تاریخ یو شمیر اصطلاوې تر سترګو کېږي چې لنډه یادونه یې اړینه برېښي:

پنګه جانا

دېته د  « یادو» ګروپ نوم هم کارول شویدي او پنځو قبیلو پکې غړیتوب درلود. ظفر کاکاخیل دا پنځه واړه قبیلې د پنګه جانا پنوم یادې کړیدي. (وګورئ پښتانه د تا ریخ په رڼا کي ۳۷مخ.)۳۷

د دغو قبیلو نومونه په بېلابیلو څرګنددونوکې، داسې په ګوته شويدي: تور واشا، درهیو، انو، او پورو او پخپله یادو.

که د «پنګه جانا» نوم په دوه کلمو ووېشو، نو ویلی شو، چې «پنګه» یانې «پنځه»، جانا، یانې، قوم، ټبر او قبیله ، چې په ټوله کې دغه نوم د ریګویدا په سرودونو کې د پنځه اریایي قبیلو په نوم کارول شویدی ، زیمر zimmer د دغو قومونو یادونه بیا داسې کړېده:

«انو anus، دریوهو druhus، یادو yadua، تور واشا turvasas او پورو poruo.»[13]

کله کله د ځمکو د وېش او څړ ځایونو د نیولو او نورو لاملونو له مخې د یادو پنځو قبیلو او بهاراته ګروپ تر مینځ خپل مینځی جګړې پېښې شویدی.

د پنګه جانا ګروپ له بهارت ګروپ نه وروسته له باختر نه کډه شویدي، خو بیا هم د بهاراته ګروپ په څېر چې په هغه مهال کې، د لومړي ځل لپاره په ګنګا او پنجاب کې واک ته ورسېدل ، دوئ داسې کوم ځانګړی واک او ځواک خپل نکړ، خو لکه چې وویل شول د ټولو اریایي قومونو تر مینځ جګړی اونښتې شویدي، چې د جګړو په لړ کې د لسو خانانو جګړه ډېره نامتو ده.

د لسو ملکانو له جګړې سربېره، د «سوداس» نیکه «دیو ووداسا» په ټولو قبیلوي او سیمه ییزو جګړو کې بریالی وو، ان تر دې چې د «اسورا» asuraد ټبر له مشر سموارا «samvara» سره به جګړو کې د «اندرا» په مرسته د هغه  نه نوي (۹۹) کلاوې او جګړه ییز مرچلونه وران کړل.

سره د دغې ځواکمنتیا بیا هم، پداسې حال کې، چې آیو ayu، کوتسا kutsa او د «پورو pouru» د ځواکمن ټبر پاچایان یې هم ملګري ول، د پکتها ځوان پاچا «توروایان» ورته ماته ورکړه.

«دا یوازینی واروو، چې له «دی وو داسا» سره اندرا مرسته ونکړه او د پکتها له قبیلې یې ماته وخوړه .»[14]

د پنګه جانااو یادو ګروپ له پکتها ګروپ سره، د بهاراته ګروپ په پرتله  نږدې ول. د ساري په توګه د لسو ملکانو په جګړه کې وروستي دوه ګروپونه (پنګه جانا+پکتها)، چې شمېر یې لسو قبیلو ته رسېده، د بهاراته قبیلې په وړاندي متحدې شوې.

په یادو لسو قبیلو کې ځنې قومونه د څومره والي او څرنګه والي له مخې په پرتلیزه توګه د نورو په پرتله ځواکمن ول. د بېلګې په توګه په پکتها ګروپ کی شیوا (شیواک=سهاک) او پخپله پکتیان، قبایل ډېر موهم ول.

په ویدي سرودونو کې هم د پنګه جانا او «یادو» ګروپ، همدا راز پکتها ګروپ له پارتیانو سره نږدې ښودل شویدي او پدې بنسټ دا خبره رښتنې ده کله چې د پکتیانو یوه ډله د هندوکش سهل ته راغله نو یو شمېر یې په باختر کې پاتې شول.

دوئ د خپل ژوند په اوږدو کې یو ځواکمن حکومت رامینځته کړ، چې په پای کې د «ارشاک پارتي arsake »

پنوم یو واکمن لویدیځ ته مخه کړه او د شامي یونانیانو پر وړاندې ودرېد.

ولسن Wilson پدې اند دی: «هغه پکتان (پارتیان یا پختونیان، چې په بخدي کې پاتې وو، له هریرود څخه تېر شول د «اترک» سیمه یې ان د خزر تر ټاپو پورې لاندې کړه او د پارتیانو خاوره یې وګڼله، چې دغه پراخه ځمکه د اریانا لویدیځه برخه وه.»[15]

د ریګوید سرودونو څو بېلګې:

ریګوید د یوه تاریخي لاسوند په توګه، چې د افغانستان په شمول یې د ډېرو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اریايي ټبر، ډېر تیاره ګوټونه تر یوه بریده روښانه کړیدي.

د هېواد پدغه استوروي او لرغوني تاریخ کې ډېر څه تر سترګو کېږي لکه، د افغانستان او سیمې یو شمېر تاریخي ډوله پېښې، د هېواد د غرونو او سیندونو یادونه، دودونه او کلتوري ارزښتونه، جګړه ییزې پېښې، مذهبي لمانځنې او نور د ګوتو په شمېر کړه وړه د بېلګې په توګه یادولی شو.

په یو شمېر ویدي سرودونو کې د اریایي قومونو شتون او په بېلابیلو سیمو د دوئ د استوګنو بهیر، دا ښېي، چې د لرغوني تاریخ  یو تت انځور پکې پروت دی.

د ساري په توګه یوه سرود کې ګورو، «اې سندهو! ته لومړی خپلې څپې وهونکې او مستې او به د تریشتاما، راسا، سوتی او د کوبها د سیندونو سره ګډوې او بیا پخپل لوري ګوماتي او کرومو راکاږي،»

پدغه سرود کې په څرګند توګه ښکاري، چې د یو شمېر سیمو او سیندونو یادونه شوېده او د دوی لوری او موقعیت ترې په ډاګه کېږي .

د پام وړ خبره خو دا ده، چې دغه سرودونه د شعر بڼه لري او خلکو به د ترانو په بڼه له ځان سره لېږدول .په یوه سرود کې، د بلهیکا د نوم یادونه شوېده، چې لرغونپوهانو او یا ریګ وید پېژندونکو، دغه نوم کټ مټ باختر او اوسنی بلخ په ګوته کړیدي.

په یوه بل ویدي سرود کې د «ماروت» یادونه، چې د «باد» رب النوع ده، داسې ستایې: «ایماروته! له اسمان یا د هوا له مینځ یا له نږدې ځایونو څخه را والو زوه ا راشه، له موږ څخه ډېر زرمه ځه، رسا (کونړسین) کرومو (د کرمې سین)، اني تابها، کوبها (د کابل سین) مه پرېږده چې تاوځنډوي یاد «سارایو» مست سپین ستا لاره بنده کړي…»

د ریګوید په یوه سرود کې د بومي خلکو سره د یوې جګړې او د اندرا رب النوع له خولې داسې یو تصویر او انځور کاږلی دی:

«ما ځمکه اریه ته وبښله او باران د هغو کسانو له پاره او روم، چې ماته نذر راوړي…!

د سوما په مستی کې مې د شمبرې sham Bara، وو کوټونه (کلاګانې) وران کړل-سلم کوټ می هغه وخت وران کړ چې د «دیوداس اتهتکوه» سره مې مرسته کوله … »[16]

موږ د اندرا رب النوع یادونه وکړه، چې له «دیوداس اتهتکوه» سره په جګړه کې مرسته وکړه ، د دغو سرودونو په ۲ ټوک ۶۱ «جز او په ۴۶۵ مخ کې راغلي دي، چې د جګړې په توپان کې دغه دوعاګانې یې په ژبه وې، نو ځکه خو یې له «اسونیانو ascins «جنګ وګټه» .

 په سرودونو کې د اندرا د نذرونو په تړاو څرګندونې هم شویدي، د ساري په توګه «توروایانا turvayana» چې د څښلو د نذر یو زړه راښکونکی اوازوو، لکه د سیلاب غوندې وبهېد او ځمکه یې وغوړوله او رنګینه یې کړه.»

د ویدي زمانې اریایانو د ډول ډول توکو لمانځنه کوله، ولې بیا هم په ټولنیزو او کلتوري چارو کې ورورو پرمختګ وکړ، ان تر دې چې نڅا، موسیقی، شعر ویل، اتڼ یو شمېر دودیزې لوبې او میلې دود شوې. ولسي ادبیات وغوړېدل، حماسي او پلکوریکو شعرونو پراختیا ومونده، نوي تمدن ته لاره اواره شوه ، نو ځکه خو د اریایانو په ژوند کې یو بل پرمختللی څپرکی وغوړید، چې هغه د اوستا اریایي تهذیب او مدنیت وه، چې د ویدي تمدن په لمنه کې وټوکېد او یوه پرمختیایي بهیر ته یې لاره پرانسته.

د اوستا کلتوري بهیر د خلکو په زهن او فکر کې د ویدي ارزښتونو په رڼا کې یو نوی خوځښت او انقلاب رامینځته کړ، چې د هغه وخت یو نوی څپرکی بللی شو.

ریګویدا د برهمنانو کتاب چې په افغانستان کې وکښل شو او بیا په هند کی بشپړ شو. ولې د تورات کتاب چې تقریباً د ریګوید همزولی وه له اوستا نه دمخه په اسرائیلو کې خپور شو،

) یختر ښایي د اختر مانا ولري.[1]

[2] ( the aryanisation of india by nripendra kumar dutt, m. a ph. D p54-55

[3]( a history of Sanskrit literature by Arthur a. macdonell. M.A. PH.D london

) غبار میر غلام محمد تاریخچه مختصر افغانستان ۹ مخ.[4]

) کاکا خیل ظفر پښتانه د تاریخ په رڼا کې ۱۱۹ مخ [5]

) ګزیده سرود های ریګویدا ۹ مخ. او د لرغوني اریان ۷۴ مخ[6]

[7] ) lectures on the sociology of language 1861 and manual history and nenede crient 1869.

) کهزاد احمد علي د افغانستان تاریخ ۵۷ مخ[8]

) سنګروال، د افغانستان د تاریخي جغرافېي څرنګوال ۱۴۰ مخ[9]

) کهزاد احمد علی خان هماغه اخر ۶۲ مخ[10]

) د تاریخی جغرافیې څرنګوالی ۴۲ مخ [11]

[12] ) bellow.H.W the races of Afghanistan was published in Calcutta. 1880

[13] ) zimmer recvedic india . p 122

[14] ) shandra dass recveclic culture, p. 356

[15] ) Wilson Ariana Antiqua. Antiquities’ and coins of Afghanistan London 1841. pp. 148-149

) ګزیده سرودهای ریګویدا (۹) مخ[16

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب