یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپوهنتونونو کې د داعش خلاف د طالبانو تبلیغاتي غونډې؛ محصلین یې اندېښمن...

پوهنتونونو کې د داعش خلاف د طالبانو تبلیغاتي غونډې؛ محصلین یې اندېښمن کړي

تاند: (جمعه، د میزان ۲۸ مه) د داعش ډلې خلاف د طالبانو د تبلیغاتي هڅو په ترڅ کې د طالبانو د ننګرهار ولایتي ادارې د دغه ولایت په پوهنتون کې تبلیغاتي غونډه جوړه کړې چې محصلین یې اندېښمن کړي.

د ننګرهار لباره د طالبانو د ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي:« د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ننګرهار پوهنتون په ګډې همغږۍ د څو ورځې وړاندې د شیطان لښکر کتاب سیالۍ لپاره ۱۰۰۰ تنو ځوانانو نوملیکنه کړې وه، چې تېره یکشنبه یې په ننګرهار پوهنتون کې د شاوخوا ۷۰۰ تنو ځوانانو څخه ازموېنه واخیستل شوه او تېره ورځ یې په یاد پوهنتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې پاېلې اعلان شوې.»

سرچینې زیاته کړې چې د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو لپاره د طالبانو ټاکل شوي مرستیال سید محمد قاسم هاشمي محصلینو ته ویلي؛ څه مو، چې له دغه کتاب څخه زده کړل، تر نورو یې ورسوئ.

هغه محصلانو ته په خطاب کې داعش ډلې ته په اشارې ویلي؛ په نظامي او سیاسي ډګر کې مو ټولې ته ماتې ورکړې او اوس فکري مبارزه په کار ده.

ویل شوي چې طالبانو د سیالۍ ګټونکو محصلانو ته جایزې هم ورکړي.

په ورته مهال یو شمېر محصلینو تاند ته د نوم نه خپریدو په شرط وویل چې د طالبانو دا ډول هڅو اندېښمن کړي دي

طالبانو د شیطان لښکر په نوم کتاب په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو دغه کتاب څه موده مخکې د داعش خلاف د طالبانو د یوې تبلیغاتي ادارې له لوري خپور شوی او طالب مبلغین یې د عامیدو لپاره تبلیغات کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دوی بیا- بیا تورن شوي چې له علمي مرکزونو د خپلو تبلیغاتو لپاره استفاده کوي.

 

1 COMMENT

  1. ناسو هغوی ته او هغوی تاسو ته شیطان وایي اوس د خلکو نه هم لار ورکه ده چې شیطان څوک دی. هره هغه ډله چې د اسلام د نوم نه پیسو ګټلو کار اخلي، اسلام د یوې الې په نوم استعمالوي او اسلام ددوی د کاروبار وسیله وي شیطان دی نو دا شیان خو طالب هم کیدی شي. د امریکا، روس، چین او نورو سره اړیکې، د پیسو لپاره بې ګناه خلک وژل، د اسلام د پوره دین نه منل، فتاوې ته په قران ترجبح ورکول، د اخوند خبره د صحابي نه مهمه ګڼل، د بې دینه پنجابي غلامي نو نور شیطان سپین وي که تور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب