راټولونه: خالد سمیر
انسانان د پوهاوي او خپل پیغام د رسولو لپاره ژبه کاروي، خو بله یې تحریري (لیکنۍ) ژبه ده چې په وسیله یې بل ته د خپل فکر، پیغام، احساساتو او ګروهو د لېږد هڅه کوو.
لیکنۍ یا تحریري ژبه د خبرو پرتله سخته او پېچلې ده او د مقابل لوري ښه ترا پوهاوي لپاره اړینه ده چې لیکنښې په مناسبو ځایونو کې وکاروو چې لوستونکی له متن څخه هغسې مانا واخلي، لکه متن یا لیک چې ورته غږېږي.
لیکنښې څه ته وایي؟
لیکنښې هغه بې غږه منل شوی سمبولیک سېسټم دی چې په لیک او لوست کې اسانتیا راولي.
که لیکنښې و نه کاروو او دغه چاره یوازې د ادیبانو او ژورنالېستانو کار وبولو، نو بیا به د ټولنې نورو باسوادو افرادو باندې د بې سوادو ګومان وشي.
په لیکنو کې د لیکنښو کارول د کلمو او تورو د کارولو په څېر ارزښت لري او ستاسې متن له ابهاماتو څخه پاک او واضح کوي. د لیکنښو ناسم کارول ستونزې پېښولای شي؛ یو ځای کې مې په دې اړه لوستي وو چې (( یوه ورځ درېم الکساندر غوښتل چې یو سیاسي بندي د سزا ورکولو لپاره سایبریا ته واستوي؛ نو ملکې ته یې لارښوونه وکړه چې د جلاوطنۍ فرمان ولیکي. د فرمان موخه او پیغام دا ډول و: ((بښل لازم نه دي، سایبریا ته یې واستوئ))، خو کاتب پهدې ډول لیکلی و چې ((بښل، لازم نه دي سایبریا ته یې واستوئ.)) له دغه ډول لیکلو او د یوې ځنډنښې (کامې) بې ځایه کارونې له امله مجرم له ستر عذابه وژغورل شو.
لیکنښې:
۱- ټکی یا تمکۍ ( . ):
دا نښه د غونډلې (جملې) په پای کې لیکل کېږي او دا راښیي چې جمله پای ته رسېدلې ده.
بېلګه: محمد اشرف غني د افغانستان منتخب ولسمشر دی.
۲- کامه یا تړونی ( ، ):
دا نښه په جمله کې د یوه لنډ ځنډ لپاره کارېږي، خو ډېری وخت د کلمو او نیمګړو خبرو ترمنځ د عطف لپاره راځي.
لومړۍ بېلګه: زما د افغانستان تور، سور او زرغون رنګی بیرغ خوښېږئ.
دویمه بېلګه: چې د کامې د ځای بدلون پکې معنوي بدلون راولي: ((ماته پیاله راوړه. ((ما، ته پیاله راوړه.))
۳- سیمي کولن یا ځنډنښه ( ؛ ):
دا نښه د زیات ځنډ لپاره کارېږي، خو له کامې سره یې توپیر دا دی چې دا د کلمو تر منځ نه راځي، بلکې په هغو مرکبو جملو کې راوړل کېږي چې په مانا کې یو له بله سره تړلې وي.
بېلګه: کابل چې د افغانستان پلازمېنه ده؛ تر نورو ولایتونو پکې د ژوند زیاتې اسانتیاوې برابرې دي.
۴- شارحه یا څرګندنۍ ( : ):
د یوې فقرې، لغت یا موضوع د تشرېح لپاره کارول کېږي.
بېلګه: د لوی افغانستان مشهور ښارونه عبارت دي له: کابل، بلخ، کندهار، کویټې، پېښور، ننګرهار، هرات او پکتیا څخه.
۵- سوالیه یا تپوسنۍ ( ؟ ):
دا نښه د پوښتنې لپاره کارول کېږي. یانې د هرې سوالیه جملې په پای کې راځي.
بېلګې: کامه چېرته ده؟ څنګه یې؟ ملګری لرې؟
۶- ندایه یا خوځکۍ ( ! ):
دا نښه د ندا، غږ، تعجب او حیرانتیا لپاره کارول کېږي. د تنبیه او امر په وخت کې هم راځي.
بېلګه: اتله! راشه. واه! څومره ښکلی. دا لنډۍ په غور واورئ!
۷- کش یا بېلنۍ ( – ):
دا نښه د یوې جملې د جلا کولو لپاره کارېږي. په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي او سوال او ځواب سره بېلوي.
بېلګه:
اتل وویل: چېرته ځو؟
ننګیالي وویل: کابل ته ځو.
– هلته څه کوو؟
– هلته له ملګرو سره ګورو.
۸- دوه غبرګ کشونه یا سمسمۍ ( = ):
دا نښه د دوو نومونو یا خبرو د برابرۍ او مساوات ښودلو لپاره راځي او په ریاضیکي مسایلو کې زیات کارول کېږي.
بېلګه: ۲+۲=۴
۹- دوه قوسونه یا لېندۍ () :
دا نښه د خاصو نومونو، د پام وړ شیانو او په منځ کې رالوېدلو جملو د ښودلو لپاره لیکل کېږي.
بېلګه: زه غواړم سبا ته له یعقوب سره (چې زما نږدې ملګری دی) د برلین له دېوال څخه لیدنه وکړم.
۱۰- دوه غبرګې لېندکۍ《》:
ددې نښې په منځ کې د بل چا خبره، نظر، یا د کتاب عبارت او یا د زیاتې توجه وړ کلمه راوړل کېږي.
بېلګه: محمد اشرف غني وایي: (( هېڅ افغان له بل افغان کم او زیات نه دی.))
۱۱- څو ټکي ( … ):
کله چې لیکوال د یو نوم یا یوې خبرې لیکل نه غواړي، نو په ځای یې څو ټکي ږدي او ورنه تېرېږي.
بېلګه: ما د ډېرو شاعرانو شعري ټولګې لوستې دي. لکه: د غني خان، خوشحال خټک، عبدالرحمان بابا، حمید مومند او …
۱۲- درې ستوري ( *** ):
دا نښې د یوې رسالې یا یوې مقالې د یوې برخې د بشپړېدو او د بلې برخې د پیېدو په منځ کې لیکل کېږي، یاني یو بحث له بل څخه جلا کوي.
۱۳- یو ستوری ( * ):
دا نښه ډېر کله د هغو کلمو د پاسه لیکل کېږي چې غواړو په فوټ نوټ (د لیکنې اخرنۍ برخه) کې تشریح ورکړو او یا یې هملته ماخذ ولیکو.
۱۴- مایل خط ( / ):
دا نښه د میاشتو، کلونو او ورځو د بېلوالي لپاره کارول کېږي. بېلګه: ۲/۹/۱۳۹۴
یا هم د دوو بېلو تاریخي سنو لپاره کارېږي.
بېلګه: ۲۰۱۵-۱۱-۲۶/ ۱۳۹۴-۹-۶
ځینې وخت مایل خط د (یا) معنا هم ورکوي.
۱۵- ایضاً یا د تکرار نښه ( // ):
دا نښه ډېر کله هلته کارول کېږي، چې موږ د یوې کلمې د تکرار مخنیوی غواړو نو پر ځای یې دا نښه کارول کېږي.