تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، په افغانستان کې د پاکستان هوايي بریدونه چې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړوي، ښايي جنګي جنایتونه وګڼل شي.
نوموړي د دغو پېښو د خپلواکو څېړنو او د مسوولانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.
بېنېټ له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله ملکي وګړو ته اوښتې مرګژوبله د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) له خوا ثبت شوې ده. د نوموړي په وینا، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
هغه دا یوه ډېره جدي موضوع بللې او ویلي یې دي چې د دې شخړې اغېزې تر ډېره د ټولنې پر هغو خلکو پرېوځي چې له مخکې له زیانونو سره مخ دي او لږ امکانات لري.
بېنېټ د مارچ په میاشت کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې پر یوه روغتون هوايي برید ته هم اشاره کړې ده. د هغه په وینا، د یوناما د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۲۶۹ کسان وژل شوي وو. نوموړي ویلي، وژل شوي کسان هغه نارینه وو چې د نشهيي توکو د روږديتوب د درملنې لپاره په روغتون کې بستر وو.
بېنېټ د دغو پېښو د بشپړو او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې قربانیان او د هغوی کورنۍ د عدالت او د مسوولانو د حساب ورکولو حق لري.
هغه ویلي، دا موضوع یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته هم وړاندې کړې ده، خو شورا تر اوسه د دغو بریدونو د څېړلو لپاره ځانګړی میکانېزم نه دی جوړ کړی. نوموړي په ورته وخت کې د یوه خپلواک څېړنیز میکانېزم یادونه کړې چې شاوخوا یو کال مخکې جوړ شوی او ښايي د دغو پېښو د څېړلو لپاره وکارول شي.
بېنېټ له نړیوالې جزايي محکمې (ICC) هم غوښتي چې په افغانستان کې د دغو احتمالي بریدونو د څېړلو موضوع په پام کې ونیسي. هغه ویلي، په دې محکمه کې لا له وړاندې د افغانستان د وضعیت په اړه څېړنه روان ده. نوموړي زیاته کړې چې د پرېکړې واک له محکمې سره دی، خو هیله لري چې دا پېښې په جدي ډول وڅېړي.
د بېنېټ دا څرګندونې داسي مهال کړي کېږي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي او پر افغان ملکي وګړو د هغې د اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د اکتوبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک ویلي و چې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي په ۲۰۲۶ کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله په افغانستان کې د ملکي وګړو له ۱۱۰۰ ډېرې مرګژوبلې ثبت کړې دي.
ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د کمولو او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ملکي وګړي باید د وسلهوالو شخړو له اغېزو خوندي وساتل شي.
تنها دا ۵ کلن جنګی جرایم ونه څیړل شي باید دا ۴۵ کلن جنګی جرایم چې پاکستان د تنظیمی ډلو له لورې کړی باید وڅیړل شي او هغه جنګی جرایم هم وڅیړل شي چې امریکا، ناټو او برتانیه او شوری اتحاد په افغانستان کې کړی او ماشومان او ښځي او نارینه يې چې جنګي اهدافو کې نه راځی څیړنه وشی