تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټل د دغه هېواد لپاره د ویاړ شېبه وبلله.
کارني پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د ۷۶ کلنې کارسن په اثارو کې ځیرکتیا، تخیل او ځانګړی ادبي سبک څرګندېږي.
هغه زیاته کړې: «هغې لرغونې کیسې نوو لوستونکو ته ورپېژندلې او د ادبیاتو په اړه یې زموږ د فکر کولو طریقه بدله کړې ده.»
نوموړي کارسن ته د نوبل د ادبیانو جایزه یوه فوقالعاده بریا او د کاناډا لپاره د ویاړ شېبه بللې ده.
د کاناډا مشهورې ناوللیکوالې مارګرېټ اټوډ هم فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د کارسن اثار له ډېرې مودې راهیسې د بېلابېلو هېوادونو د شاعرانو له خوا ستایل کېږي.
د نوبل کمېټې د د پنجشنبې په ورځ اغلې کارسن د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکې اعلان کړه.
اټوډ د کارسن د اثارو نوو لوستونکو ته «د مېړه ښکلا» او «د رخصتیو په ساعتونو کې سړي» کتابونو د لوستلو سپارښتنه کړې ده. هغې د لومړي کتاب په اړه ویلي، چې ژبه یې زغرده او اغېزناکه ده او په عین وخت کې خندونکې، غوسهناکه او خواشینوونکې ده.
اټوډ له ډېرې مودې راهیسې د نوبل جایزې له احتمالي ګټونکو څخه ګڼل کېده، خو په ۲۰۱۳ کال کې دا جایزه هغې ته ورنه کړل شوه او کاناډایۍ لیکوالې الیس منرو وګټله.
ان کارسن د لرغونو ادبیاتو مشهوره څېړونکې ده او د کاناډا او امریکا په څو معتبرو پوهنتونونو کې یې تدریس کړی دی. هغې په ۱۹۸۸ کال کې د مونتریال د مکګیل پوهنتون د کلاسیکو ادبیاتو له څانګې سره کار پیل کړ او په ۲۰۰۲ کال کې یې دا پوهنتون پرېښود.
د مکګیل پوهنتون د هنرونو پوهنځي مشرې لیزا شاپیرو د دغه پوهنتون د «مکګیل رپورټر» خپرونې له قوله ویلي، چې د کارسن د نوبل جایزې پوره مستحقه وه. هغې زیاته کړې، چې کارسن د لرغونو ادبي غږونو او اوسنۍ نړۍ ترمنځ د اړیکې په رامنځته کولو سره د نړۍ د لوستونکو پام ځان ته اړولی دی.
شاپیرو ویلي، د کارسن بېسارې وړتیا، نوښت او ژور فکري لید پر معاصرو ادبیاتو ژور اغېز کړی دی. هغې زیاته کړې، چې پوهنتون ویاړي چې کارسن د ډېرو کلونو په مخه د دغه بنسټ علمي غړې وه او خوښ دی چې د هغې ادبي ونډه په نړیواله کچه وپېژندل شوه.
په مونتریال کې د مکګیل پوهنتون مخې ته، د سیاسي علومو ۲۴ کلنې محصلې ویکي هوانګ هم د کارسن پر بري خوښي څرګنده کړې ده.
هغې فرانس پرس ته ویلي: «زه او ملګري مې د هغې د «ایروس، ترخه مینه» کتاب خوښوو؛ نو دا رښتیا هم یو زېری دی.»
هوانګ زیاته کړې، دا چې یوه کاناډایي ښځه په لوړو ادبي برخو کې دومره بریالۍ ده، د دوی ټولو لپاره د ویاړ خبره ده. اغلې کارسن ته د ادبیاتو د نوبل جایزې په اړه د ښاغلي صدیقي لیکنه ولولئ: