له نن څخه ۱۱۰ کاله پخوا د ۱۹۱۳ د اکتوبر په ۱۰ مه نامتو فرانسوي لیکوال کلود اوژن انري سیمون (Claude Simon)) چې په ۱۹۸۵ کې یې د نوبل ادبي جایزه وګټله، د افریقا د مډګاسکر په انتاناناریوو کې وزېږېد. د ده مور او پلار، دواړه فرانسویان وو.
پوهاند ډاکتر اکبر وردک دا لیکنه کلونه وړاندې د سیمون په اړه لیکلې وه چې د ده د یوسلو لسمې کالیزې په مناسبت د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي.
انري سیمون
د کلود سيمون د ژوند ډېوه، چې کره کتونکي يې د نوي رومان د بهير تر ټولو وتلی ليکوال ګڼي، د جولای په شپږمه د تل له پاره مړه شوه.د فرانسې لومړي وزير چې پخپله ليکوال او شاعر هم دی، د ده د مړينې په مناسبت وويل چې کلود سيمون به په ځانګړو او ډله ييزو يادونو کې د يوه لوی رومان ليکونکي په څېر تل تر تله پاتې وي.
کلود سيمون د ۱۹۱۳ کال د اکتوبر په مياشت کې د مدغاسکر د (تاناناريف) په ښار کې زيږېدلی. کله چې لومړۍ نړيواله جګړه ونيښته کورنۍ يې فرانسې ته را ستنه شوه او پلار يې چې د اردو افسر و د جنګ په ډګر کې ووژل شو. يوولس کلن ؤ چې مور يې هم مړه شوه. د بکلوريا له اخستلو څخه وروسته د سمندري ځواکونو ښوونځي ته شامل شو خو ډېر زر يې پرېښود او د انځورګرۍ زده کړو ته يې مخه کړه او له عکاسۍ سره يې مینه پيدا کړه. په ۱۹۳۶ کال کې د هسپانيې د ولسواکۍ پالونکود ننګې له پاره هغه هېواد ته لاړ.په دوهمه نړيواله جګړه کې اردو ته جلب شو او المانيان ګرفتار او بندي کړ خو ډېرزر له بنده را وتښتېد.
لومړنی رومان يې چې عنوان يې ؤ ګوريجن په ۱۹۴۱ کې خپور شو. په ۱۹۵۲ کال کې په نري رنځ اخته شو او پوره دوه کاله وکړېده.
کلود سيمون د خپلو ليکنو په برخه کې پخپله وايې چې زما لومړني رومانونه کمزوري وو خو څېړونکي يې ان د همدې دورې په ليکنو کې د نوي رومان نښې نښانې ويني. په ۱۹۵۸ کال کې يې د څو نورو ليکوالو په ملګرتيا د «اروا» په مجله کې د نوي رومان د زيږېدو سند خپور کړ. په ۱۹۸۵ کال کې يې د ادبياتو د نوبل جایېزه وګټله.
دې نوميالي ليکوال شپږويشت رومانونه خپاره کړي چې ګڼ شمېر يې په نوروژبو ژباړلي شوي اوځينو يې ملي جايېزې هم ګټلې. د (فلاندر) دليارې يې دنوې څپې او د تاريخ د رومان يې د (مېديسيس) جايېزې په برخه شوې.
زما يې له نورورومانونو څخه د (تراموې) کتاب چې په ۲۰۰۱ کال کې خپور شوی ډېر خوښېږي.
په دې رومان کې يوه تراموې يو اطرافي ښار د درياب د غاړې له يوه کڅ سره چې يوازې پينځلس کيلو متره ترېنه لرې دی، نيښلوي او د سهار له خواد ښوونځي شاګردان هم له کليو را ټولوي.
هغه ځايونه چې د رومان صحنې پکې انځورې شوې دي د درياب غاړه، په کلي کې يو کور، ښار چې ورو، ورو عصري کېږي او د ټېنېس يو لوبغالی دی. که له يوه لوريه د تاکونو تر منځ تله راتله او د ورځني ژوند ځينې وړې او لويې پېښې د رومان موضوعګانې دي نو له بله لوريه د يوه روغتانه په خونو او دهلېزونو کې د يوه ناروغ بوډا ژوند هم انځورېږي او کله، کله دا دوه خط السيرونه يو بل سره پرې کوي هم.
تراموې په حقیقت کې د يادونو يو کتاب دی چې خپل ښار ته د راغلي چا د ماشومتوب په (ماضي) او په روغتانه کې دپراته بوډاپر (نن) باندې په يوه بيضوي شکله مسير باندې نظر اچوي او د تراموې پټلۍ د ژوند سفر ته د استعارې په څېر پکارولې شوې. بوډا د تراموې تله راتله څاري او ځان، هغه د چا خبره د «ترانزيت» په حال کې ورته برېښي.
نوميالي فیلسوفان وايي چې زړبودي چا ته تلپاتې ځواني نه ور بښي، خو سړي ته داسېDeleuze اوGuttari
شېبې په لاس کې ور کوي چې په هغو کې را تلونکې ته داسې کرښې استول کېدای شي چې له عصرونو نه
غوندې نومياليو انځورګرانو ته يې چې ور کړې.Monet.او Turner, Titien تېرېدی شي لکه بيړه به نه کوو چې د کلود سيمون نوم هم د دوی په ډله کې وليکو:
کلود سيمون بې له شکه د اوسنيو ادبياتو لوی انځورګر دی.
انري سیمون د ۲۰۰۵ د جولای په ۶ مه په ابدي خوب ویده شو.