سرچینه: د امریکا ملي راډیو NPR
یو رضاکار چې د رحمانالله لکڼوال له کورنۍ سره یې نژدې کار کړی و، وایي کله چې لکڼوال له افغانستان څخه امریکا ته راغی، خوښ، ژوندی او له هیلو ډک ښکارېده؛ خو په تېرو څو کلونو کې هغه ورو ورو له ټولنې ګوښه شو او ځینې وختونه به یې بې له دې چې خپله کورنۍ خبره کړي، له یو ایالت څخه بل ته په موټر کې اوږده سفرونه کول.
لکڼوال د نوومبر په ۲۶مه د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو په تور نیول شوی دی. له دې سرتېرو څخه ۲۰ کلنه سارا بیکستروم د ټپونو له امله مړه شوه، او د لویدیځې ورجینیا د ګورنر پاتریک موریسي په وینا، د بل سرتېري ۲۴ کلن اندریو وولف “حال نازک” دی.
رضاکار د امریکا ملي راډیو ته وویل:
“زما تر ټولو ستره اندېښنه دا وه چې لکڼوال به ځان ته زیان ورسوي. زه وېره وه چې ښایي هغه ځان ووژنې ځکه چې هغه ډېر ګوښه شوی و.”
دغه رضاکار د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړي، ځکه چې وایي نه یوازې د ځان په اړه بلکې د نورو رضاکارانو د ژوند په باب اندېښه لري چې ممکن غچ له دوی څخه واخیستل شي.
رضاکار په ۲۰۲۲ کال کې د واشنګټن ایالت بېرلهینګهم ښار کې د لکڼوال له کورنۍ سره د لومړۍ لیدنې په اړه وویل:
“هغه به له خپلو ماشومانو سره په انګړ کې په خندا او لوبو بوخت و، او له نورو افغان سړیو سره یې ټوکې ټکالې کولې.”
خو د ۲۰۲۳ له پیله، د دوی په وینا، لکڼوال په ځان کې ورټول شو او د دوامدار کار پیدا کولو او د امریکا د ژوند له ستونزو سره د عیارېدو له امله “مات” ښکاره کېده.
رضاکار هغه برېښنالیکونه هم د امریکا له ملي راډیو NPR سره شریک کړل چې د ۲۰۲۴ په جنورۍ کې یې د لکڼوال د رواني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.
په یوه برېښنالیک کې راغلي وو:
“هغه اکثره وخت په خپله تیاره کوټه کې تېرولې، له هېچا سره به یې خبرې نه کولې — آن له خپلې مېرمنې او لویو ماشومانو سره هم.”
رضاکار لیکلي و چې په شخصي باور فکر کوي لکڼوال د PTSD له امله او د امریکا له پوځ سره د کاري تجربې له کبله رواني ستونزې لرلې، که څه هم هغه روغتیايي متخصص نه دي.
د “رادیکال کېدو” ادعاوې او رد یې
د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم، د دوشنبې په ورځ این بي سي تلویزیون ته وویل چې چارواکي باور لري لکڼوال په امریکا کې “رادیکال شوی” و.
خو له لکڼوال سره نژدې رضاکار دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې د هغه د افراطي کېدو هېڅ نښه یې نه ده لیدلې. د هغه په وینا، لکڼوال د ژبې د ستونزو، کلتوري یوازیتوب او ټولنیزې انزوا له کبله په ژور شخصي بحران کې ډوب شوی و.
رضاکار شکایت وکړ چې د کډوالو لپاره د لومړیو ورځو له “ښه راغلاست” وروسته هېڅ تنظیم شوي ملاتړ نه وو:
“کورنۍ په اصل کې یوازې پرېښودل شوې وې.”
پوځي سابقه او امریکا ته تګ
د AfghanEvac په وینا، لکڼوال مخکې له دې چې په ۲۰۲۱ کې امریکا ته راشي، د افغانستان د ځانګړو ترهګرضد قطعې (صفر یو۰ ۲…) غړی و؛ دې قطعې د CIA تر مستقیم ملاتړ لاندې فعالیت درلود او د طالبانو پر ضد یې د امریکا لپاره جګړه کوله.
د CIA رییس جان رټکلف ویلي و چې بریدکوونکی له CIA او د امریکا حکومت ته د پخواني همکارۍ له امله منل شوی و.
هیڅ دښمني نه، خو ناسم حالت — او اوږده پټ سفرونه
رضاکار NPR ته وویل چې لکڼوال هیڅکله د امریکا پر ضد دښمني نه وه څرګنده کړې او که څه هم د هغه چلند ورو ورو ګډوډ کېده، خو هیڅکله یې په هغه کې داسې نښه نه وه لیدلې چې ګواکي هغه کوم خطر جوړوي.
رضاکار وویل:
“زه په بشپړ ډول حیران شوم چې دا پېښه څنګه وشوه. ما له ځانه وپوښتل: نښې موجودې وې؟ نه.”
که څه هم رضاکار د برید د انګېزې په اړه څه نه شي ویلی، خو وایي چې لکڼوال له ۲۰۲۳ راهیسې داسې اوږده سفرونه کول چې کله ناکله به یې اوونۍ دوام ورکاوه — لکه د تېرو ورځو هغه سفر چې واشنګټن ډي سي ته ورسید.
“هغه به شپه او ورځ د موټر چلولو ته دوام ورکاوه، موقعیت به یې رالېږه، خو زموږ ترمنځ بله هېڅ اړیکه نه وه”
په هغه برېښنالیک کې چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري په میاشت کې لیکل شوی و، یوه رضاکار لیکلي و:
“هغه (لکڼوال) به شپه او ورځ موټر چلاوه، د نقشې موقعیتونه به یې زموږ یوه رضاکار ته لېږل، او موږ به د هغه د انسټاګرام له سټوریو ځینې عکسونه ترلاسه کولی شوای، خو له دې پرته هیڅ اړیکه نه وه. د هغه کورنۍ عموماً نه پوهېږي چې هغه چېرې دی او څه وخت بېرته راځي.”
د امریکا ملي راډیو ته سپارل شوي ایمیلونه ښيي چې په واشنګټن ایالت کې رضاکارانو هڅه کړې وه چې د مسلکي کډوالو د ملاتړ ډلو لکه World Relief او USCRI سره اړیکه ونیسي، څو د لکڼوال د خرابېدونکي رواني حالت لپاره مرسته ترلاسه کړي، خو دوی ډېره لږه توجه تر لاسه کړې وه.
یوه رضاکار NPR ته وویل:
“په سیاټل سیمه کې د اندېښمنو رضاکارانو یوې ډلې د ۲۰۲۴ په جنورۍ کې غونډه درلوده چې پکې د دغو کورنیو لپاره د کمېدونکو خدماتو او سرچینو په اړه خپګان څرګند شو.”
NPR د نظر اخیستو لپاره له World Relief او USCRI دواړو سره اړیکه ونیوله. USPSCI ځواب ورنه کړ. World Relief په یوه اعلامیه کې پرته له دې چې تأیید یا رد کړي چې دوی د لکڼوال په بیا میشتولو کې ښکېل وو که نه، وویل:
“موږ د خپلو فدرالي شریکانو له اجازې پرته نه شو ویلی چې کوم ځانګړو مراجع مو خدمت کړی دی، ځکه امریکا ته د افغانانو د راوستو پروسه له ۲۰۲۱ کال راهیسې د همدې شریکانو له لوري پر مخ وړل شوې.”
دې ډلې زیاته کړه چې دوی یوازې هغو کډوالو ته خدمتونه وړاندې کوي چې حکومتي ادارو ورته سپارلي وي، او ویلي یې دي چې د لکڼوال د قضیې په تړاو له قانون پلي کوونکو ادارو سره همکاري کوي.
له برید وروسته سخت دریځونه او سیاسي غبرګونونه
د تېرې اوونۍ له تاوتریخوالي وروسته، د ولسمشر ټرمپ ادارې د افغان اتباعو د کډوالۍ ټولې دوسیې “موقتاً کنګل” کړې او په متحدو ایالتونو کې یې د یو شمېر هیوادونو د مېشتو کډوالو او مهاجرو د بیا ارزونې پروسه یې پیل کړه.
د افغان پناه غوښتونکو له ملاتړ کونکو فعالانو سره یو ځای، ډېرو ادارو NPR ته وویل چې د لکڼوال تاوتریخوالی باید انفرادي پېښه وګڼل شي، نه د ټولې ټولنې منعکسوونکې چاره.
شون فنډایور، چې د AfghanEvac مشر او د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری دی، NPR ته وویل:
“تاسو نه شئ کولای د یوې پېښې پر اساس ټولې ټولنې ته بد رنګ ورکړئ. ډېری افغانان چې امریکا ته راغلي دي، ښه، قانونپالي او عزتمن وګړي دي.”