سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+زوړ سړی او سیند، نړیوال شاهکار / حفيظ الله بشارت

زوړ سړی او سیند، نړیوال شاهکار / حفيظ الله بشارت

په ادبیاتو کې عام پسندي یوازې په حال کې ژوند کولی شي، راتلونکی یې په خپل غبار کې له سترګو خامخا پټوي؛ داسې ځکه ده چې عام پسنده ليک د اعلی ذوقه انسان نه تنده ماتوي، نه یې فکر ته اړ باسي او نه يې له ذهني چلېنجتیا سره مخ کوي.

یو چا لیکلي وو چې د پاولو کوئیلو “کېمیاګر” ناول راشد خټک ښه نه دی ژباړلی. یو څه وخت وروسته يې بيا د استاد شپون پر ژباړه نیوکه کړې وه چې “زوړ سړی او سیند” يې بې خونده ترجمه کړی دی.

ما ته دا خبرې ځکه د نه منلو وې چې راشد خټک صاحب د ژباړې په رموزو پوره پوره اګاه دی او فکر نه کوم له دومره ښه ژباړن دې، د نیوکو تر بریده خرابه ترجمه وشي.

شپون صاحب بیا نه یوازې یو ښه ادیب، لیکوال او نقاد تېر شوی، بلکې په داستان لیکلو کې یې هم پخه تجربه درلوده او فکر کوم چا چې خپله له پنځو پورنه ناولونه پنځولي وي، د ناول په ژباړه کې به هم تر هر ښه ژباړن بریالی او برلاسی وي.

د “زوړ سړی او سیند” ناول په لوستلو راته جوته شوه چې دا ناول د ټيټ ذوقه کسانو لپاره نه دی لیکل شوی او هر ذهن د دې شاربلو توانایي نه لري. هغه څوک به خامخا د دې ناول په ژباړه یا نورو برخو کې خو راباسي چې سر يې له خپل ځانه د ټيټو سره وهلی وي.

بوډا او سیند ناول يو له هغو کمو نړیوال شاهکار اثارو څخه دی چې لیکوال ته يې له امله د نوبل جایزه ورکړل شوې.

دا ناول تقریباً د نړۍ په هره ژوندۍ ژبه باندې د ژباړې خواږه لري، چې له ښه مرغه پښتو ژبه يې هم له خوږو برخمنه ده.

د بوډا او سیند ناول لومړی ځل استاد سعدالدین شپون پښتو کړی، چې په 1399م کال مومند خپرندويه ټولنې د اسحاق مومند په کوښښ په 100  مخونو کې راټول او چاپ کړی دی.

دا ناول د پولیسي دوی غوندې یوازې د لذت اخیستو منبع نه ده، بلکې له دې سربېره فلسفي، روانپوهنیز، انګېزشي او نور عمیق پيغامونه هم په خپل واړه او عین وخت وېړ ځان کې لري.

د ناول کیسه له نورو بېخي جلا او جالبه ده. په دې ناول کې مکان و زمان جامد، خو د اصلي کرکټر خبرې، له سختیو سره مقاومت، په ضعیف ځان د همت نه بایلل، له وخت سمه ګټه اخیستنه، په هر حال شکر ایستنه او رضایت، په یوازي والي کې یوازې په رب توکل او… هغه څه دي چې د لوستونکي ذهن او افکار ورسره متحرک کېږي.

د دې ناول چې اصلي کرکټر یې یو بوډا دی، تقریباً څلور اتيا ورځې پرلپسې سیند ته ځي و راځي، خو په دې ټولو ورځو کې د هېڅ کب په نیولو نه بریالی کېږي.

له دې بوډا سره یو هلک هم څلوېښت ورځې د ماهي نیولو په پار ملګری شوی وي، خو دا چې د بوډا بخت ویده وي نو د هلک پلار خپل زوی له بل چا سره لېږي.

هلک له بل کب نيوونکي سره ښه مرغه کېږي او ان په لومړۍ ورځ کب نیسي. له دې سره سره هلک بیا هم له بوډا سره مينه لري، جونګړې ته يې ورځي، چای ورته کوي، د بادوان سامان هر ورځ سیند ته ورسره وړي… زوړ سړی که څه هم د کب نیولو پر وخت څوک ملګری نه لري، خو بیا هم په یوازې ځان د نوموړي مهارت، له سختو شېبو سره مقابله، ځان ته له مختلفو لارو ډاډ ورکول، په تېرو ښو شېبو اوسنۍ بدبختۍ شاته اچول، مستقبل ته هیله مندي او… د يو کلک او متفاوت انسان کرکټر موږ ته راښیي.

په ټوله کې دا ناول موږ ته رايادوي چې انسان هېڅکله ماتې خوړونکی نه دی، خو یوازې یو څه همت او مقاومت ته اړتیا لري: “بنيادم د ماتې لپاره نه دی هست شوی، بنيادم محوه کېدای شي؛ خو مغلوبېدای نه شي”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب