Homeخبرونهپه ازبکستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا سیمه ییزه غونډه

په ازبکستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا سیمه ییزه غونډه

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۷ مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف، د سې شنبې په ورځ (د قوس ۶مه) اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو جګپوړي چارواکي او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې سره راټول شوي چې د سیمې پر مهمو مسلو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي سعیدوف په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي کاها ایمانادزه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا، او همداراز د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او ترکمنستان استازي په دې غونډه کې ګډون کړی.

هغه لیکلي: «منځنۍ آسیا د ازبکستان د بهرني سیاست په لومړیتوب کې پاتې ده.»
سعیدوف د سیاسي خبرو اترو د پراختیا، اقتصادي ادغام، چاپیریالي همکاریو، ترانسپورتي اړیکو او د خلکو ترمنځ اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه د افغانستان پر محور د سیمه‌ییزې همکارۍ اړوند بحثونه وو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ترانسپورتي او سوداګریزو اړیکو د ښه‌والي، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د ملتونو او ټولنو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

دغه بحثونه د ګډو ننګونو د هوارولو لپاره په ځانګړي ډول د افغانستان د سیاسي او اقتصادي حالاتو په بدلېدونکي وضعیت کې د همغږو هڅو پر زیاتېدونکي اهمیت هم ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...