سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد ورزش له ډګره؛ د نن چهارشنبې څلور مهم ورزشي خبرونه

د ورزش له ډګره؛ د نن چهارشنبې څلور مهم ورزشي خبرونه

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۷مه) د اروپا تلانو لیګ په ۵مه اونۍ کې بارسلونا او برېسټ لوبډلې ډګر ته ښکته شوې، چې بارسلونا پکې سیالې لوبډلې ته په یوه په زړه پورې لوبه کې ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې بارسلونا په ګټه ډني اولمو یو او لېوندوفسکي ۲ ګولونه ووهل.
له دې پایلې وروسته بارسلونا په جدول کې دویم مقام ته پورته شوه.
ــــ
د ویسټنډیز او بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوربه ویسټنډیز، بنګله‌دېش ته د ۲۰۱ منډو په ستر توپیر ماتې ورکولو سره لومړۍ ټېسټ لوبه په خپل نوم کړه.
جسټېن‌ګریفس په ۱۱۵ منډو او دوه ویکټو د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.
ــ
‏د پکتیکا ولایت د دودیزو سیالیو نمایندګۍ له لوري د دې ولایت په کچه د نیزه‌بازۍ منتخبې لوبډلې جوړښت په موخه د نیزه‌وهنې غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې ۵۲ نیزه‌بازانو ګډون کړی وو، چې پایله کې یې د پکتیکا ولایت په کچه ترې یوه ۱۹ کسیزه لوبډله غوره شوه.
ــــ
د خوست او ننګرهار معلولو لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲ ـ ۱ د خوست په اتلولۍ پای ته ورسېده.
د دې سیالیو پایلوبه کې کوربه خوست سیالې لوبډلې ته ۲۰۶ منډې هدف ټاکلی و، چې پر وړاندې یې مېلمه لوبډلې ټولې ۱۷۸ منډې وکړې او د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله.
نبی الله په ۱۱۵ منډو د دې سیالیو غوره توپوهونکی او شعیب محسن په ۷ ویکټو غوره توپ‌اچوونکی ونومول شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب