Homeخبرونهم.م وايي، په افغانستان کې د تېر کال پرتله د تریاکو تولید...

م.م وايي، په افغانستان کې د تېر کال پرتله د تریاکو تولید ۳۰ سلنه ډیر شوی

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۷ مه) د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) نن (چهارشنبه) وویل، په افغانستان کې سره له دې چې د تریاکو تولید د دوهم کال لپاره ټیټ پاتې شوی، په ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۳ ټنو ته رسېدلی، خو دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي..

د ملګروملتو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې د تریاکو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم دی، هغه کال چې طالبانو د مخدره موادو د کرنې پر ضد بندیز اجرا کړ.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر راپور څرګندوي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د کوکنارو کرنه ۱۹ سلنه زیاته شوې، او د ۲۰۲۴ کال لپاره د کرنې ساحه ۱۲,۸۰۰ هکتارو ته پراخه شوې. سره له دې زیاتوالي، د کوکنارو کښت لا هم د بندیز له پيله مخکې وخت څخه کم دی، چاو دا د بندیز دوامداره اغېز ښيي.

د کوکنارو د سږني حاصل اټکل شوې ارزښت ۲۶۰ میلیون ډالره دی، چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال د ارزښت په پرتله ۸۰ سلنه کم دی.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې ارجايي ريیسې غاده ولي وویل: «د کوکنارو د کرنې او تولید دویم کال ټیټه کچه هم فرصتونه او هم ننګونې ښيي. نړیوالې هڅې باید همغږي شي ترڅو د دې کمښت ځای په افغانستان یا سیمه کې مصنوعي مخدره مواد، لکه میتامفټامین، ونه نیسي. په عین وخت کې، موږ باید د کوکنارو له اقتصادي پلوه په ګټورې بدیلې پانګونې په کرنه د متکي کلیوالو ټولنو ملاتړ ورکړو.”

د UNODC په اعلامیه کې راغلي چې بزګرانو په زیاتېدونکي توګه د غنمو او پنبې په څېر بدیلو فصلونو ته مخه کړېده. خو لا هم یوه جدي اقتصادي ناباوري شته: کوکنار د غنمو په پرتله تر ۶۰ برابره ډېره ګټه ورکولی شي. پرته له قانوني ګټورو بدیلو، اقتصادي ستونزې کېدای شي یو شمېر بزګران بېرته د کوکنارو کرنې ته اړ کړي.

د افغانستان د کوکنارو تولید جغرافیايي مرکز هم بدل شوی، چې اوس په درو کې یوه برخه په نوې جغرافیایي سیمه کې کرل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...