تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۷ مه) د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي “یو شیاویونګ” وویل چې چین د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو په اړه سلامشورې کوي.
شیاویونګ “طلوع نیوز” ته وویل: “د رسميت پېژندلو په اړه، چین نه یوازې د افغانستان له ګاونډیو بلکې د سیمې له هېوادونو سره هم خبرې اترې کوي.”
هغه زیاته کړه: “د چین، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو، او د افغانستان د سرپرست حکومت په هڅو یوه اجماع رامنځته شوې چې نړیواله ټولنه باید په کابل کې له سرپرست حکومت سره تعامل پیل کړي.”
دغه چینایي چارواکي همداراز وویل چې ځینې هېوادونه د هغو ډلو په اړه اندېښنې لري چې په افغانستان کې شته، او دا چاره د کابل او د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی شي. له همدې امله د چین ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې دا مسئله باید داسې حل شي چې د هېوادونو رضایت ترلاسه شي.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچونو د حل په اړه شیاویونګ وویل چې دواړه هېوادونه د درېیم هېواد له مداخلې پرته خپلو ستونزو ته حل لاره پیدا کولی شي.
د چین ځانګړي استازي زیاته کړه: “موږ د افغانستان او پاکستان په اړه ورته سیاست لرو، او هغه د دې سیمې لپاره د یوه ښه او ګډ راتلونکي جوړول دي څو ثبات، سولې، بیا رغونې او سوکالۍ ته ورسېږو. موږ باور لرو چې دواړه هېوادونه له درېیم هېواد څخه پرته خپلو ستونزو ته حل لاره موندلی شي.”
هغه همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان د ستونزو له پای ته رسیدو وروسته د سیمې د اقتصادي وصل په مرکز بدل شوی دی.
د چین ځانګړي استازي وویل: “دا ډېره په زړه پورې ده چې افغانستان د بېشمېره ستونزو له پای ته رسیدو وروسته پر یو پرمختللي اقتصادي هېواد یا د اقتصادي وصل په مرکز بدل شوی دی. دا یوه ښه خبره ده. ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه غواړي چې یو موټی شي، لومړی مرسته وکړي، او بیا د متقابل احترام پر اساس له افغانستان سره همکاري وکړي.”
شیاویونګ زیاته کړه چې په ۲۰۲۳ کال کې د کابل او بېجینګ ترمنځ تجارت د تېر کال په پرتله ۱۲۵ سلنه زیات شوی دی.