یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهد ممنوعه ډلو له لیسته د طالبانو د ایستلو مسوده د روسیې...

د ممنوعه ډلو له لیسته د طالبانو د ایستلو مسوده د روسیې دوما ته وسپارل شوه

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۷ مه) د روسیې د “دوما” وېب‌سایټ راپور ورکړی چې د روسیې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو په اړه یوه مسوده دې مهمې ادارې ته وراستول شوې ده.

دغه مسوده د “اندري کلیشاس”، “واسیلي پیسکارف” او “اندري لوګووي په شمول د اساسي قانون کمېټې د پنځو غړو او اووه سناتورانو له خوا چمتو شوې ده.

په دې مسوده کې راغلي چې یوه ممنوعه ډله کیدای شي په موقت ډول د محکمې په پریکړې او د روسیې د لوی څارنوال د بیانیې پر بنسټ، هغه مهال د بندیز له لیسته وایستل شي چې هغې ډلې د ترهګرۍ د ترویج، توجیه یا ملاتړ لپاره خپل فعالیتونه درولي وي.

همداراز، ویل شوي چې د ذکر شویو ادعاوو د ارزونې پر مهال د دغو سازمانونو د استازو شتون اړین نه دی.

له دې وړاندې د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي “سرګي شویګو” د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو له مرستیال “عبدالغني برادر” سره په کابل کې د لیدنې پر مهال ویلي و چې د روسیې چارواکي غواړي طالبان د ممنوعه ډلو له لیست څخه وباسي.

د دې تر څنګ، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د عدلیې وزارت مخکې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندیز کړی و چې د طالبانو پر فعالیت بندیز دې لرې شي.

1 COMMENT

  1. د نجونو د تعليم مسأله به څنګه شي؟
    ايا په رښتيا طالبان د پاکستان له ولکې خلاص دي؟
    ولې چين وړمه ورځ د شل بېلابېلو ډلو شتون ياد کړې دی؟
    ولې روسيه له دغو ډلو وېره او اندېښنه لري؟
    د دې تضمين به څوک ورکوي چې امريکا به يې نه لمسوي؟
    طالبان د خپل رسميت پېژندنې غم اخېستې دي، خو د ټولنې د نيم قشر زده کړې يې له پامه غورځولي او حتی ورپورې خاندي او له خبريال پوښتي چې کومه ښوونخي؟

    https://www.facebook.com/watch/?v=1690786158161971&rdid=F6kmFiyR6SuJyuRN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب