د اپریشن پر چوکۍ یې په احتیاط شا ولګوله. پښې یې یوه په بله پسي سوکا وغځولې. د څنګ میزته یې مخ ور واړاو. د عملیات وسایل یي غلي تر ستر ګو تېر کړل. تر چشمو لاندي یې د ښۍ سترګې له کونجه رڼه اوښکه پر غامبري و بهېده. د ډاکتر ور پام سو. کاغذي د ستمال یې ورته ونیو:
ـــ اندیښنه مه کوه. نه دي خوږوم.
سپينږیری غرېب ونیو:
ـــ يه يه، عمر مې وخوړ له ځکه.
ډاکتر ژوره ساه واخیسته:
ـــ زما په خیال، لا هم ډېر تکړه یې.
ـــ هوی هوی، عمر چې تېر شي غم پرې ډېر شي.
ـــ ممممم
نړسي د پیچکاري اوږده ستن وپاسنۍ زامي ته ورسیخه کړه، سپین ږیري اخ کړل. هغې بښنه ځیني وغوښته. ده سر ورته وښوراوه، ترخې ناړي يې تیري کړې.
ډاکټر سکرین ته ځير و. د کمپیوټر پر موس (Computer mouse) یې د اشارې ګوته څو واري کلکه و موښله. د زامې اکسري تصویر یې په سکرین کې ښه غټ کړ. داسي و ایسيده لکه چوکاټ کړی تور و سپين عکس.
د زرغونه ماسک کښکونه یې تر غوږونو واړول. په پلاستیکې دستکښو کې یې اوږدې ګوتي ننه ایستې.
د سپینږیري سترګي د اپریشن د سیالتیک څراغونو په سپينه رڼا کې خښي وې. ډاکتر پر پاسنۍ زامه لاس ور تېر کړ، کرخت شوې وه. غاښ یي د جراحي په کږخولي انبور ونیو، لکه پوچ کاغذي بادام خرپ يي شو له ورۍ را ووت. ستر ګو ته یې ښه نږدې کړ، ریښې یې د ویني په سره رنګ کې توربخوني مالومیدې. نړسي وړه پلاستیکې کڅوړه ور واغوسته، د خځلداني خواته کږه شوه. بوډا په وینو لړلي ناړي تېري کړې، په تلوار یې سر لږ راپورته کړ. په ستوني کې و غړمبېد:
ـــ مه يې اچوه! وروستی مې دی، ساتم يي.
نړسي ټکان وخوړ ببر باړخو ګان يې پورته کښ کړل. ډاکتر ته یې په حیرانتیا وکتل، هغه سترګک ورته وواهه. د سترګو تر منځ یې سره وخندل. په لاس کې کڅوړه یې سړي ته ونیوه، هغه غلې د پتلانه جیب ته ننویسته.
میاشت لانه وه تېره، بوډا د ماسپښین پر درېنیمو بجو د کتنځي په وره ورننووت. نړسي مصنوعي غاښ له واړه ډبلي را وایست. داسي ایسېده لکه رښتیانی. د سپینږیري مخ و غوړید. سمدستي د اپریشین پر چوکۍ و غځېد. لږ وروسته ډاکټر په ډېر د قت غاښ په زامه کې ور وټنبه. د خړ موم ټوټه یې تر غاښ ورلاندي کړه. بوډا لکه زاوله ژر ژر وزدووله.
په نرم موم کې د نوي غاښ خپ ته ډاکټر ښه ځېر شو. زنه یې کښته پورته کړه، بیا یې ده ته وکتل. د ښي لاس له موټه یې بټه ګوته ورته هسکه کړه.
د سپین ږیری مخ د خندا له ګونځو ډک شو. بوري سترګي یې و ځلیدې. سمدستي د اپریشن له چوکۍ را ولټېد. په مُنډۍ ږیره کې یې ګوتي ووهلې. د کارټ لوستي (Card reader) ماشین خواته ورغی. کریډیټ کارټ يې ورننویست. نړسه ورته موسکۍ شوه:
ـــ مهرباني وکړئ تر چېک وروسته د منلو (Accept) تڼۍ کېکاږئ.
سړي سملاسي د اشارې ګوته پر تڼۍ کېکاږله.
د نړسي غاښونه د سروکړیو شونډو تر منځ رڼا ته وځلیدل. د پرینټر له ماشین څخه یې رسید ورته را وایست. سپینږیري کریډیټ کارت د کرتۍ د بغل جیب ته کړ. په کاغذ کې پنډو عددونو سترګي ځیني کښ کړې. چپ لاس یې عینکو ته یووړ. یوه سترګه يي ورته چڼه کړه. رنګ یې سور واوښت، و بنګېده:
ـــ پَهوُئ. څلور زره، دا خو سمه شکونه ده!
ډاکتر په چوکۍ کې ټکان و خوړ. د کمپیوټر له سکرینه یې سترګي وکښلې، په تلوار یې مخ ور واړاوه:
ـــ دغاښ پالني دولتي بیمې دي لګښت کم کړ، کنه څوارلس زره کرونه کېدل.
ـــ نه شوم پوه. له بیمې دي څو واخیستې؟
ډاکتر په رسید کې د لسو زرو مخې ته، پر منفي علامه قلم را تاو کړ.
بوډا وروځي پورته کښ کړې، ساه یې ونیوه. په خوله کې نښتې ناړي يې تیري کړي. په تروه تندي یې وويل:
ـــ په دومره روپیو خو دوه طلایې غاښونه کېدل!
ډاکټر ته ټوکه و ایسیده. خندا ور باندي زور شوه، ژر یې خوله په موټ کې ونیوله. له چوکۍ ور و لاړ شو. ښی لاس یې د مخه ښه په دود ور اوږد کړ.
سپینږیری پرله واېشېد:
ـــ زه دا نه شم منلای. څه چور خو نه دی!
پرخپله لکړه یې غوټه کړه. زانګه وانګه له خوني ووت. دروازې ته يې څنګل سیخ کړ، درب یې شو. د دهلیز پر ښویو کاشیو د درنو ګامونو څرپا د امسا له کړاندي خرپا سره جوړه روان ول.
بوډا څو واري ژبه پر غاښ و موښله. ناړي یې ستوني ته ورغلې، غړچ یي شو. له ځان سره و بڼېد:
ـــ څلور جمع لس کیږي څوارلس. په افغانیو خو تر لک هم واوښتې. که د کفر له دولته مې بېمه جیب ته کړې وای، د کابل چکر او طلایي غاښ ته مزغني بسیدې.
ستوکهلم
کال ۲۰۱۹ د اکتوبر شپږویشتمه