شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبطنزونهمرکه (طنز) | نعمان دوست

مرکه (طنز) | نعمان دوست

 – اول خو مننه چې مرکې ته چمتو شوئ، که اجازه وي پیل به یې کړو.

 – زه خومناظرې ته هم چمتو وم؛ خو هغه نفري حاضر نه شو. ههه. مهرباني وکړئ

  – فکر نکوئ، هغه کالي چې بار بار یې د اغوستلو کوښښ کوئ، له تاسو ډير اوږده دي؟ 

– یو خو تاسو ژورنالیستان شخصي حریم هیڅ نه پیژنئ. کله وایئ د لندن قیمتي مغازه کې دې څه اخیستي، کله وایئ په دې فقیر وطن کې ولې دومره مفشن ژوند لرې او کله… اخر تاسې به څه وخت له شخصي مسائلو لاس واخلئ؟ بده ده په خدای.

– نه، نه. ښاغلیه. فکر کوم زما مطلب مو پوره وانخیست. له کالیو څخه مې مراد….

– اوه. پوه شوم. وبخښئ. له فرانسې مې یو بوتل عطر راوړي، نن سهار رانه ډير وکارول شول. لږ ګنګس یم.

– هیله کوم، اوس مې پوښتنه ځواب کړئ.

– زه فکر نکوم چې کالي دې دومره اوږده وي. او بل تاسو څه پوه شوئ چې اوږده دي؟ آه، تاسو خو یو ځل هم اغوستلو ته پرېنښودم. یو ځل اجازه راکړئ، که اوږده و ژمنه کوم چې بیرته یې ډیر ژر لرې کوم.

– خو خلک باور نه کوي. وګورئ کله چې له مرحوم صبغت الله مجددي وروسته ستاسو مشر واک ته و رسید، تر اخره یې څوکۍ ځان پورې سریښ ګرځوله او پریښودلو ته یې چمتو نه و. په هرصورت، تاسو د هغه وطن مشري غواړئ چې حتی د خپلو اولادونو ژوند ته یې مناسب نه ګڼئ او هغوی مو بیرون ساتلي.

– د بې طرفۍ اصل دې مات کړ. د نفر اول اولادونه هم بیرون دي.

– بلکل، خو هغه هملته زیږیدلي، هملته لوی شوي. هماغه یې خپل وطن دی. که څه هم دا مناسب کار نه دی، باید دلته وای.

– زما هم اوس له خپل وطنه پردي شوي. هغوی ته هم دا وطن نور خپل نه ښکاري. که ورته د بازارک، خنج، شتل، پریان… نومونه واخلې، شاید درته ووايي:  what? 

– راځو بلې پوښتنې ته. ښه به نه وي چې اول ولسي جرګې ته کاندید شوي وای او بیا…

– نه، جرګه بدنامه ده. هلته غلاوې ژر رسوا کیږي.

– دا ځل بیا داسې ښکاري چې تاسو بایلونکي یاست، د نتیجې له اعلان وروسته خو به بیا ګریوان نه شلوئ او لارو کوڅو ته خو به نه راوځئ؟ 

– نه، دا ځل هوا سړه ده. زه هم نور سپین ږیری شوی یم. کریمونه یوازې مخ ځوان ښکاره کوي، د نننه بیله دنیا ده. ګریوان شلول مې صحت ته ښه نه دي. 

– او یاران به دې څه کوي؟ 

– د یارانو هم پخوانۍ خونده نشته. امر الله خان چې هغه وخت صالح و، نو راسره ولاړ و. مظاهرو کې یې پوره پوره ونډه واخیسته. دا ځل هغه هم راسره نشته. د شمال مخلوع امپراتور هم پردی شوی، حتی کله آن د غاښونو ماتولو ګواښ راته کوي. دې بدبختې سوشل میډیا، هم څه نا څه خلکو کې شعور پیدا کړی. 

– نو ولې بیا کاندید شوې؟ د عقل تقاضا خو دا وه چې صرف نظر شوی وای. 

– ګوره، عقل جلا شی دی او عشق جلا. عشق پر عقل همیشه غالب وي. خوشحال خان ختک ( خټک) ویلي: عقل سل د مصلحت بندونه جوړ کا – چې د عشق سیلاب پرې راشي واړه نول ( نوړ) کا

– په دې عمر او عشق؟ 

– اوه، متاسف یم. عشق نه مې مطلب له خلکو سره عشق دی.

– نو که دا عشق دې رښتونی وي، بیا خو خلک ستاسو اصلي مسلک ته ډیره اړتیا لري. خلک له روغتیايي خدمتونو سخت محروم دي. د لرې پرتو سیمو خلکو ته ډاکټران د نجات پرښتې ښکاري.

– نو دلته چا خپل مسلک کې کار کړی. ته او خدای د پارلمان د مجلسینو رییسان مسلکي دي؟ د دې مقامونو وړ دي؟ کوم علمي اثر لري، حتی کله یې کومه عالمانه وینا کړې؟

– ښه، هغوی پریږده. بله پوښتنه به وکړم: ولې د کمپاین مصارف دومره لوړ شول؟ هر څه یو حد لري.قانون هم حد ټاکلی.

– فکر کوم، د سیاست په الفباء هم نه یې خبر. مصارف قصدا لوړ وي. ځکه چې دې افغانستان کې له موږ ډیر تکړه او وړ خلک شته، خو غریب دي. که مصارف لوړ نشي، هغوی هم میدان ته راوځي او زموږ بازار خرابوي.

– نو، تاسو خو نور د عمر په لحاظ د بوډاوالي خواته روان یئ، پریږدئ چې نوې څيرې راووځي.

– های، های. دلته سیاست اجاره کیږي. که موږ نه یوو، نوي نسل ته به مو میدان په میراث پاتې شي. خپل ننګرهار ته دې وګوره: پلار د ولسي جرګې غړی، زوی د ولایتي شورا. ورور د مشرانو جرګې غړی، بل ورور د ولسي جرګې او…. دا لړۍ به ان شاء الله همداسې روانه وي. دغه شان زموږ خپل ولایت کې په سلګونه وړ او مستعد خلک شته؛ خو د خلکو په ژبو د درې څلور کسانو: لکه زما، قانوني صیب، صالح خان او… نومونه دي. دغه شان په هزاره وو کې په سلګونو استعدادونه شته؛ خو میدان محقق، خلیلي اجاره کړی او دا دی د دانش په نوم هم یو چا میدان اجاره کولو ته پایڅې بډ وهلي.

– ولې نه غواړئ چې واک نوي نسل او په کورنیو جګړو کې غیر دخیل قشر ته انتقال شي؟ 

– پوښتنه ډيره اسانه ده. خو عمل سخت دی. ټول جنګونه د قدرت په سر دي. نا خبره پکې هسې ځانونه الوځوي او ځانونه وژني. د تاریخ پاڼې واړوه، د تیمور شاه اولاده څنګه تباه شوه. ورور خپل ورور و نه واژه؟ د بې نظیر بهټو او اصف زرداري اړیکې وګوره، ولې ترینګلې وې، ځکه چې آصف غوښتل واک د بهټو له خاندانه د زرداري خاندان ته انتقال شي او… ښه، چې ورور، ورور ته د واک انتقال نه غواړي. میرمن یې خاوند ته نه غواړي، نو له موږ دې ولې ګیله وشي؟ 

– په اخره کې، ځوان نسل ته څه پیغام لرې؟ 

– پیغام دا دی چې زموږ خبرو ته دې غوږ کیږدي، زموږ متابعت دې جاري وساتي. پر ژوند باور نشته. که موږ نه یوو زموږ د اولادونو متابعت دې کوي. تا نه دي اوریدلي: به خدا دا ده ګان ستیزه مکن – که خدا داده ګان را خدا دا ده. 

– نړۍ مننه چې مرکې ته حاضر شوئ. 

– له تاسو هم مننه، د نتایجو له اعلان وروسته هم وخت په وخت راځئ. موږ به په ټول وس لږ تر لږه خپل غږ په خلکو اوروو.اوس خو لکه سُرنی، یوازې غږ را پاتې. رښتیا، ته دې کیمره ښکاره کړه چې عکسونه دې سم اخیستي که نه. پوره نیم ساعت مې په ځان خواري کړې. اخره کې دې یوه ټوکه هم پکې وي: موږ لکه بې ماډله موټر چې هره ورځ یې سرویس ونشي، څوک بیا ورګوري هم نه.

– ههههه

– ههههه

د لړم ۵مه، ۱۳۹۸

1 COMMENT

  1. د نعمان دوست صيب په ژوند او قلم دې برکت وي ، ټولې ليکنې ئې بې مثاله خوږې اود وخت او حالاتو آينه داري کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب