لکه موټ چې څوک پر سر واړوي، خو موټ نه و د (هرمان) په غټ لاس کې د شرابو ووړ ګیلاس و. ده تندی تریو کړ، سریې جګ کړ لکه د زهرو غوړپ چې کوي. پياله یې کلکه پر میز کیښوده. د لرګي له ټک سره د میز په منځ کې ناسته زیړه پیشو پاڅیده. ده یې پرملا لاس تیر کړ. پیشو بیرته کښیناسته. هرمان د پيشو لاس په رغوي کې کیښود. پیشو نوکان ورټول کړل. ده یې خپړ پر خپل لاس تیر کړ:
« کله دې دغسې په نوکراغو کړې وه چې ولاړه؟»
هیرمان پیشو ته سر ورټیټ کړ ورسره سترګې په سترګو شو. پیشو سره وروستلې سترګې پټې، رڼې کړې. ده ورته وویل:
« له تا سره یې بخیلي کیده چې ولاړه؟»
« په هغه ورځ چې مې (نیبوشیڅي) ته یووړې ما ویل دغه مو اخري دیدن دی»
هرمان کټ کټ وخندل:
« ته خو بیرته راغلې د دې غوندې نه وې چې ما هیر کړې»
د ودکا له بوتله یې بل ګیلاس ډک کړ. له غټ غوړپ سره یې چاغې غومبرې وخوځیدې راوخوځیدې. لاس یې د پیشو پر ملا تیر کړ. پیشو وخریده. ده پرې غوټه کړه، په یوه لاس یې تر ملا ونیوله بهر یې واچوله. ور یې پسې پورې کړ:
« ستا له دې خور خوره یې بد راتلل، ستا له لاسه ولاړه »
ده د ودکا بوتل خولې ته ونیو. پیاله د میز له سره ولویده، ټنګ ټونګ یې شو. هیرمان سر پر میز ولګاوه.
ساه یې ډوبه ډوبه شوه، سترګې یې پرانیستې. پیشو له بهره د کړکۍ ژۍ ته راختلې وه، میو میو یې کاوه. د باران څاڅکي پر ایینه یو په بل پسې ښویدل.
پراګ