جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهشاهدي/ اجمل پسرلی

شاهدي/ اجمل پسرلی

د مچ بڼا وه. زما په پراګ کې ډیر لږ یادیږي چې مچ مې لیدلی وي، اپارتمان ته خو بیخي نه پورته کیږي، خو نن یو غټ یو لکه د وطن د ژمي مچ پر کړکۍ بڼیده، قلم مې ورنژدې کړ چې والوزي او له کړکۍ ووځي. مچ والوت بیرته لنډ راته کیښناست. د کړکۍ بله پله مې پرانیسته. څنګلوري بوډا ګاونډي یو کاغذي دستمال له کړکۍ بهر وڅانډه، ورته ومې کتل څه خزنده یې بهر اچوله. سلام مې ورته وکړ، ده سر له کړکۍ رابهر کړ د عینکو تر شا یې مچ ته وکتل او کړکۍ یې پسې پورې وهله

په مچ پسې مې کړکۍ لا سمه نه وه پورې کړې چې د دروازې زنګ وشرنګیده. د وره له دریڅې مې ورته وکتل همدغه بوډا و. ورمې پرانیست. ده راته وویل:

– زه له تا مرسته غواړم

– څه مرسته؟

– دغه لاندې هغه د کړکۍ په بیخ کې د کثافاتو یو څو بیلرونه دي د دوهم او پنځم منزل د کورونو دي، د چهارشنبې په ورځ چې ښاروالي موټر راولي دوی دغه بیلرونه بهر کوڅې ته نه باسي، نو که ته د ښاروالي د نفر مخې ته شاهدي ورکړې چې ستا کور ته مچ راغلی و بیا زما خبره پخیږي، دغه کورونه به جریمه شي او نور به څوک داسې نه کوي.

ماته خندا راغله. بوډا وویل:

– ما ویل چې له ماسره به دې نظر یو وي تا ته هم مچ راغلی

 په خندا مې ورته ویل:

– زموږ په وطن کې څوک د مچ شاهدي نه ورکوي.

بوډا تر ژبې لاندې وزغونځیده او د خپل اپارتمان ور یې کلک پورې واهه.

2 COMMENTS

  1. اجملجانه: البته پراګ کې به کاونډیان سره نه غږېږې یا به وخت نه لري جې دادې ورته ویلي وای، یا یې اوس ور ایمېل کړې چی افغانستان کې چې تروو کې مچ ولوېږي نو دواړه وزرو نه يې په همدې تروو کې لامده کړي، ځکه یو و زر یې د شا تو دی، بل د زهرو، چې یو بل خنثی
    کا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب