نثر و شعر د يوه مور بچي او يو بل ته ضرور دي. که څوک ليکوالي کوي، هغوى ته لږ تر لږه شاعرانه ذوق پکار دى او څوک چي شاعري کوي، هغوى ته علمي فکر. که ليکوال شاعرانه ذوق ونه لري، د ادب پر خوند نه شي پوهېداى. پخپله د کلمو ښکلا او موسيقۍ ته يې نه فکر کېږي او د کلمو ادبي کارونه ورته سخته وي. ليکوال چې د شاعرانه ذوق خاوند نه وي، د تخييل پرځاى يې ټوله تکيه پر تفکر وي.
د تخييل کار دا دى، چې د شيانو ترمنځ د ورته والي، تضاد او تناسب اړيکې ګوري. په ليکوالۍ کې پر علمي استدلال سربېره کله ناکله د لوستوال د قناعت لپاره شاعرانه استدلال ته هم اړتيا وي او د هر ليکوال دا آرزو وي، چې خپله خبره پر لوستونکي درک او حس کړي. د درک کار علمي استدلال ترسره کوي او د حس کولو کار د تشبيه، استعارې. انځور او نورو دى.
که شاعر يواځې له تخييله هر څه ته وګوري او پر مسايلو علمي فکر ونه کړاى شي؛ نو شاعري به يې تشه شاعري وي، له واقعي نړۍ سره به يې تړاو نازکه وي او لوستونکو ته به پېغام ورنه کړى شي، بلکې له رښتينو پېښو به په اسانه نه اغېزمنېږي، د خپل ولس د دوست او دښمن پېژندګلوي به ورته سخته وي.
خو د ليکوالۍ په شاعرۍ او شاعرۍ په ليکوالۍ کې ډېره مداخله دواړو ته زيان رسوي. ليکوال د واقعيتونو او شاعر د خيال په سترګيو نړۍ ته ګوري. زما پخپله ليکوالي خوښه ده، ځکه چې مستقيما تفکر و تعقل ته متوجه ده او د ټولنې له سم سمکي او د اخلاقي پېغام له ورکړې پرته يې بل کار نشته. په رنسانس کې د اروپايانو په فکري بدلانه کې لويه ونډه د نثر وه. چې ښې بېلګې يې د فرانسس بېکن، ولټر، جان لاک او نورو ليکنې دي. زه وايم، چې که د خوشال بابا په وخت کې نثر مهم واى، نو خوشال به نورې د کار خبرې هم راته کړې واى. د نثر پرخلاف شاعري زياتره د تفنن لپاره کارېدلې. شاعري، ذوق و خيال ته لګيا وي او کار يې د ټولنې د ښکلا د احساس يا ظرافت و نفاست روزنه ده. شعر چې چا ته اورورئ، نو تمه يې د فکر اخيستو نه، د ساعت تېرۍ وي.
زه چې تر څو نثر ليکم، پر مسايلو ښه فکر کولى شم؛ خو چې کومه شعري ټولګه لولم يا خوندوره سندره اورم او ناڅاپه راباندې د شاعرۍ څپه راشي؛ بيا راته ليکوالي سخته وي، هره جمله رانه موزونېږي، يو څيز راته د بل غوندې ښکاري، د شيانو تړاو راته شاعرانه ښکاري. وجود رانه تويېږي۔ د (وجود تويېدل) شاعرانه خبره ده، چې يو ځل يې د نثر پر وخت ځورولى وم. تر څو چې دا څپه حاکمه وي، پر مسايلو ژور فکر نه شم کوى. لکه خپسې چې نيولى يم، لاس و پښې وهم، چې ترې راوووځم، خو برى نه مومم. تر ډېرو آيتونو او دعاوو وروسته راويښ شم. بيا چې مې کله طبيعت نثري شي، شاعري راته سخته شي. دنيا راته عيني شي.
په يوه لاس کې د دوو هېندواڼه رااخيستل سخت دي او بيا چې دې هېندواڼې هم غټې پکار وي، نو بيا خو بېخي ګرانه شي. هر چا ته پکار دي، چې يوه څيز ته ډېر وخت ورکړي. که دواړه ترسره کوې، نو هرومرو به دا دواړه د يو بل په کار کې مداخله کوي، نو نه به دې سمې شاعرۍ ته پرېږدي، نه سمې ليکوالۍ ته. انسان چې څرنګه په يوه وخت دوه کتابه نه شي لوستى، داسې ليکوالي او شاعري هم په يوه وخت ګران کار دى.
داسې ډېر کم کسان پيدا کېږي، چې د دواړو د حق اداينې نسبي وړتيا ولري. په اردو کې نديم احمد قاسمي و، چې نثرونه او شعرونه يې دواړه په تول برابر دي، خو پر شاعرۍ يې د نثر څه نا څه اغېز شته. غم دا وي، چې شاعرانه خيال سړى غير شاعرانه فکر ته نه پرېږدي. همداسې د ليکوالۍ فکر شاعر نازکه شاعرانه خيال ته نه پرېږدي؛ نو په داسې حالت کې که يو ليکوال نثر وليکي، ژبه به يې خوندوره وي، خو مستدله به نه وي، په نثر کې به يې شاعرې کړې وي. همداسې که څوک شاعري وکړي، نو فکر به يې عالي وي، خو شاعرانه ارزښت به يې تر پښو لاندې کړى وي.
ښکلی صاحب کولی شې په بیلو کرښو کې راته بیل بیل ولیکې چې تخییل یعنې څه؟ او فکر یعنې ځه؟ یا راته په شریکو کرښو کې ولیکه چې د فکر او تخییل تر منځ توپیر څه دی.
درنښت