سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeادبد خدای بخښلي نصرالله حافظ په یاد/ محمد نعمان دوست

د خدای بخښلي نصرالله حافظ په یاد/ محمد نعمان دوست

 ډاکټر باز محمد ښادمن د شعر او ادب ادارې مشر شوی و. ښادمن یو ښاد او خنده رویه شخصیت و. خپله لیکوال او شاعر و او همدې ډلې سره ناستې پاستې ورته ډیر خوند ورکاوه. ښادمن صاحب د ملګرو په مشوره د کابل په شهر نو کې د شعر او ادب د غونډو جوړولو تابیا وکړه.

دغه غونډې به په لومړیو کې په یوه پراخه کور کې، چې د لرګي پخوانۍ دروازه یې وه او انګړ کې یې د مڼو ونې ولاړې وې، جوړیدې. غونډې ته ورغلم. ګڼ کسان راغلي وو. لکه د کومې مدرسې یا دارالعلوم د فراغت ورځ چې وي، ټولو لنګوټي پر سر وو. هغه کسان چې اوس ښویه مخونه او لوڅ سر ګرځي، هغه وخت کې پرې د مدرسې د فارغانو او طالب علمانو ګومان کیده.

کتار څوکۍ ایښې وې. یوه مې خپله کړه. مشاعره په شروع کیدو وه، یو لوړ، نری او سپین ږیری سړی راغی. ټول یې درناوي ته ودریدل.شیبه وروسته انانسر نوم واخیست او وه یې ویل: په سر کې بلنه ورکوو، زموږ مشر شاعر، حقدار شاعر او سپین ږیري شاعر نصرالله حافظ ته چې راشي او خپل شعر واوروي. د حافظ نوم مې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپرونو کې له شعرونو سره لیدلی و. په شعرونو کې یې بشر پالنه مالمال وه.

د لیدلو ارماني یې وم او دا ارمان مې په هغه ورځ پوره شو. په نورو غونډو کې به مې ځان حافظ صاحب ته نږدې کړ او مخکې له دې چې غونډه شروع شي، بحث به مې ورسره پیل کړ او په دې لنډه موده کې به مې ډیر څه ترې زده کړل. حافظ صاحب، رښتیا هم حافظ و، عجیبه حافظه یې درلوده. ډیر څه یې په یادو یاد و. کله چې به یې کومه موضوع تشریح کوله لکه کتاب چې یې مخې ته نیولی وې، لکه له پاور پاینټونو څخه چې استفاده کوي، مسلسل به لګیا و. یوه ورځ یې ویل: ما د غني خان په اړه یو شعر ولیکه، دا شعر مې هغه ته واوروه. د هغه دومره خوښ شو چې په خپله حجره کې یې پر دیواله را وځړاوه. چې څنګه استاد دا کیسه وکړه، زما یې شعر ته سودا شوه. ورته ویل مې استاده! دا شعر به ماته راوړې.

هغه وخندل او بیا یې وویل: خدای خبر چیره به وي؟ خو بله ورځ چې غونډې ته راتلو دغه څو لسیزي پخوانی اوږد شعر ور سره و او د شاعرانو په اصطلاح، راته ارشاد یې کړ. راډیو ته لاړم، د ده په دفتر ور برابر شوم له لیدلو سره سم را پورته شو، دومره مینه یې راکړه چې ځان پورې یې حیران کړم. خپله یې راته پیاله له چایو ډکه کړه او یوه شیبه لنډ مجلس مو وکړ. په هغه ورځ یې کلیزې ته ورځې لنډې پاتې وې، خو را نه هیر دي چې څوومه کلیزه یې وه؟ ویل یې: پخوانیو حکومتونو به زما کلیزه په ډیره ښه توګه لمانځله، خو فکر نه کوم که اوس څوک داسې وکړي، ملایان هسې هم دا کار ښه نه ګڼي.

رښتیا هم، د استاد کلیزه تیره شوه، خو څوک پرې پوه نشول. د هغه کلیزه ونه لمانځل شوه، هغه ته ونه ویل شول چې: دا ورځ دې په ژوند کې ډیر ځلې تکرار شه ګران حافظ صاحب! څو ځلې کابل ته لاړم، غوښتل مې پوښتنه یې وکړم خو یوه نږدې دوست یې ویل چې دې ورځو کې ډیر زهیر دی. ځینې وخت حتی څوک نه پیژني. په تکلیفیږي، ما هم خپل تصمیم بدل کړ او یوازې په زړه کې مې په دعا کولو بسنه وکړه. پرون شپه مې ولید، خو دا لیدل مې له لرې ځایه و. له جلال اباده مې د ساینس او ټکنالوژۍ په برکت په کابل کې د یوه روغتون پر کټ ولیده.

حافظ صاحب بېهوښه و. مصنوعي اکسیجن ورته چالان و. د حافظ صاحب د کټ خواته ګڼ شمير کسان ولاړ وو، خو ده نه لیدل. په دې کسانو کې د اطلاعات او فرهنګ وزیر ډاکټر مخدوم رهین هم و. د حافظ صاحب ضعیفه بدن، بیهوښي ، د ژوند او مرګ پر پوله لیدلو ډیر خوابدی کړم، خو د رهین په لیدلو خدای شته خوشحاله شوم. شاید نورو ملکونو کې د لیکوالانو او ادیبانو پوښتنې ته د وزیرانو او حتی ولسمشرانو تګ یوه عادي خبره وي. خو زموږ ملک کې لویه خبره ده. دلته د نفرتونو نسل اوسیږي. دلته خلک په بېشمیره لومو تړل شوي.

دلته دا لومي کله دومره قوي شي چې کله تنور او غښتلي اشخاص هم ترې ځانونه، نشي خلاصولی. موږ ولیدل او موږ یې وینو. حافظ صاحب، لاړو. یاد به یې پاتې وي. خو یاد به یې رنګین وي. په یاد به یې فخر کیږي. ځکه هغه تر سرې وریځې لاندې د کلام داسې تخم وشینده او داسې ادبي کر یې وکړ چې تر ډیره به یې فصل زرغون پاتې وي. داسې هیندارې یې ولګولې چې تر ډیره به خواران او مظلومان پکې د خپلو هغو زبیښلو او سپیرو مخونو ننداره کوي چې نور خلک یې لیدلو ته سترګې نه اړوي او یا یې د لیدلو وړ نه ګڼي. حافظ به ژوندی وي، د مظلومانو په زړونو کې او د کړیدلو خلکو په زړونو کې. نو، د اجل داعي یوازې د هغه ساه واخیسته خو د هغه یاد یې وانه خیست او دا یاد به ډیر اوږد عمر ولري. محمد نعمان دوست، جلال اباد د لړم ۲۵مه، ۱۳۹۲ ( ګرداب ورځپاڼه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب