شریف الله دوست
د شلمي پېړۍ په پای کښي د ژبپوهنې پر مېنه تر معنا پوهني را وروسته دشناختي معنا پوهنې (cognitive semantics) د مکتب نوې خښته هم کښېښول سوه. شناختي ژبپوهنه(cognitive linguistics) د انسان د ژبنیو اړېکو شننه، د انساني ذهن سپړنه او په ژبه د انسان ټولنیزو– فزیکي تجربو ته کتنه کوي. د دې مکتب له باورنو څخه یو دا دی چې: ژبه د تفکر ډولونه او د انساني ذهن ځانګړنې منعکسوي. ځکه نو د ژبې مطالعه د ویونکو د ذهني ځانګړنو او ډولونو مطالعه بلل کیږي. د شناختي معنا پوهنې اصطلاح چې دمعنايي څېړنو په برخه کښي نوې کتنه ده د لومړي ځل لپاره جورج لاکوف George lakoff په خپله یوه څېړنیزه مقاله کښي مطرح کړه. د دې نوي کتنې، څرګندونې او ځېرنې له مخي د انسان ژبنۍ پوهه له شناخت او فکر کولو څخه بېله نه بلل کیږي. دا نظریه د چامسکي او فوډور د هغې نظريې پر وړاندې ودرېدله چې ویل يې: د ژبني قواعدو د جوړوښتونو پوهه د انسان د نورو ذهني تګلارو، لکه: (فکر کولو) بېل دي.
شناختي کتنه او ځیرنه(Cognitive approach)کولای سو د لانګاکر، بروګمن، فوکونیه، ترنر، تالمي او سویتسر په آثارو کي هم پیدا کړو چي د ژبي پوهه له شناخت او فکر کولو څخه بېله نه بولي او ژبه د اطلاعاتو رسونې، سمون او تنظیم ابزار ګڼي.
په شناختي ژبپوهنه (Cognitive linguistic)کښي د ژبنیو مقولو، تجریبو او مفهومي بنسټونو تحلیل ځانګړی ارزښت لري. په دې اساس شناختي معنا پوهنه د شناختي ژبپوهنې په څېر یوه واحده نظریه نه ده بلکي د یو شمېر نظریاتو او کړنلارو ټولګه ده چي د ځینو تړاوونو له مخې يې کولای شو تر یوه چتر لاندي سره را ټول کړو.
شناختي معنا پوهنه په واقعي نړۍ کښي د معنايي او ارجاعي د اړیکو پلټنه کوي. هغه مفاهیم او بحثونه لکه: استعاره، دایرة المعارفي معنا، مقوله بندي، ذهني فضاوي، مفهومي ګډون او دې ته ورته څو نور مفهومونه کولای سو د شناختي معنا پوهنې پر محور را غونډ کړو.
د معنا پوهنې مهم اصول:
په شناختي معنا پوهنه کښي څو اصله ستون لري چې په ټولو یادو سوو نظریو او مفاهیمو کښي ثابت دي او د هغوی له بنیادي اصولو څخه شمېرل کیږي. په دې برخه کښي د شناختي معنا پوهنې له اصولو څخه یو هم دادی چې مفهومي جوړښت جسمي سوی او بدنمند دی پر دې اساس مفهومي جوړښتونه د انسان له تجریبو سرچینه اخلي او نهایتاً هغه څه چې د مفهومي سازمان ماهیت معنا کوي هغه تجریبه ده چې له هغه سره ملګرې ده یا په بل ډول هغه تګلاره ده چي د تصویري طرحوارو له لارې لومړی د مفهومي جوړښت د ایجاد باعث سوی او دوهم داچې انتزاعي مفهوم ترې جوړ سوی دی، بل دا چې معنايي جوړښت مفهومي جوړښت دی. دا اصل د دې ښکارندوی دی چي ژبه یوازي بهرنۍ نړۍ ته اشاره نه بلکي د ویناوالو په ذهن کښي د سته مفهومونو سره هم اړیکه لري. د هغو جملو درک چي انتزاعي مفهومونو ته کتنه کوي، د عیني واقعیتونو د درک له مخي د حاصل سوي تجریبو پر بنسټ بڼه نیسي. د شناختي معنا پوهنې دریم اصل پر دې ټکي تکیه لري چي معنايي جوړښت ماهیت له مخي دایرة المعارفي دی. په دې معنا چي یو لغت او کلمه ( Term) یوازي د معنايي عناصرو د ټولګې ښکارندوی نه، بلکې د هغې پوهي د لاسته راوړلو وسیله ده چي په ځانګړي مفهومي قلمرو یا ځانګړو مفاهیمو پوري تړاو لري. په بل عبارت د یوې کلمې معنا کولای سو بېله دایرة المعارفي پوهې چې له هغه سره تړاو لري ، درک کړو. دا پوهه د انسان په فزیکي او ټولنیزو تجریبو کښي ژوره ریښه لري. استاد عبدالرحمن پژواک(۱۲۹۸- ۱۳۷۴ ش) هم لسیزي خپلو هیوادنیو تجریبو ته په خپل شعر کښي په واقعي، شناختي او معنایي لحاظ ځای ور کړی دی. استاد پژواک په افغاني ټولنه کښي د دې تجریبو بېلګه د ولسونو په درد کښي ښیي:
هم هغسي چې خندا کې هنر نشته
په ژړا کې هم له سره اثر نشته
دا چي خاوري شوم د میني لار کي ښه دی
خو دچا زما په خاوري ګذر نشته
زه پژواک یم په پېچوموکې لوی شوی
دا چي چوپ یم دلته غر او کمر نشته
(قیومي، ۹۰،۹۱ مخونه)
فیلمور په ۱۹۷۰م او ۱۹۸۰م لسیزو کښي د قالبي معنا پوهنې د نظریې او لانګاکر د حوزوي نظريې په طرحه کولو سره د ژبې د دایرة المعارفي معنا ارزښت په شناختي معنا پوهنه کښي څرګند کړ. د شناختي معنا پوهنې بل اصل دادی چي ژبه معنا نه ټاکي، بلکې لغتونه او نور ژبني واحدونه دي چې د معنا جوړوني له انګېزو څخه شمېرل کيږي. د شناختي معنا پوهنې د اصولو څخه د مجاز او استعارې څېړنه بله نوي کتنه ده. استعاره د دوو معنايي حوزو د اړیکو پېژندنه ده چي پر بنسټ يې یوه معنايي حوزه د بلي معنايي حوزې له مخي څرګندیزي. د بېلګي په توګه د زمان معنايي حوزه د مکان د معنايي حوزې پر بنسټ او حرکت بڼه غوره کوي. په دې ترتیب د (زه پژواک یم په پېچوموکې لوی شوی) استعاري عبارت د همدې اړیکې پر بنسټ د درک وړ دی او مجاز د استعارې پر خلاف یوازې په یوه معنايي حوزه کښي پلټل کیږي.کله چې وایو : (تېره شپه مې د پژواک آثار ولوستل)، دا مطلب د لوستونکي او شاعر تر منځ په یوه شناختي معنايي حوزه کښي د درک وړ بلل کیږي. د پژواک د شعر له هرې کلمې څخه زموږ د اطلاعاتو – معلوماتو یوه برخه دې ته ورګرځي او ښيي چي د پژواک په کلام کي یاده کلمه کومو مقولو ته کتنه کوي؟ د مقوله بندۍ بنسټ يې کوم دی؟ یعني پر کوم اساس یو ارزښت په یوه مقوله کښي ځای پر ځای کوو؟ سمدستي ځواب دادی چې ورته او مشابه ارزښتونه باید په یوه مقوله کښي ځای پر ځای کړو.
لکه څنګه چي وویل سول په شناختي برخې کښي ژبپوهان په دې باور دي چي د ژبي بنیادي څېړنه باید معنايي وي ځکه مفاهیم هم پر شناخت تکیه لري. د دې مکتب د لارویانو د نظريې پر بنسټ د ژبې شناختي نظریه د هغو نخښو یو نظام دی چې په هر یوه کښي معنايي سېمبول له آوايي – ږغیز سېمبول سره تړلی دی. ځکه نو دې نخښو کښي معنايي سېمبولونه هماغه ذهني جوړښتونه دي. همدا ډول دوی په دې باور دي چي معاني پر ملموسو، فضايي او هندسي جوړښتونو په تکيې سره بڼه غوره کوي. په دې اډانه(چوکاټ) کي تصویري طرحوارې غوره سوی مفهوم دی چي د شناختي معنا پوهانو په څېړنو کي د ځانګړي ارزښت لرونکی دی.
تصویري طرحوارې(Image schemas)
د جنسون په باور تصویري طرحوارې دا دي چي زموږ د ادراکي تعاملونو له متحرک( dynamic )او تکرار سوو بېلګو هغه چي زموږ شناختي تجریبې له بهرنۍ نړۍ څخه زموږ په ذهن کي جوړښتونه رامنځته کوي او وروسته يې په خپله (شعري – نثري یا هم ږغیزه) ژبه تر نورو پوري رسوو. دا مفهومي جوړښتونه ��ماغه تصویري طرحوارې دي. دا ذهني بېلګي او نمونې په مرتب ډول جوړیږي، تر څو وکولای سو له دې لاري بېلابیلي تجریبې درک کړو. طرحواري د استعارې په درک کښي د مبدا او مقصد اړیکې ښيي. تصویري طرحوارې بیا انتزاعي(ذهني) جوړښتونه دي چي د هغو له مخي هغه څه چي شناختي معنا پوهنه مطرح کوي د معنا درک رامنځته کوي او د بهرنۍ نړۍ د پېچلو شناختي حوزو سره لکه ژبه زموږ د تجریبوي اړیکو شرایط برابروي. د جانسون په باور تصویري طرحي په دوو بڼو مفاهیمو ته یوالی(solidarity )بخښي:
لومړی: حسي تجریبې پر یوه لاس او یوې ټوټې په جوړښت کښي دننه کوي. د بېلګي په ډول له بدن څخه زموږ تجریبې په کُلیت ، اجزاوو او قالب کښي د دې سبب کیږي تر څو کُلي – شناختي بېلګه د جز په توګه په نظامندۍ کي په بل مفهوم لکه ژوند او د هغه اجزاوي په کار واچوو، بولګه:
چي په زړه مي د ژوندون نوی بهار شي
لکه ګل تر و تازه د زړه پرهار شي
دا وطن د کومي پېغلي تور اوربل دی
چي باد نه وي لا وهلی تارومار شي
ګنهکار یم خو ګناه مي آزادي ده
څوک به دې خوږې ګناه نه توبه ګارشي
چي د دې ګناه لایق د پښېمانۍ وي
تولعنت دي پر دا هسي ګنهکارشي
(پژواک، بانوی بلخ،۸۶مخ)
پورتنۍ بېلګه کي زړه همدا حکم لري چي کله له خوښيه غوړیږي او کله له غمونو او دردونو ژړیږي، پر زړه راغلي یا راتلونکي حالات یې اجزاوي جوړوي.
دوهم: تصویري طرحوارې، داستعارو د بڼي په غوره کولو سره د تګلاره د فزیکي تجریبو له چوکاټه ذهني او انتزاعي حوزو ته دننه کیږي. غوره تصویري طرحوارې په دې ډول دي: حجمي، حرکتي، قدرتي(ځواکمني)، منځلاري، ربطي(اړي)، څرخنده، مرکزي، حاشیه وي(لمنلیکي)، لیري او نږدې، جزئ او کُلي، تماسي، سطحي، ادغامي، ډکې – تشې، غبرګوني، جذبي اړیکې، همسازي، مښلونکي او بېلېدونکي.
له پورتنیو څخه لومړنۍ درې طرحوارې(حجمي، حرکتي او قدرتي) یې بنسټیزي طرحوارې دي. لکه مخکي چي مو وویل طرحوارې زموږ د چارچاپېره نړۍ په درک کښي اغېرمن توکي او ابزار بلل کیږي. د طرحوارې د مفهوم څخه په ګټه اخیستنې، د ورځنیو پېښو د درک لپاره فکري هڅو ته اړتیا نسته، انسانان د دې توان لري چې د طرحوارو په مرسته نوي مفاهیم درک کړي.
د استاد پژواک په شعر کښي د تصویري طرحوارو مفهوم:
استاد پژواک څو اړخیز شاعر دی چې په خپلو آثارو او اشعارو کښي يې شاوخوا له ژوند سره تړلي ډیرو شیانو یادونه کړې لکه: عشق او مینه، دین، وطن، عرفان، ټولنه، اخلاق، سیاست او… خو دوطن میني او مېنې یې د شعر په وجودو کښې داسي ریښې ځغلولي چي نور اړخونه يې تر اغېزي او سیوري لاندي راوستلي دي. بې ځایه به نه وي نوموړی د نویو حماسي او هېواد پالو شاعرانو لارښود استاد وبولو. استاد پژواک خپله بشري عاطفه، اورنۍ هیوادنۍ مینه نه یوازي په شعرونو بلکي په نثرونو کښي هم د میني اوج ته رسولې ده. خو په دې نوې او تجریبوي څېړنه کښي د استاد پژواک هیوادنۍ مینه او له هغه سره تړلي مفاهیم د تصویري طرحو له نظره تر پلټنې او شنني لاندي نیول سوي دي تر څو وکولای سو د شاعرانو شعر ته له یوې نوي دربچې ورننوځو.
۱.حجمي طرحواره(containment schema)
هغه طرحواره چې انسان( دلته شاعر) خپل کور ، وطن، غرونه، تخت، سمڅي، خپل بدن او نورو حجمي ځایونو د ظرف په ډول په نظر کښي نیسي او په پایله کښي له همدې ډول فزیکي حجمونو څخه انتزاعي طرحوارې په خپل ذهن کښي راڅرګندوي او د شعر په بڼه یې په یوه تار او هار کي پیي. بولګه:
خلک وايي چي راغلی بیا اختر دی
دا چي چا باندي اختر دی خدای خبر دی
مبارک دي شه که چا باندي اختر وي
په افغان باندي اختر نه دی محشر دی
د استاد پژواک په پورتني تصویر کښي يې فکر په وطن کښي په جوړ ښکېلاکي محشر کښي په ځینځیرونو تړلی دی. فکر د داسي حجم لرونکی دی چې کولای سو هغه ته دننه شو یعني هغه انتزاعي مفاهیم چي په بهرنۍ نړۍ کښي بېله حجمه او بُعده دي، پر دې ډول مقولو راغونډیږي. پژواک خورا زیات هېواد پالونکي تصویرونه په خپلو شعرونو کښي راوړي دي. هغه څه چې په زړه کښي راټوکیږي، پر سترګو څرګندیږي او پر ژبه ویل کیږي او هغه بیا حجمي ظرف بولو چي په ځان کي د میني د واقع کېدو قابلیت لري. استاد دا تعبیر د استعاري بیان له مخي (د زړه درد) بللی دی. د دې تعبیر له مخي لوستونکي او اورېدونکي په اسانۍ سره دا درک کولای سي چي د وطن د میني درد او محشر د استاد زړه څومره ځورولی او درمن کړی دی! پژواک دا طرحواره د یوه تصویري سېمبول په قالب کښي ښیي چي په پورتني عبارت کښي حجمي طرحواره له وطن سره د خواخوږۍ لپاره بیان سوې ده. په یاو سوو مواردو کښي د (زړه درد، زړسوی) د یوه حجم لرونکي جسم په توګه د لمس وړ تعبیر سوي دي. یاهم د وطن د میني سره د تړاو لپاره پورتنیو مواردو ته په کتو استاد پژواک توانېدلی دی چي په دې ډول طرحوارو(چي د انسانانو تر منځ ګډه ذهني پوهه شمېرل کیږي) د خپل خوښي وړ انتزاعي مفاهیم په اسانۍ سره درک کړي.
۲.حرکتي طرحواره (path schema)
د انسان او یا هم نورو ډیرو شیانو حرکت، د انسان په واک کي یو نه یو ډول تجریبه ورکوي چي په پایله کي له دې ډول حرکتونو څخه په ذهن کي انتزاعي طرحوارې راټوکیږي، سپړل کیږي – توږل کیږي او د هغه څه لپاره چي د حرکت توان نه لري یو ډول ځانګړتیا په پام کي نیول کیږي چي شاعر ورته استعاري ژبه ورکوي پر خبرو، کله هم پر غلبلو راولي لکه استاد چي خاموشو ټولنیزو دردونو ته ژبغړانده ګویا ژبه ورکړې ده. هر حرکت پیل او پای لري کېدای سي په دې منځ کي (د پیل او پای) تر منځ واټن خورا لیري ځای ولري کوم چي له پیله تر پایه د حرکت له ټکي د لاري د بېلابیلو ټکو(نقطو) څخه تر تېرېدو د مستلزم او زماني واټن د تېرېدو ضامن بلل کیږي. بولګه:
بریالیتوب ته د رسېدو لپاره اړ یو چي هڅې و کړو ځکه بریالیتوب ځانته ټاکلې لاره لري چي باید پر هغه باندي که ستونزمنه هم وي یون او تلو وسي . په بل ډول هغه حرکتي طرحوارې چي دروني لارتلنه پکښي کیږي، هغه کي یو ډول حالتي تغییر مطرح دی نه عیني او فزیکي حرکت؛ لکه د انسان وده له کوچنیوالي تر لویوالي پوري د فزیکي تر څنګ ضمني او دورني، رواني او وړتیايي هم ده. بولګه
د پژواک زړه د وطن په غره ولاړ دی
که څه هم ولاړ په ځوړند چاود کمر دی
د میني اړیکه د یون او حرکت په څېر په پام کښي نیول سوې ده، دې لاره کي زړه له مین څخه بیل سوی ، په حرکت يې پیل کړی او په پایله کي میني ته رسېدلی دی. حتمي ده چي د میني او مین تر منځ یوه لاره سته چي په یون سره(که څه هم له کړاونو ډکه وي) کولای سي تر میني پوري ورسېږي. زړه تل د میني او مین تر منځ په خوځښت کي وي. په دې ترتیب: مین د مسافر په توګه ، مینه یې مقصد او منزل، ، زړه یې د سفر وسیله، چي دلته نو مینه کله د سفر د بار او کله هم د مسافر په توګه پر یاده لاره یون او تلون کوي او د دې ډول حرکت په ټکي پای ته رسیږي. په دې انتزاعي قالب کي د انتزاعي مفاهیمو درک، د دې ډول طرحوارو په قالب کي په پام وړ ډول عروج ته رسیږي.
۳.قدرتي طرحواره (force schema)
دا د بندښونو او ځواک پر وړاندي د انسان د تجریبو زېږنده ده چي د خپل شاوخوا چاپېریال څخه یې تر لاسه کوي . په پایله کي انتزاعي طرحوارې له دې ډول فزیکي نښتو څخه په ذهن کي پیداکیږي. د دې ځانګړني نسبت هغو ښکارندو ته کیږي کوم چي دا ځانګړني نه لري. لکه:
(امکان لري یوه ازموینه د ژوند تګلوری بدل کړي.) هو؛ ازموینه هغه بند دی چي تل د ژوند پر وړاندي ولاړه وي او انسان ورسره بریالیتوب ته د رسېدو په پار ډغري وهي ځکه نو وخت حالات بدلوي او حالات انسان! همداسي ژوند د ازمایښتونو ټولګه ده، استاد پژواک دې ازمایښتونو کي بریالی دی، داسي غښتلي پیغامونه یې له فکره – ذهنه ټوکولي او ټکوهلي چي هره کرښه يې افغان ځوان په هیجان راولي:
د څښتن فضلونه ډېر دي خو دا لوی فضل د خدای دی
چي د خلکو خدمتدګار یم او بادار نه یمه زه
وطندار د هر افغان یم چي د روس سره جنګیږي
د پردو د غلامانو وطندار نه یمه زه
د داسي موانعو او بندښونو په وړاندي د انسان په غبرګون سره د قدرت د طحوارو بېلابېل ډولونه پېژندل کیږي او یاهم د موانعو سره په ټکر کي یې په وړاندي دریږي. دپردو د غلامانو نه وطندار کېدل هېوادپال ټکر دی په دې معنا چي دا ټکر پر ذاتي غوښتنو نه دی ولاړ بلکي د وطن د ګټو د خوندیتوب لپاره دی، دا په خپله د قدرتي طرحوارې یو ډول ښيي. د خلکو خدمتګاري او له بادارۍ څخه کرکه هم یو ډول قدرتي طرحواره ده چي خپل زور او ځواک د ولس په چوپړ کښي ښيي نه پر هغو په بادارۍ کولو کښي. د میني په اړيکه کي هغه څه چي تر بل هرڅه مخکي ذهن ته رسیږي د هیوادنۍ میني او مېنې په لاره کي سختي، ستونزي او پېچومي دي او دا ډول تجریبې د استاد پژواک په شعر کي لوړ مقام لري.