جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د کیسې ژبه | رحمت الله ساپی

د کیسې ژبه | رحمت الله ساپی

لنډیز

په زیاتو کتابونو کې د کیسې ژبې تر سرلیک لاندې داسې مفاهیم راغلې دي، چې د کیسې د ژبې یو اړخ یې را اخیستی دی، خو د کیسې ژبې دویم اړخ چې ډېر مهم هم دی هغه ورنه پاتې دی. دا کتابونه زیاتره پخواني دي. په دې کتابونو کې راځي چې د کیسې ژبه باید له عادي ژبې څخه توپیر ولري، خوندوره وي، حسي وي او داسې نور؛ خو ددې سرلیک لاندې بل اړخ ورنه پاتې دی. دغه اړخ په نوې نظریو کې را څرګند شو او دې بل اړخ سره یو ځای دغه بحث یې مکمل کړ. په نوې نظریو کې راځي چې د کیسې ژبه باید د عادي خبرو نه توپیر ولري، تصویري وي، حسي وي… خو داسې دې هم نه وي چې عوام پرې پوه نه شي. کیسه د عوامو خلکو لپاه لیکل کېږي، نو باید داسې ژبه پکې و کارول شي چې د عوامو له سویې سره برابره وي او په عین حال کې هنریت هم ولري.

کلیدي کلمې: ژبه، کیسه او د کیسې ژبه.

سریزه

د کیسې ژبه دا مانا نه ورکوي چې ګوندې کیسه کومه بله ژبه لري؛ بلکې دا د ژبې په طرز او ادا پورې اړه لري، چې د کیسې ژبه یې د عادي ژبه نه متمایزه کړې ده. سړي زړه ته را لوېږي چې حتا د پخوا راهیسې( کله چې کیسو شفاهي بڼه لرله) هم د کیسې ژبې توپیر کوله؛ ځکه که ډېره عادي بڼه یې لرلې وای نو خلک یې هومره ځان ته نه جلبول. موږ چې کله یوه پېښه بیانوو، نو کوښښ کوو چې تصویري یې کړو او حتا زموږ د ادا په طرز او د لاسونو په حرکاتو کې هم توپیر تر سترګو کېږي.

موږ پوهېږو چې د ادبیاتو ژبه باید له عادي ژبې څخه توپیر ولري( هنري او تصویري وي)؛ خو دا په دې مانا نه ده چې داسې ژبه وي چې عوامو ته د پوهېدو وړ نه وي. د کیسې ژبه باید داسې وي چې هم هنري او تصویري وي او هم ورځنیو خبرو ته نږدې ژبه وي. د سختو اصطلاحاتو کارول او یا هم له اړتیا پرته د لهجې استعمال هم د کیسې ژبه زیانمنوي. کیسه د ژبې ټول ویونکو ته لېکل کېږي، نو باید داسې ژبه وکاروو چې هم د ادب تومنه ولري او هم ټولو ته د افهام وړ وي.

نو د کیسې ژبه د عادي ژیې سره توپیر لري. دغه توپیر کیسه له عادي خبرو څخه توپیروي. راځو دې ته چې د کسې ژبه کومې ځانګړنې لري او تر کوم بریده باید له عادي ژبې سره توپیر ولري. اول کیسه پېژنو بیا د ځو د کیسې ژبې ته.

کیسه

انسان له ابتدا څخه کیسو سره ښکېل دی. دا د انسان د ژبې یوه ځانګړنه ده چې د تېر شوې پېښې په اړه هم غږېدی شي؛ نو کیسه د انسان د ژبې سره سم منځته راغلې ده. په اوله کې کیسو شفاهي بڼه لرله او له یو نسل څخه به تر بل نسله پورې رسېدې؛ خو وروسته لیک منځته راغی بیا کیسو تحریري بڼه خپله کړه چې چوکاټونه هم ورته وټاکل شو ؛لکه: رومان، ناول، لنډه کیسه او کیسه کۍ. کیسه یو روایت دی چې موږ یې د تېر ې یا هم راتلونکې پېښې په اړه کوو؛ کیدایشي دغه روایت زموږ خپل ذهني برداشت یا هم تخیل وي، خو واقعیت سره باید نږدې پولې ولري.

د لیکوالۍ فن نومې کتاب کې راځي: ((په ټوله کې کیسه د هغو واقعیتونو تصویر دی چې په ټولنه کې پېښ شوي پېښېږي یا هم پېښېدونکې وي؛ نو د دغه تصویر د بیا ښودلو په برخه کې د لیکوال یوازنی مسوولیت او مهارت دا دی چې څومره کولای شي، اړوند واقعیتونه هنري کړي او د همدغه هنر په مرسته ښه او بد په داسې ماهرانه ډول وښایي، چې لوستونکی یې د تفکیک او توپیر لپاره په ځان کې لېوالتیا او ضرفیت احساس کړي)). (ممتاز، ۱۳۹۸: ۴۶)

کیسه د بڼې له مخې په دوه ډوله ده: منظومه او منثوره. داسې معلومېږي چې کیسو په اوله کې تر ډېره حده منضومه بڼه لرله؛ ځکه چې نظم تر ډېر وخت د انسان په ذهن کې پاتېږي، چې د پښتو ژبې د نکلونو نارې ددې خبرې ښه پخلی کوي.

کیسه که شفاهي ډول وي یا هم تحریري په دواړو کې ژبه مرکزي نقش لري. د ژبې یا الفاظو په واسطه کیسه بیانېږي، نو دغه الفاظ باید څه ډول وي چې هم کیسه هنري شي او هم داسې وي چې د ژبې ټول ویونکې پرې پوه شي، دلته یې په اړوند غږېږو.

د کیسې ژبه:

د ادبیاتو اوسنی تعرف دا دی چې: ادبیات یو ژبنی هنر دی. یعنې که ژبه نه وي، نو ادبیات هم نشته او یا هم داسې ویلو شو چې ادبیات هغه هنر دی چې د ژبې په واسطه بیانېږي. ژبې ادبیات د نورو هنرونو نه متمایزه کړی دی. د ادبپوهنې بنسټونو نومې کتاب کې راځي:(( د الفاظو په واسطه افاده او انعکاس دا ځواک لري، چې د نورو هنرونو اغېزې په ځان کې ولري. د الفاظو په واسطه هم باطن او هم ظاهر د پدیدو څرګندیدای شي. دغه لفظي هنر دی، چې د ژوند ټول اړخونه په کمي او کیفي لحاظ سره په مفصل ډول ښوولای شي.)) (رفیق، ۱۳۹۷: ۵۱)
کیسه د ادبیاتو یوه لویه برخه په خپل لمن کې رانغاړي، نو کیسه یو لفظي هنر دی. دغه لفظي هنر باید داسې الفاظو کې وړاندې شي، چې ټولو ته د اافهام وړ وي.

نصیر احمد احمدي وایي:(( زما د لنډو کیسو یوه مجموعه چاپ شوه، ما پکې هېڅ ستونزه نه لېدله، ځکه هر څه یې په زړه پورې و؛ خو څه وخت ورورسته ځینو کسانو راته وویل چې په کیسو دې پوه شوې نه یو. ما هغه وخت په دې خبره باور نه کوه، خو کله چې مې بیا ولوست داسې کلمات مې پکې پیدا کړ، چې یواځې زه او زما د لهجې ویونکې پرې پوهېدل)). (احمدي، ۱۳۹۰: ۴۰)یوه کیسه که هر څومره په زړه پورې هم وي چې لوستونکې پرې پوه نه شي؛ نو نه یې خوښوي. په یوه کیسه کې زیاته لغت پراني هم لوستونکې د کیسې له لوستلو نه منصرفوي؛ ځکه نو د کیسې ژبه ډېره مهمه ده. دلته ځینې مهم موضوعات دي چې باید ورته اشاره وکړو.

۱- د ژبې ساده والی:

د کیسې ژبه باید ساده وي او پېچلې کلمات پکې راغلې نه وي. که څه هم دا کار ستونزمن دی، ځکه چې موږ چې څه وایو هماغسې یې لیکلی نه شو، د شپون په وینا: « موږ نثر وایو اورو یې، خو لیکلی یې نه شو.» خو باید تر ډېره هڅه وشي چې ساده ژبه وکارول شي. ځیني بیا د غامضو لغاتونه د پیدا کولو لپاره کتابونه کوري، د خلکو نه پوښتنې کوي او ځان په تکلیفوي، ددې لپاره چې خلک ووایي چې نوموړی ډېر پوه دی. دوی نه باید پوښتنه وشي چې دغه کیسه د چا لپاره لیکي، ایا هغوی ددې کلماتو درک لري او یا هم اصلن دغه کلمات کیسه ښکلې کوي؟
که موږ د خلکو لپاره لیکل کوو باید داسې کلمې وکاروو چې خلکو ته د پوهاوې وړ وي. هنر هم په ساده والې کې دی زیات تجمل او پیچلتیا د انسان ذوق زیانمنوي. اوسني ادبیات ساده ژبه خوښوي، داسې ساده ژبه چې هنر هم پکې وي. د ژبې ساده والی دا مانا هم نه ورکوي، چې هر څه مو په مخه درځي باید هغه ټول ولیکو؛ بلکې داسې ساده ژبه ترې مراد ده چې هنر هم پکې پروت وي.

اوس زموږ په عوامو ژبه کې داسې پردي کلمات شته چې د پښتو کلماتو پر وړاندې یې ساده بڼه غوره کړې ده؛ لکه: معلم، صنف، انتخابات… که ددې کلماتو پر ځای: ښوونکی، ټولکی او ټول ټاکنې ولیکل شي دا به ساده ژبه نه وي. دا مو باید په یاد وي چې موږ کیسه عوامو خلکو ته لیکو، نو داسې ژبه باید وکاروو چې عوام ورسره سر او کار لري؛ مطلب اکاډیمیکه ژبه د کیسه یې ژبې ساده والی زیانمنوي.

د ژبې ساده والی په خپل ځای، خو باید له دې عنوان نه داسې مانا وانخستل شي، چې وچه ژبه دې کیسه کې وکارول شي. د کیسې ژبه باید کنایې او استعارې ولرې، خو داسې کنایې، استعارې او نور د ژبې ښکلاییز توکې چې زموږ په ژبه کې عام وي او تر ډېره د ژبې ویونکو ته د افهام وړ وي. په هره ژبه کې ډېر ساده او عام فهمه ژب ښکلاییز توکې شته، نو کوښښ دې وشې چې د هماغو ساده او عام فهمه توکو څخه کار واخستل شي.

۲- په لنډو فاصلو کې د یو رنګه تورو او فعلونو کارول:

دا ډول کار نه هم باید ډډه وشي. موږ ډېر داسې کیسې لېدلې دي چې ښه موضوع لري، خو کلمات او فعلونه یې ډېر ژر ژر تکرار راغلې وي دا چاره په اصل کې د کیسې ژبه نه ده. د کیسې ژبه باید خوندوره وي او د لوستونکې ذوق ور خراب نه کړي. په یوه کیسه کې لیکل شوې و « اجمل راغی قلم یې راواخیست، کتاب یې راواخیست» په دومره لنډه فاصله کې دوه ځلې راواخیست راغلی دی چې د کیسې ژبه یې بې خونده کړې ده. داسې ښه راته چې دویمې کړنې لپاره یې بل ډول فعل غوره کړی وای؛لکه: احمد راغی قلم یې راواخیست، کتابچې ته یې لاس کړ. موږ په خپل ژبه کې یوه کړنه په څو ډولو څرګندولی شو، نو بیا څه اړتیا ده چې د کیسې ژبه پرې خرابه کړو.

۳- لهجه:

لهجه هم د کیسې ژبه زیانمنوي. د ځینو ډیالوکونو پرته لهجه د کیسې ژبه نه ده. ځینې د ساده والی سرلیک لاندې داسې فکر کوي چې ګوندې ساده ژبه یعنې لهجوي ژبه. که څوک تنها د خپل لهجې ویونکو ته کیسه لیکې، نو خپله لهجې دې وکاروي. د ټول ژبې ویونکو ته کیسه باید داسې ولیکل شي چې د ژبې وینکو ته د افهام وړ وي. د کیسې لیکوال چې کله خپله کیسه لولی هغې ته روانه او ساده ښکاري، ځکه چې خپله لهجه یې کارولې وي. پیچلتیا او د لهجي ستونزه هغه وخت معلومېږي چې د بلې لهجې ویونکی نوموړې کیسه ولولي. نو په کیسه کې باید د لهجې پر څای داسې ژبه وکارول شي چې د ژبې ټول ویونکې پرې پوه شي.

۴- د کیسې ژبه باید د کرکټر له حال او مقام سره برابره وي

داسې نه وي چې کرکټر په یوه کیسه کې نالوستی وي او داسې اصطلاحات وکاروي لکه یو لوستی انسان. دا به تاسو ته د تعجب وړ ښکاره شي، خو ما داسې کیسې لوستې دي چې د کیسې او کرکټر حالت یو شي وي؛ یعنې د غم او یا هم د افسوس وخت وي؛ خو د کرکټر او د کیسې له ژبې دا نه څرګندېږي چې ګوندې د کرکټر حالت دې داسې وي. دا د کیسه لیکوال په وړتیا پورې اړه لري، چې څنګه په کیسه کې د یو دهقان او انجینیر ترمنځ د ژبې توپیر کولی شي. کوم لیکوال چې په ټولنه کې زیات پاتېې او د خلکو خبرو ته ځیر شوی وي؛ دا وړتیا لري چې د کیسې ژبه داسې برابره کړي چې هم ټولو ته د افهام او تفهیم وړ وي او هم د کرکټرو له حال او مقام سره برابر وي. په ادب تیوري نومې کتاب کې راځي: (( هڅه باید وشي چې د کیسې اتل یا اتلې خپله ژبه ولیکئ. د کیسې له ژبې د کیسې کرکټر څرګندېږي. (ازمون، ۱۳۹۷: ۳۰۷)

۵- د کیسې ژبه باید حسي وي

یعنې هغه څه چې ویل کېږي باید حس شي، له دې سره کیسه خوندوره کېږي او لوستونکې له ځانه سره بیایي. په اصل کې دغه پدیده د کیسې ژبه له عادي او خبري ژبې سره توپیروي. دغه د ژبې حسي کېدل تصویرونو په واسطه کېږي. په ادبي یادښتونه نومې کتاب کې لولو: (( حسي تصویرونه هغه تصویرونه دي چې په شعر یا هنري نثر کې د کلماتو په مرسته داسې حالت ایجادوي چې موږ یې پر خپلو حواسو او عواطفو درک کولی شو ؛ لکه: کله چې یې د هغه غږ واورېد نو غونی یې زیږ شو.)) ( لیوال، ۱۳۸۸: ۳۵)

د حسي کلماتو کارول د کیسې ژبه انځوریزه کوي او لوستونکی دې ته هڅوي چې کیسه تر پایه ولولي. کله چې د کیسې ژبه حسي وي لوستونکی ځان هماغه حالت او موقعیت کې احساسوي او د نوموړې پر عواطفو او احساساتو باندې ژور تاثیر کوي او نوموړی پاروي.

۶- د اوس مهال ژبه وي

په ژبه کې داسې کلمات شته چې په یو وخت کې کارول کېدل او عوامو ته د افهام وړ و؛ خو د وخت په تېرېدو سره دغه کلماتو هغه پخوانی عام والی له لاسه ورکړ ( یا له منځه لاړل یا هم ځای یې نورو لغاتونو ونیو) د دغسې کلماتو کارول هم د کیسې ژبه زیانمونوي. هره کیسه چې لیکل کېږي د هماغې دورې ژبه ترې معلومېږي، نو نه د تېر غم پکار دی او نه هم د راتلونکې، مطلب داسې ژبه باید وکارول شي چې د ژبې اوسنی حالت وي. که زه د زیار صاحب حوړ کړې لغاتونه، چې مطلب یې د ژبې سوچه کول دي او د ژبې راتلونکې ته فکر وړی دی او یا هم د لرغونې دورې لغاتونه یا هم د نږدې تېر وخت لغاتونه، چې یو وخت معمول و، خو اوس نه دي په کیسه کې وکاروم، نو عوام څه چې خواص به هم پرې صحیح پوه نه شي. کله چې د هماغې ژبې لوستونکې په یوه کیسه باندې پوه نه شي، نو له دې څخه معلومېږي چې د کیسې ژبه زیانمنه ده.

۷- د لوستونکې له سویې سره برابره ژبه وي

که موږ د ماشومانو لپاره کیسه لیکو، نو باید داسې کلمې وکاروو چې ماشومانو ته د هضم وړ وي. په نورو ژبو کې کیسې د عمر په اساس مشخصېږي. دا کار ددې لپاره هم کېږي چې په اړوندو کیسو کې د لوستونکې عمر په اساس کلمې کارول شوې وي.

که زموږ لوستونکې لوستې وي او کیسه مو تعلیمي وي، نو باک نه شته که کیسه کې ستونزمن لغاتونه وکاروو، ځکه لوستونکې مو پرې پوهېږي؛ خو دا کار هغه وخت ستونزه جوړوي چې لوستونکې مو عام وګړې وي. دا ښه ده چې کیسه لیکوال د کیسې لیکلو نه مخکې د خپل لوستونکو سویه او عمر معلوم کړي او وروسته له هغې څخه چې څنګه مناسبه وي هماغسې ژبه وکاروي.

۸- لنډ کلمات او لنډې جملې کارول

که په کیسه کې کلمات او جملې اوږدې وي، نو د لوستونکی ذوق زیانمنوي او د کیسې پیام ورک کېږي. د خوبونو په بیان کې د اوږدو کلماتو او جملو نه ګټه پورته کېږي؛ ځکه چې خوبونه مشخص نه وي او مرکزي نقطه پکې ګونګه وي. د ربط او نسبتي تورو( او، نو، چې…) پر ځای باید د لیکنښو نه ګټه پورته شي. دلته یې په یو مثال کې روښانه کوو:

(نجونې یوې خواته کېناستې، چا ور ونه کتل، ماریا ګېلاس ته لاس ور وغځاوه، تر نیمایي یې له تورو چایو ډک کړ، ولاړه شوه، ګېلاس یې دباندې تش کړ، بېرته په خپل ځای کېناسته، چایجوشه یې پورته کړه). (ممتاز، ۱۳۹۸: ۶۹)که موږ پورته ډول غوندې د ربط تورو پر ځای له لیکنښو څخه کار واخلو، نو هم مو ژبه تصویري کېږي او هم مو کلام ساده او اسانه کېږي.

پایله

د کیسې ژبه له عادي ژبې سره توپیر لري، مطلب د کیسې ژبه تصویري او کیسه یي وي؛ خو دغه تصویري ژبه باید په ساده او عام فهمه ژبه کې وپلټل شي. ځینې داسې ګومان کوي چې د کیسې ژبه باید د عادي ژبې نه توپیر ولري؛ نو داسې کلمات په کې باید وکارول شي، چې د عوامو له سویې څخه پورته وي. دوی اشتباه کوي دلته مطلب دا دی چې کیسه په داسې ډول او طرز بیان شي چې د عادي ژبې نه توپیر ولري؛ که دغه د کیسې طرز داسې و، چې کیسه یې د عوامو له افهام نه لرې کوله؛ نو دا د کیسې ژبه زیانموني. د کیسې په ژبه کې لهجه او اکاډیمیکه ژبه هغومره ځای نه لري. د کیسې ژبه له عادي خبري ژبې سره توپیر لري، په کیسه یې ژبه کې داسې کلمات باید استعمال شي، چې هم ساده وي او هم حسي وي، تر څو لوستونکی هم پرې پوه شي او هم یې له ځان سره ښکېل کړي.

ماخذونه:
۱. ازمون، لعل پاچا. ۱۳۹۸. ادب تیوري. جلال آباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
۲. احمدي، نصیر احمد.۱۳۹۰. راځئ کیسه ولیکو. د لر او بر کتابتون.
۳. رفیق، محمد رفیق.۱۳۹۷. د ادبپوهنې بنسټونه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۴. لیوال، عبدالغفور.۱۳۸۸. ادبي یادښتونه. د افغانستان مسلکی ټولنه: د افغانستان د قلم ټولنه.
۵. ممتاز، عبدالجمیل.۱۳۹۸. څنګه لیکوال شم. کابل: نوی مستقبل خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب