یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد هلمند سیند د اوبو په اړه کابل ته د ایراني پلاوي...

د هلمند سیند د اوبو په اړه کابل ته د ایراني پلاوي سفر او ملا متقي سره لیدنه

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال محمد جوان‌بخت د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره یې د هلمند سېند له اوبو څخه د دوی د برخې په تړاو خبرې کړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، چې په دې لیدنه کې ایراني لوري له یاد شوي سیند څخه په ورکړل شویو اوبو خوښي ښودلې او د زیاتیدو هیله یې ښودلې.

سرچینه زیاتوي، چې ملا متقي ایران سره پر ښو اړیکو له ټینګار سره ویلي چې افغانستان د هلمند سېند د اوبو تړون ته ژمن دی، خو دې ته په کتو سره چې د کجکي بند ۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی او اوس یې یو شمېر برخې تخریب شوې هم دي، ایران دې د دې حقیقت له درک سره د اوبو تمه ولري.

تمه ده، چې ایراني پلاوی به نورو طالب چارواکو سره هم لیدنې کتنې ولري.

دغه هېواد څه موده پر افغانستان واکمن طالب رژیم سره د هلمند سېند د اوبو په اړه ناندرۍ لرلې، تر دې چې په هوایي پېښه کې وژل شوي ولسمشر رئیسي یې یو ځل طالبانو ته خبرداری هم ورکړی و.

اوس د دواړو لوریو ناندرۍ حل او ظاهراً یو بل سره ښې اړیکې لري، خو وخت په وخت ایران بیا هم په دوستانه انداز د زیاتو اوبو تمه ښيي.

1 COMMENT

  1. ایراني لورې ته د افغانستان د اوبو مقدار د هلمند د اوبو په معاهده کې واضیح ټاکل شوېده . اوس هم د افغانستان د نفوس او ضرورت د زیاتوالي سره افغاني لوری پورته معاهدې ته ژمن دی .
    اما په هېڅ صورت او شرط د پورته ذکر شوي مقدار نه زیاتې اوبه باید ایران ته ورنکړل شي .
    ایراني لوری د هلمند هامون له حوزې د ضرورت نه اضافه اوبه په پایپونو کې 150 کیلومتره لرې د زاهدان ښارته انتقال کړی دي ، دا په داسې حال کې ده چې زمونږ نیمروزي ورونه د اوبو له سخت کمښت او مذیقې سره مخامخ دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب