یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد هواپېژندنې ریاست په ۸ ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی

د هواپېژندنې ریاست په ۸ ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن (پنجشنبې) به د هیواد په اتو ولایتونو کې باران واوري.

دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سبا (پنجشنبه) په نورستان، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شدید باران ترڅنګ د تالندې او برېښنا وړاندوینه کوي.

د هواپېژندنې ریاست په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۳۵) میلي مترو پورې وي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کېپه ساعت کې له ۵۰ تر ۹- کیلومترو پورې د چټکو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی دی.

د ملګروملتو پر اساس، سږنی کال په افغانستان کې د ورښتونو له نظره په تېرو شاوخوا ۴ کلونو کې بې ساری دی.

د تېر ژمي لومړۍ میاشتې وچې تېرې شوې خو له حوت میاشتې را په دې خوا د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې شدت ورښتونه دوام لري.

دغو ورښتونو که څه هم تر مځکې لاندې اوبو د سطحې له لوړولو سره مرسته کړې خو کرنې ته یې ډېره زیاته ګټه نه ده رسولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب