یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهکابل ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږدولو پروژې سروې بشپړه شوه

کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږدولو پروژې سروې بشپړه شوه

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې سروې یې بشپړه کړې ده.

د وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به په دغه ولایت کې ۲ میلیونه وګړو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

دغه پروژه د پنجشېر له مرکز بازارک څخه د کابل تر تره خېلو پورې۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په لګښت به د اسلامي امارت لخوا پلې شي.

ورته وخت کې د پنجشېر لپاره د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې د دې پروژې پلې کېدو ته به له هېڅ ډول همکاریو درېغ ونکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاده پروژه به د درېیو کلونو په موده کې بشپړه او د اوبو په برخه کې د کابل ښار د ۲ میلیونه اوسېدونکو ستونزه حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب