یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد مس عینک کان د تاریخي اثارو په اړه اندېښنې او د...

د مس عینک کان د تاریخي اثارو په اړه اندېښنې او د طالب وزیر غبرګون

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د مس ‌عینک کان د استخراج عملي چارو د پیل په مراسمو کې ډاډ ورکړی چې دلته شته لرغوني آثار به په خوندي توګه وساتل شي.

نوموړي ویلي دي: «د تاريخي آثارو د ساتنې په موخه د ټولو اړخونو له هلوځلو څخه مننه کوو؛ د مس عینک د کان کیندنه له اړخ طرف څخه د ځمکې د تل طرف ته پيلېږي، ترڅو تاريخي آثار محفوظ پاتې شي».

ملا خیرخواه زیاته کړې چې د تاريخي آثارو ساتنه او د کان کیندنه په هم مهاله توګه یو پېچلی کار و؛ چې د ښکېلو اړخونو په همغږۍ په ښه توګه حل او پیل شو او دا پروژه د نورو پروژو په پيل کې هم آسانتيا رامنځته کولی شي.

طالب وزیر همدا رنګه له ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چې د آثارو د ساتنې په لاره کې د طرحې مطابق اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دوی د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي او خوندیتوب خبرونه ورکړي.
د طالبانو په تېره واکمنۍ کې دوی یو شمېر لرغوني افغان تاریخي اثار له منځه یوړل، چې له دې امله په ښه نوم نه یادیږي.

3 COMMENTS

  1. دا ډير ښه کار وسو چه پرانستنه وسوه ځکه چه دي پروژى ډير وخت ونيوى اوس يى دپيل سره ډير افغانان خوښ دي

  2. معدنونه او کانونه د افغانستان ملي سرمایه ده . ملي شتمنۍ باید د یوه منل شوي ، خپلواک او خپل ولس ته متعهد او حساب ورکوونکي دولت له خوا وکیندل شي . د ملت سرمایه باید د ملت د آبادۍ په لار کې مصرف شي .
    که د عینکو د کان دا بې بدیله شتمنۍ د یو څو انډیوالانو له خوا حیف او میل شي ، دا به په ملي خیانتونو کې حساب شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب