یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد کرکټ نړیوالې شورا غونډه کې د افغان کرکټ بورډ د مشرتابه...

د کرکټ نړیوالې شورا غونډه کې د افغان کرکټ بورډ د مشرتابه ګډون

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د افغانستان د کرېکټ بورډ رئیس میرویس اشرف او اجراییوي رییس نصیب خان د کرېکټ نړیوالې شورا غونډه کې ګډون کړی.

دغه غونډه چې د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په سریلانکا هېواد کې تنظیم شوې وه، د نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو د مشرانو سربېره پکې د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف او اجراییوي رییس نصیب خان هم ګډون درلود.

کرکټ بورډ ویلي، په یاده غونډه کې د افغان کرېکټ بورډ مشرتابه د افغان کرېکټ پر لاسته راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو بحث کړی او د کرېکټ نړیوالې شورا له مشرتابه او بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره یې یاد او نور اړوند معلومات شریک کړي دي.

سربېره پر دې په دغه غونډه کې د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه د سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز هېوادونو له مشرانو سره له چمپین ټرافي وړاندې د ملي لوبډلې د لوبلړیو پر تنظیم او ترسراوي او دغه راز له بنګله دېش او زمبابوې سره د الف لوبډلې د لوبلړیو او همدارنګه د پاکستان او متحده عربي اماراتو مشرانو سره د نوولس کلنو لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ پر ترسراوي بحث او خبرې اترې کړې دي، چې کره نېټې به یې یو په بل پسې په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

له راپور وړاندې کولو وروسته په یاده ناسته کې د کرېکټ نړیوالې شورا مشرتابه او ټولو غړو هېوادونو له لوري په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د وروستیو لاسته راوړنو او بریاو او په افغانستان کې د کرېکټ فعالیتونو ستاینه شوې او په وینا یې، افغان لوبډلې حیرانونکې لوبې نندارې ته وړاندې کړې او له شک پرته د کرېکټ مینه والو ترې ډېر خوند واخیست او افغان کرېکټ ورځ تر بلې د غښتلتیا په حال کې دی.

همدارنګه د اجراییوي مشرانو په دغه غونډه کې د کرېکټ فعالیتونو پر لا ډېر ښه والي، د کرېکټ پر پرمختیا او پراختیا او دغه راز نورو ډېر مواردو بحثونه شوي دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د دوی له امله پر افغان کرکټ د بندیزونو وېره وه، خو کرکټ بورډ اداره او لوبغاړي توانیدلي چې د یو شمېر طالب چارواکو په مرسته دا اداره تر ډېره غیر سیاسي او د کرکټ نړیوالې شورا په معیارونو برابره وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب