یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد سینګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ وبلل شو

د سینګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ وبلل شو

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د هینلي انسټیټیوټ د “پاسپورټ شاخص” له مخې، سږ کال، د سینګاپور د “نړۍ تر ټولو ځواکمن پاسپورت” لومړی ځای ګټلی، او د هغو شپږو هیوادونو له ډلې څخه مخکې شو چې تیر کال یې دا لقب خپل کړی و.

سینګاپور یو بل نوی ریکارډ هم جوړ کړ او هغه دا دی چې د دغه هیواد اتباع کولی شي د نړۍ له ۲۲۷ ځایونو څخه، چې وېزه ورته پکار ده، ۱۹۵ ته بې وېزې سفر وکړي.

په دې توګه پنځه هېوادونه فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او هسپانیا په یوه درجه کې راښکته شوي او په ګډه په دوهم ځای کې دي. د دغو پنځو هېوادونو اتباع کولای شي چې د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

دغه راز له ۷هېوادونو څخه جوړه شوې نوې ډله درېیم ځای لري او اتباع یې له وېزې پرته ۱۹۱ ځایونو ته بې وېزې تللی شي. اتریش، فنلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، هالنډ، جنوبي کوریا او سویډن د ډریم ګروپ برخه دي.

افغانستان د نړۍ د کمزوري پاسپورټ په لست کې په ۱۰۳م ځای کې پاتې دی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې بل منزل ته لاسرسی له لاسه ورکړی او اتباع یې یوازې ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته ننوتی شي. دا شمیره په دې اداره کې د شاخص ثبتولو په 19 کلن تاریخ کې ترټولو ټیټه نمره ده.

د بریتانیا د پاسپورت ځای هم تر تېر کال کم شوی خو لا هم په بریتانیايي پاسپورت د نړۍ ۱۹۰ هیوادونو یا ځایونو ته بې وېزې سفر کېدای شی او دا پاسپورټ د بلجیم، ډنمارک، نیوزیلینډ، ناروې او سویس د پاسپورټونو ترڅنګ څلورم ځای لري.

له بلې خوا، متحده ایالات، له تیرې لسیزې څخه خپل ټیټ تمایل ته دوام ورکوي، اتم ځای ته راکښته شوی او یوازې 186 ځایونو ته پرې بې ویزې سفر کېدای شي.

دا په داسي حال کې ده ۱۰ کاله پخوا په ۲۰۱۴ م کال کې د امریکا او بریتانیا پاسپورټ په نړۍ کې لومړی ځای درلود.

3 COMMENTS

    • خیست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، هلمند، اورزګان. له دغو پرته نور ځایو ته ستاسو له برکته د تللو اجازه نلري.
      البته تاسې میرامشاه، کوټه او دی ای آیس ای ترهګریزو مرکزونو ته د تګ اجازه لرئ او بس!

  1. افغانان لاندې هېوادونو ته په افغاني پاسپورت بې ویزې سفر کوي او هلته په هوایی میدان کې ویزه او نور ضروري فورمې صادریږي .

    بروندی

    بنگلادش

    بولیوی

    پالائو

    تووالو

    تیمور شرقی

    جیبوتی

    روآندا

    ساموآ

    سیشل

    کامبوج

    کومور

    کیپ‌ورد

    گینه بیسائو

    ماداگاسکار

    ماکائو

    مالدیو

    موریتانی

    موزامبیک

    نیووی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب