یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد جرمني صدراعظم وايي، ژر به د کډوالو د ایستلو په اړه...

د جرمني صدراعظم وايي، ژر به د کډوالو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۴ مه) د جرمني صدراعظمې پرون (چهارشنبې) وویل چې حکومت به یې ډیر ژر خپل هیواد ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه پریکړه وکړي.

اولاف شولتز وویل چې د اخراج په برخه کې په ځانګړې ډول افغانستان او نورو هیوادونو ته د مجرمانو د ایستلو لړۍ پلي کوي او دې کار ته چمتووالی نیسي.

د دویچه ویله د راپور له مخې، شولتز پرون په برلین کې په یوه کنفرانس کې وویل: “ما په ښکاره ویلي چې موږ چمتو یوو چې مجرم پناه غوښتونکي په ځانګړي ډول افغانستان او نورو هیوادونو لکه سوریې ته واستوو.”

د جرمني د صدراعظم په وینا د اخراج په شمیر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ده زیاته کړه، جرمني غواړي غیر قانوني مهاجرت محدود کړي او دا هیواد به پریکړه وکړي چې “څوک جرمني ته راشي.”

شولتز په عین حال کې وویل، د دې لپاره چې جرمني یو “سوکاله او بډایه هیواد” پاتې شي، د غیر اروپايي هیوادونو په ګډون د ډېرو کارګرو راتګ ته اړتیا لري.

شولتز دا هم وویل چې جرمني په پام کې لري چې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو بهیر چټک کړي.

د جرمني په مانهیم ښار کې د روانې میاشتې په وروستیو کې د یوه افغان کډوال له خوا د جرمني د پولیسو د یوه افسر له وژل کېدو وروسته د جرمني پر حکومت افغانستان ته د کډوالو د ایستلو په خاطر فشار زیات شوی دی.

سلیمان عطايي چې د افغانستان اوسېدونکی و، د جوزا میاشتې په ۱۱مه نېټه د اسلام ضد یوې ښي اړخې ډلې پر یوه غونډه برید وکړ چې یو پولیس یې ټپي کړ، دغه پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

2 COMMENTS

  1. ولې افغانستان ډېران دی چې ناولي خلک ور استوي؟ که یو کس جرم کوي، هغه که د هر هېواد وي باید په کوربه هېواد (مثلا جرمني) کې هغسې سزا ورکول شي چې نورو اتباعو او اوسېدونکیو ته ورکول کیږي. له سزا وروسته، هر کس لارې ته راځي او سمېږي.
    څه چې په دې خبر کې د جرمني له قوله ویل شوي، دا کار بېخي غلط دی. د دې معنی دا ده چې روغه مڼه به دوی اخلي او چې ګنده وي هغه به بېرته افغانستان ته لېږي.

  2. دغه شولڅ ته ووایاست چه دا خو تاسې وئ٬ چه د خپلو ګټو له پاره ، ستاسو اسناد لاس کې لرم، په افغانستان کې مو اور بل کړ او ستاسو د پولیس سازمان ګډ له افغانستان نه د خلکو راویستل او المان ته رواستلو کې لاس درلود چه ۱۹۸۴ یا ۱۹۸۵ کې رسوا شو؟ او آیا زه زمری کاسی نه ؤم چه تاسو خارجې وزارت کې ۱۹۸۷ کال کې د ګنشر معاون «یلیاس»ته مې ؤ نه ویل چه بد عواقب لري او تاسې په غلطه لار روان یاست او ماته سمدستی وویل شو چه څه وایې موږ په غلط لار روان یو؟ ؤمې ویل هو او ترې جګ او ووتلم! آیا سناتور ګاروین ته مې امریکې کې ۱۹۹۴ ؤ نه ویل چه دا ټول بد عواقب لري ؟! انشا الله چه د غرب زوال نژدې دی، له ۳۲۰۰ کال نه غرب په نړۍ کې اور بل کړی، ستاسو خپلو تحقیقات او له هغې زمانې نه چه مو د ننني افغانستان پر بدخشان حمله وکړه، هیله ده چه تاسې غربیان په زوره اوس بنیادم شئ! ترور تاسو خلق کړ سند، تفرقې تاسو واچول، مستند، خلک تاسې ووژل، افریقا مو خاورو ته ورسوله، جنوبی امریکا، آسترالیا او له پېړیو نه ګډ یاست چه آسیا هم وران کړئ، خو دا خوب به ګور ته یوسئ!
    1177 B.C.: The Year Civilization Collapsed
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749
    How the West backed radical Islam and unleashed global terror
    +++++++++ او ستاسو لا نور اسناد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب