پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+دا موږ عاصي مېرمنې يو

دا موږ عاصي مېرمنې يو

افغان مېرمنو ته د کشور ناهيد د اردو نظم «یہ ہم گنہ گار عورتیں ہیں» ته د بنده په قلم پښتو ژباړه «دا يو موږ عاصي مېرمنې» ډالۍ!

ژباړن: رحمت شاه فراز
دا موږ عاصي مېرمنې يو
دا موږ عاصي مېرمنې يو
اثر چې د اربابو د تمکين کله دوی نه اخلي
نه پلوري ځانونه خپل
سر يې چاته ټيټ نه دی
لاس يې چاته اوږد نه دی
دا موږ عاصي مېرمنې يو
وپلوري کوم خلک چې د جسم کروندې زموږ
لوړ او سرفرازه شي
ټولو کې ممتازه شي
قاضي د اهلِ سازه شي
دا موږ عاصي مېرمنې يو
بيرغ د صداقت کړو لوړ
ټولې لويې لارې بيا په دروغو مبتلا مومو
په هر قدم قدم کې بيا کيسې د سزاګانو وي
خبرې چې کولی شي همدا ژبې پرې بيامومو
دا موږ عاصي مېرمنې يو
شپې که راپسې شي هم
سترګې به مو تت نه شي
دېوال چې نړېدلی دی
تعمير ته يې ضد مه کړه نور!
دا موږ عاصي مېرمنې يو
اثر چې د اربابو د تمکين کله دوی نه اخلي
نه پلوري ځانونه خپل
سر يې چاته ټيټ نه دی
لاس يې چاته اوږد نه دی
رحمت شاه فراز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...