جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشاعرانه ابهام ـ ماهر احسانزی

شاعرانه ابهام ـ ماهر احسانزی

د بدیع په صنعتونو کې ځينې يې د مانا له مخې لوستونکي ټکنی کوي، دوه زړی کیږی او دا دوه زړی توب د مانا د تر لاسه کولو لپاره په بیت کې راغلې، کلیمه، صنعت او دود رامنځ ته کوي. ایهام، پرډاکس، تلمیح، اصطلاح، ځايې لهجه، ترکیب، دود، سېمبول او… په بیت کې دوه ماناتوب او کله کله خود سېمبول له وجې څو ماناتوب پيدا کوي. ددغو صنعتونو یا که داسې ووایو: د هغې شاعرۍ چې لوستونکی پکې د نیغې مانا په ځای ټکنی کیږي، دوه او یا ډېرې ماناوي ذهن ته ورځي او یا کله کله بیخي ورنه مانا ورکه شي، یو هم شاعرانه ابهام دی.

ابهام زموږ په شاعرۍ کې د ځانګړي صنعت په ډول معرفی شوی، چې رمز، پټه مانا او ګونګوالي سره مشهور دی.

ابهام چې د شعر معنوي جوهر دی، تر ډېره ورته د مستقل صنعت په سترګه کتل شوي، پداسې حال کې د صنعت په توګه يې ښکاره ځانګړنې نشته دی. زموږ د پخوانۍ بدیع مشکل دادی چې ډېر هغه څه پکې د بېل ژانر په توګه راخیستل شوي، چې هيڅ خپلواک نوم نه لري خو مقابل کې داسې هم شوي، چې ځينې صنعتونه بیخي پکې له پامه غورځول شوي. تدبیج، حسن تعلیل، مدعامثل، استعاره او … بېل بېل تعریف شوي، خو د ثواب په خاطر هم نه دي ویل شوي، چې دا د تصویر له کورنۍ را بېلیږي او یا که داسې ووایم چې تصویر تعریف شوی وای او ورسره ویل شوی وای چې د شاعرانه تصویر لپاره لاندې برخې جوړې شوې دي.

صنعتونه د خپلو ځانګړنو له مخې له نورو رابېلېږی. مثلا:

حسن تعلیل هغه صنعت دی چې شاعر په یو نیم بیتي کې یوه ادعا وکړي او په دوهم کې د خپلې ادعا لپاره یو خیالي دلیل راوړي:

ستا یارانه شګو بند دی
څوک چې شګو بند تړي اوبه يې وړینه

یا حس امیزي هغه صنعت دی چې د یو حس دنده پکې بل ته وسپارل شي خو په ابهام کې داسې څه نلرو:

کومه چیغه کې ځان تاو کړم
چې در ورسیږم یاره

نن موسیقي نه اورمه، نن موسیقي څښمه
ای پاچا اهنګ راته په جام کې واچوه

ابهام تجسس دی، په مانا پسې ګرځيدل دي، خو دا تجسس او مانا پيداکول، په سېمبول، استغاره، کنایه، ایهام او … کې هم وي. مانا دا چې د ابهام لپاره داسې ښکاره نښه بله نلرو، لکه د حسن تعلیل او یا حس امیزۍ لپاره مو چې وړاندې کړه او که په مانا پسې ګرځیدل د ابهام د صنعت کیدو لپاره ځانګړنه وګڼو، بیا ایهام، پراډاکس او… سره يې فرق څه شی شو؟

په سروکو کې لولو:
لیلو باغ د باغوان دی

موږ لکه توتیان یو نن دلی، سبا به ځونه
اوس دلته لیلو، باغ، توتیان او سبا ټولې هغه کلیمي دي چې لوری او برداشت يې د هر چا لپاره خپل دی.
د اباسین غاړې ته راشه چې ټټر دې یخ شي
اوبه په تږي پسې نه تږی اوبو پسې ځي

دلته هم اباسین دوه ماناوې لري، چې هم ترې شاعر مراد کیدای شي او هم ورنه د اوبو سیند، خو دا به د شعري منطق له مخې مانا کوو او ورباندې پوهیږو، چې دلته ایهام کاریدلی دی.

ابهام ډېر کله په ګونګوالي هم مانا کیږي خو ابهام او ګونګوالی سره توپیر لري اودغه راز موږ د ابهام په برخه کې چې په پیچلتیا سره يې هم پيژنو دا هم ویلی شو، چې مثبت او منفي دواړه ابهامونه شته دی، که هنري منطق او ارزښت پکې و، د مانا په لیږد کې يې ځنډ او خنډ راته، هنري ابهام دی چې مثبت هم ورته ویلی شو او که هنري او شاعرانه منطق پکې نه و، یوازې لفاظي وه، بیا منفي ابهام دی. هنري ابهام د خیال د پاریدو سبب ګرځي. دلته که د خیال باډیوه څومره هم لوړه وي، پروا نه کوي خو پدې شرط چې د مانا تار يې له لاسونو ونه وځي. اسدالله غضنفر،جادوګرهنر ، ګونګ شعرونه، ۱۴۷مخ

(( وريې پرانېست خو غاټول راشین نه شو)). دا جمله ابهام لري، ځکه موږ ته مستقیما مانا نه راکوي خو هنري نه، منفي ابهام دی او ځکه چې شاعرانه منطق پکې نشته. د ور پرانیستلو د غاټول له شین والي سره هیڅ اړیکه نه جوړیږي. لوستونکی که دا سېمبولیک بیان هم وګڼي، مانا ترې نشي اخیستلی. اجمل ښکلی،ادبستان، ابهام، ۱۹ مخ.
د ابهام په جوړښت کې سربېره پر صنعتونو استعاره، سېمبول، کنایه او اصطلاح هم راځي، خو دا باید یاده کړو، چې نه هر سېمبول ابهام کیدای شي اونه هره تلمیح په ابهام جوړونه کې برخه اخلي.( البته، په سېمبول او تلیمح کې چې خبره د تفکیک کوو، منظور مو دادی چې تلمیح او سېمبول هم باید د نوي تعریف له مخې وپيژنو. د ادم او هوا له جنته د راوتلو، د اسمعیل او ابراهیم پيغمبر د قربانۍ، د لیلا او مجنون د مینې، د مومن خان د ښامار وژلو تلیمح ګانې او زلفو ته د مارانو ویلو، سولې ته د کوترې کارولو سېمبولونه اوس نه دا چې سېمبولونه ندي، بلکې کارونه يې تر دې را وروسته او یا اوسمهال هیڅ شعري نوښت اودود ندی).

د تېرې زمانې دود، اصطلاح، کلیمي او شته ذهنیت هم په ابهام جوړونه کې پکاريږي.

شېرشاه سوري د سواره پوځ د چارو د سمون لپاره د پوځ د اسونو داغول رواج کړل، چې له نورو اسونو يې فرق وشي. د مغولو د امپراطورۍ په وخت کې دغه دود پاتې شو او د منصبدارانو اسونه به د داغ کیدلو له لارې په نښه کیدل. رحمان بابا د بې ځایه هڅې د غندلو په وخت د خپل چاپيریال همدې دود ته اشاره کوي:

تن دې تش په توره وسه
اس دې داغ کړ بې منصبه

اسدالله غضنفر، جادوګر هنر، ګونګ شعرونه، ۱۴۷-۱۴۸مخونه.
ددې بیت د لوستلو په مهال که له موږ سره دا پورته معلومات نه وي او له دې دوده ناخبره یو، له دې بیته د بې ځایه هڅې د غندلو څه چې نوره به کومه مانا واخلو؟
یا:
مخ د یار له نوي خط سره روښان شه
آیینه په خاکستر سره صفا شي
مغزالله مومند
پخوا به هندارې له فلزاتو جوړېدې او چې زنګ به شوې، په ایرو کې به يې کیښودې چې بیرته صفا شي خو دا معلومات ونه لرو، بیا هم دلته شته ابهام راته لفاطي ښکارې او چې معلومات ولرو نو بیا يې له مانا او کارونې خوند اخلو.
لکه درویش منګول يې تشه وي له سرو او سپینو
چا چې وي ټول عمر په ګوتو کې قلم ساتلی
دلته مراد هغه څوک دی چې قلم لري، لیک او لوست کوي او که هغه درویش چې موږ يې په ملنګ پيژنو چې په پردو کوڅو کې خیرونه غواړي؟
دې بیت کې د ایهام صنعت دی او ایهام دوه ماناتوب زیږوي، چې خپله د ابهام برخه ګرځي.
یا لکه:
سپینې لیڅې له لسټونو بهر نه کړي
پښتني تورې پرتې ښې دي په نیام کې
زبیر حسرت
پراډاکس چې دوه متضادې کلیمې پکې د یو بل ضد نه، بلکې د یو بل د تقويې او دواړو بډو( ضد) کلیمو له ترکیب او یوځای کیدلو یوه درېیمه مانا راپيدا کېږي، خو له طباق او تضاد صنعت سره يې توپير پدې کې دی چې دلته( په تضاد ) کې دوه متضادې کلیمې راوړل کیږي، چې هره یوه يې خپله مانا لري.
حمزه بابا وايې:
ما چې د مینې ابتدا وکړه
تا په ستم کې انتها وکړه
( ابتدا او انتها ) دواړه د یو بل ضد کلیمې دي. ( د حمزه بابا په شعرونو کې نسبتا دغه صنعت ډېر کارول شوی دی).
خو پراډاکس بیا داسې نه دی چې د ابتدا ضد دې انتها شي او بېله مانا دې ورکړي، بلکې دلته سکوت او غوغا سره یو ځای کیږي او یوه درېیمه خو زبردسته مانا ورکوي.
دا به لا څوک وي، چې غوغا به د سکوت نه اوري
که مې په خوله ورته وینا نه راځي، نه دې راځي
احسان الله درمل، شعرستان، ۱۴۶ مخ .
اور او اوبه دواړه سره متضادې کلیمې دي او هیڅکله د یو بل په څنګ نه راځي، مانا دا که اوبه راپيدا کیږي نو اورله منځه ځي خو کاروان صیب وايې:
وطن د اور په سیند کې لامبي، زلمي جنګ خوړلي
د کابل جان د جونو مړي هم نهنګ خوړلي
دلته اور د ( اور سیند ) په ترکیب سره ډېر شوی او د جنګ شدت ته پکې اشاره ده چې له جنګه اور بادیږي او له دې اوره سیند جوړ شوی او په هره خوا ور روان دی.
پورتني ترکیب ته په کتلو دا هم د ویلو ده چې ترکیب هم د ابهام لپاره مواد جوړوي او په کارونې سره يې هنري ابهامونه رامنځ ته کیدلی شي. ترکیب د نویو ماناوو او انځورونو د ایجاد ښه ذریعه ده او هغه شاعران چې خبرې ورسره ډېرې وي، هغوی ممکن دې کار ته ډېر وهڅېږي. اسدالله غضنفر، جادوګر هنر، ۲۹۴ مخ .

په ابهام کې مو دودونه، کلیمې او ځايې لهجې هم یادې کړي، چې برخه لري.
یو مرغه په سرو، په سپینو قیمت مومی.
بل هزار ځله په توره پیسه پیري
(توره پيسه) پدې بیت کې لوستونکی ټکنی کوي، چې موخه ورنه هغه روپۍ دي: چې له سرو زرو، سپینو زرو او مسو به جوړیدې، که مسي سکې دي او یا که د کندوزیانو مانا ده چې (توره ) د میږي لپاره استعمالوي او که د ننګرهار اصطلاح ده چې له بل چا سره په اړیکو نیول شوې ښځې ته يې استعمالوي، چې هیڅ ټولنیز ارزښت نلري.

پر ابهام پوهیدل به له موږ سره مرسته وکړي، چې له شاعرۍ خوند واخلو، د شاعر ماناوو ته ورسیږو، د بېلا بېلو فرهنګونو او چاپيریالونو له دود او شته ذهنیت به خبر شو او د شاعر وړاندې کړې موضوع به راته روښانه شي.
ابهام چې له ګڼو صنعتونو او برخو مشتمل دی له دې نیوکې سره هم مخ دی چې د شعر مبتدي لوستونکی له ادب او په تېره شاعرۍ زړه توری کوي او بیا په اسانۍ سره د شعر لوستلو ته زړه نه ښه کوي.
( شعر طبعا د لوستونکي لپاره دی او باید د پنځونې په مهال يې په نظر کې ونیسو خو ددې مانا دا نه ده چې ګنې موږ باید ټولنې او هغې ټولنې ته چې هیڅ نه لري، راټيت شو خو باید د دواړو ترمنځ رابطه وي. که لوستونکی او ادیب سره بې اړیکې وي، ترمنځ يې هنري منطق په اساس رابطه نه جوړیږي، شاعر او لوستونکی ځان بېل بېل احساسوي، یو د بل په تجربو کې ګډیدل له منځه ځي او شاعري د ادب د ارتقا په تاریخ کې له مطالعې پاتې کیږي) مصطفی سالک، له څاڅکي تر سیپۍ، ګونګوالی، ۱۶ مخ .
پر پیچلې شاعرۍ د دغسې نیوکو سره سره دا هم ویل کیږي:
شاعري تاته هسې خبرې ښکاري
څوک چې پوهیږي، خبرې ګرانې دي
خیبر اپریدی
دا ګرانې خبرې ابهام ته ورته موضوعاتو رامنځ ته کړي، چې له بده بخته لا هم ورسره سرسري چلند شوی، چې ډېر کله دې سرسري چلند تشه لفاظي رامنځ ته کړي، د ابهام په پيژندنه کې خپله ابهام شوی او تر ننه ځکه ورته د مستقل صنعت په سترګه ګوررو.
په بدیع کې چې د ابهام مبهم تعریف او هنري ارزښت ته ګورو، ددې خبرې د ویلو جرات پيدا کیږي، چې زموږ معرفې شوې او تدریسېدونکې بدیع او بیان باید بیا له سره جوړه او ولیکل شي.

ماهر احسانزی

۱۴۰۰/۴/۱۸

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب