پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهطالبان: د اوربند طرحه مو حکومت ته لېږلې وه؛ خو هغوې پرې...

طالبان: د اوربند طرحه مو حکومت ته لېږلې وه؛ خو هغوې پرې غوږ ونه ګروه

تاند(جمعه، د سرطان ۱۹) طالبان وایي هغه طرحه چې د درې میاشتني اوربند شرایط هم پکې وه، د افغانستان حکومت ته یې ليږلی خو حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

طالبانو دا هم ویلي، چې زياتره ولسوالۍ مو پرته له جګړې نیولي دي.

د یادونې ده چې د شيخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي د روسیې په بلنه د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر په سفر تللی.

د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي شيخ شهاب الدين دلاور نن په یو خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې دې ډلې کابو درې مياشتې وړاندې يوه طرحه چې د يوه درې مياشتنې اوربند په ګډون پکې نورې غوښتنې هم شاملې وې، زلمی خليلزاد ته سپارلې وه څو یې د افغانستان حکومت ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان له زندانونو د دې ډلې د پاتې بنديانو آزادول او د ملګرو ملتونو د نوملړ څخه د دې ډلې د مشرانو د نومونو لرې کول د طرحې اساسي شرایط وه.

د نوموړي په خبره د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د کابل په شمول به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې په دريو میاشتو کې هيڅ ډول نظامي عمليات نه ترسره کوي او همدا راز به د ولسواليو پر مرکزونو او د ګڼې ګونې په ځایونو کې بريدونه نه کوي، څو د سولې د خبرو پرمختګ ته لاره هواره شي.

د طالبانو په حواله زلمي خليلزد دا وړاندیز د افغانستان له حکومت سره شريک کړی وو خو حکومت هغې ته هیڅ پاملرنه ونه کړه.

د دلاور په خبره: «ما شخصاً له ډاکتر عبدالله عبدالله وپوښتل چې د خليلزاد په لاس مو چې کوم وړاندیز در ليږلی وو، تاسې ته رسېدلی دی؟ هغه په ځواب کې وويل: «هو رسيدلی خو ما تر اوسه پرانيستی نه دی.»

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په دې اړه څه نه وو ويلي.

طالب پلاوي دا هم ویلي چې په تېرو کابو دوو میاشتو کې یې ۱۷۴ ولسوالۍ نيولي دي.

هیره دې نه وي چې نن د روسي خبري آژانسونو په حواله طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي او په دوحه کې د خبرو د بریا په صورت کې به خپل تهاجمي عملیات ودروي.

د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې نن له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې د احتمالي اوربند پر موضوع د بحث او خبرو خبر ورکړی دی.

د روسي خبري آژانسونو د راپورونو په حواله، طالبانو په قطر کې د سولې د خبرو د بریا په صورت کې د خپلو تهاجمي بریدونو د توقف یادونه کړې او زیاتوي چې له افغان حکومت سره هم پر احتمالي اوربند بحثونه کیږي.

طالبانو څو ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي سره له اوږدې مودې ځنډیدلي د سولې مذاکرات بیا پیل کړي دي.

په همدې روانه اونۍ کې رویترز خبري آژانس هم په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان په پام کې لري چې د روانې میاشتې تر پایه پورې افغان حکومت ته د سولې خپل لیکلی پلان وړاندې کړي.

1 COMMENT

  1. د دلاور خبرې مې واورېدو، حقیقتونه یې پټ کړل، درواغ یې وویل او د امارت لپاره یې د ټالبانو پوره میلان په ډاګه کړ، آیا منظق دغه دی چې ملاهبت الله مړ دی که ژوندی بله خبره دا چې هغه د کوم ځای دی او همدارنګه د مشرۍ وړتیا لري او که نه؟ افغانستان ته یې څومره تاوان رسولی او له پاکستان څخه تر کومې اندازې آزاد دي؟ د افغانستان لپاره څه برنامې لري آیا دغه ټولې خبرې شاته وغورځول شي؟؟؟
    اوس هغه وخت نه دی ټول پوهېږي او غواړي چې خپل سرنوشت په خپله وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب