جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو په نیول شویو سیمو کې په ښځو باندې بندیزونه ولګول

طالبانو په نیول شویو سیمو کې په ښځو باندې بندیزونه ولګول

تاند ( پنجشنبه، د سرطان ۱۷ مه) — وسله والو طالبانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې چې تازه یې نیولي دي په ښځو او نجونو باندې بندیزونه اعلان کړي دي.

طالبانو د بلخ او جوزجان په شمول په نیول شویو سیمو کې داسې بندیزونه لګولي چې د اسلامي علومو پوهان یې بې ځایه بولي او وایي چې په شریعت کې داسې څه حکمونه ځای نه لري.

یو شمېر راپورونه وایي چې وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالۍ او د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ښځې له سړیو پرته له کورونو څخه له وتلو او نجونې ښوونځیو ته له تللو څخه ایسارې کړي دي.

دغه راز، هغوی په لیکلیو اعلامیو کې له ښځو څخه غوښتي چې څادرۍ په سر کړي او د مروج اسلامي او وطني ټیکري او حجاب له کارولو څخه دې ډډه وکړي.‌

ویل کیږي چې طالبانو دغه بندیزونه د جوماتونو د لوډسپيکرونو له لارې اعلان کړي دي.

د اقچې ولسوالۍ د نسوانو د ښوونځي یو شمېر زده کوونکې چې د طالبانو له وېرې یې خپل کلي کورونه پرېښي او د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته کډه شوي وایي دوی نه پوهیږي چې راتلونکی به یې څه وي، زده کړې او ښوونځي به یې څنګه شي.

د شرعي علومو څېړونکی او دیني عالم دوکتور محمد هاشم سراج الحق په دې هکله په خپل فیسبوک لیکلي، « هيڅ يو شرعي دليل نشته چې پرته له محرم څخه په ښځې له کور څخه وتل حرام وبولي، په استثناء د سفر حالت چې په هغه کې نصوص شته، او هغه نصوص هم اهلعلمو معلول بالعلة الفقهية ګرځولي دي.»

دوکتور سراج الحق چې د سعودي عربستان په لوړو دیني مراکزو کې یې زده کړي دي، زیاته کړې ده، « د مخ ښکاره کولو په اړه د فقهاو اختلاف دی، د امام صيب په مذهب کې د مخ پټول واجب نه دي، د مخ ښکاره کول جايز بلل شوي، او دغه حجاب چې مخ په کې ښکاري، په ټولو اسلامي هيوادونو کې حجاب بلل کيږي، خو دلته پرې چليپا را کش شوېده، او دغه څادري چې د ټک مارک علامه ورته وهل شوې، اصلا شرعي حجاب نه دی، د ښځو لپاره اذيت دی، زمونږ له سيمې پرته د اسلامي نړۍ په يوه هيواد کې هم نه استعماليږي.»

طالبانو دوه لسیزې مخکې د خپلې واکمنۍ پر وخت او اوس په افغانو ښځو باندې دا بندیزونه په داسې حال کې لګولي وو او لګوي چې د پاکستان او ایران په شمول چې حکومت پرې د طالبانو د ملاتړ تورونه لګوي په ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښځې ښوونځیو ته ځي، کارونو ته ځي او د ژوند په ټولو چارو کې ازادانه برخه لري.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب