شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: قریشي هېڅکله د افغانستان د منتخب حکومت په هکله سمه...

محسن داوړ: قریشي هېڅکله د افغانستان د منتخب حکومت په هکله سمه خبره نه ده کړې

تاند (جمعه/د سرطان ۱۸مه) — د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر محسن داوړ وایي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تل د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو غږ پورته کړی او د منتخب حکومت په هکله یې هېڅکله هم مثبته خبره نه ده کړې.

ښاغلي داوړ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي، « زه له ډېرې مودې راهیسې وایم چې زموږ د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد لږ خو ‌‌د طالبانو ډېر وزیر ښکاري، هغه ډله چې له ترهګرۍ او بربادۍ پرته بل څه نه لري،»

داوړ زیاته کړې ده چې، «شاه محمود قریشي د هغو ډلو هرکلی کوي چې زموږ د پېژندنې او تاریخ ورکولو ته یې مټې رانغښتي، خو برعکس د نوموړي له خولې مو هیڅ کله د افغانستان د منتخب دولت په هکله مثبته خبره نه ده اورېدلې.»

د افغانستان او سیمې د چارو شنونکي په دې باور دي چې د کوزې پښتونخوا پښتنو سیاستوالو او سیاسي فعالانو تل په افغانستان کې د یوه پرمختیایي نظام د ټینګېدلو هیله او غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، ادعا کیږي چې د مولانا سمیع الحق، مولانا فضل الرحمان، قاضي حسین احمد، سراج الحق په شمول مذهبي مشرانو داسې دوه مخې لوبه کړې او کوي چې په افغانستان کې خپل پلویان د جنګ له لارې د قدرت ترلاسه کولو ته هڅوي، خو په پاکستان کې پخپله له سیاسي او انتخاباتي لارو د واک ترلاسه کولو هڅې کوي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب