سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبلنډه کیسهعدالت (لنډه کیسه) لیکوال: عبدالکریم حقانیار

عدالت (لنډه کیسه) لیکوال: عبدالکریم حقانیار

کرۍ شپه په یوه عسکري کمپله کې د جېل د تنګې خوني، پر سیمټي غولي لټ پر لټ اووښت. سهار د مخه ښې پر وخت یې د زندان د مشر او زندانپالو، د پنځه کلن سړیتوب په وجه له خولې ووتل: بیا به پرچا لاس نه پورته کوي، هډو که اړ هم سي!
لیکوال

خپل ښار ورته له هماغه اولې ورځي يو ډول نابلده او زړه تنګی وایسیده، څومره چې دی د پنجرو ترشا ورپسې له ګورمه کړیده، د هغه لسمه خو څه چې، سلمه یې هم نږدې انډيوالان او ښاریان دده په فکر کې نه وو.داسي يې وانګیرله چې دا بېخونده زوند یې نورهم ناهیلی کوي، کیدای سي له ښاره دباندي کارې بوختیا يې وژغوري.

دوه درې ورځي یې په همدغو سوچونو تیري کړي، بیايې د کار لټون پیل کړ، دوې اونۍ وروسته د بارچلاني په يوه لویه کمپنۍ کې په کار وګومارل سو. د جون میاست را نويې سوي وه، سپیده چاود و، په اسمان کې لا يو يو ستورۍ ځلـیده، د مرکزي اروپا پرلور یې لومړنی سفر پیل کړ، تر یوڅه مزل وروسته د لمرسترګه لکه سره ټیکۍ راښکاره ســـوه، په سیټ کې ځوړندې هندارې ته یې وکتل، د سترګوستومانې ته يې پام سو، ورپسي یې په نس کې ګړه بیدا ترغوږ سوه.

کابو یو پاو وخت وروسته، د اوږ دې لاري ښۍ خواته دښتــه کې، یو رسټورانټ تر سترګو سو، ور وګرزیده، کامــاز یې پارک کړ. د میلمنو مستطیل ډوله سالون خالې و، سهارنۍ یې راوغوښته، په بر کونج کې يوه ګو ښه میز ته کيناست. پرچوکۍ یې تکیه وکړه، پښې يې وغزولې، ولي یې شاته کښ کړه او په ټلویزيون کې رواني ډرامې ته ځېرسو، چورت یووړ. د نوي ایشیدلي قهوې اوتاوده ساندویچ بوی ورباندي ولګیده، پام یې سو چې ناشته یې مخې ته پرته ده، کافې یې وڅَکله، خوند یې ورکړ،په زبه یې له تالو ټک وایست. په همدې وخت کې دوه شين سترګي ځوانان د نازکې څرمنې په تنګو واسکټو او پتلنو پټ، په ورهً را ننوتل، پر ډبرین غولي يې د پوځې ډوله موزو د نالونو غـژس خوت، دواړه لکه روسي یــږان دهغه مخې ته تم سول، بد بد یې ورته وکتل، یوه د سر په اشاره د میز د پریښودلو ورته وویل.

له ونې دنګ ناست سړي غبرګې پښې راټولي کړي، په کاوړ(قهر) یې پورته ورته وکتل، پاسنۍ سونډه یې په غاښ وسکونډله، په کیڼ لاس یې د برېتو یوه څنډه تاو کړه، بیرته يې سترګې د تلویزیون پرخوا واړولي.

یوه ډاکـو په خپل کیڼ لاس کې لګیدلي سګرټ ته وکتل، ژور دود یې ځیني کښ کړ، بیایې په ډکه پیا له کې ور واچاوه، سګرټ د څغـس په غږکې ساه ورکړه، ایره د قهوې پر سر تیت سوه، په خوله کې د دوګ لوخړه یې کړۍ کړۍ د هغه پر مخ ور پو کړه، هغه بل انډیوال یې له بورې ډکه قنداني له میزه ور پورته کړه، د ډریــور په تورو ولولي څڼو کې یې تسـه کړه.

موټرچلونکي په ډیره غوسه خپلي څڼې وڅنډلي، بوره ورڅخه لکه سپینه زیـږه واوره هره خوا وپاشیده، دواړه څنګلې یې پرمېز ولګولي، زنې یې پر پریړو چنبه کړیولاسونو تکیه کړه، بوري غټې سترګې یې رډې را ووتي، په پیاله کې د سګرټ لامبو ته سوچ یووړ، له ځان سره وبڼیده: لوز کول اسانه خو پوره کول یې ګرانه! ورپسي یې سوړاسویلی وکیښ، له خپله ځايه ولټـېده، پلنې اوږې یې شاته واچولې، د دروازې پرخوا یې درانه درانه ګامونه واخیستل، دسهارنۍ روپۍ یې ورکړي او یو شلګون یې د ځواني په دود ور پریښود. د دخل تر شا ولاړه پیغله ورته موسکۍ سوه، مننه یې ځني وکړه، دهً هم سر ورته وښوراوه، نیمه خوایې شاته وکتل او له رستورانته ووت.

لنډغر داسي په غوره کې سول، ته وا په باميانو کې خټېن«بودا» یې الوزولی! د تلویزون غږیې جګ کړ، یوه بل میز ته کیناستل. میلمه پاله (ګاړسون)له ناشتې سره را ښکاره سوه، پتنوس یې ددوی مخې ته کیښود، دمخ ګونه(رنګ) یې الوتې وه، وارخطا مالومیده، نه پوهیده څرنګه یې وریاده کړي… څنګلوري میز ته یې غلې سترګي ور واړولې، د سپین سرمیزې په نغښتلو یې پیل وکړ، یوه په تمسخُر ورته وویل:

ــ هغه تورسري لکه چي خپه کړي؟

ــ یا، ماته یې څه نه دي ویلي، خو ستاسو…

دویم ډاکو یې خبره ورپرې کړه، وې ویل:

ــ رښتیا، هغه لکه چې هیڅ اشتیا نه درلوده. خوابدی غوندې وً، که څنګه؟

ــ هو،همداسې… ګومان کوم موټر یې هم سم نه سوای چلولای، د پخلنځي له ورسۍ مې ور پام سو، کاماز یې مخته بوتلی، بیرته پرشا راغی، ستاسو له ښایسته یـماهــا موټرسایکلونو څخه یې کږه وږه تخته جوړه کړه او د تورو لوخړو تر شا د سترګو په رپ کې پناه سو!

ستاکوهلم، سویډن

۲۸/۱/۲۰۱۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب