جمعه, مارچ 29, 2024
Home+راګرځېدلی زمان | عبدالوکیل سوله مل

راګرځېدلی زمان | عبدالوکیل سوله مل

ښه مې په یاد دي، لکه همدا اوس او همدا شېبه؛ په درانه او خواږه خوب ویده وم. چې مېرمن مې په نیمه شپه کې له خوبه راکېنولم. 

ـ وادې ورېدل؟

خوبولی او زنګېدلی له خوبه راپاڅېدم. سترګې مې وموښلې.

ـ څه!؟

ـ په ښار او کوڅو کې په ګرځېدو بندیز ولګېد. 

حیران شوم. ومې پوښتله:

ـ ولې څه خبره ده؟

ـ وبا ګډه شوې ده.

له هغې وروسته په ورځو، ورځو او میاشتو، میاشتو خلکو په ځانونو پسې دروازې راپورې کړې دي. کورنۍ نه یواځې په ښار او بازارکې له پردیو سره له مخامخېدو او نږدې کېدو ډارېدې بلکې په کور د ننه هم یو له بله داسې لرې ګرځېدل لکه له یوه بله چې بوی ورځي. په ماشومانو باندې هم د لویانو شفقت او مینه ودرېده. هيچا خپل کوچنی سهار او ماښام په تندي او سر نه ښکلوه. سرکونه، لارې او کوڅې له وګړو داسې خالي شوې چې تا به ویل وبا ټول وګړي ځمکې ته د ننه کړي  او ټول ښارونه او کلي ېې په هدیرو اړولي دي. 

نن چې بیا په درانه خوب ویده یم. مېرمن مې بیا ښوروي.

ـ ژر کوه پاڅه! 

له دې سره مې د اولادونو شور او غږ راشي. بچیان مې چا غ او چوغ جوړکړي، ته وا د لنګۍ مرغۍ ځالې ته مارورغئ. ګرد له خوبه راکیني. ځان تېښتې ته چمتو کوي. زه سترګې وموښم. نېغ راکښېنم. مېرمنې ته چې سر ته مې لکه پیره داره ولاړه وي، خوارې سترګې ونیسم.

ـ ولې څه خبره ده؟

ـ نه پوهېږم، لکه چې زلزله ده. ټول مخلوق له کوره وتلی دي.

د باندې کوڅې ته لاس ونیسي. په غوږونو لاس کېږدي. 

ـ ته دا چغې او شورماشور نه اورې؟

زه چې د خپلو کوچنیانوچغ او چوغ ته فکروړی یم ،نېغ راپورته شم. کړکۍ ته ودرېږم. ټکان وخورم. په کوڅه کې د خلکو ګڼه ګوڼه مې هک پک کړي. مېرمنې ته مخ ورواړوم. خوله مې وازه پاتې شي. سترګې مې سپینې راووځي. پښې مې سستې شي. مېرمن مې په منډه له خونې راووځي. د اولادونو د چمتو والي جاج واخلي. بیرته راننوځي. څنګ ته راشي. په اوږه مې وټپوي. 

ـ څه ته ګورې؟ نه ګورې چې ټول مخلوق وتلی دی، یواځې مونږ یو چې دننه یو.

ما چې تیاره اسمان ته سترګې نیولي دي او په پټه په آسمان کې د تالندې برېښنا لړزونکوغږونو ته غوږ یم. پرته له دې چې څه ووایم؛ لکه یو سرتېری چې د خپل بولندوی امر پر ځای کوي، ښځې پسې شم. هغه د مخه؛ زه او کوچنیان ورپسې رهي شو. ډله ډله خلک په ځغاسته دي. یوه ډله د عیسوي پادریانو ده، د خدای مخلوق ورپسې دی. کنجکاوه شم. په لوړ غږ له ځانه سره ووایم.

ـ دوی چېرې ځي!؟

له شا راپسې غږ شي.

ـ ولې کوڼ یې؟ پرون دې په لوډسپیکر کې دا اعلان وانه ورید؟ 

مخ راواړوم:

ـ کوم اعلان؟ د څه شي اعلان؟ اعلان؟

ټول غلي وي. د هیچا ځواب نه اورم. لکه غیبي غږ چې مې اوریدلی وي. بیرته مخ راواړوم. هماغه غږ مې بیا غوږونه وتخڼوي.

ـ د جنت!

 له ځانه سره ووایم.

ـ جنت!

لکه د غره په یو ناو کې چې پلی روان یم او زما له خولې وتلی غږ راغبرګ شي.

ـ بلې جنت، که غواړې په جنت کې ځای راونیسي؟ هغوی یې پلوري. که شتمن یې؛ پرې ورځه.

بیا شاته وګورم، ټول داسې غلي  او وېرېدلي وي ته وا ګونګیان دی او یا ېې خولې ګنډلي دي. نامعلوم لور ته په ځغاسته دي. ناببره مې مېرمن له لاسه راونیسي. لکه له وړاندې تللو چې مې راګرځوي. 

ـ چېرې ځو؟

ځای پر ځای ودرېږم، لکه په لوی دریاب کې چې ورګډشم. مخکې تر دې چې د مېرمنې بې ځوابه پوښتنه ځواب کړم. سترګې مې په هغو کسانو کې ښخې شي چې سپینې جامې ېې پرتنونو دي او لویې لونګۍ یې تړلې دي.

د مېرمنې مې خوله وازه پاتې شي ، مخ راواړوي. د مخه تر دې چې د دغو سپینو جامو او لویو لونګیو  لرونکو ږیرورو، په باب زما غبرګون وویني، په حیرانتیا ووايي :

ـ دا طالبان نه دي څه ؟ 

پرته له دې چې د خپل ګومان صحت پر ما تصدیق کړي، له ما وپوښتي:

ـ دا دلته څه کوي ؟

زه په ځواب فکر وکړم، خو مخکې له دې چې په دې باب څه ووایم بیا له شا غږ شي.

ـ نه وینئ چې ځانمرګي واسکټونه یې پر تن دي!؟ 

مېرمن او زه دواړه مخ شاته واړوو. خلک هماغسې لکه ګونګیان؛ بې غږه او غوږه پر مخ روان دي. بې واکه مې له خولې راووځي.

ـ د څه لپاره؟

غیبي غږ بیا راپورته شي.

ـ ددې لپاره چې ځانونه والوځوي. 

بیا په غږ پسې مخ شاته واړوم که څښتن یې ومومم. له ځانه سره وبونګېدم. 

ـ د څه لپاره؟ دوی خو له خپلو دښمنانو سره سوله کړې. 

دا ځل له شا نه، بلکې له پورته هوا نه هماغه غږ راغبرګ شي.

ـ خو دښمنانو له دوی سره سوله نه ده کړې ځکه خو دا ځل دوی غواړي په ټوله نړۍ کې خپل دین خپور کړي. اسلام!، اسلام ، اسلام ……

ښکته پورته، شاوخوا وګورم. د غږ خاوند د پخوا په څېر نه ښکاري. 

ګړز شي لکه اتوم بم چې وچوي. سپین پړک شي. ټول وګړي هغوی چې لکه مړي ارام روان وي، په منډو شي. ټول اسمان ته وګوري، په اسمان کې د هوایي بېړۍ لیکه په ځغاسته وي. اور او لوګي ټوله فضا نیولې وي. خلک له یو بله وپوښتي:

ـ څه خبره ده؟

بل ځواب ورکړي. 

ـ ولې ته نه یې خبر؟

درېم کس هک پک شي.

ـ نه څه خبره ده؟

 ـ دریمه نړیواله جګړه کېدونکې ده.

یو د پاخه عمرلرونکی استاد چې فرانسوي ږیره لري، ته وا له هرڅه خبردی ووايي:

ـ ښه ، ښه…. دا به هغه میلیونران او میلیاردران وي چې  په دې بېړیو کې نورو سیارو ته تښتي. نو دا سیاسي کسان ولې داسې یوه جګړه پیلوي چې په ګټلو ېې باوري او ډاډ مند نه دي.

بل ته وا د تاریخ استاذ او یا لوی فیلسوف دی ، مخ ورواړوي : 

ـ کومې جګړې ګټونکی درلود؟ ټولې جګړې بایلونکي دي. هغه چې جګړه ګټي هغه هم بایلونکی دی. 

بیا چوپتیا زور واخلي. ټول ځای پر ځای ودرېږي. سرونه یې بې واکه ځوړند شي. اندېښنو کې ډوب شي. د هر چا په ذهن کې د اوسنۍ نړۍ او تمدن د ړنګولو رنګارنګ تصویرونه جوړ شي. له وېرې ورېږدي. لکه ګوزڼ ېې چې ونیسي، په ټولو رپ ولګېږي. غوږونه څک ونیسي. یو بل ته معنا داره وروګوري. له دې سره ټول د هغه میدان پر لور ګړندي ګامونه پورته کړي، له کومه ځایه چې غږ راځي. لویه میدانۍ ده. ګڼ خلک راټول دي. د میدان له پاسه په هوا کې لوی تلویزیون لکه د سینما پرده را ځړیدلی دی. مخکې له دې چې د خبرونو ویاند خبرونه واوروي؛ اورسلیم راڅرګند شي. بوږنوونکي تصویرونه د تلویزیون په لویه پرده لاړ او راشي. د سترګو په رپ کې د تلویزیون په پرده دا خبر ولیکل شي.

ـ هغه خبر چې همدا اوس راورسید…

او له دې سره سم د خبرونو ویاند په لړزیدلی غږ ووایي:

ـ نن د قیامت پیل دی. 

ټول مخلوق په سجده پرېوځي، بیرته زر راپورته شي. یو بل ته او بیا د تلویزیون خبرونو ته غوږونه څک ونیسي. ویاند بیا ووایي:

ـ نن په اورشلیم کې دجال لیدل شوی. 

په دم ګړۍ کې چیغې او سورې ټول عالم په سر واخلي. هریو غوږونو ته لاسونه پورته کړي. 

ـ توبه، توبه، توبه، خدایه… 

غرونه دي چې نړېږي او سیندونه دي چې وچېږي. په ښۍ سترګه ړوند ځوان چې ګېډه یې راوتلې ده؛ داورشلیم په واټونو کې په مزله بوخت دی. شاوخوا یې لوی مخلوق راتاو دی. ټولو ته لاسونه ښوروي، په لوړ اواز چیغې وهي. 

ـ ای مخلوقه، زما خواته راشئ! زه ستاسې بادار او څښتن یم. زه هغه یم چې تاسې ته مې لاسونه او خواړه درکړي دي.

په میدان کې راټول کسان چې د تلویزیون په ننداره بوخت دي. هک پک شي. سرونه یې وګرځي. اندیښنې ېې واخلي. د هر یو په مغزو کې ګڼې پوښتنې راوټوکېږي. له یو بله وپوښتي.

ـ دجال به ترکومه په نړۍ حاکم وي؟ 

یو ځواب ور کړي.

ـ څلوېښت ورځې!

بل د نفې سر وښوروي.

ـ څلوېښت ورځې نه، څلوېښت کلونه!

د څلوېښت کلونو په اوریدوبیا په ټولو سرونه وګرځي. بیا خدای ته په سجده پرېوځي. بیرته راپاڅي.

ټول اسمان ته لاسونه ونیسي.

ـ یا لویه خدایه دا خو ډېره اوږده موده ده. موږ به څنګه د دجال دومره اوږده واکمني وزغملای شو. له دې دې کاشکې پخوا وژلي وای.

یوه ډله غږ کړي. 

ـ یا محمده! 

له  بل لوري نورغږونه راشي .

ـ یا عیسی!

لکه خدای چې د ټولو غږ واوري. ناببره د تلویزیون په لویه پرده د هند د اقیانوس له منځه دزړه راښکونکې موسیقي غږد ټولوټپي زړونه ټکورکړي. د موسیقۍ د زړه راښکونکوڅپو په منځ کې عیسی(َع) هم له لیرې راښکاره شي. له دې سره د خبرونو ویاند ووایي:

ـ د مومنانو دعا قبوله شوه، اوس به ډیرژر عیسی (ع) دجال په خپله سزا ورسوي او مړی به یې د سپیو خوراک وګرځي. 

د خلکو رنګونه بیرته وغوړېږي او زړونه یې له خوشالۍ ټوپونه واچوي. 

لندن ـ انګلستان 

جون ـ ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب