یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+لاهو؛ یو کاریزماتیک شاعر

لاهو؛ یو کاریزماتیک شاعر

نعمان دوست
عام الفیل (د فیل کال) و. ابرهه له خپلو پیلانو سره په دې نیت له غوسې سور او شین راغلی و چې کعبه شریفه ورانه کړي. لښکریانو یې د لارې په اوږدو کې د خلکو مالونه لوټول. چې کله رانږدې شو؛ نو عبدالمطلب د خپل قام په استازولۍ ورغی؛ قهرجن ابرهه یې په لیدلو دومره تر اغیز لاندې راغی چې ور پاڅید او ځان سره یې نږدې کیناوه.
په قریشو کې ډیر سرداران، سوداګر او پهلوانان و؛ خو تاثیر والا پکې هم همدا عبدالمطلب و.
د دې لنډ تمهید موخه دا وه چې په اوسنۍ اصطلاح کاریزما، کسبي شی نه دی. دا فطري او خدايي دی. نه په پیسو ترلاسه کیږي، نه په زور او نه په نسب؛ فقط د ګوتو په شمېر خلک یې لري.
کاریزما، یوازې د قوارې او ظاهري بڼې نه وي؛ د ځینو خلکو خبرې هم دا خاصیت لري او چې څنګه مجلس کې خوله پرانیزي؛ نو غوږونه ورته داسې څک شي لکه پوخ ربابي چې نوې نغمه سُر کړي.
تاسو به ډیر وخت له داسې حالت سره مخ شوي یئ چې د یو چا خبرې، درته خوند درکوي. دا خبرې کله په ژوندۍ او شفاهي بڼه وي او کله په لیکلې بڼه. کله د شعر په ژبه وي او کله د نثر؛ خو پر تاسو د تاثیر جال را خوروي.
یوه له دغه شان شاعرانو زموږ پخوانی یار ښاغلی نور محمد لاهو  دی. د لاهو شعر چې شروع کړې؛ نو پکې لاهو شې او هغه وخت ترې ساحل ته وځې چې شعر خلاص شي. شعر یې خلاص شي خو اثرات یې تر ډيره پاتې وي. لکه په توده هوا کې چې  سړو اوبو کې له لمبا خلاص شې؛ خو بدن دې ورسره تر ډيره د تازه ګۍ احساس کوي.
د لاهو شعر کله داسې وي چې سړی نپوهیږي د ده اصلي مقصد څه دی؛ خو بیا هم خوږ لګیږي. عیناً لکه د مارغانو ژبه چې هره زمزمه یې ذهن ته طراوت او نشاط بخښي.
د ده شعر تلوسه لري. دا تلوسه د کیسې په شکل نه ده چې اوس به څه کیږي، دا تلوسه د الفاظو خوږلني ده. چې هر لفظ لولې، زړه دې وي چې نور کلمات او جملې هم خوله کې وزبیښې او په لا ډيرو خوږو حلق شیرین کړې.
زه، د لاهو له شعرونو سره آن د ( بلال په وینو کې ) له چاپ مخکې اشنا وم. د دې ټولګې چاپ یې بیخي معتاد کړم. بار بار مې ولوسته، بار بار مې ترې خوند واخیست او بار بار یې وژړولم. دې شعرونو کې دومره زور و چې زما کمزورې حافظې هم تر ډيره وساتل او اوس هم یو نیم پکې خوندي دی.
د لاهو تازه شاعري لا پسې خوندوره کیږي، لکه څومره چې رباب زړیږي او ربابي زړیږي هومره یې نغمې پخیږي او هومره یې اغیز زیاتیږي. نه پوهیږم، د لاهو د شاعرۍ د اغیز تر شا به څه پټ وي؟ خو خبره دا ده چې دا سړی له شاعرۍ پرته نقاش هم دی، د رنګونو په امتزاج واقف دی، د رنګونو په اسرارو خبر دی. دې مهارت یې شاعرۍ ته هم لاره کړې، د رنګونو په څیر یې  په الفاظو کې هم ورته نقاشي اسانه کړې ده.
لاهو، ساده غږیږي؛ داسې لکه د ژمي پیتاوي کې چې له کلیوالو سره بانډار کوي؛ خو هره خبره یې نیغه زړه ته ښکته کیږي.
 بله خبره دا ده چې دی  په وچ زور خیالونه نه پنځوي، اول یې ذهن کې ښه پاخه کړي او بیا د الفاظو داسې کالي ور واغوندي چې د خیاطانو په اصطلاح په ناف برابرې وي.
د لاهو، شعرونه لکه د بریالیو کیسو پلاټ (خاکه) تر ډيره په ذهن کې پاتې کیږي، که الفاظ او کلمات یې پاتې نشي؛ نو یو پټ اثر یې خامخا تر ډېره پر ذهن خور وي.
راځئ، یو تازه شعر یې ولولئ. زه به یې هم بیا له سره در سره ولولم:
  د زیتونو نرۍ څانګه
راته ښکاري چې زه هم لکه د صبر شینکۍ  ونه ،
ډير پخوا یمه مړ شوی
هو ! د صبر دنګه  ونه ،
 چې نه غواړي ، حتا مرګ یی هم  له مړینې نه خبر شي
اې ترخو ترخو شرابو !
اې د خوب اې تکو سپینو دوا ګانو !
 داسې نه ده ؟
 * * * * *
راته ښکاري نور سفر نشم کولی
عنکبوت ، زما بوټان دي  په تارونو په یو بل پورې ګنډلي
او ګلان هم تر ما ډير بیچاره شوي
په خپل زړه هر چیرته نشي غوړیدلی
او هندارې ، مجبوریت نه ، دروغ وايي
د کاله پر دیوالو مې ، رسم شوي پتنګان هم ، لکه سرې اوسپينې پاڼې ،
 ټول له مخې الوتلي
* * * * * *
 راته ښکاري ، د ګلانو پرمخونو وچه شوې ، شیرچايی ، لمده ښکلا ، واړه  دروغ  ده
د هر غږ پر سپينې پاڼې لکه زخم
 فریبونه لیکل شوي .
 لکه واوره ، دا د قو ، دا تکه سپینه او پسته بڼکه ګورې ؟
تر دې هم یوه تنکۍ ، خوږه نجلۍ ، دلته  اوسیږي
 له ویښتو یې د انګورو د وښکي په څير، تک ژیړ شراب ، څڅیږي
او اوږې یې  په ماښام کې ، د سپوږمۍ  غوندې رڼا کا
خدای منې ! چې ما تراوسه دا جلوه لیدلې نه ده ؟
نه مې هم ترې مړه څراغ ته ، له رڼا یې ، خپله  لپه ډکه کړې
 * * * **
کله کله نیمه شپه کې له خپل کوره په خپل ځان پسې راوځم
زه به چیرته لکه سیوری ، د کوم دنګ دیواله شا ته یم هیر شوی
کوم څوک شته چې ما پیدا کړي ؟
کوم څوک شته !
چې دا پرځمکه ګونځې شوی ، وروست تصویر ،
؟ لکه زوړ فرش، له خاورو ټول کا
 بیا یی بیرته پر زاړه قالب ور میخ کړي
 * * * * * *
کله غواړمه له  نوح  سره په خوب کې ، په یوې  کشتۍ کې کینم
ورسره هغه کوترې ووینمه
چې یې پاڼې د زیتونو وي  په خولو کې .
خلک وايی : مړی ،  خوب نشي لیدلای  .
اې نیازبینه انځورګره !
چې لګیایی رسموې د پتنګانو پر وزرونو شهکارونه !
ته کوای شې  ما یو بل شانتې انځور کړې؟
 چې هم  مړ یم او هم خوب وشم لیدلی ؟
————
۱۴۰۱/حمل/۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب