جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهم.م.: که ط البان د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي، نړۍ به...

م.م.: که ط البان د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي، نړۍ به افغانستان ته شا واړوي

تاند(سې شنبه، د حمل ۸ مه) د ملګروملتو یوه چارواکي نن (سې شنبه) خبرداری ورکړ، که طالبان نجونې پرېنږدي چې ښوونځیو ته لاړې شي، دا خطر شته چې نړیوال د افغانستان کړکېچ هېر کړي.

طالبانو تېره اوونۍ هغه مهال د افغانانو او نړیوالو غوسه ځان ته وپاروله چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې وویل چې تر بلې خبرتیا پورې ښوونځیو ته لاړې نه شي.

د ملګروملتو د پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) رييس اچیم شتاینر نن وویل، د نجونو د ښوونځیو نور ټالول نه یوازې د افغان نجونو راتلونکې ته زیان اړوي بلکې دا خطر هم ورسره تړلی چې افغانستان یومخ هېر کړل شي.

حاضردمه د افغانستان د خلکو لوی اکثریت د نړیوالو په مرسته ګوزران کوي. د اکثرو طبي کارکوونکو، ښوونکو او ګڼو نورو ادارو د کارکوونکو معاش هم نړیواله ټولنه ورکوي.

د ملګروملتو د پراخنتیايي پروګرام ريیس چې د خپل دوه ورځني سفر په پای کې په کابل کې له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه:«زموږ او د ملګروملتو لپاره، دا یوه حساسه شېبه ده چې په ترڅ کې یې باید نړۍ افغانستان وپېژني. خو د افغانستان مشران هم باید دا درک کړي چې نړۍ په اسانه پام له افغانستانه نورو بحرانونو ته اړولی شي.»

شتاین وویل:«که د ښوونځیو په برانیستلو کې کومه تخنیکي ستونزه وي، ملګري ملتونه به یې حل کولو ته لومړیتوب ورکړي.»

ده په عین حال کې وویل:«خو که دا کار له اصولو څخه د شاتګ نخښه وي، بې له شکه چې یو بحران به رامنځته کړي.»

طالبانو ژمنه کړې وه چې دا وار به د تېر ځل په شان افراطي کارونه نه کوي، نجونو او ښځو ته به د زده کړو او کار اجازه ورکوي او د نړۍ  نورو هیوادونو د حکومتونو په شان به له خپلو خلکو سره نورمال چلند کوي.

خو په وروستیو دوو اوونیو کې طالبانو د نوي یمې لسیزې په شان اقداماتو ته زور ورکړی، نه یوازې دا چې نجونې یې ښوونځیو ته له تګه منع کړي نارینه وو ته یې هم ویلي چې بې ږیرې دولتي ادارو ته لاړ نه شي او د پتلون او دریشي په ځای کمیس پرتوګ واغوندي او لونګۍ پر سر کړي.

د سرزورو طالبانو دا اقدامات د یو شمېر معتدلو طالبانو له غبرګون سره هم مخامخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي په افغانستان کې په ملیونونو کسان له داسې بشري بحران سره مخامخ دي، چې په چټکۍ د پراختیا په حال کې دی. 

دې ادارې نن په خپل رسمي ټویټر کې ویلي، دوی نه شي کولی په افغانستان کې خلک هېر کړي او نه به دا کار وکړي.  

ملګرو ملتونو ویلي د افغانستان اقتصاد د پاشلتیا خوا ته روان دی او اقتصادي بحران به د ملیونونو بېوزلو افغانانو ژوند وګواښي.  

4 COMMENTS

  1. د طالبانو د مشرانو پرې کړو ته په کتو او ددوی نه ماتیدونکی اړيکې له پنجاب سره دا هر څه په ثبوت رسوي چې افغانستان او افغان به د پنجاب لاس ته دوی کېنوي، خو پدې کار او ددې غلامانو کړنو ته به هم افغانان تر اخره آرام پاتې نسي… الله تعالی دې خير کړي نر کومه چې زه ددوی عمل په حقيقت کې وینم نتيجه يي ډېره دردناکه ده..

  2. ښه طالب او بد طالب نشته، نرم او سرزوري نشته !
    ټولو د یوې مخې د ترهګرو په ځاله کې روزنه ترلاسه کړې، قبله یې اسلام اباد ده، دین یې افغان وژنه او کلتور یې افغانستان ورانونه، کردار یې تشدد او سیاست یې ویره او حراست دی، امام یې باجوه او لارښود یې مولانا فضل الرحمن، سمیع الحق او سیاسي لارښود یې عمران خان او د بهرنیو چارو لابي ګر یې قریشي دی.
    ډیر نه ډیر به ۵ کاله حکومت وکړي، خو په پای کې به وُلس هم دوه سپیږمو له راشي، او دا ځل به ترهګر بیا خپلې پنجابۍ آبۍ ته ولاړ نشي، بلکې دا خاوره به یې هدیره وي، او دلته به یې ککرۍ ماتېږي.
    دا له یاده مه باسئ، چې د نړیوالې ټولنې تر څنګ افغان ملت سره دښمني به طالبان د ناکامۍ په لور سوق کړي.
    طالب همغه طالب دی، نه بدل شوی او نه سم شوی، همغه د سپي لکۍ ده !!

  3. دا څرنګه جادویې کمال دی؟ چه هر څه پنجاب وغواړي هغسي عملآ اجراعات کیږي.
    طالبه! پنجاب داړونکی سپی درنه جوړ کړئ دی.
    اخیر څه دي پکي لیدلي دي په دغه پنجاب کي؟ لږ زمونږ سر هم پرې خلاصوه .
    نه روپۍ درکوي نه مرسته، نه دي آرام ته پریږدي.
    طالبه! مشران مو خرڅ دي دین مین نسته تاسو نه یې سپر جوړ کړی دی.

  4. د طالباب مشرانو ښځی پنجاب کی ګروګانی دی، تر اوسه یی کورونه اسلام آباد او لورانی یی په پنجاب کی پوهنتونونه وایی. تر څو چی دوی خپل کورونه له پتجابه څخه و نه باسی غلامی به همداسی روانه وی. بله خبره چی هیچا تر اوس داسی یو ملا ندی لیدلی چی د هغه خور، مور یا لور مکتب ویلی وی د ملایانو ښځی ټولی لکه خری بیسواده دی صرف د غوولو نور څخه له هغوی نه جوړیږی. زه ټولو ډاکټرانو ته وایم چی د ملا لور او خور چی درتله اول یی ښه کلکه وغی یی بیا یی معاینه کړی دوی ښځه غی پدی اسلام او حمارت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب