چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeسپورتګراهام توپ د ملي لوبډلې سرروزونکی غوره شو

ګراهام توپ د ملي لوبډلې سرروزونکی غوره شو

ګراهام له ۱۹۸۷ کال تر ۲۰۰۲ کال پورې د انګلستان د اخلي او نړیوالو لوبو په ډګر کې استازولي کړې چې د یاد هېواد لپاره یې په ۱۰۰ ټېسټ لوبو کې ۶۷۴۴ منډې او ۸۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۲۳۸۰ منډې کړې دي.

ښاغلی ګراهام سربېره پر دې د انګلیستان د کاونټي کرکټ کلب په ۳۴۱ لوبو او دغه راز په ۳۵۴ لېسټ اې لوبو کې ګډون کړی او د توپوهنې په ډګر کې غوره لوبغاړی پاتې شوی دی.

سربېره پر دې ښاغلی ګراهام د روزنې په ډګر کې هم ډېره او غوره مخینه لري چې د ۲۰۱۱ کال له اپریل میاشت یې د روان ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې د انګلستان او وېلز له کرکټ بورډونو سره په بېلابېلو ملي ډګرونو کې مسوولیت ترسره کړی دی.

ګراهام د ۲۰۱۹ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې د انګلستان لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او دغه راز یې یې له ۲۰۱۱ کال تر ۲۰۱۹ کال پورې د توپوهنې د ملي روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

همدارنګه نوموړي له انګلستان او وېلز لوبډلو سره له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۱ پورې او له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ پورې په کورني کرکټ کې د مسلکي روزونکي په توګه مسوولیت ترسره کړی دی.

د یادونې وړ ده چې نوموړی دغه راز د روزنې په ډګر کې تر دریمې کچې پورې زده کړې لري او د یادو زده کړو څلورمې کچې ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب