جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهپر لوستونکي ولاړه کره کتنه| محمد ياسين اديب

پر لوستونکي ولاړه کره کتنه| محمد ياسين اديب

د ادبياتو په برخه کې چې څومره ليکلني اثار زياتيږي په هماغه اندازه د یوې ژبې ادب د پرمختګ په لور روانيږي. خو دغه اثار هغه وخت ادب ته ګټور حسابيږي، چې موضوع او محتوا يې د نوموړي ژبې د ويونکو له غوښتنو او د يادې ژبې له کلتوري اړتياو سره سم وي. دغه اثار کره وي او لوستونکي ته يو څه ورکړي. اثر خو به هرڅوک وليکي مګر کره او ښه اثر به د ډېرو لږو ليکوالو په قلم وليکل شي.

اوس خبره دلته ده؛ موږ څنګه پوه شو چې کوم اثر ښه او لوستونکو ته ګټوره ده او کوم بې ګټې په ادبياتو کې دغه دنده کره کتنه په غاړه لري. کره کتنه لکه څرنګه چې له نامه يې ښکاري د يو اثر کره والی او موثرتوب موږ ته څرګندوي. کره کتنه دا راته جوتوي چې کوم اثر ښه، په ليکني معیارونو برابره او کوم نه دی.

کره کتنه د يو اثر ښه والی او بد والی موږ ته راښيي. ددغه علم د زېږدو نه  تر دې دمه دېرې نظريې او قوانين د پوهانو او کره کتونکو لخوا وړاندې شوي دي، چې دغه قوانين موږ سره د يو اثر په پېژندلو کې د څراغ په څېر دی.

د دغو نظريو له جملې څخه يو هم (پر لوستونکي ولاړه کره کتنه) (Reader oriented criticism) ده، چې د مشهورو کتونکو لخوا د شلمې پېړۍ په وروستيو کې رامنځته شوه.

دغه ليکنه کې به د دې بحث اړوند لاندې پوښتنې ته ځواب ووايو:

دغه کره کتنه څه وخت رامنځته شوه؟، د رامنځته کيدو عوامل  يې څه و؟ او د دې کره کتنې موخه څه ده؟ او کومې ګټې له ځانه سره لري؟.

پر لوستونکي ولاړه کره کتنه لکه څنګه چې له نامه يې ښکاري، د اثر د لوستولو پر وخت نه پر متن او نه پر پنځګر بلکه تاکيد يې پر لوستونکي دي.

دغه کره کتنه هغه وخت رامنځته شو کله چې يوه ډله کره کتونکي دغه ادعا کوله: ليکوال  چې يو متن يا اثر پنځوي نو له متن سره يوځای مانا هم ورسره ټاکي او همدغه  مانا هر ځای او هر چېرې له متن سره مل وي. لوستونکي چې متن لولي بايد هڅه وکړي ترڅو د ليکوال لخوا چې کوم پيغام د متن تر شا پټ دی هغه را وسپړي که چېرې څه  ترې واخیستلی شو، اثر ښه او که بريالی نشو نو اثر ښه نه دی. دغه ډله خلک د متن او او مانا تخليق کول؛ يواځې د ليکوال دنده ګڼله او لوستونکي يواځې د لوستلو دنده. دغه کره کتنه د دوديزې ياسنتي نقد په نامه يادېدله.

د ۱۹۷۰ز کال په وروستيو کې يوه ډله کتونکي را ولاړ شول او د دوديزې  کره کتنې پر خلاف يې نظريې ورکړې او وې ويل چې پنځګر نشي کولی د هر لوستونکي د ذهن او تجربې سره سم دوی ته پخپل متن کې ماناوې ولېږدوي. کله چې ليکوال اثر ليکي يو ډول مانا پخپل ذهن کې لري، خو کله چې دغه متن بل لوستونکی لولي هغه بل ډول مانا ترې اخلي.

د شلمې پېړۍ په لومړيو کې ژبه او د هغه اغيز په انساني ژوند کې د غربي روڼ انداو (روشنفکرانو) د بحث موضوع وګرځېدله.

 د هرمنيوتيک[1] د نظریې ورکول د (اشلاير ماخر[2]) الماني پوه پواسطه او د ديني متونو تفسیر او پوهېدنې د څرنګوالي موضوع تر بحث لاندې ونيوه او دغه بحث د (نظیر دلتای[3]) او (ګادامر[4]) لخوا پای ته ورسېده. د دغې څېړنې اساسي ټکي، د متونو په پوهېدنه کې د جز او کل د متقابلې اړيکې تشريح دی. پر جز پوهېدنه د کل په مرسته او پر کل پوهېدنه د جز په مرسته. په دې مانا چې موږ د وييونو په ماناو هغه وخت پوهېږو چې ټوله جمله ولولو او پر جمله هم هغه وخت پوهېدای شو، چې د ټولو وييونو پر ماناو پوه شو. پر دې بنسټ ګادامر د ګډوله اندونو (نظریاتو) موضوع مخته کړه، په دې مانا چې د متن په پوهېدلو کې د لوستونکي ليدلوری، چې د ليکوال ليد ته نژدې کيږي  ورسره ګډيږي او نوی مفهوم پيدا کوي. دغه بحثونه د ژبپېژندنې له موضوع سره يوځای چې مشهور سويسي پوه(فردينان دو سوسور[5]) پيل کړه د رغښتوالې((Stricturalism د پيدايښت لامل شوه.

د سوسور په اند ژبه له کوچنيو اجزاوو څخه يو جوړ شوی نظام دی. د ګرافيمونو د يوځای کېدو او له يو بل سره د ځايونو د بدلېدو قانون، هغه څه دي چې د مانا دارو عبارتونو د رامنځته کېدو لامل کيږي. کله چې ګرافيمونه سره يوځای کيږي يوه نښه ترې جوړيږي دغه نښې ته دال(Signifier) ويل کيږي او دغه دال خارج کې پر يو مدلول (Signified) دلالت کوي(دال د نښې بڼه ده چې ښکاري او مدلول د انسان په ذهن کې د نوموړي نښې جوړ شوي انځور ته وايي). «نقد خواننده محور و چالش هایش، محمدی»

کېدای شي دغه مدلول محسوسه وي؛ لکه په باندني عالم کې يو واقعي موجود ته اشاره وي؛ د بېلګې په ډول : عدالت، مينه او نور… يا يو خيالی مفهوم وي لکه: سیمرغ او يا داسې څه وي چې په خارجي نړۍ کې شتون ونه لري دا ټول طبيعي نښې دي.

بل ډول قردادي نښې دي؛ لکه: د (غوا) کليمه يو قردادي او اختياري امر دی، د ( غوا) مدلول ته د اشارې لپاره نورو ژبو کې نورې کليمې کارول کيږي.  يا سور څراغ چې په قراردادي ډول د درېدنې نښه ده. دغه ټول وضعي نښې دي چې د لوستونکي مربوط کيږي او د انسان لخوا ټاکل شوي دي. خو بيا طبيعي نښې انسان نشي جوړولی؛ لکه تبه چې د ناروغۍ نښه  او يا لوګی چې د اور په شتون دلالت کوي.

دغه قردادي نښو ته په کتو سره  ويلی شو چې د مدلول تصور د هر شخص په نظر توپير لري ؛ لکه د  (کور) له کليمي څخه د يو کليوال او ښاري شخص تعبير فرق کوي، ښايي د يو کليوال کس په ذهن کې له خټو يو جوړ شوی کور انځور شي او د ښاري کس په ذهن کې پاخه او څو منزله کور. د ماناو دغه توپير ته ( تعبیر) ويل کيږي.

پس دغه څرګندونو ته په کتو سره پوهانو دې نتيجې ته ورسيدل چې د يو متن شتون زموږ د قضاوت او پوهېدو لپاره بسنه کوي اړينه نه ده، چې ليکوال د خپل ذهن څرګندونې پر موږ وتپي. موږ د پنځګر نيت سره کار نه لرو زموږ کار له متن سره دی، خپله متن له موږ سره خبرې کوي او پنځګر يواځې د يوې وسيلې په توګه مطرح کيږي. پر لوستونکي ولاړه کره کتنه له همدغې موضوع څخه بحث کوي.

د امريکايي کره کتونکي ( ويمست او بردزلي[6]) په اند: هر ادبي اثر پخپل ځان کې پراته اطلاعلات لري، لوستونکي بايد هڅه وکړي چې هغه ته ځان ورسوي نه دا چې د پنځګر په نيت پسې وګرځي. پر لوستونکي ولاړه کره کتنه وايي: لوستونکي چې کله متن لولي، په متن کې مانا نه لټوي بلکه خپله د متن او لوستونکي د ګډ تعامل پواسطه نوې مانا تخليقوي.« ژباړه»

د دغېنظريې د پلويانو په اند لوستونکي دي چې  متن ته ساه ورکوي. د ليکوال ليکلی اثر تر هغه وخته پورې بشپړ اثر نشو ګڼلی تر هغه چې لوستونکي ونه لري او ويې نه لولي هر کله چې لوستونکي متن ولوست او مانا يې ورته پيدا کړه نو متن په حرکت راځي او بشپړيږي.

د دغې کره کتنې پر بنسټ رونالډ بارت[7] د پنځګر مرګ اعلان کړ او پنځګر يې د نوي کره کتنې له ساحې نه بېرون کړ، چې دغه نظريه د نوي او مخکينۍ کره کتنې ترمنځ  اساسي توپير ګڼلی شو، ځکه د مخکینیو کتونکو په اند پنځګر مانا تخليقول. د دوديزو کتونکو په اند د لوستونکي دنده داده، ترڅو هڅه وکړي د متن مانا کټ مټ هماغسې کشف کړي کوم ډول چې ليکوال غواړي او لوستونکي دا حق نه لري، چې خپل ذهنيت او اخیستنه پر متن باندې تحميل کړي. مګر پر لوستونکي ولاړه کره کتنه کې خبره برعکس کيږي. دلته پنځګر يو خواته کېنول کيږي څه چې د رونالډ بارت په اند مړ حسابيږي. دلته لوستونکی متن لولي د متن تل ته ننوځي او د خپلې پوهې او تجربې په مرسته د متن سره په شريکه نوې مانا را باسي. ( د ايزر[8] په اند مانا د متن او لوستونکي له رابطې نه پيدا کيږي، ځکه نو لوستونکی له متنه بهر نه دی او نه متن له لوستونکي څوک بېلولی شي.) «پر لوستونکي ولاړه کره کتنه\ اجمل ښکلی»

نه متن يواځې کولای شي مانا افاده کړي او نه لوستونکي د دې توان لري چې مانا پيدا کړي بلکه د دغو دواړو له ګډ تعامل څخه مانا زيږي.

دلته مهمه نه ده چې پنځګر څه وايي بلکه اړينه داده، چې لوستونکي له اثر نه څه اخلي. دغه کره کتنه موږ ته وايي چې متن يو ډول مانا نه لري بلکه هر لوستونکی د خپلې تجربې او فکري پوهې پر بنسټ له متن نه مانا اخلي لکه څنګه چې د انسانانو څهرې یو له بله توپير لري همداسې غوښتنې او فکري پوهه يې هم فرق کوي؛ نو مهمه نه ده چې بايد د ليکوال او لوستونکي اخیستنه يو ډول وي. ښايي له يو متن يو کس يو ډول تعبیر واخلي او بل لوستونکی بل څه ترې واخلي د بېلګې په ډول که موږ د (برياليتوب) کليمې ته ځير شو. دغه کليمه ښايي د بېلابېلو لوستونکو په اند بېلابېلې ماناوې ولري .( کېدای شي ځينو ته د شتمنۍ په مانا وي. ځينو نورو ته ښايي روغتيا، سالمه کورنۍ، خوشبختي، خوښي او ارامي برياليتوب ښکاره شي. له همدې کبله برياليتوب داسې موضوع ده، چې د خلکو لپاره بېلابېلې ماناوې لري. مګر شيو کهرا وايي: له دې ټولو سره سره زما په باور تر ټولو غوره تعريف دا دی:«بریاليتوب د پرله پسې ارزښتمنو اهدافو درک دی.» ) «شيو کهرا، ته ګټونکی يې، ۶۵مخ)

که له دې کره کتنې نه بهر شو او دا ومنو چې يواځې پنځګر دا واک لري چې د خپل متن مانا وټاکي نو مجبوره يو چې د (برياليتوب) هماغه يوه مانا ومنو که دغه مانا زموږ د فکر د منلو وړ وي کنه موږ دا حق نه لرو چې بل څه پرې زيات کړو. پر لوستونکي ولاړه کره کتنه موږ ته دا اجازه راکوي، چې برياليتوب نه بله مانا هم واخلو دا حق يواځې پنځګر نه لري. لکه څنګه چې ذهنونه او تجربې سره توپير لري همداسې ذهنونه او نظریې هم سره توپير لري.

نو پوښتنه پيدا کيږي، چې په دغه ډول کره کتنه کې د پنځګر دنده څه ده؟

پنځګر دلته يواځې متن ايجادوي، نشي کولی چې خپل ذهنيت پر لوستونکي تحميل کړي. کېدای شي پنځګر د متن د يو هدف لپاره ايجاد کړي وي او لوستونکي بل څه ترې واخلي.

انګليسي شاعر او کره کتونکی ټي ايس اېلټ هم دا خبره کوي، چې شاعر نشي کولی په شعر کې خپل احساس لوستونکي ته ولېږدوي، چې د ده پر ضد رومانتسان راپاڅېد او وويل، چې شاعري د شاعر د خپل فردي شخصيت هېنداره ده او پر اېلټ يې نيوکه وکړه چې دی د شاعر مقام او مرتبه ټيټه کړه او ماشين  يې ترې جوړ کړل، چې يواځې د تخليق کولو دنده يې ده بس. نور پنځګر نشي کولی خپل فردی احساس پخپل شعر کې وړاندې کړي او د پنځګر شخصيت نشي کولی موږ سره د شعر په پېژندلو کې مرسته وکړي.«نړۍ ادب، اجمل ښکلی،۲۳۲ـ ۲۳۴مخ»

د دغه کره کتنې ګټه:

اوس وخت کې که ادبيات د کره کتنې له اړخه وګورو، زموږ زياتره کره کتونکي پر متن کره کتنه نه کوي بلکه پر ليکوال نقد کوي. که يو پنځګر څومره ښه اثر وپنځوي، خو چې په ژوند کې يې يوه تشه موجوده وي؛ نو کره کتونکي د يوې تېروتنې له امله د نوموړي ټول اثر بد معرفی کوي یعنی شخصي عقدې د دې لامل کيږي، چې د اثر پر ځای پر ليکوال نقد وشي (پرته له دې چې د اثر ښېګنې ته وګوري پرې نيوکه کوي). پر لوستونکي ولاړه کره کتنه کې پر شخصیت نه بلکه يواځې پر اثر د نقد زمينه مساعده ده.

دغه کره کتنه موږ سره مرسته کوي ترڅو په يو متن کې د پنځګر د شخصي غوښتنې او فکر پر ځای د خپلې پوهې او تجربې پر بنسټ خپله انطباع واخلو او متن ته ساه ورکړو. البته دغه انطباع او اخیستنه داسې نه وي، چې له متن سره چورلټ توپير ولري بايد ذهني قرينه په پام کې ونيسو.  د دغې کره کتنې له نظره د لوستونکي کار له پنځګر سره نه بلکې له متن سره دی، یعنی پنځګر چې متن ليکي نوره فیصله لوستونکي ته پرېږدي.

دغه کره کتنه دا هم څرګندوي چې د يو متن مانا د وخت او شرایطو په بدلېدو سره تغيير کوي که يو شعر موږ ته اوس ښه ښکاره شي او خوند ترې واخلو کېدای شي همدغه شعر نه لس کاله وروسته لومړنی خوند بيا وا نخلو، لکه څنګه چې انسانان د وخت په تېرېدو سره بدلون کوي همداسې غوښتنې او شرایط هم بدلون کوي، ذوقونه هم په پخواني حالت نه پاتې کيږي.

پر لوستونکي ولاړه کره کتنه ټولوانتقادي ټولګو ته اشاره کوي چې د ۱۹۶۰م کال په وروستيو کې په شمالي امريکا کې دود شو. دغه ډول کره کتنه د هغو نظرياتو په مقابل کې رامنځته شو، چې ځينې کره کتونکي په دې اند او نظر ول، چې د متن مانا او مفهوم ثابت او تل پاتې دی او د متن مانا پرته له پنځوونکي نه هېڅوک نشي بدلولی، دوی متن او ثابته مانا يې له یو بله نه شليدونکي ګڼل. مخکې له دې چې دغه ډول کره کتنه رامنځته شي  په دوديزه کره کتنه کې چې لوستونکي اثر لوسته د متن ظاهر او باطن يواځې د پنځګر مال ګڼل او د فکر کولو او نقد کولو اجازه يې نه درلود. لکه څرنګه چې پنځوونکی متن تخليقوي ثابته مانا به هم دوی خپلو متونو ته ټاکل خو کله چې پر لوستونکي ولاړه کره کتنه رامنځته شو؛ نو تاکيد پر متن نه بلکې پر لوستونکي وشو، یعني متن ليکوال تخلیقوي خو مانا ورته لوستونکي ورکوي.

لوستونکي د خپل ذهنيت او پوهې په مرسته له متن نه مانا اخلي د پخوانيو نظريو پر خلاف دغه کره کتنه کې مختلف لوستونکي له متن نه مختلفې ماناګانې اخلي. دغه کره کتنه تاکيد يواځې پر لوستونکي کوي. يعني کله چې ليکوال متن ليکي دغه متن بې ساه وي هغه وخت دغه متن خوځښت او حرکت پيدا کوي، چې لوستونکي ولري او خلک يې ولولي.

د دغه کره کتنې له مخې ټول لوستونکي د متن په يو راز مانا کې څه ژبني مانا وي او څه هنري په يو نظر نه دي بلکه هر لوستونکي د خپلې پوهې او تجربې پر بنسټ له نوموړي متن نه مانا اخلي.

په لوستونکي ولاړه کره کتنه کې د ليکوال په تاريخي، سياسي، ټولنيز نقش او شخصي ژوند نه لرې اثر څپړل کيږي.

پــــای

اخځليـــــکونه

۱ـ بنتون، مايــکل. ترجمهة شهرام اقبال زاده. نقد ادبی خواننده محور. هفته نامه کيهان. مقاله    .

۲ـ ـ ښکلی، اجمل. ۱۳۹۶هـ.ل. د نړۍ ادب. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه. دويم چاپ.

۳ـ ـ ښکلی، اجمل. ۲۰۱۵ز. پر لوستونکي ولاړه کره کتنه. تاند، www.taand.com/main

۴ـ ـ فــرهاد. ۱۳۹۳هـ .ش. نـقد نــو، Urmiapoets.blogsky.com

۵ـ کهرا، شيو. ژباړه:شېرخان شهير.۱۳۹۸هـ.ل. ته ګټونکی يې. کابل: اکسوس کتابپلورنځی. لسم چاپ.

۶ـ محمدی. ۱۳۹۱هـ ش .نقد خواننده محور و چالش هایش. Urmiapoets.blogsky.com

۷ـ یوسف قنبری، فرزانه. ۱۳۹۱هـ .ش. نقد خواننده محور.adabiat_parsi.mihanblog.com

[1]د هرمنيوتيک کلیمه(Hermeneutics) د (hermeneuein) له کليمې نه مشتق شوې ده چې د سپړلو په مانا ده. په دغه نظريه کې د يو متن اړوند پوښتنې راځي. لکه د متن طبیعت څرنګه دی؟ د متن له پوهېدو نه موخه څه ده؟ او د لوستونکو ليدلوري تر کومه حده او کچه دی له نوموړي متنه. دهرمنيوتيک نظريه دغو پو ښتنو ته ځواب وايي.

[2]ارنست اشلاير(arnest aslair)، ۱۸۳۴ز مړ، الماني پوه. د الهياتو پلار په نامه مشهوره دی.

[3]ویلهلم دلتای(welhlam dalty)، زوکړه ۱۸۳۳ز، ارواپوه او المانی فیلسوف.

[4]هانس ګيورګ ګادامر(hans_ georg gaamer)، زوکړه ۱۹۰۰ز، المانی فيلسوف.

[5]فرديناند دوسوسور(Ferdinand de Saussure)، زوکړه ۱۸۵۷، سويسی پوه.

[6]کريک بردزلی(criaig bredzli)، زوکړه ۱۹۶۰ز امريکا.

[7]رولان بارټ(Rolan bart)، زوکړه ۱۹۱۵، فرانسوی پوه.

[8] ولفګانګ ايزر(wolfgang iser)، زوکړه ۱۹۲۶ز ، المانی پوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب