چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهازبکستان لېوال دی چې له افغانستانه تر پاکستانه رېللار وغځوي

ازبکستان لېوال دی چې له افغانستانه تر پاکستانه رېللار وغځوي

تاند(سې شنبه، د حمل ۸ مه) ازبکستان لېواله دی چې ژر تر ژره د افغانستان له لارې پاکستان ته د خپلې رېللارې د غځولو پروژه پیل کړي.

د دې پروژې، چې (ترانس- افغان رېلوې لاین) نومېږي، لګښت ۵ ملیارد ډالره اټکل شوی دی.

د فبرورۍ په دوهمه په تاشکند کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان چارواکو له مزارشریف څخه تر پېښور پورې د دې ۶۰۰ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړېدو پر طرحې سلا وکړه.

د دې پروژې د اجرا په صورت کې به نه یوزاې افغانستان او ازبکستان بلکې د منځنۍ اسیا نور په وچه کې ایسار هیوادونه د هند سمندر اوبو ته لار ومومي.

حاضردمه د ازبکستان رېللار تر مزارشریف پورې رسېدلې ده خو په پام کې ده چې دا رېللار له سالنګونو تېره او کابل او جلال الاد ته وغځول شي.

که دا پروژه عملي شي پاکستان ته به د منځنۍ اسیا او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د پاکستان او نورو هیوادونو بازارونه لنډ شي.

همداراز ټاکل شوې وه چې د ترکمنستان رېللار د افغانستان له خاورې له تاجکستان او د ایران رېللار د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره وصل شي.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د امنیت د نشتوالي له کبله دا پروژې عملي نه شوې خو اوس چې امنیت شته، پیسې نه شته او سترې مالي موسسې په داسې یوه هیواد کې چې په نړیواله کچه په رسمیت نه وي پېژندل شوی او د امربالمعروف په شان خپلسري ادارې لري، پانګونه نه کوي.

1 COMMENT

  1. د ط کوم کار او عمل چې ليدل کيږي ټول د پنجاب د ساتلو لپاره ده، يو بل جای يي ليکلي وو چې کوم غونډل شاه د شمالي کومې سيمي ته روان ده او کوم د اوبو د بند ليدنه کوي او ورسره ليکلي يي دي چې د افغانانو د غنمو مشکلات به حل کړي، دوی دې اول هغه د خوار افغانانو مېوې او سبزيجات په اوړي کې په باغونو کي تر خوساکيدو نه پريږدي چې د ډيرو بغادارانو مشکلات حلولی سي،خو وخت چې د ګټې راسي بیا په کرغيړنه کرښه پنجاب ته يو بل غلي پاتې وي او د ميليونو ډالرو ګټې په خاورو بدلې کړي خو د پنجاب چنجن غنم او له مرداريو ډکې ترکاری او مېوې چې ټولې د انساني او تبعي مرضونو ډکوي په افغانانو خوري او ټول ملت يي په سختو مرضنو اخته کړای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب