ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار
د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګې استاد
لنډیز
قافيهپوهنه د ادبي فنونو له ډلې څخه هغه پوهه ده، چې د نظم د وروستيو هماهنګيو څخه بحث کوي. قافيه عربي کلمه ده، په لغت کې شا ته وايي. دودیزه قافیهپوهنه د عربي له لارې پښتو ژبې ته راغلې ده؛ نو اصول او قواعد یې هم د عربي ژبې له مزاج سره برابر دي. لکه څنګه چې د یوې ژبې ګرامري اصول پر بله ژبه سل سلنه د تطبیق وړه نه دي، همداسې قافیهپوهنه هم در واخله. په دودیزه قافیهپوهنه کې توري یا ګرافیم ته ارزښت ورکول کېږي او کوم فونیمونه چې ګرافیم نه لري، هغه حرکات بولي، په عربي کې خو دا آر سم راځي، فارسي ژبه هم ګوزاره ورسره کوي، خو په پښتو کې حرکات نشته، ټول(۳۶ ) فونیمونه لري چې(۲۷) یې بېواک، (۷) خپلواک او (۲) اوازونه (w-y) د ډېری پوهانو په اند نیمواک دي. پښتو دودیزه قافیهپوهنه د عربي غوندې په پښتو کې هم د حرکتونو پر شتون زور اچوي او کوم خپلواک فونیمونه چې په لیکدود کې ورته ګرافیم ټاکل شوی نه دی، هغه د حرکتونو په نامه یادوي. په دودیزه قافیهپوهنه کې د سترګو پر قافیه تاکید شوی دی. خو اصلاً قافیه د اورېدلو په حس پورې اړه لري، هماهنګي پر سترګو نه، بلکې پر غوږونو د درک وړ ده. په دودیزه قافیهپوهنه کې یو باب د قافیې عیبونو ته ځانګړی شوی وي، ځینې یې په ریښتیا هم قافيه نیمګړې کوي، که شاعر و ناظم ځان ترې وژغوري، ښه کار دی. پر پخوانۍ دوديزه قافيهپوهنه باندې نقد د معاصر وخت غوښتنه ده، قافيې ته له نويو زاويو کتل، د دې څېړنې ارزښت ور سيوا کولای شي. د دوديزې قافيهپوهنې پر هغو اصولو کرښه ايستل چې د شعر له ښکلا سره مرسته نه کوي، د دې څېړنې موخه کېدای شي. پاتې دې نه وي چې د دې څېړنې ډول کتابتوني او ميتود يې تشريحي – تحلیلي دی. د دوديزې قافيهپوهنې اصول اويا سلنه هم پر پښتو نظم و قافيه د تطبيق وړ نه دي؛ نو د پښتو قافيهپوهنې لپاره د اصولو تدوين اړين کار دی.
آر وییونه: قافیهپوهنه، قافیه، د قافيې عيبونه، رديف
سریزه
قافیهپوهنه د ادبي فنونو په ډله کې یوه پوهه ده چې له نظم سره یې اړیکي دي، قافیهپوهنه کلاسیکه پوهه ده، چې د عربي ژبې له لارې پښتو ته راغلې ده. یو وخت قافیه له پوره ارزښت څخه برخمنه وه، خو د شلمې مېلادي پېړۍ په رابرېدو سره یې رنګ پیکه غوندې شو، ځکه همدې قرن پښتو ژبې ته آزاد نظم ورکړ، چې د قافیې او ردیف له قید څخه آزاد و. یو وخت خو داسې فکر کېده چې هر موزون، مخیل او مقفی کلام شعر دی؛ خو ازاد نظم، د نظم و شعر پر دې کلاسیک پېژند باندې کرښه راکښله او خلک یې د نظم او شعر پر پورته تعریف غور کولو ته را وبلل.
په دوديزه قافیهپوهنه کې د قافیې پر تعریف، کلمو، توریو، حرکتونو، ډولونو او عیبونو خبرې کېږي. د قافیې په توریو کې پر روي، د تاسیس الف، دخیل توریو، ردف، قید، وصل، خروج، مزید او نایر باندې په شد و مد بحث کېږي، خو د قافیې پر ارزښت او پر دې چې آیا قافیه د شعر په ښکلا کې رول لري، که نه؟ بحث نه کوي. د دوديزې قافيهپوهنې ټول اصول له عربي ژبې څخه اخيستل شوي دي او د عربي شعر لپاره قافيهپوهنه تدوين شوې ده، خو پښتو ژبه د ګرامر له مخې له عربي سره توپير لري؛ نو د عربي قافيې اصول او قوانين پر پښتو نظم سل په سله کې څه، چې سل په اويا کې هم د تطبيق وړ نه دي. په دې مقاله کې به د قافيې او رديف پر ارزښت، ګټو او تاوانونو خبرې وشي، پر دې به هم بحث وشي چې قافيه شعر ته څه ګټه رسوي، که نه او هم به د دوديزې قافیهپوهنې تنقیدي جاج واخیستل شي.
د موضوع ارزښت او مخينه
له وخت سره مزل د معاصر وخت غوښتنه ده، ځکه له وخت سره تګ او ځان عیارول د مهذب و مدني ملتونو ځانګړنه ده. تقريباً هره پوهه د وخت له غوښتنو سره سم صیقل شوې ده، ځینې نظریات او اصول یې رد شوي، ځینې یې تعمیم شوي او ځینې یې اپډیټ شوي دي او په همدې شکل د ادب و هنر د وزن کاڼي هم بدل شوي او بدلېږي. دا مقاله د عنعنوي قافیهپوهنې په اړه کره کتنه ده او مبتدي شاعرانو ته به د یوې رهنما حیثیت ولري. دا او دې ته ورته هڅې به زموږ د پښتو قافيهپوهنې لپاره د اصولو په تدوين کې بې ګټې نه وي.
د قافیې په اړه له څنګزنو معلوماتو را وروسته لومړنی څوک چې په دې برخه کې یې کار کړی دی، استاد عبدالرؤف بېنوا دی، تر استاد وروسته بیا ارواښاد سمندر بدرښو په (۱۹۵۵) کې د قافيې په اړه مستقل کتاب تاليف کړ. د قافيې په اړه استاد جلال الدین کونړي، پوهاند صديق الله رښتين، پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار، دوکتور محمداجان حقپال، پوهاند محمد آقا شېرزاد، پوهاند محمد ابراهیم همکار او نورو ښاغلیو هم څېړنې کړي دي، خو کلاسیکې قافیهپوهنې ته یوازې استاد اسدالله غضنفر، استاد نجيب منلي او ډاکټر احسان الله درمل تنقيدي نظر کړی دی او قافیې ته يې له نويو زاويو کتلي دي.
د څېړنې موخې
اصلي موخې
ـ د کلاسیکې قافیهپوهنې هغه توکي او اصول چې د معاصر شعر لپاره په درد خوري، د هغوی معلومول او تعمیمول.
ـ او هغه څه چې اوس مهال د شعر له ښکلا او موسيقيت سره مرسته نه کوي، د هغوی پېژندل او کرښه پرې کښل.
فرعي موخې
ـ د مبتدي شاعرانو لپاره د قافيهپوهنې اړوند اړین مواد برابرول؛
ـ د قافیې ارزښت جوتول.
ـ د قافيې په اړه له نابومه او اوږدو ترمونو او اصطلاحاتو پرته په ساده ژبه د ادبياتو محصلانو ته د قافيې پر (ابجدو) خبرې؛
ـ د پښتو قافيهپوهنې د اصولو له تدوين سره مرسته.
د څېړنې پوښتنې
اصلي پوښتنې
ـ آیا د کلاسیکې قافيهپوهنې ټول قواعد سم دي؟
ـ آیا په کلاسیکه قافیهپوهنه کې نومېرلي د قافیې ويارونه (عیبونه) په ریښتیا همقافيه نیمګړې کوي؟
ـ آیا په پښتو کې د قافیې توري او حرکتونه دوه بېل څیزونه دي؟ که د اوسني لیکدود نیمګړتیا ده، چې ځینو فونیمونو ته ګرافیمونه نه لرو؟
ـ آیا همقافيه کلمې په اورېدلو درک کېږي، چې همقافيه دي، که په لیکلو کې يې همقافيهوالی د درک وړ دی؟
فرعي پوښتنې
ـ آیا کلاسیکه قافیهپوهنه او آرونه یې د شعر و نظم له ښکلا او هنريتوب سره مرسته کوي؟
ـ آیا عنعنوي قافیهپوهنه له پښتو وسمهالې غږپوهې سره ناباندې نه ده؟
ـ آیا د عنعنوي قافیهپوهنې د اصولو او قوانینو مراعات د شاعر مخه نه ډب کوي تر څو لوړ هنري شهکار وپنځوي؟
ـ آیا د دوديزې قافيهپوهنې له اصولو او قوانینو عدول روا دی؟
اصلي فرضيه
د دوديزې قافيهپوهنې اصول او قوانين شاوخوا اويا سلنه هم پر پښتو نظم د تطبيق وړ نه دي، پښتو نظم و شعر خپله قافيهپوهنه لري، چې لا يې اصول تدوين شوي نه دي.
فرعي فرضيې
– د شعر و نظم لپاره د دوديزې قافیهپوهنې ځینې قوانین ګټور نه، بلکې بې ګټې او مضر دي.
– کوم عیبونه چې عنعنوي قافیهپوهنه یې تبلیغوي، ډېری یې عیبونه نه دي، بلکې د شاعر د اختیاراتو په حوزه کې راځي.
د څېړنې ډول او ميتود
د دې څېړنې ډول کتابتوني او میتود یې تشریحي ـ تأملي دی.
اصلي متن
په دې ليکنه کې هڅه شوې ده، چې قافيې ته له نويو اړخونو وکتل شي، د قافيې د پېژندنې لپاره نوې بېلګې راوړل شي او دوديزه قافيهپوهنه نقد شي. په دې ليکنه کې هڅه شوې ده، چې تر څنګزنو سرليکونو لاندې د قافيې په اړه نويو بحثونو ته زمينهسازي وشي.
قافیه څه ته وايي؟
وروستۍ خجنواله څپه یا تر هغه وروسته څپه قافیه ده. دا وروستی خج لرونکی سیلاب باید په ټولو کې سره مشترک وي او که وروسته ترې څه راځي، کېدای شي سره ورته نه وي؛ نو بیا ناقصه قافیه ده، خو په روغه قافیه کې باید تر خجنوالې څپې وروسته غږونه سره ورته وي (منلی: لکچرنوټ). يا د پوهاند زيار په وينا، قافيه جوليزه (لفظي) همغږي او مانيزه ناهمغږي ده، له دې څرګنداوي سره: که لفظي يووالی د همجوليزو (متشابهو) وييونو (لکه ګټه د سنګ او ګټه د فايدې په مانا) په بڼه وي، نو د مانيز توپير له مخې سره بيا هم همقافيه کېدای شي، که نه، لفظي توپير يې اړين دی (زيار، ۱۳۸۹: ۸۴).
قافيه د نظم د مسريو په پای کې هغو کلمو ته وايي چې لازمه هماهنګي سره ولري؛ يعنې د پای يو يا څو فونيمونه يې سره مشترک وي. دې ته هم بايد پام وشي، چې د هماهنګو څپو په زړي (خپلواک فونيم) کې به يې هم اختلاف راغلي نه وي. کومه پوهه چې د مسرو د پای له هماهنګيو څخه بحث کوي، قافيهپوهنه يې بولي.
د قافيې کلمې څه ته وايي؟
د قافیو له کلمو څخه مراد هغه ویيونه دي، چې د مشترکو نظمونو د مصرعو بیتونو د دواړو او د نامصرعو بیتونو دویمو نیمبیتیو په پای کې راځي او لازمه هماهنګي پکې وي. يعنې قافيه د نظم د مصرعو مسرو په دواړو نيمبيتيو او د نامصرع بيتونو په دويمو نيمبيتيو کې هغو کلمو ته وايي، چې د پای يو يا څو فونيمونه به يې سره مشترک و هماهنګ وي. يعنې د هماهنګي برخې د څپې زړی (خپلواک فونيم) به يې هم سره يو رنګه وي، که چېرې همدې خپلواک فونيم يې سره اختلاف درلود، نو بيا قافيه عيبجنه راځي.
په دوو یا څو کلمو کې د پای د یوه یا څو ږغونو مشترکوالی همآهنګي منځته راوړي، داسې کلمو ته همقافيه کلمې وایي؛ لکه په لاندې بيتونو کې:
هر جاهل ته د خپل جهل بدي بس ده
څوک چې سر تندی وهي له غره ماتیږي
چې زوال یې وي راغلی وړ یې واوړي
له یخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتیږي
(استاد پسرلی)
په پورتنیو بیتونو کې (غره، اوبه) د قافیې کلمې دي چې یو فونیم (ه یا زور ـ a )یې سره شریک دی او د قافیو په کلمو پسې (ماتېږي) ويی تکرار شوی دی، چې رديف يې بولي.
د قافیې ډولونه
قافيه له بېلابېلو اړخونو څخه بېلابېل ډولونه لري، لکه آره قافيه هغې ته وايي، چې قافيه له يوه يووستوي لغت څخه جوړه شوې وي، لکه غزل، مزل او نا آره بيا هغه ده، چې قافيه پکې له رديف سره ګډه شوې وي، لکه: (وايم) د میګويم او (وا يم) د شګفته يم په مانا. قافيه پر ساده او مرکبه هم وېشنه مومي، ساده هغه ده چې د قافيو په کلمو کې يو فونيم سره مشترک وي چې روي يې بولي او مرکبه بيا هغه ده چې تر يوه زيات فونيمونه د قافيو د کلمو تر منځ مشترک وي. د قافيې يوه وېشنه استاد منلی داسې هم کوي:
لومړی: د غوږ قافیه.
دویمه: د سترګو قافیه.
د سترګو قافیه لیکلې قافیه ده چې لیدل کېږي؛ دلته (ز او ذ) قافیه کېدای نه شي.
د غوږ قافيه چې په غوږ يعنې اورېدو پورې اړه لري، د پښتو تلفظ له مخې (ز، ذ، ض او ز) په غږ کې یو شی دي، د غوږ له لارې (ز، ذ، ض او ز) قافیه کېدای شي(منلی: لکچرنوټ). دوديزه قافيهپوهنه لومړۍ ډول او معاصره قافيهپوهنه دويم ډول ته ارزښت ورکوي.
د قافيې توري
د قافيې توري دا دي: روي، ردف، قيد، د تاسيس الف، دخيل توري، وصل، خروج، مزيد او ناير.
په دغو توريو کې اساسي توری روي دی، چې بغير له روي څخه قافيه نه تړل کېږي، نور توري که له روي سره راغلي وو، ښه تر ښه که نه پروا نه کوي. په توريو کې څلور توري تر روي له مخه او څلور ترې وروسته راځي. د معاصرې قافیه پوهنې په بحث کې فونیمونه مهم دي، نه توري یا حرفونه. که په کومه قافيه کې يوازې يو توری (روي) هماهنګ و، نو متحد الروي قافيه او که پر روي سربېره نور هماهنګ توري هم راغلي وو، بيا يې نو مرکبه قافيه بولي. مرکبه قافيه لاندې ډولونه لري: که د قافيو په کلمو کې د تاسيس الف راغلی و، مؤسسه، که ردف راغلی و، مردفه، که قيد راغلی و، مقيده او که هماهنګي پر روي پيل شوې وه او تر روي وروسته، وصل راغلی و، موصله قافيه يې بولي، خو عنعنوي قافيهپوهان به دا دوې کلمې په کوم ډول پسې تړي: اتل، اجل.
که يې موسسه قافيه بولي، نو د سر (الف) خو (الف) نه دی، بلکې (زور –a) دی او که يې مردفه قافيه بولي؛ نو بيا له هماهنګې برخې وروسته دخيل توري څه کوي؟ که يې متحد الروي قافيه بولي خو هماهنګي پر الف (زور) شروع شوې ده. که دغو دوو کلمو ته وکتل شي، هماهنګي اصلاً پر (زور-a) شروع شوې ده، چې ليکل شوی نه دی او د (ت او ل ) او (ج او ل) تر منځ موقيعيت لري چې د څپې زړی هم دی.
له توري څخه مراد د فونيم ګرافيم دی، په عربي کې توري او حرکتونه دواړه شته، توريو ته د حرکتونو په واسطه حرکت ورکوي، حرکتونه يې زور، زېر او پېښ دي. خو په پښتو کې حرکتونه نشته. دوديزه قافيهپوهنه هغو خپلواکو فونيمونو ته چې په اوسني ليکدود کې ګرافيم نه لري، حرکتونه وايي او کوم فونيمونه چې ګرافيمونه لري، هغه د عربي په چم، توري بولي، چې دا له پښتو فونولوژي سره سر نه خوري. په پښتو کې ځينې خپلواک ږغونه د کلمې په منځ کې ګرافيم نه لري، خو په پيل او پای کې يې لري، لکه واخلې (زور a او زورکی ǝ)، زور او زورکی د کلمې په سر کې پر (الف) ښوول کېږي او د کلمې په پای کې په (ه) سره؛ نو دوديزه قافيهپوهنه زور او زورکی ځينې ځايونه توري بولي او ځينې ځايونه يې حرکتونه نوموي. دا او دې ته ورته ستونزو د دې مخه ډب کړې ده، چې د عربي په پېښو قافيهپوهنه دې پر پښتو نظم تطبيق شي.
رديف څه ته وايي؟
ياران په قافيو او رديفونو پسې ورک وو
تسنيمه چاته ياد شي د غزل نزاکتونه
رديف هغه همشکله، هموزنه او هممانا، جمله، کلمه يا کلمې دي، چې تر قافيې وروسته په عين شکل او مانا تکرارېږي، رديف د عجمو شاعرانو ايجاد دی او په عربي کې رديف نشته. رديف او قافيه بايد سره پخلا وي، داسې نه چې رديف يو څه او قافيه بل څه وايي. په پښتو شاعرۍ کې رديفونه پر دوه ډوله وېشلای شو، يو عمومي رديفونه دي، لکه:
دی، یم، شو، نه شي، وشو، وو، او نور.
بل ډول بيا د شاعرانو خپل رديفونه دي، چې نوښتګر شاعران يې رغوي او د هغوی مال حسابل کېږي، که بل کوم شاعر هماغه رديف کاروي؛ نو ښه به دا وي چې د لومړني شاعر يادونه وکړي. دا لاندې رديفونه په دويمه کتګورۍ کې راځي:
درې واړه يو دي، د مرګ او جنګ خبرې، زه هم ستړی ته هم ستړی، موسم راغبرګ شو، که شي يوه دقيقه، دومره زر، ښه ده چې ته رانه خبر نه شولې، هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم او داسې نور.
هر څومره چې ردیف اوږد وي، په هماغه اندازه د شعر موسیقیت ورسره پیاوړی کېږي؛ لکه د عبدالرحيم مجذوب لاندې شعر چې اوږد رديف لري:
لاړو د غيرو چې جانان ورسېد، که چوپ شي څو پورې به چوپ شي سړی
سر ته د صبر تاب و توان ورسېد، که چوب شي څو پورې به چوپ شي سړی
(درمل، ۱۳۹۷: ۵۰۶)
ښاغلی سيد شاه سعود هم د اوږدو رديفونو په کارولو کې نوم لري، دلته يې څو بېلګې راسره ولولئ:
نه مې زړګی او نه مې ځان پاتې شو، ښه ده چې ته رانه خبر نه شولې
زما تصوير په څېره وران پاتې شو، ښه ده چې ته رانه خبر نه شولې
(سعود، ۱۳۹۲: ۲۰۲)
شاعرۍ کې اور د څه شي علامت دی
زندګۍ کې اور د څه شي علامت دی
(پورتنی اخځ: ۱۱۲)
چې راتللې نن سهار مې درته پام و
موسېدلې نن سهار مې درته پام و
(پورتنی اخځ: ۹۶)
زندګۍ راته ويلي چې نزدې راله را نه شې
لېونۍ راته ويلي چې نزدې راله را نه شې
(پورتنی اخځ: ۱۵۶)
د ښاغلي ممتاز اورکزي لاندې اوږد رديف ته پام وکړئ:
عقيدته! نور دې نه پالم په سر کې
مصيبته! نور دې نه پالم په سر کې
نه نه، نه خرڅوم ځان د ستا دپاره
ضرورته! نور دې نه پالم په سر کې
ځه، ځه، زه خپلې سجدې پالمه بس دی
ځه جنته! نور دې نه پالم په سر کې
خوفه! پرې مې ښوې، د لوی اميد په هيله
نه، قيامته! نور دې نه پالم په سر کې
هغه ښکلي ته هم ووايه ممتازه
چې بې پته! نور دې نه پالم په سر کې
(اورکزی، ۲۰۱۹: ۶۲)
د همقافيه کلمو تر منځ د شريکو اوازونو شمېر
دوديزه قافيهپوهنه له شاعره غواړي چې رديف بايد د مسرې تر درېيمې برخې تجاوز ونه وکړي، خو که شاعر شاعر وي، اوږده رديفونه داسې کاروي، چې د خپل تخيل او مفکورې اظهار ته زولنې نه زينت شي.
پر رديف سربېره چې د شعر له موسيقيت سره مرسته کوي، د قافيې کلمې هم همدغه دنده پر غاړه لري، د قافیو په کلمو کې چې هر څو ډېر اوازونه سره مشترک وي یا یې ډېر آوازونه سره هماهنګ وي، په هماغه اندازه د کلام موسیقیت ورسره سیوا کېږي. لاندې بيتونه وګورئ:
یو فونيمي قافیه:
ګوره وا نه چوې زړۀ، رسېږې یار ته
که روان وې پای به وَ رسېږې یار ته
(دروېش، ۲۰۱۴: ۲۵)
په پورته بيتونو کې د قافيو په کلمو کې يوازې يو فونيم(زورکی – ǝ) سره مشترک دی.
دوه فونيمي قافیه:
جګ د زړه په سر که یې اغزی نه دی
هر څو که سړی ښکاري سړی نه دی
(دروېش، ۲۰۱۰: ۲۶)
(اغزی، سړی، شی) د قافيې کلمې دي، چې دوه ږغونه يې سره مشترک دي، يو زور بل د (ی) ديفتانګ.
درې فونيمي قافیه:
چې بیا نه توره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن آخري جنګ شي
(دروېش، ۲۰۱۰: ۱۸)
(رنګ، جنګ، لونګ) د قافيې کلمې دي، چې (زور، ن، ګ) فونيمونه يې سره مشترک دي.
څلور فونيمي قافیه:
بیا به یو قاتل له بل قاتله سره خاندي
دوه بې ګناه وروڼه به یې وي تر خاورو لاندي
(دروېش، ۲۰۱۱: ۱۷۵)
(خاندې، لاندې) د قافيې کلمې دي، چې څلور فونيمونه يې سره مشترک دي (ا، ن، د، ي).
پينځه فونيمي قافیه:
دي ماښام غوندې تورمخي، سهارونه د دې مځکې
د آسمان تر ستورو زیات شول پرهارونه د دې مځکې
(دروېش، ۲۰۱۱ :۱۸۹)
(سهارونه، پرهارونه، کارونه) د قافيې کلمې دي، چې (الف، ر، و، ن، ه) فونيمونه يې سره مشترک دي.
د قافیې له قاموسي او عنعنوي تعریفونو که راتېر شو، قافیې د مصرع بیت د دواړو مسرو او د نامصرع بیتونو د دویمو مسرو په پای کې هغو کلمو ته وایي، چې یو فونیم یا څو فونيمونه یې سره مشترک وي او د کلمو پاتې برخې يې سره توپير ولري. داسې هم کېدای شي چې د شکل له مخې دوې کلمې مکملې سره یو رنګ وي، خو ماناوې به یې ضرور سره بېلې وي، داسې قافيې پوهاند زيار نا آرې قافيې بولي، د قافیې کلمه که له يوه يووستوي ويي څخه رغېدلې وه، آره يې بولي که له دوو لغتونو څخه جوړه وه، نا آره (معمولي) قافيه يې بولي، لکه:
چې همېش دې حسن ستايم
باور وکړه همه ستا يم
(هجري، ۲۰۰۱: ۴۳۳)
ستايم: تحسين می کنم
ستا + یم= از تو هستم
داسې هم کېدای شي چې دوې کلمې سره همقافيه وګڼو، په داسې حال کې چې ظاهري شکل به یې توپیر سره لري، لکه: د اخلاص او لباس کلمې. یا لکه د دروېش دراني د لاندې بيتونو قافيې:
ګوره وا نه چوې زړۀ رسېږې يار ته
که روان وې پای به و رسېږې يار ته
په دې لاره کې حساب دی د تڼاکو
د ګامونو په شمېر نۀ رسېږې يار ته
(دروېش، ۲۰۱۴: ۲۵)
په پورته بيتونو کې (زړه، و، نه) د قافيې کلمې دي، چې هماهنګه برخه يې يوازې (زورکی) دی، که په سترګو ورته وکتل شي، يوازې (و) څنګه له (نه او زړه) سره همقافيه کېدای شي؟ پورتنۍ کلمې چې په سترګو همقافيه نه ښکارېږي، خو همقافيه دي، دلته يې په فونيميک شکل ليکو:
zṛǝ: زړۀ
wǝ: و
nǝ: نۀ
د دوديزې قافيهپوهنې پر اساس د قافيو په کلمو کې د یوه یا څو ږغونو پر مشترکوالي سربېره دا هم اړینه ده، چې تر هماهنګو توریو مخکې توري هم باید په حرکتونو کې سره برابر وي، که حرکتونو اختلاف سره درلود، قافیه نیمګړې کوي، لکه:
کابل: kābal تر لام مخکې د (ب) حرکت زور دی.
حاصل: hāsil تر لام مخکې د (ص) حرکت زېر دی.
که په علمي ژبه ووایو، د )ب او ل (تر منځ د (زور) واول راغلی دی او د )ص او ل( تر منځ د څرګندې(ي) غوندې ږغ(زېر) موجود دی. که دا دواړه کلمې په فونیمیک شکل ولیکو، ربړه هوارېږي. د دوديزې قافيهپوهنې پر اساس په پورته کلمو کې د اشباع اختلاف قافيه نيمګړې کړې ده چې د اقواء په عيب کې يې شمېري، خو که دقيق ورته وکتل شي، د قافيې د کلمو د دويمې څپې زړي (هسته) کې يې اختلاف راغلی دی چې يې قافيه عيبجنه کړې ده.
پورته مو يادونه وکړه چې قافیه پر دوه ډوله ده، د غوږ قافیه او د سترګو قافیه. د غوږ هغه لکه: خیاط، نبات. د سترګو لکه: خیاط، احتیاط. یا لکه شرمګینې او سرمګینې.
د غوږ قافيه
قافیه اصلاً په اورېدلو پسې مربوط ده، کوم وخت چې دوې کلمې په اورېدلو او تلفظ کې سره ورته او هماهنګې وې؛ نو سره همقافيه دي، یو یا څو فونیمه به یې سره مشترک وي، یا به یې وینګ سره ورته غوندې وي.
اخلاص، لباس، وسواس سره همقافيه کلمې دي، ځکه د هرې کلمې پای ته (اس، اس، اص) مشترک ږغونه راغلي دي، د (س او ص) تلفظ سره ورته غوندې دی؛ نو ظاهري اختلاف یې کومه ستونزه منځته نه راوړي. په عنعنوي قافیهپوهنه کې دا چار عیب بولي. ښاغلی مجيد قرار وايي:
غوټ درپسې مات يم نورې يې څه کوې؟
سر په الصلوات يم نور يې څه کوې؟
زه خو ګرفتار د غم پوليسو هم
ستا په ارتباط يم نور يې څه کوې؟
شېخه ته د حورو په ستاينه کې
زه د مومنات يم نور يې څه کوې؟
( قرار،۲۰۱۱م: ۴۳).
په پورتني شعر کې (مات، الصلوات، ارتباط) د قافيې کلمې دي او (نور يې څه کوې) رديف دی، د قافيې کلمې يې په غوږونو هماهنګې لګېږي، (ط) په وينګ کې (ت) ته ورته ده، نو ځکه همدا قافيه پر غوږونو بده نه لګېږي.
ملنګ جان وايي:
زړه مې له تا سره پیوند دی، ولې نه راځې؟
راځه راځه وروستی دیدن دی، ولې نه راځې؟
پورتني بیت ته که د عنعنوي قافیهپوهنې له عینکو وګورو، عیبجن دی، خو ګرسره عیب پکې شته نه.
د قافیې شننه:
۱ ـ بیت مصرع دی.
۲- (دی، ولې نه راځې، دی، ولې نه راځې) ردیف دی.
۳- (پیوند، دیدن) د قافیې کلمې دي.
۴- د هماهنګې برخې نومونه:
(ن) یې هماهنګه برخه ده چې روي ورته وایو، که نه د دغو کلمو دوه ږغونه سره مشترک دي چې یو یې (زور – a) دی چې نه دی لیکل شوی او بل یې )نون – n) دی.
د پیوند د کلمې وروستی دال او ورپسې د ردیف دال سره مدغم کېږي اصلاً داسې راځي: پیون دی. اوس دا دوې کلمې مخامخ سره ږدو چې همقافيهوالی یې زباد شي:
پیون دی، ولې نه راځې
دیدن دی، ولې نه راځې
خوشال نيکه فرمايي:
په کاته کاته مې سترګې په خاتۀ شي
چې خبر دې د راتلو راباندې وشي
(خټک، ۱۳۸۷: ۲۵۳)
د قافیې شننه:
۱ بیت مصرع دی.
۲ـ (شي، شي) ردیف دی.
۳- (واتۀ، وۀ) د قافیې کلمې دي.
۴- (ۀ، ۀ) هماهنګه برخه ده چې روي یې نوموو.
بیا هم د لیکدود نیمګړتیا ده چې په لومړۍ کلمه کې زورکي ته ګرافیم لرو او په دویمه کلمه کې ورته ګرافیم نه لرو. اصلاً باید دویمه کلمه داسې کښل شوې وای: وۀ شي. اوس دواړه د قافیې کلمې سره له ردیفونو مخامخ سره ږدو، چې مشترک ګرافیمونه یې ښه ترا جوت شي، که نه هماهنګوالی خو یې په غوږ په زباد رسېدلی دی:
واتۀ شي
وۀ شي
يا لکه د خوشال نيکه په دا لاندې شعر کې راغلې قافيې:
په نېکۍ به له بدانو نه خلاص نۀ شې
بويه دا چې لکه دوی وي هسې تۀ شې
د غنمو په لذت به نه پوهېږي
د هر چا چې زيست روزګار وي په اوربشې
آفتونه په ګډون کې دي خوشاله
ښه خو دا چې که دايم غرڅه د غرۀ شې
(خټک، ۱۳۹۱: ۳۴۳)
لاندې دوې د قافيې کلمې په پورتني شعر کې کارېدلي دي:
نۀشې nǝ Še
اوربشې orbǝŠe
پورتنۍ دوې کلمې پر دې سربېره چې ردیف او قافیه یې سره ګډ شوي او حتی روي یې هم نه معلومېږي، خو بیا هم سره همقافيه دي. په پورته کلمو کې هماهنګي پر زورکي (ǝ) پيل شوې ده، يعنې د (زورکي، ش او ي) ږغونه يې سره مشترک دي. د روي د نه معلومېدو علت یې د لیکدود نیمګړتیا ده، ځکه که پر فونیمیک شکل ولیکل شي، د لومړۍ کلمې د (ب او ش) تر منځ یو ږغ (زورکی – ǝ)شته چې د کلمې په منځ کې نه لیکل کېږي. دا کلمه اصلاً داسې ده: اور بهشې. اوس دا دوې کلمې یو د بل په وړاندې لیکو:
اوربۀشې – eŠǝ urb
نۀشې – eŠǝ n
دویمه کلمه بیا له (ن او زورکي) څخه جوړه ده، څنګه چې زورکی د دواړو کلمو سره مشترک دی او هماهنګي پرې پیل شوې ده، کوم څه ته چې عنعنوي قافيه روي وايي، خو دوی وايي چې روي به توری وي، نه حرکت، زورکی هم فونيم دی، خو د کلمو په منځ کې ورته توری يا ګرافيم نه لرو.
لاندې دوې کلمې په سترګو سره همقافيه ښکارېږي، ځکه په ليک کې يې وروستۍ برخې سره يو شی دي:
مینه ـ mina او لمنه – lamana
دا دوې کلمې سره همقافيه نه دي، ولې؟
ځکه چې د توجیه اختلاف د دې مخه ډب کړې ده چې دا دوې کلمې همقافيه قبولې کړو. د عنعنوي قافيهپوهنې په ژبه تر (ن) د له مخه توري حرکت زېر او په دویمه کلمه کې تر (ن) يعنې روي مخکې توري حرکت زور دی یا که لږ په علمي ژبه ووایو، په لومړۍ کلمه کې تر روي مخکې زورکی (ǝ- ۀ) او په دويمه کلمه کې تر روي له مخه (ي) خپلواک ږغ راغلی دی. د پورتنيو کلمو د ناهماهنګوالي بل علت خج هم کېدای شي، ځکه د لومړۍ کلمې لومړۍ او د دويمې کلمې دويمه څپه خجنه ده. لاندې دوو کلمو ته هم پاملرنه وکړئ:
نیکۀ، ډېوه
پورتنۍ دوې کلمې سره همقافيه نه دي، یا همقافيه بلل به یې تر همقافيه نه بللو ګران کار وي. که څه هم لیکلي شکل ته که یې وګورو، د دواړو کلمو په پای کې (ه) راغلې ده، خو په لومړۍ کلمه کې د پای ( a-ه) زورکی (ǝ – ۀ) دی او د دویمې کلمې په پای کې (a – ه) زور دی. زما په اند که شاعر دغسې کومه قافیه وتړي، نازکې طبعې به یې موزونې ونه ګڼي. لاندې دوې کلمې هم وګورئ:
سترګې، لمبې.
سترګې او لمبې ولې سره همقافيه نه دي؟ په داسې حال کې چې په سترګو سره ورته ښکاري، يو فونيم يا يو توری يې شريک هم دی او دواړه دوه څپيزې کلمې هم دي.
ځواب: دغه دوو لاندینیو ستونزو د دې مخه نیولې چې سره همقافيه شي، که نه یو فونيم (ې) یې سره مشترک هم دی:
یو: د دواړه کلمو خج ستونزه پېښه کړې ده، د لومړۍ کلمې پر لومړۍ څپه او د دویمې کلمې پر دویمه څپه باندې خج راغلی دی.
دوه: د لومړۍ کلمې (ې) لنډه ویل کېږي، خو د دویمې هغې (ې) اوږده تلفظ کېږي.
ترکې: ترکې د باګرام.
چکې: شپږیزې یا مسکې. چکه یا مسکه چې اوښتې بڼه یې چکې راځي. لکه: د چکې کڅوړه.
دا دوې کلمې سره همقافيه نه دي. ولې؟
ځواب: که قافیې یوازې په لیدلو پورې اړه لرلای، نو دا دوې کلمې باید همقافيه وای، ځکه (کې) یې مشترکه يا هماهنګه برخه ده او (ک) روي او (ې) وصل جوړوي، خو قافیه په وینګ پورې تړلې ده او دا دوې کلمې په تلفظ کې توپیر سره لري. دا توپیر یې خج منځته راوړی دی، ځکه د لومړۍ کلمې لومړۍ څپه او د دویمې هغې دویمه څپه خجنه ده. بله خبره دا ده چې په لومړۍ کلمه کې تر (ک) يعنې روي مخکې (ر) راغلې ده او په دويمه کلمه کې تر (ک) له مخه (زور) راغلی دی، چې ليکل شوی نه دی.
لاندې دوو کلمو ته پام وکړئ:
اور – ورور
په پورته کلمو کې د دودیزې قافیه پوهنې پر اساس (و) ردف دی، خو په لاندې کلمو کې بیا ردف نه دی:
دور – ځور
او پورتنۍ کلمې بیا له (شور، کور، ورور او اور) سره نه شو همقافيه کولای، ځکه چې په وینګ کې توپیر سره لري او د توپیر وجه یې داسې ده:
د (اور، ورور، کور، شور) د کلمو هماهنګي پر (اوږده واو – o) شروع شوې ده، تر (اوږده واو) وروسته بیا (ر) راغلې ده؛ خو د (دور او ځور) هماهنګي پر (زور – a) شروع شوې ده بیا نیمواک (واو – w) راغلی او ورپسې بیا (زور – a)او په زور پسې بیا (ر) راغلې ده. که د دغو ټولو کلمو لیکل شوې بڼې ته وکتل شي، پای یې سره یو رنګ دی؛ خو د (دور او ځور) وینګ له دا نورو کلمو سره د ځمکې او اسمان غوندې توپیر لري. که دا کلمې په فونیمیک شکل وکاږو، توپیر یې ښه جوتېږي:
اور: or
ورور: wror
دور:dawar
ځور: jawar
دوديزه قافيهپوهنه وايي چې هغه وخت (الف، واو، يا) ته ردف ويلی شو چې د الف ماقبل حرکت زور، د واو ماقبل حرکت پېښ او د يا ماقبل حرکت زېر وي. نو د پښتو ژبې له (ي) سره به څه کوو؟ که هماهنګي پرې پيل شوې وه څه به يې نوموو؟ همدا راز له (ې) سره به څنګه چلند کوو، که هماهنګي پرې پيل شوې وه؟ آيا که هماهنګي پر (ې) او (ي) شروع شوې وه، په دواړو صورتونو کې به يې ردف بولو؟
د قافيې حرکتونه
په دوديزه قافيهپوهنه کې قافيه شپږ حرکتونه لري، چې رس، اشباع، حذو، توجيه، مجری او نفاذ يې بولي.
تر تاسيس الف څخه د مخکې توري حرکت ته رس وايي.
د دخيل توريو حرکت ته اشباع وايي.
تر ردف او قيد څخه د مخه توريو حرکت ته حذو وايي.
تر مقيد روي څخه د مخه توريو حرکت ته توجيه وايي.
د مطلق روي حرکت ته مجری وايي.
د وصل يا خروج توري حرکت ته نفاذ وايي.
که د قافيو په کلمو کې د حرکتونو تر منځ اختلاف موجود و، نو قافيه نيمګړې کوي او پر غوږ باندې بيا سمه نه لګېږي؛ لکه د غزل او محفل کلمې چې څوک همقافيه کړي. د غزل او محفل د کلمو د دويمې څپې زړی توپير سره لري.
له حرکتونو څخه مراد (زور، زېر او پېښ) دی، چې په عربي الفبا کې ورته توری نه لري. پورتنۍ کلمې ځکه سره هماهنګې نه دي، چې په لومړۍ کلمه کې هماهنګي پر زور شروع شوې ده او په دويمه کلمه کې تر (س) له مخه اوږده (ې) راغلې ده. يعنې دواړه کلمې په هغه واول کې سره اختلاف لري، چې د څپې زړی يې جوړ کړی دی. لاندې شعر ته وګورئ چې د عنعنوي قافيهپوهنې له مخې د اقواء عيب پکې راغلی دی، ځکه هماهنګي پر روي توري شروع شوې ده او د وروستۍ کلمې تر روي له مخه توري حرکت زور او د نورو دوو کلمو تر روي له مخه حرکت زېر دی:
که مې يو ځله رسد وشي تر سنده
نور دې نه وينم په تورو سترګو هنده
نه به سترګې د سړي په چا خوږې شي
نه يې ماته په اوبو شي د چا تنده
(خټک، ۱۳۹۱: ۱۳۲)
د قافيې پورته کلمې بايد د تلفظ پر بنسټ داسې ليکل شوې وای: سينده، هينده. نو بيا به يې له (تنده) کلمې سره توپير ښه جوت شوی وای. په پورتنيو کلمو کې اصلاً هماهنګي پر خپلواک ږغ (i) باندې شروع شوې ده. يعنې د قافيو د کلمو د هماهنګي څپې زړی د (i) خپلواک ږغ دی او په څلورم نيمبيتي کې د څپې زړی زور (a) دی چې په هماهنګه برخه کې د څپو د زړيو اختلاف ستونزه منځته راوړې ده. بايد ووايم چې امکان لري، د ستر ويناوال خوشال نيکه په لهجه کې به د سند او هند د کلمو (س او هـ) په زور ويل کېدلې.
عربي او پښتو ژبه د ګرامر له مخې سره توپير لري، په پښتو کې موږ د حرکتونو په نامه څه نه لرو، زور، زېر او پېښ هم فونيمونه دي، دلته ده چې د دوديزې قافيهپوهنې ټول اصول پر پښتو قافيه د تطبيق وړ نه دي. د حرکتونو بحث په پښتو کې مهم نه دی، ځکه په پښتو کې حرکتونه نه لرو، په ډېری قافيو کې هماهنګي پر خپلواک ږغ باندې پيلېږي، يعنې د قافيو د کلمو هماهنګې څپې پر خپلواک فونيم شروع کېږي. تر همدې خپلواک له مخه ږغونو اختلاف قافيه نه نيمګړې کوي خو که خپلواک فونيم ګرافيم نه درلود او په سترګو داسې معلومېدل چې په بېواک ږغ باندې هماهنګي شروع شوې ده، نو تر همدغه بېواک له مخه د ږغونو اختلاف قافيه نيمګړې کوي، لکه:
خپل او سل: په دغو دوو کلمو کې اصلاً هماهنګي پر زورکي پيل شوې ده، خو په سترګو يې هماهنګه برخه (ل) معلومېږي، چې له مخه ترې زورکی راغلی دی، که په دويمه کلمه کې د زورکي پر ځای بل ږغ راغلی وای، قافيه به عيبجنه وه، لکه: خپل، سل، کال يا سېل. دلته هم په سترګو داسې ښکاري چې (ل) يې هماهنګه برخه ده، خو په درېيمه کلمه کې ترې له مخه (الف) راغلی دی او په څلورمه کلمه کې تر (ل) له مخه (ې) راغلې ده؛ نو قافيه نيمګړتيا پيدا کوي او پر غوږ سمه نه لګېږي.
هغه وخت قافيه عيبجنه بلل کېږي چې د قافيو په يو څپيزو کلمو کې د کومې کلمې خپلواک ږغ له دا نورو سره توپير پيدا کړي لکه: سل او سېل. په دوه څپيزو، درې څپيزو يا څلور څپيزو د قافيو په کلمو کې هغه څپه مهمه ده چې هماهنګي پرې پيل شوې وي، د قافيو په ټولو کلمو کې به د هماغې څپې خپلواک ږغ سره ورته وي، که د کومې کلمې د هماهنګې څپې خپلواک ږغ له دا نورو سره توپير پيدا کړي، بيا نو قافيه نيمګړې يا ناقصه شوه، لکه:
بونېر او پامير. د لومړۍ کلمې په دويمه څپه کې (ې) او د دويمې کلمې په دويمه څپه کې (ي) راغلي ده، چې همدې اختلاف د دې مخه نيولې ده چې دا دوې کلمې سره همقافيه وبولو. بغير له خپلواک ږغ څخه هډو څپه جوړېدای نه شي، نو د قافيو په کلمو کې همدغه خپلواک ږغ چې څپه يې جوړه کړې ده، بايد سره اختلاف ونه لري.
هماهنګي کېدای شي پر بېواک ږغ يا کلستر هم شروع شي خو بيا هم د واول اختلاف که راغلی و، قافيه به نيمګړې وي، لکه:
شرنګ او خوشرنګ. په دغو کلمو کې د (ر او ن) تر منځ زور راغلی دی، که بل کوم واول راشي، قافيه به ناقصه وي. لاندې د دروېش دراني ښايسته بيتونه او ښکلې قافيې وګورئ، چې د حرکتونو موضوع به ښه پکې روښانه شي:
نه په زاړۀ باور لرو او نۀ په نوي څراغ
موږ هغه څوک یو چې کورونه مو دې سوي څراغ
ستا په پلو کې ده سپوږمۍ، ستا په امېل کې ستوري
ستا یې په څۀ که په جهان کې وي که نۀ وي څراغ
(دروېش، ۲۰۱۱: ۲۳۷)
په پورته بيتونو کې (څراغ) رديف دی او (نوي، سوي او نۀ وي) د قافيې کلمې دي، چې د قافيو کلمو د پای درې فونيمونه (زورکی، و، ي)يې سره مشترک دي. د (نوي او سوي) په کلمو کې (زورکی) په ليک کې نه ليکل کېږي؛ خو د پای په کلمه (نۀ وي) کې زورکی ليکل شوی دی. که د دوديزې قافيه پوهنې له سترګيو ورته وکتل شي، نو:
(و) ردف دی او (ي) روي بلل کېږي.
تر ردف له مخه حرکت چې (زورکی) دی حذو بلل کېږي.
د (نوي او سوي) کلمو تر ردف له مخه زورکي ته خو به حرکت ووايو، خو د درېيمې کلمې (نۀ وي) زورکی خو حرکت نه دی، ځکه ليکل شوی دی، دې زورکي ته به څه نوم ورکوو؟
اوس پورته ذکر شوې کلمې په فونيميک شکل ليکو:
نوي: nǝwi
سوي: sǝwi
نۀ وي: nǝ wi نۀ +وي
د قافيې عيبونه
د عنعنوي قافيهپوهنې پر اساس قافيه نهه توري، شپږ حرکتونه او تر لسو ډېر عيبونه لري. چې دلته به يې پر عيبونو خبرې وکړو. استاد غضنفر د قافيې د عيبونو په اړه ليکي:
“که موږ د قافيې تدوين شويو اصولو ته وګورو؛ نو نه يوازې خوشال، بلکې زموږ کابو ټولو شاعرانو دغه اصول پوره نه دي رعايت کړي او داسې ځکه شوي چې د قافيې علم په اصل کې عربي شعر ته جوړ شوی او موږ راپور کړی دی”(غضنفر، ۱۳۹۶: ۵۴۳). په عربي ژبه کې د مترادفاتو شمېر ډېر دی، شاعر د قافيې د پيدا کولو له ستونزې سره نه مخ کېږي، خو په پښتو نظم و شعر کې دا ستونزه ليدل کېږي، بيا نو شاعر مستعارو او نادرو لغتونو باندې خپلې قافيې پوره کوي، چې د شعر فصاحت و بلاغت بيا (خوګانې) پيدا کوي.
د قافيو په عيبونو کې به د اقواء، اکفاء، سناد، ايطا او د رديف د تغيير نوم واخلو. عنعنوي قافيهپوهان دا هم د قافيې په عيبونو کې شمېري: عدول، د قافيې او رديف ګډون، د خج تغيير او د روي هغه اختلاف چې مخالف توري په وتونځيو کې سره نژدې وي، که سره ليرې وو هغه خو بې له شکه عيب منځته راوړي.
د اکفاء، د حذو تغيیر، د اشباع تغيير، د توجيه تغيير، د مجری تغيير، غلو، تعدی او سناد عيبونو ته که وکتل شي، ټول سره يو شی دي، يعنې کله چې د هماهنګې برخې په پيل کې د کوم فونيم اختلاف راشي، همدا عيبونه منځته راوړي، يا په بله ژبه د هماهنګې برخې د څپې د زړي (خپلواک فونيم) اختلاف هم قافيه نيمګړې کوي. د دوديزې قافيهپوهنې له مخې د حذوې، توجيه او د اشباع اختلاف د اقواء عيب منځته راوړي، خو موږ مخکې يادونه وکړه، چې په پښتو کې حرکتونه نشته، نو د قافيو د کلمو د هماهنګې برخې د لومړي ږغ اختلاف د اقواء عيب منځته راوړي يا په بله ژبه د قافيو د کلمو د هماهنګې برخې د څپې په زړي (خپلواک فونيم) کې چې اختلاف راغلی وي، د اقواء عيب منځته راوړي، لکه:
هست، نېست: دې ته د حذو اختلاف وايي، خو که په ځير ورته وګورو په لومړۍ کلمه کې تر (س) له مخه زور راغلی دی او په دويمه کلمه کې تر (س) له مخه (ې) راغلې ده، همدې اختلاف قافيه نيمګړې کړې ده، چې دوديزه قافيهپوهنه يې د اقواء عيب بولي. دا دواړه کلمې يو څپيزې دي، نو د خپلواک ږغ اختلاف چې د څپې زړی دی، قافيه يې ناقصه کړې ده.
پامير، بونېر: په لومړۍ کلمه کې تر (ر) له مخه (ي) راغلې ده او په دويمه کلمه کې تر (ر) له مخه (ې) راغلې ده، چې همدې اختلاف قافيه نيمګړې کړې ده. دوديزه قافيهپوهنه يې د سناد عيب بولي.
مات، شتاب: دلته هماهنګي پر الف شروع شوې ده خو تر الف وروسته ږغونه سره توپير لري، چې د اکفاء عيب ورته وايي. که په هماهنګه برخه کې تر روي وروسته ږغونو کې اختلاف راغلی وي، قافيه ناقصه کوي، يعنې د وصل، خروج، مزيد او ناير په توريو کې به هم اختلاف نه وي. خو که د روي په ږغ يا تر روي وروسته په ږغونو کې اختلاف په داسې فونيمونو کې موجود و، چې وتونځي يې سره نژدې وو، نو بيا باک نه لري، لکه:
اولياء يې د امت واړه ممتاز دي
هر ولي يې په ارشاد کې مرخص دی
سرحلقه د اولياوو هغه شماره
چې شيطان يې بندي کړی په قفس دی
(خټک، ۱۳۹۱: ۲۳۳)
بې له دې چې موحد مومن مخلص یم
د عمل پنګه مې هیڅ نشته مفلس یم
(حميد بابا، ۱۳۸۶: ۴۵۰)
(مخلص، مفلس) د قافيې کلمې دي، چې درې فونيمونه يې سره مشترک دي، تر روي وروسته په لومړۍ کلمه کې (ص) راغلی دی او په دويمه کې (س). پورتنۍ قافيه به هغه وخت ناقصه وه، چې د دويمې څپې په خپلواک ږغ کې يې اختلاف وای، اوس خو په دواړو کلمو کې تر (ل) وروسته د (i) خپلواک فونيم راغلی دی.
د (شرمګينې او سرمګينې) په کلمو کې د دوديزې قافيهپوهنې له نظره هماهنګي پر (ر) شروع شوې ده خو که ورته وکتل شي، د (ش او ر) تر منځ په زور باندې هماهنګي پيل شوې ده، خو په دويمه کلمه کې د (س او ر) تر منځ د (لنډ واو) ږغ راغلی دی او په لومړۍ کلمه کې د (م او ګ) تر منځ کوم فونيم نشته، خو په دويمه کلمه کې يې تر منځ د (زور) فونيم راغلی دی، چې همدې اختلافونو قافيه نيمګړې کړې ده، دلته يې فونيميک شکل کاږو:
Šaramgine: شرمګينې
Surmagine: سرمګينې. سرمهګينې
يوازې د (ګينې) برخه يې سره هماهنګه ده. د دوديزې قافيهپوهنې پر اساس په پورته کلمو کې د غلو او تعدی عيبونه راغلي دي، ځکه چې د مجری او د نفاذ تغيير پکې راغلی دی.
د قافيې د کلمې او رديف ګډون
په عنعنوي قافیهپوهنه کې دا هم د قافيې عیب دی چې شاعر دې د قافیې کلمه له ردیف سره ګډه کړي، خو که همدغسې بیتونو ته وکتل شي، کوم عیب نه دی، ځکه د شعر ښکلا ورسره سیوا کېږي، کمېږي خو نه. استاد ښکلی لیکي:
تلی درسره نه شي دا سپینچکې آیینې
بندې دي اجمله دېواله کې آیینې
دا خونو اعلان کوم د خپلې بېوسۍ
غواړمه له خدايه په لمانځه کې آيينې
(ښکلی، ۱۳۹۵: ۲۲۳)
پورتني شعر کې (کې آيینې) ردیف دی خو د قافیې لومړۍ کلمه کې د ردیف (کې)د قافیې د کلمې برخه ګرځېدلی دی او دې نکتې لا خوند کړی دی. د شعر نورې قافيې يې ( نازکې، ځنګله کې، زړه کې، ورکې، په هرڅه کې او په لمانځه کې) دي. د (سپينچکې، نازکې، ورکې) په کلمو کې د رديف يوه برخه د قافيې د کلمو جز ګرځېدلې ده.
غني خان ليکي:
زړه مې لګيا دی، سترګې مې ګپ لګئ
ورله دوکه ورکئ، په اکو بکو
وايي پاسته ګلونه، دي را روانه
پروا يې مه کوه، که اغزي کلک وو
(غني، ۱۳۶۴: ۱۰۳)
په پورته بيتونو کې (بکو او کلک و) د قافيې کلمې دي، چې په دويمه کلمه کې (و) د کلمې جز نه خو په لومړۍ هغې کې د کلمې برخه دی.
دروېش درانی هم دغسې بیتونه لري، لاندې یې بېلګه ګورو:
مګر بیا مو هم پر خوله دغه دعوه ده
چې موږ ستا پر لار روان یو محمده
(دروېش، ۲۰۱۱: ۱۵)
د پورته بیت ردیف (ده) دی چې د دویم نیم بیتي ردیف د قافیې د کلمې جز ګرځېدلی دی. لاندې بيتونه هم وګورئ:
پوهېدل نه په ولاړه نه په ناسته
موږ لګيا وو چې ترې هر څه راوړو لاسته
(دروېش، ۲۰۱۰: ۱۵۵)
څه بیان د هغه ناز کوم و چاته
لکه ګل د شمع نه خاندي سبا ته
کړه یې خونه مشاطې د زلفو ماته
پرېشاني یې شوه په دا تر حده زیاته
(شیدا، ۱۳۸۴: ۱۶۲)
په پورته بيتونو کې (چا، سبا، ما او زياته) د قافيې کلمې دي، (ته) پکې رديف دی خو په وروستۍ کلمه کې رديف د قافيې د کلمې برخه ګرځيدلی دی. لاندې د شيدا بيت ګورو:
بړ بړ رایشه د بهار تازه بسنته
تا نشاط راووړ هر دشت و هر چمن ته
(پورتنی اخځ: ۱۶۹)
په عنعنوي قافیهپوهنه کې دا هم د اکفاء په عیب کې شمېري، چې شاعر دوه داسې کلمې سره همقافيه کړي چې د روي په توري کې یې اختلاف راغلی وي او دغه ږغونه سره هممخرجه هم وي، دروېش درانی وایي:
درته یې وویل چې ځان تیار کړه
د یوه بل جنګ د آغاز دپاره
پېښ ضرورت دی ستا د سپینې تورې
د بل میدان د بل محاذ دپاره
(دروېش، ۲۰۱۱ :۹۲)
دا ځکه په عیب کې شمېري چې عنعنوي قافیهپوهنه توري او لیک ته ارزښت ورکوي، دې ته نه ګوري چې هماهنګي موږ په سترګو نه، پر غوږونو درک کوو او د پورته غوندې کلمو سره همقافیه کول پر غوږونو سم لګي.
که څوک اخلاص، لباس، وسواس یا خیاط، حیات، میرات، خیرات، ارتباط، مات، صلوات، مسلات یا مخلص او مفلس سره همقافيه کړي، کوم عیب نه دی، ځکه دا کلمې پر غوږونو هماهنګې لګېږي؛ نو عیب له کومه شو که یې څوک سره همقافيه کړي؟ او د شعر پر شعریت، ښکلا، مفکوره، تخیل، عاطفه او موسیقیت خو کوم بد اغېز نه پرېباسي که یې همقافيه کړو او په پېیلې وینا کې یې وکارو.
د عدول عيب
عنعنوي قافیهپوهنه بل عیب د “عدول “په نامه یادوي، که شاعر د بلې ژبې کوم لغت په مفغن شکل وکاروي یا د قافیې او وزن د سمون لپاره په کومه کلمه کې تصرف وکړي، عدول یې بولي.
دروېش درانی وایي:
نازک زړه یې د ښیښې په ډول مات شو
شیش محل د امیدونو یې میرات شو
(دروېش، ۲۰۱۱: ۱۲۲)
پورته بیتونو کې شاعر د “میراث” د کلمې مفغنه بڼه کارولې ده، دا کوم عیب نه دی، ځکه شاعر اختیار لري، چې د ژبې د لغتونو له څلورګونې پانګې “نويزونه، ګړويزونه، زړویزونه، پورویزونه” څخه ګټه واخلي، دا د هرې ژبې د ویونکو حق دی چې د بلې ژبې پر مستعارو لغتونو باندې د خپلې ژبې قوانین تطبیق کړي.
دروېش درانی خو د میراث د کلمې بل لهجوي مفغن وارينټ هم کارولی دی:
خوشحال خان پلار و د بهرام دروېشه
مګر حقدار یې د میراثت ومه زه
(دروېش، ۲۰۱۴: ۵۸)
دا او دې ته ورته قافیې زما په خیال هیڅ عیبجنې نه دي.
عنعنوي قافیهپوهنه د شعر د وزن او قافیې د سمون په موخه د وییونو د طبیعي خج بدلول هم په عیب کې شمېري، زما په خیال کوم عیب منځته نه راوړي.
د خج تغيير
حميد بابا وايي:
له فلکه د آفتاب وږمه پیدا شوه
د قطرو په څڅېدو پرخه پیدا شوه
(حميد بابا، ۱۳۸۶: ۴۹۵)
په پورته بیت کې “وږمه او پرخه” د قافیې کلمې دي د لومړۍ کلمې دویمه څپه خجنه ده او د دویمې کلمې لومړۍ څپه. د دې لپاره چې دا دوې کلمې سره همقافيه شي؛ نو لازمه ده د دویمې کلمې طبیعي خج له لومړۍ څپې دویمې ته را انتقال کړو، که نه بیا په وینګ کې سمې نه لګېږي او قافیه عیبجنه معلومېږي.
د حمید بابا د “شاه و ګدا ” د مثنوي یو بیت داسې دی:
پس بایده دي چې برپا یوه حیله کړم
چې جدا شاه و ګدا یو له بله کړم
(حميد بابا، ۱۳۸۶: ۱۳۰)
په پورته بیت کې (حیله او بله) د قافیې کلمې دي، د لومړۍ کلمې دویمه څپه خجنه ده او د دویمې کلمې طبیعي خج پر لومړۍ څپه دی خو د وزن د برابرولو او د قافیې د سمون په موخه شاعر د دویمې کلمې د لومړۍ څپې خج دویمې څپې ته را انتقال کړی دی او قافیه یې تړلې ده، که څوک د خج دې انتقال ته پام ونه کړي، قافیه به عیبجنه ورته ښکاره شي.
قافيه او ګړدود(لهجه)
بله خبره د پښتو د لهجو د رنګارنګۍ ده، شاعر موږ په دې نه شو ګرمولای چې ولې یې په شعر کې د خپلې لهجې رنګ جوت دی؟ عنعنوي قافیهپوهان په داسې شعرونو کې هم د اکفاء او عدول د عیبونو په لټه کې وي، زما په اند کوم ویار نه دی که د شاعر پر شعر د خپلې لهجې سیوری پروت وي، په پښتنو شاعرانو کې ښاغلی مجذوب او غني خان هغه شاعران دي، چې خپلې لهجې ته ډېر وفاداره دي. داسې شعرونه لا مزهناک وي چې څه ناڅه لهجوي رنګ ولري.
دروېش درانی لیکي:
په شنه سپرلي کې هم غبار یم، د ګل بوی نه شومه
شکر دی زه د بل په رنګ د بل په خوی نه شومه
د خنجر مخ ته خو زما زخمي زخمي سینه وه
د خنجر شاته د چا لاس و په دې پوی نه شومه
له مرګه پس هغه ماشوم راځي په خوب کې موږ ته
وایي چې ښه شوه له مارانو سره لوی نه شومه
زړګی مې ښخ دی په سینه کې د خنجر په ډول
خو له دې درده زه بیا هم په های و هوی نه شومه
د غم په وخت به مې ژړل ورسره تل دروېشه
خو په خندا کله ور ګډ زه د هغوی نه شومه
(دروېش، ۲۰۱۱: ۲۶۱)
شاعر د دې غزل د قافیو په اړه داسې وضاحت کوي:
د دې غزلې په قافیو کې راغلي ټکي د پښتو په ځینو لهجو کې په آواز کې فرق سره لري خو زموږ په لهجه کې ټول سره همقافيه دي. (دروېش، ۲۰۱۱: ۲۶۱)
د دروېش دراني بله غزله ده:
روڼې اوښکي مي را اوري په لمن کي
وړم به یار لره دا ستوري په لمن کي
مقدره دا دې زړه راباندي وسو
که دي نشته خوارۍ نوري په لمن کي
دا احسان دے د سپرلي چي ستا له لوریه
ګلان راوړي تر موږ پوري په لمن کي
(دروېش، ۲۰۱۱: ۲۱۴)
د پورتني غزل د قافيې کلمې (اوري، ستوري، نورې، کمزوري، پورې او توري) دي. دروېش درانی د دې غزل د قافیو په اړه داسې وضاحت کوي:
د یوسفزۍ لهجې برعکس په کندهارۍ لهجه کي “نورې ” د ستوري و غېره همقافيه ټکے دے همدغه راز په دغه لهجه کي پاڼې د کاڼي، خبرې د بڅري او جونګړې د مړي همقافيه ټکي دي. (دروېش، ۲۰۱۱: ۲۱۴)
که دا غواړې چې دې پېغلې درته خاندي
نو بيا ورکړه دا شپېلۍ پر توپک باندي
( دروېش، ۲۰۱۰: ۱۶۷)
پورته بيت کې (خاندي او باندې) سره همقافيه شوي دي، چې د شاعر او په ټوله لوېديځه لهجه کې سره هم قافيه کلمې دي، خو د عنعنوي قافيهپوهنې له مخې يې د خروج په توري کې اختلاف راغلی دی، چې عيب يې ګڼي.
لاندې بيتونه هم وګورئ:
په خمار یې تکې تورې سترګې ډکې
په رڼا یې لکه ستوري سترګې ډکې
(دروېش، ۲۰۱۱: ۶۲)
چې بل ساتو دا کوم څراغ د مینې هره شپه
د تېلو پر ځای غواړي د زړه وینې هره شپه
سره له ډېر ګرانښته خدای زده ولې زه او ایار
پر نه څه یو له یو بله خواشیني هره شپه
رقیب منم چې ورک شو خو دروېش نه شو ترې خلاص
په خوب کې یې له یاره سره ویني هره شپه
(دروېش، ۲۰۱۴: ۵۰)
په پورته غزل کې (مينې، وينې، بېدينې، مړينې) کلمې له ( خواشيني، ويني) سره همقافيه شوي دي، چې د مرکزي ليکدود پر اساس يې د پای په توري کې تغيير راغلی دی، خو که پر کندهاري ليکدود وکښل شي، د قافيې کلمې پر (ي) پای ته رسي، بيا يې قافيه پر سترګو روغېږي. د شاعر د خپلې لهجې پر اساس دا ټولې کلمې سره همقافيه دي او پر غوږ سمې لګېږي. د لاندې شعر پر قافيو يې هم د خپلې لهجې سيوری پروت دی، که نه (شونډې او کونډې) پر غوږ هماهنګې نه لګېږي:
د یو بل په وینو سرې کړي خپلې شونډې
د یو بل اولاد یتیم کړي ښځې کونډې
(دروېش، ۲۰۱۱: ۸۹)
په پښتنو شاعرانو کې غني خان داسې څوک دی چې پر شاعري يې د خپلې لهجې سيوری ډېر پروت دی، دلته يې څو شعرونه راسره ولولئ:
هله یار وته نزدې شوم ـ چې له یاره شومه لرې
هلې پوی شوم په خبرو ـ چې یې ناورمه خبرې
چې په جام کې د ساقي مې ـ د ځوانۍ وینه کړه ګډه
هله پورته شو محفل کې ـ د خمار خمار بڅري
(غني، ۱۳۶۴: ۲۲)
(لرې، خبرې، بڅري) ټولې په وينګ کې سره برابرې دي، يوازې په ليک کې يې د پای د کلمې (ي) له پورته کلمو سره توپير پيدا کوي. د غني خان لاندې شعرونه هم وګورئ:
که په شګو کې ژوندون وي ـ ربه بو مې ځه صحرا له
که سودا کې ناز او شرنګ وي ـ ما مریی ورکړه سودا له
که په ساه کې مستي نه وي ـ ربه مرګ راوله ساه له
که هلال پیغام د نور ـ د خندا د رڼا نه وي
ماته غوره توره شپه ده ـ ډېره غوره له هلاله
که د ژوند مطلب بل نشته ـ بس ژړل دي سوځېدل دي
دا خپل جوش په بېرته واله ـ دا خپل هوش په بېرته واله
(غني، ۱۳۶۴: ۹۵)
په پورته بيتونو کې شاعر د خپلې لهجې مطابق (صحرا ته، سودا ته، سا ته) پر (صحرا له، سودا له، ساه له) باندې بدلې کړې دي او له (هلاله) سره يې همقافيه کړې دي. د پای په بيت کې يې (واخله) پر (واله) اړولی دی. که د دوديزې قافيه پوهنې له عينکو پورتني شعر ته وګورو؛ نو هم قافيه او رديف سره ګډ شوي دي او هم د قافيې په کلمو کې د سمون په موخه لاسوهنه شوې ده، چې د عدول عيب يې منځته راوړی دی. نور شعرونه يې لاندې کتلای شئ:
مینه حسن جوړ کړي بیا پرې شي مینه میِنه
مینه لېونۍ ده لېونۍ ده مینه مینه
(غني، ۱۳۶۴: ۱۲۳)
په پورته بيت کې د (mayana او mina) کلمې د قافيې کلمې دي، خو لومړۍ کلمه شاعر د خپل ګړدود مطابق پر (mayina) باندې بدله کړې ده او له (mina) سره يې همقافيه کړې ده، چې د پای درې فونيمونه(ina) يې سره هماهنګ و مشترک دي. که چېرې لومړۍ کلمه د ډېری پښتنو د تلفظ پر بنسټ ولولو نو بيا قافيه عيبجنه معلومېږي.
د وصال مزه که ما نه وای څکلې
په فراق به تر ازله وم خوشحاله
اول ړوند وم تا بینا کړم بیا دې ړوند کړم
ځکه نه راکوي ژوند مزه اوس ماله
(غني، ۱۳۶۴: ۱۳۹)
په پورته بيتونو کې (خوشحاله، ماله) د قافيې کلمې دي، چې (اله) يې هماهنګه برخه ده، د قافيې د دويمې کلمې اصلي شکل (ما ته) دی، چې شاعر د قافيې د سمون په موخه د خپلې لهجې مطابق پر (ماله) اليش کړی دی.
د لرې لرې خلک راغلل تمام ـ دیدن له ستا د لرې لرې
زما یادېږي ستا وړې وړې خبرې ـ ارمان دلبرې د لرې لرې
خوله دې مسکۍ سترګې غمازې ـ په لچک لچک په هوا ځي
باغ کې بلبلې سترګې یې وازې ـ ستا د دیدن شولې موتازې
خدایږو که حورې ستا د نوک وي برابرې ـ جانان دلبرې د لرې لرې
(غني، ۱۳۶۴: ۱۶۸)
په پورته بيتونو کې شاعر د قافيې د سمون په موخه (محتاجې) څخه (موتازې) جوړه کړې او بيا يې له ( غمازې، هوا ځي، وازې) سره همقافيه کړې ده.
د ارواښاد پروفېسر صاحب شاه صابر لاندې شعر که د نوموړي په لهجه ولوستل شي، بې عيبه دی:
درد مې اسوېلی کړه بيا که ځې نو ځه
ځان ته مې لوګی کړه، بيا که ځې نو ځه
تندې ته مې وګوره طاعون نه شې
شونډې مې لوندې کړه، بيا که ځې نو ځه
سترګو له مې لږ غوندې خوب راوله
ورکې شوګيرې کړه بيا که ځې نو ځه
(صابر، ۱۳۹۲: ۲۴۸).
د علي اکبر سيال لاندې غزل هم که د ده د ګړدود مطابق ولوستل او وليکل شي، بې عيبه دی، که د دوديزې قافيهپوهنې پېلوزی پسې څوک راواخلي، بيا به د قافيې او رديف ګډون او عدول پکې لټوي:
نرۍ نرۍ ده هم نازکه جینۍ
رغړي د ګل په پاڼو ځکه جینۍ
د چا یادونه درله زړه تخنوي
چې پښې دې نه لګي په ځمکه جینۍ
زما د یاد په غېږ کې لوبې کوي
وړه وړه لکه نانځکه جینۍ
د پښتنو په خاوره مینه کوي
هیڅ نه ویرېږي له ټوپکه جینۍ
د خپل جبین خال لا رنګونه ګوري
ګرځي په ستورو ملایکه جینۍ
سترګې دې وانخلي پانزېب او ځواني
پښو ته دې واچوه کونجکه جینۍ
په یو ساعت کې له نظر غیبه شي
ده ښاپېرۍ که الوتکه جینۍ
ما ته د حورې نه هم ښکلې ښکاري
دا لېونۍ د سپږو ډکه جینۍ
کني د زړه ځمکه او سوړې کوي
خدایه نولۍ ده که منږکه جینۍ
د لمربدنو سترګې وبرېښوه
راشه لږ مخ دې راښکاره که جینۍ
داسې مې زړه شي ستا د مخ په لیدو
لکه چې سوی کوي ځوانکه جینۍ
دا غشي غشي باڼه لور وروځې دې
پورې راپورې مې د زړه که جینۍ
په غلچکو سترګو دې لوټ کړۀ خلک
خدای دې رسوا خدای خو دې مړه که جینۍ
په اکو بکو باندې نه پوهېږي
شي په ترپکو سرسیندکه جینۍ
لکه ګنجۍ چې په سر تار نه لري
داسې دې نه وي خیال ملکه جینۍ
په غنو غنو، ستنو ستنو بڼو
لکه ګذار کوي لټکه جینۍ
د نر او ښځې به څنګ پته لګي
دا چې هلک شي ښځونکه جینۍ
پېښور هم اسلام اباد هم ښکلی
راځه راواوړه له اټکه جینۍ
ګنډلې سترګې په برقه کې ګرځي
اوړېدی نه شي له سړکه جینۍ
په عقل لور د افلاطون ښکاري
په قد قامت کې لوېشتینکه جینۍ
کله د چا کله د چا کوڅه کې
ګرځي د چرګې په شان کوړکه جینۍ
بېخ د منګي، بېخ د اوبو دې وځي
په سر ګنجۍ شوله خټکه جینۍ
توروي سترګې کله څنګه څنګه
ما به رانجه ما به اوړه که جینۍ
په سلائي یې سترګې وڅیرلې
هیڅ نه ویرېږي له کوتکه جینۍ
نه یې قانون نه یې مذهب رانیسي
په سایکل جوخته تر هلکه جینۍ
بیا د کابل د ښار هوا مسته شوه
د پښو په څوکو ځي تاجکه جینۍ
د خپل پی مخي ژوند خاپونه ګوري
د زړه په وران کلي کې ورکه جینۍ
ستا په لیدو مست شي را وپارېږي
راشه دا وران زړګی مې ښه که جینۍ
لږ مې د ستړي ژوند نه بوځه لرې
لږ مې په زلفو کې اوده که جینۍ
ای سیاله څنګ به لامبوزنه نه وي
دا د کابل د سیند بتکه جینۍ
په پورتني شعر کې شاعر (نازکه، ځکه، ځمکه، نانځکه، ټوپکه، ملایکه، کونجکه، الوتکه، ډکه، منږکه، ځوانکه، سرسیندکه، ملکه، لټکه، ښځونکه، اټکه، سړکه، لوېشتینکه، کوړکه، خټکه، کوتکه، هلکه، تاجکه، ورکه او بتکه) له (راښکاره که، زړه که، مړه که، اوړه که، ښه که او اوده که) له کلمو سره همقافيه کړې دي، چې (جينۍ) يې رديف دی. په پورتنيو کلمو کې لکه څنګه چې په سترګو معلومېږي، د لومړي ليندکۍ د کلمو هماهنګي پر (ک) شروع شوې ده خو د دويمې ليندکۍ په کلمو کې هماهنګي پر (ه، ۀ= ǝ، a) پيل شوې ده. مخکې مو هم يادونه کړې وه چې په ډېری قافيو کې هماهنګي پر واول شروع کېږي، چې د څپې زړی تشکيلوي. د لومړۍ ليندکۍ کلمې که پر فونيميک ليکدود وليکل شي د دويمۍ ليندکۍ له کلمو سره پوره هماهنګې دي. لکه:
بتکه: bataka
مړه که: mṛa ka
پورتنيو قافيو ته که د ګرامر او دوديزې قافيې له سترګيو وکتل شي، ناقصې قافيې دي، ځکه دوديز قافيه پوهان به دا استدلال کوي چې د دويمې ليندکۍ په کلمو کې قافيه له رديف سره ګډه شوې ده او د عدول عيب هم پکې راغلی دی، ځکه د (کړه) فعل يې پر (که) بدل کړی دی. خو د شعر خوند، موسيقي، د قافيو نويوالي له زاويو او د پښتو قافيهپوهنې له مخې که پورتني شعر ته وکتل شي، ګردسره بې عيبه دی.
پايله
څرنګه چې علوم و فنون د پرمختګ او بدلانۀ په حال کې دي، نو دودیزه پښتو قافیهپوهنه هم له دې امره مستثنی کېدای نه شي. قافیهپوهنه خو یوه نسبتاً پخوانۍ پوهنه ده او بیا له عربي ژبې او ادب څخه راغلې ده؛ نو د اوسمهال له غوښتنو سره یې برابرول اړین کار دی. د دودیزې قافیهپوهنې هغه خواوې چې د شعر له ښکلا او موسیقیت سره مرسته نه کوي، نو پر زدکړه او نورو ته په ور زدکولو يې د وخت تېرول د وخت د وژلو په مانا دي.
د دودیزې قافیهپوهنې بیان کړي هغه عیبونه ګردسره عیبونه نه دي، چې د شعر موسقيت و ښکلا ته تاوان ونه رسوي، لکه: عدول، د ردیف او قافیې ګډون، خفي ایطاء، د خج بدلون او د قافیو په کلمو کې د روي هغه اختلاف چې مختلف توري په وتونځیو کې سره نژدې وي. لکه: خیاط، مات او د ارتباط کلمې چې په اورېدلو کې بشپړې هماهنګې دي. موږ نه شو کولای شاعر په دې ملامت کړو چې، لباس، اخلاص، غیاث او وسواس یې سره همقافيه کړي دي، ځکه دا کلمې پر غوږونو هماهنګې لګېږي؛ نو همقافيه کلمې دي. قافيه هغه وخت ناقصه بللی شو چې د قافيو د کلمو د هماهنګې څپې په خپلواک فونيم کې يې توپير راغلی وي، لکه واخلې حاصل و کابل که څوک همقافيه کړي. قافیه د اوردېدلو په حس پورې تړلې ده، کومې کلمې چې د پای څو ږغونه یې سره ورته وو، یا یې د پای د فونيمونو وتونځي سره نژدې وو او پر غوږ هماهنګې لګېدې؛ نو همقافيه کلمې ورته ویلی شو، که پر غوږ هماهنګې نه لګېدې که څه هم په لیک کې یې پای سره ورته غوندې و، بیا یې هم همقافيه نه بولو او که یې وبولو نو عیبجنه قافیه به یې ګڼو.
د شاعر او د شعر د لوستونکي که د روي، وصل، خروج، مزید او نایر یا رس، اشباع، حذو، توجیه، مجری او نفاذ لغوي او اصطلاحي ماناوې زده نه وې نو څه پروا؟ د دغو زدکړه او نه زدکړه د شعر پر کیفیت، خوند، تاثير او ماهيت باندې د وربشې هومره تاثیر اچولای نه شي. نه د دغو نابومه ګړنو په زدکړه څوک شاعر کېدای شي او نه د شعر د ماهیت په پېژندنه کې مرسته کوي.
اخځليک
- اورکزی، ممتاز. (۲۰۱۹). زه په چاک پروت يم. پېښور: اعراف پرنټرز.
- پسرلی، محمد صديق. (۱۳۹۰). غزلبڼ. کابل: د ميدان وردګو ولايت.
- خټک، خوشال خان.( ۱۳۸۷). د خوشال خان خټک کلیات، دویم چاپ. د عبدالقيوم زاهد مشواڼي اوډون، سمون او وییپانګه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.ل
- درمل، احسان الله. (۱۳۹۷). شعرستان. دويم چاپ، کابل: سروش کتابپلورنځی.
- دروېش، درانی. (۲۰۱۰م). دا بوټي به لونګ شي. دويم چاپ. کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه.
- دروېش، درانی. (۲۰۱۱). ستوري په لمن کي. څلورم چاپ. کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه.
- دروېش، درانی. (۲۰۱۴م) کر د ګلو. دويم چاپ. کوټه: صحاف نشراتي مؤسسه.
- سعود، سيد شاه سعود. (۱۳۹۲). ښه ده چې ته رانه خبر نشولې. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
- شیدا، کاظم خان.( ۱۳۸۴ ). د کاظم خان شیدا دیوان. د حنيف خليل تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
- ښکلی، اجمل. (۱۳۹۵). تږې اوبه. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه.
- صاحب شاه، صابر. (۱۳۹۲). د صاحبشاه صابر کليات. دويم چاپ، کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
- غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۶). جادوګر هنر. جلالآباد: مومند خپرندويه ټولنه – جلالآباد.
- غني، عبدالغني خان. ( ۱۳۶۴). د غني کلیات. کابل: د قومونو او قبایلو وزارت، د نشراتو ریاست.
- قرار، مجيد. (۲۰۱۱م). د زړه آواز د نغمو په ژبه. سبا سترګه، دوه مياشتنۍ ادبي او علمي خپرونه، دويم کال، څلورمه ګڼه، د غبرګولي مياشت.کابل: کابل پوهنتون، د پښتو څانګې محصلين.
- منلی، نجيب الله. (۱۳۹۸). د پښتو شعر تول. (درسي لکچرنوټ).
- مومند، عبدالحمید.( ۱۳۸۶). د عبدالحمید مومند کلیات. دویم چاپ. د محمد آصف صميم سریزه، څېړنه، اوډون او وییپانګه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
- هجري، اشرف خان. (۲۰۰۱م). ديوان اشرف خان هجري. پېښور: پښتو اکېډيمي پېښور يونيورسټي.
- همکار، محمد ابراهيم. (۱۳۸۸). د بدېع فن او پښتو شاعري. دويم چاپ. جلال آباد: ننګرهار پوهنتون.