دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهعبدالمنان نیازی د کابل په یوه روغتون کې وفات شو

عبدالمنان نیازی د کابل په یوه روغتون کې وفات شو

تاند(شنبه، د ثور۲۵) د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملاعبدالمنان نیازی، چې تېره اوونۍ په یوه برید کې ټپي شوی و، نن په کابل کې مړ شو.

د نیازي د کورنۍ غړیو د هغه مړینه تایید کړه.

عبدالمنان نیازی د سې شنبې په شپه د هرات د ګوزرې (ګذره) او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ د پیرخولې په سیمه کې برید وشو جې له کبله یې نیازی سخت ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.

هغه په پیل کې د هرات په حوزوي روغتون کې بستر شو خو وروسته د درملنې لپاره کابل ته یووړدل شو.

عبدالمنان نیازی او د کوټې شورا یو شمېر نور غړي په ۱۳۹۴ لمریز کال د ملامحمدعمر اخوند د مړینې له اعلانېدو وروسته د نوي مشرتابه پر سر د طالبانو له اصلي ډلې بېل شو.

دوی وروسته د هرات په شینډنډ ولسوالي کې د ملا محمدرسول اخوند په مشرۍ بېله ډله جوړه کړه.

ویل کېږي چې ملارسول اخوند د پاکستاني استخباراتو له لوري نیول شوی او اوس هلته بندي دی.

3 COMMENTS

  1. لدې باید دا نور طالبان درس واخلي چې ټول عمر هم د ای ایس ای نوکري وکړي چې یو ورځ یې په امر لکۍ ونه ښوروي داسې یې کسکر کوي.

  2. نو همدا وخت دی طالبانو ته چې سوله وکړي او لدې ذلالته ځان خلاص کړي.

  3. طالبان او نور ځناور (مجاهدین=تروریستان=د ملت خاینین) چې ذ (اسلام) تر نامه لاندی هره ورځ زمونږ هیواد ورانوی او د بدبختی او وروسته والی لوری ته یی نور هم کشوی. د شرم ځای دادی چی په اوس مهال که ډیری افریقایی هیوادونه زمونږ نه پرمختللی شوی (مثال روانډا…). زمونږ په سیمه کی هیوادونو ته وګورئ. چین، چی څو لسیزی وړاندی پری ټولی نړی ملنډی وهلی (د ټیټ کیفیت د توکو تولیدونکی هیواد)، اوس سپوږمکۍ د زمکی ټیټ مدار او حتی مریخ ته لیږی. په نړۍ که دوهم اقتصادی قدرت دی. همدارنګه هندوستان، امارات، اسراییل، سویلی کوریا. حتی ایران چی د ټولی نړۍ (په خاصه توګه د امریکا) له خوا پری د کلونو راهیسی اقتصادی بندیزونه لګیدیلی، توانیږی چی خپلو خلکو ته ښه ښوونځی، پوهنتونونه، د روغتیا وړیا بیمه، بریښنا او نور خدمات چمتو کړی. په صنعتی برخه که خپلی ډیرې اړتیاوی پخپله پوره کوی.
    په نړئ کی یواځینی ملک چی د تروریزم، وحشت، بدبختۍ، د انسانانو (په خاصه توګه د ښځو) پر وړاندی تاوتریخوالی، او خیرات خورۍ په سر جدول کی ځای لری، افغانستان دی. د ټولو افغانانو (په خاصه توګه د پښتنو) لپاره ډیر د شرم ځای دی.
    له خپل ځانه هر یو باید پوښتنه وکړو، ایا مونږ د ژوند کولو ارږښت لرو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب