عبدالوکیل سوله مل شینواری
هسي خو د ډرامې ريښه لكه دنورو هيوادونو په شان په افغانستان كې هم لرغونو زمانو ته رسي، خو دعصري او نني تياتر درواجولو لپاره دلارې جوړول دآمير شير علي خان په واكمنۍ پيليږي ،دى هغه لومړنى ټولواك دى،چې خپل دربارته دټوكيانو او مسخره چيانو له لارې ډرامه ننباسي، له دې وروسته ورو ، ورو له درباره بهر دعصري ډرامې او تياتر لپاره هم ځينې تياتر ته ورته هڅې په كار اچول كيږي.
له درباره وتلي ځينې مبتدي ټوكيان او مسخره چيان دخپلو كاليو په بدلولو او دځينو ځناورو دڅيرو په اغوستلو تر ډيره زموږ دولس بنډارونه تاوده ساتي.
ددې ټوكيانو لومړنۍ هڅې په ( ۱۲۸۵ ) هـ ل كې څه زور اخلي د دوي له ټولو مشهوره ډله د (( سايبين ))ټوكيان چې مشري يې د( برات قناد ) په غاړه وه ، په ډيره لنډه موده كې په كابل كې خورا مشهوريږي .
په برات قناد پسي دويم سړى چې اولسي تياتر ته دغوره چوپړه برخمن دى ( جبار رنګمال ) نوميږي.
جبار رنګمال دهغه زمان ټوكې او لوبغاړى دى چې دوخت دمسخره چيانو او ټوكيانو فعاليت د اداري او نظم لاندي راولي ، دهمده تدبر او نوښت دى ،چې دنني تياتر دوجود زړى شيندل كيږي .
طالع همګان هغه لومړنۍ ډرامه ده،چې دده په لارښوونه په كابل كې ښوول كيږي ، دغه لوبغاړى چې كله دخپلو نندارو ښه هر كلى ويني ، دستي په لاهورۍ دروازه كې يو سراى اجاره كوي او په ګڼو نندارو دكابليانو پاملرنه ځانته رااړوي.
پيريان ، ديوان او دپخوانيو شاهانو ځيني روايات اونكلونه يې دډرامو مضمون جوړوي ، دمرحوم بريښنا له قوله : ((سلطان محمود او څلورغله ))، دده ترټولومشهوره ننداره ده.
ددې سره سره چې برات قناد او له ده لږ وروسته جبار رنګمال دعصري ډرامې په لور لومړني ګامونه پورته كوي .خو دافغاني معاصر تياتر اصل بنسټ له استقلال وروسته دافغانستان دمدبر او مترقي ټولواك امان الله خان په لارښوونه كيښودل كيږي.
دهمدغه مدبر پاچا په لارښوونه په ( ۱۳۰۱) هـ ل كې دلومړي ځل لپاره په پغمان كې دتياتر د يوې عصري ودانۍ كار پيل او په ۱۳۰۲ هـ ل كې پاي ته رسيږي دامان افغان داخبار له مخې (( خوب او ويښتيا )) يې لومړنۍ ننداره ده خو دځينو نورو پوهانو له نظره د (( داندلس فتح او سقوط )) يې لومړنۍ ډرامه گڼله كيږي.
له دې ډرامې وروسته په وار سره د ((د تل محاربه )) چې ښځينه رول يې ديوې انګريزې ميرمنې په غاړه و . ((اجباري واده )) ،(( اخلاقي خبرې ))،((بي تربيه هلك )) ،(( هغه زلمي چې اروپا ته ځې )) او ځينې نورې …. په دغې ودانۍ كې نندارې ته وړاندي كيږي . ددغو ډرامو ځينې لكه : داندلس فتحه او سقوط او استقلال په هرات كې هم ډرامې كيږي.
هرات دافغانستان هغه يواځينى ولايت دى چې دپغمان تياتر سره سم يې په كار پيل كړى دى ، او ددغه تياتر په څير ګڼې لنډې او اوږدې ډرامې : (( پخوانۍ او اوسنۍ زده كړه )) ، ((دپخوانۍ او اوسنۍ زده كړې پايله )) او نورې يې دهرات دميرزاجان په باغ كې نندارې ته وړاندې كړي دي.
خو دامان الله خان دواكمنۍ په ړنګيدو دكابل اوهرات ټول ډرامه يز بنسټ لكه دافغانستان نور بنسټونه ړنګيږي او بيا ښه پوره ډيره موده دتياتر او ډرامې نوم څوك په خولې نه اخلي.
ايله څه كم دوه لسيزې وروسته چې مرحوم استاد سلجوقي دوخت د مطبوعاتو مستقل رئيس شي بيا دهنر دغې برخې ته پام رااړوي ، او په كال ۱۳۲۲ كې په كابل كې رسماً دپوهنې ننداره پرا نستل كيږي.
ددغه ستر او كلتور ي ګام په اوچتولو كې هريو عبدالرشيد لطيفي او استاد عبدالغفور بريښنا لويه برخه اخلي.
سره له دې چې په پوهنې ننداره كې ډرامې په څه ناڅه عصرې بڼه پيل كيږي خو دانندارې دمعاصر تياتر د ډيرو ځانګړنو او مناسب مكانه بې برخې وې : تياتري ننداري تر ډيره وخته داستقلال ليسې د كنفرانسونو په تالار كې نندارې ته وړاندې كيـږي.
دپوهنې نندارې لومړنۍ ننداره (( ميراث)) نوميده چې مرحوم عبدالرشيد لطيفي يې ليكوال او غوث الدين رسام يې لارښود دايركتر و.
هغه نندارې چې د ( ۱۳۲۲) په موده كې په پوهنه ننداره كې ښوول شوې ليكوالان يې دا دي :د محمد عثمان صديقي ، ((عاطفه)) ،دمحمد ناصر غرغښت ((زوم )) دعبدالرحمن پژواك ((دكبابى شاګرد )) دعبدالرشيد لطيفي (( اوه رنګونه ))، دعبدا لغفور بريښنا ((اشتباه)) دعبدالروؤف بينوا ((كار داهليت له مخي )).
عبدالرشيد جليا، عبدالرحمن بينا، عبدالطيف نشاط، ملك خيل ، غلام محمد شاكر ، محمد اكرم نقاش ، محمد يعقوب مسعود، احمدضياء او استاد بيسد هغه لوبغاړي دي چې ددغو ډرامو اونندارو په ښوولو كې دښه چوپړ وياړ ورپه برخه دى.
همغسي چې دكابل دپغمان تياتر سره سمدستي په هرات كې ډرامه يزې هڅې پيل مومي ،همداشان دكابل دپوهنې نندارې له جوړيدو دوه كلونه وروسته په هرات كې هم بيرته د د ډرامې عنعنه ژوندۍ او په غورځنګ راځې دهرات نندارې دفعاليتونو هڅې نه يواځې په هرات كې راايساريږي ، بلكې ډير ژر كابل ته هم راغزول كيږي.
په ۱۳۲۸ هـ ل كې له هراته دښاغلي محمد علي ذره په مشرۍ دلوبغاړو يوه ډله كابل ته راځي او په كابل كې ځينې ډرامې : (( پښيماني )) ،((خپلواكې )، د(( دناموس قرباني )) نندارې ته وړاندې كوي.
په كابل كې ډرامه يز فعاليتونه ورو، ورو پراخيږي او له پوهنې نندارې څوكلونه وورسته نورې نندارې لكه : مرستون نندارې ۱۳۲۶ هـ ل ، ښارې نندارې ۱۳۲۷ هـ ل ، علم وجهل ۱۳۲۸، هـ ل ،يوه په بله پسي زموږدملي ډرامې په غنا كې برخه اخلي.
له هغې ورځې چې غلام محمد ((فرهاد )) دښاري نندارې امتياز د مطبوعاتو له مستقل رياست اخلي ، په كابل كې ټولې نندارې ((پوهنه ننداره )) ،(( مرستون ننداره )) ، (( ښارې ننداره )) په خپل وار سره ښې حماسي او تاريخي نندارې دتياتر مينه والو ته وړاندي كوي.
(( ميرويس خان )) ،(( ابوعلي سينا )) او ځينې نړيوالې ډرامې (( ملنګ دپړانګ په څيره كې )) او يا د مولير تارتوف يې غوره بيلګې دي.
په ۱۳۳۴ هـ ل كې چې د ښځو دآواز په وړاندي لا ډير خنډونه نه وي ليري ، دښځو تيا تر بنسټ د (( بهار ))تياتر په جوړولو كيښوول كيږي.
ددې تياتر لومړنۍ لوبغاړى ، دسارا ، ژيلا او عذرا په نومونو درې خويندې دي ، چې څه موده وروسته يې مرستې ته نسرين ، نجيبه نوروتن او دينا هم وردانږى او له دغو خويندو سره يو ځاى په ګڼو نندارو كې برخه اخلي.
په ۱۳۳۴ هـ ل كې زموږ دملي ډرامې په بډاينه كې دوه لوي ګامونه پورته كيږي .
لومړى ګام دښاغلي محمدعلي رونق په وړانديز او نوښت دتياتر لپاره ديوې ودانۍ جوړول دي او بل په همدغه كال دتياتر د دوه كلن روزنيز كورس شروع ده ، چې دواړه په خپل وار زموږ دملي ډرامې په بشپړتيا يې بهير ښې اغيزې پريباسي.
دتياتر دلومړني كورس استاذانواو زموږ دملي فرهنګ دغو وتليو استازو محمد علي رونق ،استاد بريښنا ،عبدالغفور روان فرهادي، ضيا قاريزاده، فرخ آفندي او نورو زموږ د ملي تياتر د ډيرو نامتو لوبغاړو: مشعل هنريار(( اختر پيكر)). درحيم سير ،ظاهرصديقي ، سرور خنجى)) په روزنه كې خورا پوره زيار ګاللي.
دافغانستان دملي تياتر په بشپړتيايې بهير كې ۱۳۳۶كال هم ځانګړى ځاى لري . په همدغه كال كې انجنير علي رونق دنړيوالې ډرامې خورا غوره نمونې ژباړي اوبيايې د ډاير كت چارې هم په خپله غاړه اخلي ، هغه ډرامې چې دى يې په دې كال په ژباړلواو ډايركت توانيږي : دفرانسې د نامتو ليكوال مولير : مظلوم ميړه ، اجباري طبيب ، موسيو دو پروسوناك ډرامې دي.
په همدې كال زموږدملي ډرامې په تاريخ كې يو بل ښه ګام پورته كيږي ، او هغه د((زينب ننداره ))رامنځته كيدل دي چې دوخت دميرمنوټولني مشره ميرمن زينب سراج يې داجازې اوفعاليت امتياز اخلي ، سره له دې چې ددې نندارې ټول لوبغاړي ميرمنې وي ،خونندارې له يوې مخې سيد مقدس نګاه كښلي اوډايركت كړي دي.
په ۱۳۳۷هـ ل كې دپوهنې ، ښاري ، ميرمن اومرستون نندارې ترڅنګ بله ننداره ((لښكر ننداره )) هم په كابل كې سر راټوكوي. د دې نندارې مسوول دهيواد ښه لوبغاړى او ډايركتر وزير محمد نګهت چې دنورو گڼو وتلو لوبغاړو ترخوا ګڼې نندارې دهيواد د وسله وال پوځ منسوبينو ته وړاندي كوي.
په دغو كلونو كې له يوې خواكه خورا نامتو بهرنۍ ډرامې ژباړې او ډرامې ته چمتو كيږي ، له بلې خواله دې يو كال ۱۳۳۸ وروسته زموږ دملي تياتر دغنا او نورو هيوادوالو د ډرامه يزو تجربو نه دګټې اخيستنې په موخه زموږ هيواد ته دپخواني شوروي اتحاد دوه تنه دتياتر ماهرين : شمس قياموف او محمدياروف چې لومړي يې دډرامو په ريژه كولو او دويم په موزيك ډايركترۍ كې زموږ د نندارو له كاركوونكوسره د دوي په چاروكې ښه پوره مرسته كوي راځې.
د دوي دواړو په لارښوونه په همدې كال (۱۳۳۸) هـ ل كې سمدستي دتوفيق الحكيم نامتو ډرامه(( په زړه كې بنده ګولۍ )) چې ښاغلي لطيفي ژباړلې وې ،نندارې ته وړاندي كيږى.
سره له دې چې په ۱۳۳۶- ۱۳۴۰ كې د ډرامو دښوونې خوندهسي نه وي .خو بيا هم په ۱۳۴۰ كې زموږ دملي هنر د غوړيدو لپاره يوه نوې اداره (( دښكلو هنرونو موسسه )) چې په خپل وار دډرامې ، موسيقۍ ، مجسمې جوړونې دوه كلن كورسونه پلي كوي ، جوړيږي.
په ۱۳۴۱- ۱۳۴۲ كلونو كې ددې موسسې دمشر فيض محمد خيرزاده په مشرۍ دوه نړيوال شهكارونه دتتس ويليامير (( ښيښه يې نانځكه )) او ديو جې اونيل د((نارون په پښو كې هوس )) نندارې ته وړاندي كيږى.
په همدې كلونو كې زموږ دملي تياتر په تاريخ كې يوه بله نادره پيښه كيږي او هغه دلومړي ځل لپاره په كابل كې دپښتو تياتر پيلامه ده، په ۱۳۴۲ كې دنورو ګڼو ډرامو ترڅنګ په كابل ننداره كې د قهرمان په نامه پښتو ډرامه نندارې ته وړاندي كوي.
قهرمان چې له درې ژباړل شوې ډرامه وي، استاد نظروف يې دلارښوونې چارې په غاړه لري ، او صايمه مقصود ، ف فضلي ، محبوب رشيدي يې غوره لوبغاړي جوړوي. داهغه ډرامه ده ،چې دوخت صدراعظم ډاكتر يوسف يې له نندارې وروسته جوړونكي ته سل زره افغانۍ جايزه وركوي .
په ۱۳۴۲هـ ل كال كې داستاد نظروف د روسيې دمشهور ليكوال استروفسكي اثر(( بې ګناه ګنهكاران )) ژباړي او د ډاير كت چارې يې هم په خپله غاړه اخلي. ترهغې چې دا دوه تنه بهرني استادان په افغانستان كې وي، دتياتر چارې خورا ښې پرمخ روانې وي، خو كله چې دغه استادان بيرته خپل هيواد ته ستنيږي، د تياتر فعاليت او كار هم څه ناڅه په ټپه ودريږي.
سره له دې چې د استاد نظروف له تګه وروسته بيا هم زموږ دملي تياتر دتنظيم لپاره بل استاد رحمت الله ايف كابل ته راځې خو زموږ ملي تياتر له هغه دمه غورځيدلى وى كوم چې داستاد نطروف په وخت كې و .
رحمت الله ايف په خپل وار زيا ر باسي چې ځينې ډرامې نندارې ته چمتو كړي ، خو هلي ځلې يې هومره ښه ثمر نه وركوي. د ده په موجوديت كې ځینې ډرامې لكه: ((هغه مې پلار نه دى)) نندارې ته تياريږي خو يوه يې هم بريالۍ او دليدونكو زړونو ته لا ر نه مومي . دده په وخت كې تر ټولو ښه ډرامه دروسيې دكلاسيك ليكوال ګوګول مشهوره ډرامه (( مفتش )) وي چې دنندارچيانو له ښه هر كلى سره مخامخ كيږي .
ددې لپاره چې تياتر او ډرامې بيرته خپل پخواني شان او مقام ته ورسيږي او تياتر په ټپه نه وي دريدلى پوهنه ننداره په ښكلو هنرونو كې ادغام شوه او دواړه ادارې په كابل هنرې موسسه ونومول شوه خو دغې چارې هم زموږ دملي تياتر دښه كيدو لپاره كومه ګټه ونه كړه او پايله يې ښه نه وه . ځكه ددغو دواړو ادارو ترمنځ دگډ كار روحيه ورځ په ورځ خرابيده ، له دې بابته په ۱۳۴۵ هـ ل كال كې د كابل هنرې موسسه لغوه او پر ځاى يې دكلتور رياست جوړ شو.
دكلتور رياست خپل كار له لومړي سره دتياتر د دوه كلن كورس له جوړيدو پيلوي، دغه كورس له خورا ډيرو مراجيعينويواځي شل تنه انتخابوي او په دووكلنوكې یی د ډرامې دهنر په ډيرو خبرو پوهوي، د كلتور درياست په موجوديت كې سره له دې چې زموږ ملي تياتر له خپله زوره وليدلى وي ، خو په خپل وار دغه اداره زموږ د ډرامې په وده كې ښه برخه اخلي ، اما كله چې دغه اداره ړنگيږي زموږ په ملي ډرامې يې اغيزه خورا بده وي.
په همدې كال ۱۳۴۸ هـ ل كې زموږ د ډرامې روان كاروان په ټپه دريږي ، په ځاى يې څو خصوصي نندارې ( صحنې) ښه زور اخلي
د دې كال په اوږدو كې په هيواد كې (۲۷) صحنې دفعاليت جواز ترلاسه كوي.
صحنې نه يواځې داچې دكابل نندارې هرڅه په ټپه دروې، بلكې تاوېې هرات، كندوزاو مزارنندارو ته هم رسي اوپه لنډه موده كې ددغو نندارو ورونه هم پوري كيږي.
دكابل اوهرات نندارې دفعاليت په ټپه دريده دهيواد ډير لوبغاړي ډايركتران ، ډرامه ليكوونكي او د ډرامې دچارو نور تنظيموونكي اړباسي چې نورو مشاغلو ته اوږې وركړي، آن ځينې داسي كسان: (احمد شاه علي، حميد جليا . رحمت الله انصاري، محمدي شفا) چې په بهر كې دډرامې په برخه كې له اكادميكو زده كړو نوي راګرځيدلي وو، نه توانيږي چې زموږ دملي ډرامې دبډاينې په پروسه كې خپلې زده كړې وكاروي ، نو له بده مرغه نورو چارو او مشاغلو ته اوږه وركوي.
خو له يو نيم كلن ځنډ وروسته چې محمود حبيبي داطلاعاتواوكلتور وزير ټاكل كيږي .، تياتر او موسيقۍ ته بيا څه ناڅه پام را اړول كيږي. په همدې موخه داطلاعاتواو كلتور وزارت په چوكاټ كې دښاغلي خيال په مشرۍ دثقافت اوهنر په نامه يو نوي تشكيل جوړيږي. د دې تشكيل په هڅونه اولارښوونه له تياتره ګوښه شوي لوبغاړي بيرته تياتر او ډرامې ته مخه كوي او په لنډه موده كې ګڼې بهرنۍ ډرامې په پښتو او دري ژباړي اوبيايې نندارې ته برابروي.
دهنراوثقافت اداره خپل لومړنى فعاليت په يوه هنري پروګرام چې د (( دهنر شپه )) نوميږي ، پيلوي په دغه پروګرام كې له فرانسې ژباړل شوي دوه پيسه (( وخت پيسي دي )) دري او غاښ جوړونكى (( پښتو )) نندارې ته وړاندي كوي ، له دې وروسته دروسيې دوتلي ليكوال ګوګول دمفتش ډرامه بيا له سره ښوول كيږي .داډرامه دليدونكودشميراوګټې ( ۳۵۰۰۰۰) افغانۍ له مخي ريكارډ ټينګوي.
دثقافت اوهنر بله لاسته راوړنه دخوا ښې ډرامه ده ،چې نه يواځې په كابل بلكې زينب نندارې ، بلخ،ناشر او كندز نندارې كې هم د ډرامې دمينه والو هنرې تنده خړوبوي او لږه موده وروسته يې سرتاجكستان ته رسي اوهلته يې هم تاجكان په ليدو نه مړيږي.
دثقافت اوهنر دا دارې يو بل ښه خدمت داهم وچې په خپل وار يې دآرډراماتيك كورس جوړكړچې دخپل موجوديت په موده كې يې زموږ دملي ډرامې ګڼ مجرب لوبغاړي وروزل خو كله ،چې ښاغلى محمود حبيبي له وزارته لري شي تياتر او تياتري هڅې بيرته ورو ورو په ټپه ودرول شي.
په ۱۳۵۰ كې دګلونوانسامبل په نامه يوه اداره جوړيږي چې ټوله پاملرنه موسيقۍ او اداري چارو ته رااړوي او دچارو مسوولين تياتر ته ښه پوره شا وراړوي.
په ۱۳۵۱كال كې دثقافت اوهنر اداره وويشله شي اوافغان ننداره په اطلاعاتو او كلتور وزارت كې په يو خپلواك ارګان اوړي.
دافغان نندارې خپلواكه تشكيل ددې ادارې په كار اوفعاليت ښه اثر پريباسي . افغان نندارې په لنډه موده كې ګڼې نندارې راوباسي.
دغه اداره چې مشر يې فيض محمدوي ،لومړى دسيد مقدس نګاه اثر ((كچري قروت )) ډرامه چمتو كوي ، په دې پسي خپل دويم محصول ۱۳۵۲ (( څو ك قاتل دى ؟)) ، درېيم محصول (( هر څوك چې لومړي وار وګټې كورته يې وړي)) او څلورم (( پرجيره)) يو په بل پسي نندارې ته وړاندي كوي.
د ۱۳۵۲هـ ل دچنګاښ په ۲۶مه كله چې شاهي نظام ړنګ او ځاى يې جمهوري نظام ونيسي، سره له دې چې داطلاعاتواو كلتور نوى وزير پوهاند ډاكتر نوين ددي وزارت لپاره وړسړى نه و اوكومه روښانه پاليسي هم دخپل وزارت لپاره نه جوړوي ، بيا هم تياتر او تياتري هڅې نه درول كيږي.
(( درې تابلو )) دجمهوريت لومونۍ ننداره ده چې له درې پيسونو: وار خطا خسر د چيخوف ليكنه او درشيد پايا ژباړه او ډايركت وي (( ۷۱۹) خونه او(( واده جادو كوي)) جوړه وي.
لومړنۍ ډرامه دعبدالحق واله ژباړه او دويمه داستاد بيسد ليكنه او دايركت و .
دپنځوسمې لسيزې ۱۳۵۴ هـ ل كال زموږ په ډرامه كې ترټولو ښه كال وي، چې د ډرامو دڅومره والي ( كميت ) او څنګه والي ( كيفيت ) له كبله يې ښه كال بللي شو .
په ۱۳۵۴كې دمصردسترليكوال توفيق الحكيم د(( دسولې غږ )) او مرحوم منان ملګري دوه بنې نندارې ته وړاندي شوي دي د پنځوس كلونو تر ټولوډيره مشهوره ډرامه چې دليدونكو شمير يې له(۵۱۰۰۰) خورا اوچت و ، د(( ټګ او ټګمار)) ډرامه ده چې مهدي دعاګوي اوحميد جليا په گډه كښلې او مرحوم جليا يې د ډايركت چارې سرته رسولي دي.
د ۱۳۵۷ دثور اوومه نيټه چې د افغانستان په معاصر تاريخ كې ديوې لويې غميزې لوى باب جوړوي ،هسي چې زموږ دوګړو په اقتصادي ،ټولنيز ،سياسي ….. ژوند خپلې ژورې اغيزې شيندي زموږ په كلتوري بنسټونو هم خپله ژوره اغيزه شيندي ،چې زموږ دملي ډرامې مضمون تر ډيره شعاري اوسياسي ګرځوي ، خو له دې ټولو خبرو سره، سره چارواكي د ډرامې غوړيدو ته ښه پوره پاملرنه رااړوي.
له دغه بدلونه لږ څه وروسته دفرانسې دنامتو ليكوال اوژن يونسكو اثر ((نن شپه پاچا مري )) ژباړه او ډرامه كيږي، په دې پسي داعظم سيستاني ((درېيمه ضربه)) چې ښاغلي بيسد يې د ډايركت چارې په غاړه اخلي ،همدارنګه په بل كال (۱۳۵۸) دغه ډرامې يوه په بله پسي ښوول كيږي.
د مرحوم عبدالقادر لمر( ځنځيرونه مات شول ) د حميد جليا په ډايركت، د اعظم سيستاني د سولي او د اسدالله حبيب (خشم خلق) ……
په ۱۳۵۸ كې يوبل ښه ګام له زياتو كلونو وروسته پورته كيږي اوهغه بيا دآرت ډراماتيك كورس جوړيدل وي .
د ۱۳۵۸ هـ ل له نيمايې وروسته ځيني مشهورو ډرامو لكه : د((بريښت ،ارباب پونتيلا او نوكريې ماتي)) دجان محمد پلارسپيدې وچاوديدې، دمولير اجباري طبيب او دمرحوم منان ملګري سياسي مداري هم د ډرامو دمينه والو هنري تنده ماته كړه.
په ۱۳۵۹ كې چې مرحوم حميد جليا بيا دتياتررئيس شي لومړنۍ هڅه يې دكوچنيانو دتياتر جوړيدل،جوړوي .
شپيتمه لسيزه زموږ د ډرامې اوهنر دپرمختګ په پروسه كې ځانګړى ځاى لري ، په همدې لسيزه كې زموږ تياتر ددې جوګه كيږي چې لوبغاړي نه يواځې په خپل هيواد كې دهنر مينه وال په ځان رامات كړي بلكې فعاليت يې په نورو هيوادونو كې هم د خلكو پا م ځانته راګرځوي.
په ۱۳۶۴كې بيا زموږ هنري ډله په تاشكند ،تركمنستان او مسكوكې دشب اوشلاق، دمورحماسه ،قاعده او استثناه ډرامې نندارې ته وړاندې كوي.
په شپيتمو كلونو كې همدا شان ځينې نور نړيوال شهكارونه لكه: دجان پال سارتر ،(( تور او سپين ))اودبرښت ((مور))) هم نندارې ته وړاندي شول ،چې خورا ښه هر كلى يې وشو.
په همدې لسيزه كې وه چې دلومړي ځل لپاره زموږ په ملي ټلويزيون كې دټلويزيوني تياتر لړۍ داستاد لطيفي په اثر : (هغه مي پلار نه دى) پيل شو ، دويم ټلويزيوني تياتر هم دښاغلي سيستاني اثر (( ځمكه ده )) .
له دې وروسته نورې ګڼې نندارې لكه: دمرحوم منان ملګري (( كله چې مديرموقوف شي)). او يا (( وطن اوكفن)) ….او نورې نندارې هم وړاندي شوي، خودنجيب الله درژيم په نړيدو زموږ ملي تياتر نه يواځې پرله پسي څوكلونه هيڅ فعاليت ونه كړ ، بلكې دتياتر موجوده ودانۍ هم دجګړو له امله له خاورو سره خاورې شي.