شنبه, جولای 27, 2024
Homeروغتیاد سرطان تشخیص په ۱۰ دقیقو کې ممکن شو

د سرطان تشخیص په ۱۰ دقیقو کې ممکن شو

تاند- د طبي علومو څېړونکي وايي، په لنډه راتلونکې کې به د خولې د اوبو د یوه څاڅکې په ټسټولو یا ازمویلو د سرطان د ناروغۍ داسي ساده تشخیص ممکنه کړي چې هر څوک به یې په خپل کور کې هم کولی شي.

که دا ساده ازموینه بریالۍ شوه نو هر انسان به کولی شي چې پر سرطان له اخته کېدو صرف ۱۰ دقیقې وروسته خپله ناروغي تشخیص کړي.

څېړونکي وايي چې دا شیوه د سرطاني ناروغیو د مخنیوي او تشخص په برخه کې لوی پرمختګ ته لار پرانیزي.

حاضردمه د سرطان ناروغي تر ټولو سخته او ستونزمنه برخه د هغې تشخیص دی. که سرطان ژر تشخیص شي، درملنه یې ګرانه نه ده خو عموماً ډېر ډول سرطانونه هغه وخت تشخیص کېږي چې دې وژونکې ناروغۍ ریښې ډېرې ځغلولې وي.

د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون استاد پروفیسر ډیوید وانګ د سرطان د تشخیص دا نوی ټست په واشنګټن کې د امریکا د ساینسي پرمختګونو د ټولنې په کالنۍ غونډه کې توضیح کړ.

پروفیسر وانګ او له ده سره ملګري څېړونکي وايي چې د خولې په اوبو یا لاړو کې د (ًRNA) داسي پیغام رسوونکې ټوټې شته چې د سرطان رامنځته کېدل ښودلی شي.

دوی وروسته له دې چې په دې وبوهېدل د سرطان د تشخیص لپاره یې د لاړو د سیمپل اخیستلو ټسټ اختراع کړ.

پروفیسر وانګ وايي، په یو څاڅکی لاړو کې دومره معلومات شته چې د ټست کېدو په صورت کې د سرطان لومړني جوړ شوي نسجونه پکې پېژندل کېدای شي.

په دې شیوه په یو څاڅکي لاړو ګې د سرطان ناروغي په لس دقیقې کې معلومېږي.

د دې شیوې بله ګټه دا ده چې نه درد لري او نه د وینې توییدو ته اړتیا شته. اوس ډېر ځلي د سرطان د پېژندلو لپاره د انسان د غوښې ټوټه اخیستل کېږي څو په لابراتوار کې ټسټ شي.

څېړونکي هیله لري چې د سرطان د ټست دا اله به په راتلونکو ۴ کلونو کې عامه شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب