دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د سرتېر خندا (لنډه کیسه) احسان الله ارینزی

د سرتېر خندا (لنډه کیسه) احسان الله ارینزی

د سرتېر خندا داسې وه لکه کمکی تندر. کله به چې سرتېر لیری و، د خندا غږونه به یې داسې راتله لکه کوکې او چیغي. لکه یو زورور سېل چې غټ او کمکی کاڼي یې پورته کړي او یو په بل یې وهي. که به چا دا خندا د نژدې واورېده، هڅه به یې کوله چې کور کلی پرېږدي، په غوږونو کې ګوتې واچوي او وتښتي!
لس کاله مخکې سرتېر د دې کلي تر ټولو دنګ او ښایسته زلمکی و. هغه وخت به د ده خندا په خلکو ښه لګېده. دې مالګینې خندا به د سرتېر د مخ ښکلا، داسې غوړوله چې هر چا به په ځیره ورته کتل. سرتېر په رښتیا په همزولو کې ګلان زلمي و.
سرتېر به د پنځلس شپاړلس کلونو و چې پلار یې ټوپک پورته کړ. ډېر وخت و چې د دوی په کور، کلي او سیمه کې د جګړې خبرې کېدې. پردو د دوی په وطن یرغل کړی و. هر چا په خوښه او مینه وسلې پورته کولې او سنګرونو ته دانګل. ځوانانو خو د سرونو په ورکولو سمه سیالي جوړه کړې وه!
ښاپېرئ ببۍ، له کلي څخه لیرې په خاورو کې ناسته وه او د سرتېر د خندا په لیرو څپو پسې یې کتل. د دې لیونئ خندا څپې به په ټول کلي چاپېره وې. په داسې وختونو کې به کلیوالو ښځو او نارینه وو، خپلې لارې بدلولې چې له سرتېر سره مخامخ نه شي او ښځو به خپلو ماشومانو ته ویل چې ځانونه الونیه کړي او لیری لاړ شي چې سرتېر به یې په کاڼو وولي.
ښاپېرئ ببۍ هڅه کوله چې د سرتېر ځای ځایګي، د هغه په خندا ومومي او په ژړا – ژړا یې کور ته راولي؛ خو د سرتېر د لېونۍ خندا غږونه به دومره درانه وو، چې انګازو به یې په ښاپېرئ ببۍ لار ورکه کړه او په ستومانه سترګو به یې لور په لور کتل.
که څه هم چې د نیمې ورځې تودوخه ځورونکې وه؛ خو ښاپېرئ یوه مور وه او سرتېر د سترګو د تور، د زړه د سر او د ځوانیمرګ خاوند د یوازني میراث په توګه، ډېر پرې ګران و!
ښاپېرئ ببۍ به خپل ټپي سرتېر ته، د پروني ګلالي زلمکي په سترګه کتل. هغه چې په سیمه کې یې سیال نه درلود؛ خو لا یې د بریتونو وېښته په شمار و، چې ټوپک یې غاړې ته کړ او جګړې ته لاړ.
د خندا یوې بلې درنې څپې، ښاپېرئ د خیالونو له سمندره د کلي په وچه ځمکه بلې کړه. هغه ځمکې چې پخوا ټولې کرل کېدې؛ خو وچکالیو او جګړو د کلي لمن هومره کمکی کړې وه، چې ادیره لویه پرې ښکارېده.
د ځمکو ځیني خاوندانو کډه شوي او ځینې وژل شوي وو او وچکالي د ټولو چینو اوبه وچې کړې وې!
د نیمې ورځې تودو بادونو د مخامخ سوځېدلو درمندونو ایرې، لور په لور وړي او ښاپېرئ ببۍ لا هم، د سرتېر په موندلو پسې، د ده د چیغو ډوله خنداوو لارې څارلې.
مازدیګر نژدې و چې ښاپېرئ خپل بچی وموند. کله به چې سرتېر په ډېرو خنداوو او ژړاوو ستړی شو، کرار به کیناست، له شګو څخه به یې دېوالونه جوړول او یا به یې په ګوتو کمکی – کمکی کوټې څکولې.
د مور او زوی هره لیدنه غمجنه وه. مور به خپل زوی ته به مینه – مینه کتل؛ خو زوی مور نه پېژندله. په دې ورځ زوی خپلې د کاڼو او شګو خونې ښاپېرئ ته وښودې او داسې غږونه یې له خولې ویستل، لکه څه چې وایي؛ خو مور د خپل خواږه بچي په کنګړو خبرو نه پوهېده.
دا شپږم کال و چې سرتېر خبرې نه شوای کولای؛ خو شونډې او ژبه به یې داسې خوځول لکه څه چې ویل غواړي. کله به یې داسې چیغې غوندې څه ویل او لاسونه لور په لور غورځول.
نن چې مور او زوی سره مخامخ شول، سرتېر په ځیره د پیر هغه لویې برجورې کلا ته کتل، چې له دوو کلونو راهیسې تر کار لاندې وه. دې جګې کلا څلور غټ برجونه درلودل او دومره اوږده او لویه وه چې سترګې به یې په لیدو ستومانه کېدي.
مور خپل زوی تر لاس ونیو او دواړه د کور په لور روان شول. په داسې وختونو کې به کلیوال له سرتېر څخه نه بېرېدل. له سرتېر څخه د بېرېدلو وختونو معلوم وو. کله به چې سرتېر له مور سره روان و، ژوبله پښه به یې په کراره کشوله. په هاغه جګړه کې چې سرتېر ټپي شو، د هغه یوه پښه لنډه او ملا کږه شوه او داسې ارت – ارت به روان و، لکه دوه کسان چې په یوه جامه کې ننوتلی وي!
خو د کلي ماشومان به هر وخت له سرتېر څخه وېرېدل. د سرتېر دا پلن – پلن تګ او د خندا څپې هغه شیان وو، چې ماشومان یې بېرول.
سرتېر د خپل ړنګ کور په مخ کې ودرېد. دې هومره ستومانه او په خولو لوند و، تا ویل چې له لسو کسانو سره یې غېږه نیولې ده. له خولې څخه یې سپین ځګونه وتلي او سترګې یې د پیر نوي برجورې کلا ته نیولې وې.
ښاپېرئ ببۍ هڅه وکړه چې سرتېر کور ته ننباسي؛ خو هغه په داسې حال کې چې لا هم په ملا کړوپ ولاړ و. مور له مخې لیرې کړه، یو ځلې یې مخامخ برجورې کلا ته وکتل او بیا خپلې مور ته ځیر شو.
ښاپېرئ خپل بچی خونې ته بوت او هلته یې پرېښود چې دمه یې جوړه شي. مور نن په دې پوه شوې وه چې د زوی د کتو په ډول کې یې توپیر راغلی. دې پخوا په دې سترګو کې هېڅ خبرې نه لوستې؛ خو زوی نن خپل کور او خپلې مور ته او بهر د پیر لویې برجورې کلا ته بل شانتې کتل.
مور له لمانځه وروسته د ډېوې په رڼا کې پوه شوه، چې د زوی سترګې یې په اوښکو لمدې دي او شونډې داسې خوځوي، لکه چې څه وایي. سرتېر سوړ اسوېلی ویست او د لومړي ځل د پاره یې د مور لاس په لاس کې ونیو.
«««
بله اونۍ په کلي کې یوه مدرسه پرانستل کېده. پیر دا مدرسه په یو کال کې په ډېر لګښت ودانه کړې وه. د پرانستې په ورځ کلي ته ډېر مېلمانه راروان وو. د کلي خلکو هم پاکې جامې اغوستې وې. پیر صیب دوه غبرګ غوایه حلال کړي او شل دوه ویشت کټوې په نغریو بار وي.
په دې ورځ سرتېر د کور زاړه بکسونه پلټل. ښاپېرئ ببۍ څو ځلې په زوی غږ وکړ چې څه غواړي او څه پلټي؛ خو سرتېر لګیا و او کالي یې اړول رااړول.
غرمه مهال سرتېر د خپل پلار هغه جامې، د مور په غوټه کې وموندې چې څو کاله مخکې پکې وژل شوي و. سرتېر د همدې جامو په اغوستلو بوخت شو. مور اریانه وه چې بچی څه غواړي؛ خو له هغه سره یې مرسته وکړه چې د پلار په ګولیو سوری سوری جامې واغوندي.
سرتېر د جامو له اغوستلو وروسته له کوره ووت او هغه ځای ته روان شو چې کلیوال او مېلمانه غونډ شوي وو.
په ګڼه ګوڼه کې ځینو کلیوالو له سرتېر سره مرسته وکړه چې مخکې لاړ شي. نن سرتېر ډېر کرار ښکارېده. له غرمنی وروسته پیر په دریځ ودرېد او خپله وینا پېل کړه:
– زما وروڼو اسلام علیکم …
دا وخت دوه کمکی هلکان راغلل، چې سره سپین ښکارېدل او پاکې جامې یې اغوستې وې.
یو کلیوال بل ته وویل:
– دا د پیر صیب د درېیمې مېرمنې زامن دي چې ښار کې اوسي.
پیر خپلو خبرو ته دواو ورکړ:
– نن د الله پاک شکر ادا کوم چې …
یو کلیوال خپل ملګري ته ورو وویل:
– تر پیر مبارک صدکه شم. له دریو مېرمنو پنځلس زامن او لورانې لري.
پیر وویل:
– الله د دې ولس ته د خپل مېړانې او سرښندنې اجرونه ورکړي …
سرتېر شا او خوا وکتل. د ده پلار او د ده د پلار د وخت ډېر کسان په حاضرو ژوندو کې نه ښکارېدل. سرتېر مخ شا ته واړاوه او ادېرې ته یې وکتل چې باد یې په سلګونو سپینې او شنې جنډې رپولې.
پیر وویل:
– زموږ نننی بری د هغه شهیدانو د وینو برکت دی …
سرتېر پاڅېد، مخامخ یې د پیر لویې نوې برجورې کلا او شا ته د ادېرې رنګارنګ جنډو ته وکتل او د دریځ په لور په مخ وخوځید. خلکو سرتېر ته لار ورکړه او یو بل ته یې داسې کتل لکه نن چې یو بل سرتېر راغلی دي.
د پیر خبرې پای ته رسېدلې وې؛ خو سرتېر د هغه دا خبره واورېده چې یو چا ته یې ورو وویل:
– مسلمانه دا کټوې څه کوئ؟ … کټوې به څلور میاشتې وروسته وخوري چې له خیره زما د څلورم واده د پاره بار وي!
بیا یې خپلې نوې برجورې کلا ته وکتل:
– تر هغو به دا جونګړه هم له خیره بشپړه شوې وي!
سرتېر پیر ته نژدې ودرېد. لومړی یې خپل ړنګ کور ته وکتل، بیا یې په خپل ځان کې، د پلار هغه کمیس ته وکتل چې شل ځایه په مرمیو سوری و، بیا د پیر برجورې کلا ته ځیر شو، خوله یې د څه ویلو د پاره جوړوله؛ خو ناڅاپه په پیر وروغورځېد او په هغه چاړه یې لس دوولس ګذارونه پرې وکړل چې په پټه یې له کوره اخیستې وه.
پیر د سرتېر په غېږ کې ړنګ شو. د خلکو چیغې جګې وې، دوه دریو کسانو د سرتېر لاسونه کلک ونیول، هغه هلته لیرې خپله مور ولیده، په شونډو یې نرې موسکا خوره شوه او چیغه یې کړه:
– مورکۍ د پلار کسات مې واخیست. مبارک دې شه!
پای
10 جنوري 2023
الرفحا – سعودي عربیه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب