شنبه, اپریل 26, 2025
Home+د غضنفر استادانه لیکل | زین عاطف

د غضنفر استادانه لیکل | زین عاطف

 یو وخت مې ازادي راډیويي مجله ډېره اورېدله، هغه وخت استاد اسدالله غضنفر مخته وړله. له بېلا بېلو فرهنګي خبرونو سره، سره به یې ډېر ژور ادبي بحثونه هم کول، د بحث لپاره به ورسره استاد نجیب منلی مېلمه و. هغه وخت اووم اتم صنف کې وم، استاد منلي به ښې ډېرې خبرې وکړې، خو زما به یې د موضوع په خلاصه سر نه خلاصېده.

په استاد غضنفر کې بیا یوه عادت دا و، چې د مېلمه له ځواب وروسته به یې خپله د موضوع نچوړ او خلاصه په ډېره ساده ژبه له مېلمه سره د مکالمې په ډول بیانوله او اورېدونکي به یې ډېر واضح پوهول. زه به چې د نجیب منلي په ځواب او درندو خبرو سم پوه نه شوم؛ نو تمه به مې بیا بېرته د غضنفر صیب خبرو ته وه، تر څو پر موضوع ښه و پوهېږم. دا په ساده ژبه پر موضوع پوهول نه یوازې هغه د مایک له لارې کول، بلکې دا ساده والی د هغه د قلم په ژبه کې هم شته. په عادي خبرو هر څوک پوهېږي، خو د استاد غضنفر د ژبې او قلم له ساده والي مې هدف پر ژورو ادبي او فلسفي موضوعاتو په ساده ژبه او الفاظو پوهول دي. هر نثر خپلې ځانګړنې لري، ډېری لیکوالان شاید له فکري لحاظه په ډېرو ښو موضوعاتو غږېدلي وي، خو دا هر څه هغه وخت ځانګړي کېږي، چې خپله فکري تومنه په ښه ډول د خپل قلم پر مټ تر لوستونکو و رسول شي. هغه څوک ښه نثر لیکونکی بللی شو، چې په یوه موضوع یې خپل لوستونکي تر نورو ښه پوهولي وي. شاید تاسې ته هم ځینې وخت د لیکوالانو داسې جملې مخته در غلې وي، چې د ډېر ګونګوالي له امله یې په مفهوم نه رسېږﺉ. دا یوه لویه ستونزه ده، چې ډېری لیکوالان په خپله هم په یوه موضوع یا اصطلاح نه پوهېږي، خو په ګونګو او مبهمو ټکو او جملو سره یې په لوستونکو تېروي.

استاد غضنفر ډېری وخت په لیکنو کې د هرې موضوع تحلیل او سپړنه په ډېر روان او ساده شکل سره کوي. په لغت پرانۍ او ګونګې جمله بندۍ لوستونکي نه تېر باسي. هغه په خپله د هغو شاعرانو له شهرت او شاعرۍ منکر دی، چې په مبهمو کلمو لوستونکی غولوي.

د استاد په لیکنو کې یو بل ښه صفت دا دی، ډېری هغه موضوعات چې ښه تشریح کولو ته یې اړتیا لیدل کېږي له ډېر ښه مثال سره یې وړاندې کوي، لکه په (جادوګر هنر کې) یې د مرسل مجاز په ادبي اهمیت باندې د بحث کولو پر مهال د مرسل مجاز په هر اړخیز هنري ماهیت او اهمیت د لوستونکو د ښه پوهولو لپاره ١٥ جملې د مثالونو په توګه راوړي؛ بیا د هرې جملې ماهیت او اهمیت د مرسل مجاز په رڼا کې ټکي په ټکي بیانوي.

د نثر لیکلو هنر اثر کې یې د (کومه کلمه غوره کړو) تر عنوان لاندې په ډېر ښه شکل د کلمو د معناوو له سپړلو سره ډېر ساده مثالونه وړاندې کړي، همدا زموږ د دودیزو لهجو د لغاتو په مثال سره موږ ته را ښایي، چې کومه کلمه په کوم ځای کې کومه معنا ور کوي او کومه بیا په کوم ځای کې غوره ده، چې را وړل شي؟

استاد په جادوګر هنر کې د (افلاطون ولې شاعران له خپل خیالي هېواده وشړل؟) تر عنوان لاندې د افلاطون د مُثل نظریې په ښه تشریح کولو کې یو ډېر ساده مثال راوړي: « یو خاص انسان مري، خو د انسان (مثال) پاتې دونی دی دغه دایره چې زه یې باسم دا به ورکه شي، مګر د دایرې (مثال) به تلپاتې وي مثال خارجي شی نه دی، چې په حواسو یې وپېژنو، بلکې په فکر یې پېژنو. که هغه ټول محسوس شیان چې یو (مثال) یې نمایندګي کوي، ختم شي، (مثال) به یې بیا هم په خپل ځای پاتې وي. هر مثلث یو ناقص مثلث دی چې یو وخت له منځه ځي ځکه خو نسبتاً غیر واقیعي دی مګر د مثلث ناموس (قانون) او شکل یا په بله ژبه، د مثلث مثال بشپړ او تل پاتې دی.» دا چې د غضنفر صیب د کتابونو هره جمله لوستل مو بلې یوې ته تلوسه پیدا کوي، وجه یې په ساده والي او مثالي پوهونه کې ده.

یوه تر ټولو لویه ځانګړتیا چې زما په نظر راځي او د استاد د نثر د ځواکمنتیا سبب یې بولم، هغه د استاد محترم د ادبي تاریخ مطالعه ده. د کره کتنې په ډولونو کې یوه هم تاریخي کره کتنه ده، تاریخي کره کتنه دې ته وایي، چې مثلاً که یو څوک پر خوشال بابا یا د هغه پر کوم اثر باندې د کوم لفظ او جملې یا د کوم بل معنوي ارزښت په اساس نقد کوي، نو د همغه وخت ادبي او ټولنیز چاپیریال به مطالعه کوي، چې نوموړي لفظ، جملې او ارزښت ته په هغه وخت کې په څه ډول کتل کېدل؟ له یو ملګري سره د ذوق په روزلو کې د شاعر او لیکوال په رول غږېدم، خبره د غوره او نسبتاً غوره پورې راغله، هلته مې یوه خبره دا ورته وکړه، چې غضنفر صیب اوس ځکه په نورو کې تر ډېره حده سرته را وتلی، چې د دوی په کور کې د ارواښاد پسرلي صیب څخه د کتابونو ډکې المارۍ ورته پاتې وې. له دې مې موخه د غضنفر صیب د ادبیاتو تاریخي مطالعه وه. هغه چې په جادوګر هنر کې په تاریخي شاعرانو کومې کره کتنې او لیکنې کړې دي، فکر نه کوم که تر اوسه چا دومره مؤثر او ژور څه پرې لیکلي وي.

غضنفر صیب چې هلته د (هندي حسن) تر عنوان لاندې د (کاظم خان شیدا) په شاعري او ټولنیز ژوند باندې کوم بحث کړی، د استاد د تاریخي مطالعې لیدنه پکې ډېره ښه را تر سترګو کېږي.

یو څو پرګرافونه یې د نمونې په توګه را اخلم، چې له لوستلو وروسته یې د هغه یادې ځانګړنې ته ښه ځیر کېدلی شو: « شیدا په خپلو ګڼو بیتونو کې د هند سبزانې یادوي. هندۍ چې د روه (پښتونخوا) تر جینکو تورې دي سبزې بلل کېږي. په پخواني تصور کې رنګونه تت دي یا روښان. زېړ، سور او سپین روښان رنګونه دي او زرغون د تور غوندې په تتو رنګو کې حساب دي. په سبزه کې یې د خط و لب جلوه ده که موجونه دي د میو په مینا کې مینا د شیشې بوتل ته وایي چې شین رنګ یې مشهور دی او په همدې وجه د اسمان ګونبزې ته ګنبدِ مینا یی او شنه رنګ ته مینا فام ویل شوي دي. شیدا چې د هندي نجونو توربخون مخ انځوروي، سبزه یې بولي او سرې شونډې او تور خط داسې ور ښکاري لکه د زرغونه بوتل سره شراب. شیدا په یو بل بیت کې وایي چې هندۍ نازکې دومره سبزې دي چې که یې مینا وبولې، خوابدوي. نازکان د هندوستان سبز رنګونه مکدر شي د مینا په انتساب» د استاد اسد الله غضنفر په پورته لیکنه کې چې په شیدا او د هغه په شعرونو یې کړې، داسې ښکاریږي لکه د همغې زمانې کوم شخص چې اوس موږ ته تفصیل راکوي، یعنې استاد غضنفر د شیدا په شعر باندې تبصره په داسې حال کې کوي، چې د هغه شاوخوا چاپیریال او هغه زمانه یې په ښه توګه مطالعه کړې ده. د هند سبزانې، روه، د هغه وخت د رنګونو ډولونه، په دې هر څه پوهېدل او د شیدا د هغه وخت په شعرونو کې پرې خبرې کول شاید د هر چا له وسه ونه شي. استاد د (زنګ وهلې هندارې) تر عنوان لاندې لیکي: «په تېرو زمانو کې به اکثره هیندارې له فلزاتو څخه جوړېدلې او چې زنګ به ووهلې سمه استفاده به ترې نه کېدله. پخوانو شاعرانو او عارفانو زړه هنداره بللی دی او ویلي دي چې که یې د ګناه او خود خواهۍ زنګ ووهي د ازلي معشوق یعنې خدای ننداره پکې نه شي کېدلی.

د دوی په نظر د زړه د هندارې ناپاکي نا صفایي، د بنده او حقیقت تر منځ په حجاب بدلیږي. پخوانۍ هندارې به له اوسپنې څخه جوړېدې او چې زنګ به ووهلې؛ نو بیا به یې ایره پرې موږله، چې زنګ یې پاک شي. د هندارې زنګ وهل او په ایرو سره بېرته پاکولو یې په پخوانیو زمانو کې خپل ځای درلود. استاد لیکي: ( پخوانۍ فلزي آیینې چې به تتې شوې یا به زنګ ووهلې، په ایرو کې به یې کېښودلې یا به یې ایرې ور باندې و موښلې چې روښانه شي. که د پخواني صنعت له دې تجروبې ناخبره اوسو، د معزالله مومند د دغه بیت په معنا او ښکلا به پوه شو چې وایي: مخ د یار په نوي خط سره روښان شه آیینه له خاکستر سره صفا شي استاد غضنفر (د پخواني او اوسني شعر تر منځ توپیرونه) تر عنوان لاندې بحث کې هم د آینې ادبي صنعت ته کتنه کړې، چې د تاریخي مطالعې څرک پکې تر سترګو کېږي: ( پخوانۍهیندارې د اوسنو هغو غوندې روښانه نه وې. اکثره وخت یې له یو ډول وسپنې څخه جوړولې. کله چې به د آئینې وسپنه زنګنه یا تاریکه شوه نو د روښانه کېدلو لپاره به یې ایرې ورباندې موښلې یا به یې هنداره په ایرو کې ږدوله چې ځلا پیدا کړي. پخوانو شاعرانو همدغو خصوصیاتو ته په پام سره شاعرانه مضامین جوړ کړي دي.

معزالله مومند یو هغه شاعر دی چې آئینه نسبتاً ډېره یادوي، دی وایي: آئینې غوندې که مخ په ایرو تور کړې مګر ووینې په سترګو د دلبر مخ دا هم د معزالله وینا ده: آئینې غوندې به صافا سینه کښېنې که په تورو ایرو وکړې کفایت تر معزالله پخوا حمید مومند ویلي وو: چې ایرې د بې قدرۍ شي پرې مښودې آئینه د هغو زړونو وي رڼه ) د پخوانیو شاعرانو د شعر په ځینو ادبي صنعتونو او اکثرو کلماتو پوهېدل ګران کار دی، د دې پوهې لپاره لومړی د هغو شاعرانو د زمانې او ورسره په شاوخوا چاپیریال کې مروج یا نا مروج ټولنیز او ادبي اصطلاحات مطالعه کول پکار دي. په تېره بیا د هغه وخت په شاعرانو کره کتنه کول، د ټولنیز او ادبي تاریخ د پراخې مطالعې ځواک ته اړتیا لري او استاد غضنفر په دې برخه کې تر نورو وتلی دی. د هغه په جادوګر هنر کې (د پښتو د پخواني او اوسني شعر تر منځ توپیرونه، د رحمان بابا خوګانې، زنګ وهلې هینداره، د تېرو وختونو ادبیات، هندي حسن، یو دېرشم توری او ګڼ شمېر نور هغه عنوانونه دي، چې ترې لاندې بحثونو کې د غضنفر صیب د ادب د تاریخ پراخې مطالعې درک کولی شو. بله ځانګړنه د استاد محترم په لیکنو کې له تکرار او بې ځایه اوږدوالي څخه مخنیوی دی، البته هېڅ یو لیکوال به دا ونه غواړي، چې خبرې دې بې ځایه اوږدې کړي، خو له ډېرو لیکوالانو داسې شوي وي، چې پر یوې موضوع تر پوهېدلو ورسته هم ترې خبره غځېدلې وي، چې لوستونکی ورسره تنګېږي، خو د استاد نثر له دې نیمګړتیاوو څخه ډېر پاک دی. استاد محترم په خپلو لیکنو کې د لوستونکو په پوهولو کې ډېر زیار باسي. یو ځای (د خدایانو باغ) په مقاله کې چې د اسطورو او حماسو په ځانګړنو او توپیرونو پکې بحث کېږي دی حماسې ته د عربانو له نظره اشاره کوي: ”عرب د حماسې لپاره د ملحمه ( د اول او دریم توري په زور او د دویم توري په سکون) کلمه راوړي.“ دا چې عربان حماسې ته څه وایي د دې له تشریح سره سره د دغه لغت د تلفظ په درسته ادایینه فونیټیک ( Speech Sounds) چې د غږ پوهنې علم ورته وایي په دې هم لوستونکي پوهوي چې یاد لغت په کوم ډول سره ادا کېږي. بل ځای د (ګېلګمش) د حماسې په بیان کې یو ځای د شمشت (په حماسه کې د یوې فاحشې نوم) کلمه راځي استاد یې د تلفظ لپاره ورسره څنګ ته په قوسونو کې د تلفظ لار ښوونه کوي: شمشت (د اول او دویم شین په زور) دا ځانګړنه شاید چې ډېرو ته عادي ښکاره شي، خو د لوړو ودانیو ښکلا او لوړوالی هم د کوچنیو خښتو ډبرو او نورو توکو څخه شوې وي. د استاد نثر هم له بېلا بېلو لویو او وړو ځانګړنو سره رالوی شوی، چې هرې ځانګړنې یې د نثر د ارزښت په لوړوالي کې خپل رول ادا کړی.

یو وخت په صنف کې یو استاد راسره د غضنفر صیب په خوګانو وغږېد، یوه یې دا را یاده کړه، چې استاد غضنفر ماخذونه او سرچینې نه ذکر کوي. زما هم دې موضوع ته ور پام شو، ما ورسره دا خبره واړوله، چې ماخذونو ته خو تر ډېره حده په تدریسي اثارو کې اړتیا وي، خو شاید چې دا دفاع مې د غضنفر صیب له لیکنو په اخیستي اغېز سره کړې وي، مګر داسې هم نه ده. استاد (د نثر لیکلو هنر) کې د (سبک به څنګه معلوموو؟) تر عنوان لاندې چې کوم لوی بحث کړی د هغې په وروستیو کې یې ماخذونه ذکر کړي. همدارنګه د یاد کتاب د بل عنوان (د کیسې نثر) له بحث وروسته ١٧ ماخذونو ذکر شوي. دغسې یې په ځینو نورو لیکنو کې هم د ماخذونه ذکر شته. استاد کله کله د یوې خبرې د کولو پر مهال همالته د لیکنو په منځ کې په عادي ډول وایي، چې (پلاني په پلاني کتاب کې لیکلي) یعنې تر ډېره د ماخذ لیکنې په هغه رسمي دود پسې نه دی تللی. زما په اند استاد محترم په هغو ځایونو کې چې د ماخذونو یادولو ته اړتیا لیدلې ذکر کړي یې دي او چېرته چې یې اړتیا نه ده احساس کړې، ترې تېر شوی. بله مسله دا ده، چې د استاد اکثره لیکنې او نثرونه بیخي نوي دي، یوازې داستاني نثر نه، بلکې ځینې نور نثرونه هم د سړي خپل مال کېدلی شي او د استاد اکثره لیکنې نوې او یوازې د ده حسابولی شو، نو کېدای شي، چې د دې ځانګړتیا له مخې یې ماخذ ته اړتیا احساس نه شي. همدارنګه د استاد محترم نثر منل شوی نثر دی، نو له دې امله یې هم زه په خپل نظر د ماخذ ذکر کولو ته اړتیا نه وینم. یوه ورځ مې د فونونو د برخې له استاد (عمران الله خنجر) څخه و پوښتل، چې که د معاصرو ادبي ستورو په قطار کې د یو ستوري د ځایولو چاره در وسپارل شي، نو ته به څوک ورته معرفي کړې؟ هغه راته سمدستي وویل، چې ” استاد غضنفر “ ما وېل زما هم همدا رایه ده. دا رایه به یوازې زما او د استاد خنجر نه وي، کېدای شي د ادبیاتو د ډېرو هغو شاګردانو او استادانو رایه وي، چې د غضنفر صیب اثار یې مطالعه کړي وي او ښه یې مطالعه کړي وي. همغه وخت مې بیا محترم استاد (خنجر) ته کړه، چې استاد غضنفر خو استاد نه دی پاتې شوی؟ هغه وېل ( نه، خو داسې یو شخصیت ته باید اعزازي استادي ورکړل شي).

استاد غضنفر ته آن د ادبیاتو استادان د (استاد) کلمه کاروي. اګر چې دی استاد نه دی پاتې شوی، مګر ریښتیا هم په ادبیاتو کې د لوی علم د لرلو او کار کردګۍ په سبب ورته د ډېر قدر او احترام له امله د (استاد) معززه کلمه کارول کېږي. د استاد محترم اثار په پښتو کې نوي اثار دي او د ادب د لارې هر لاروی دې خپلې سترګې پرې مړې کړي. هر هغه څوک چې د محترم استاد د اثارو له لوستلو پاتې وي، یوزل دې حتمن ولولي.‎ له نورو ادیبانو مې غوښتنه دا ده، چې د استاد محترم د هر لفظ او کلمې قدر وکړي او د پښتو لپاره یې یو ویاړ او ډلۍ وبلي او حق یې ادا کړي!‎ زین عاطف

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...